ته لکه لمبــــــــــــه له اوره راغللې
ووايه له کومـــــــــه لوره راغللې؟
هيڅ دې ننواتې زړه تـــــــــه ونکړه
زور دې شه اوبه په زوره راغــللې
ټک شي دروازې ته مخ ورواړوم
زه وايم که ته له ګوره راغــــــــللې
ژوند لکه تر دۀ درباندې ډېر ګران و؟
څنګه له شهيده وروره راغللــــــــــې؟
تا خو پېښور د افغان کور ګاڼــــــــــه
بيا ولې له خپله کوره راغللـــــــــــې؟
ما باندې احسان ښکليه د څه کوې؟
پوی يم چې د څه له شوره راغللــــې
حيران يم له دې ځايه چېرې لاړ شمه
ګور ته هم جانانه ګوره راغــــــــــــللې.