د يوې کيسې سړی يم/ حيران
په تا مين يم ستا نږدې ســـــــړی يم
په هغه دغه دې ډېر نه پوهېــــــــــږم
جانانه زه د يوې کيسې سړی يــــــم
اوس رانه دومره نظر مه تېـــــــــــروه
اوس د پنځو اوس د حجرې سړی يم
ستا په لېمو کې ښکلا لوستی شمه
که يم نالوستی د بانډې ســـــــــړی يم
ته چې مې نه غواړې جدا کيـــسه ده
ګني اشنا د يارانې ســــــــــړی يـــــــــم
ژوند د دښمن يو امانت ګـــــڼي بس
زه د يوې داسې قبيلې ســــــــړی يم.