ملګريه وايه له پردېسوزړونو
دپکتياشنو دنګوغروته سلام
زخمي نښتروچناروته سلام
خړو کوڅوخړو ډاګوته سلام
☆☆☆
لږ رانژدې شه څوخبري لرم
نن د زړه زخم ښکارول غواړمه
د وخت له چارو ژړېدونکوکيسې
د زړه په غوږيې اورېدل غواړمه
☆☆☆
وايه باو روکړه چي ورک نه يمه
د کراچۍ د رڼاګانو ښارکي
خدايږو له ياده مي وتلي نه دي
دستاړنګ کلي په پردي ديارکي
☆☆☆
باورکړه زړه مي هم په وينوژاړي
خيال کي مي ګرځي اېره شوي ګلان
دسروبارودوپه اورسوى ايلبند
ستاپه لمن باندي مېشت شوى خزان
☆☆☆
منم زړګى به دي سوځېږي خاورې
ستاهربچى دوخت سېلاب وخوړو
زمونږه هم ستادديدن په ارمان
دځوانۍ خوږعمرپنجاب وخوړو
☆☆☆
منم ستامېشت به ستاپه دردوي دردمند
خومونږه هم څه په مزوکي نه يو
دشين ختن په نظاروکي نه يو
دروڼ پارس ښکلوښاروکي نه يو
☆☆☆
په مونږخوښه دي تاپه مينه کړي ښکل
ستاپه سينه خداى ته سجدې لګوي
که چاظالم يې دزړه مراندي پرې کړې
نودبل يارزړه ته تکيې لګوي
☆☆☆
په مونږخوښه دي زړه خوتش کړي سره
دنښترسيوري ته بانډارجوړوي
دسليمان غرتړوکي سيل کوي
مغروروڅوکوته اشعارجوړوي
☆☆☆
غاړي دي بندي امانت به وړې ته
داد ( ريان ) دزړه له تله سلام
شل واري ځاربه کړې شاعره وروره
له هرپټکي له هروربله سلام
☆☆☆
ستاسودليدوپه هيله
احمدګل ( ريان )
له کراچۍ څخه