له ښي لوري: حنيف حيران، عمر دراز مروت او احسان الله درمل  

 

 

 

 

 

 

  

 

  له احسان الله درمل سره مرکه: مرکيال محمدحنيف حيران

لومړۍ برخه.
پوښتنه: درمل صاحب که د دود له مخې خپل ځان لوستونکيو ته وروپېژنې؟
ځواب: نوم مې احسان الله او تخلص درمل کوم، په ١٣٦٤ کال کې د کرمې په صده کې زېږېدلی يم. لومړۍ زده کړې مې هم هلته په صده کې تر سره کړې دي او په ١٣٨٢ کې همالته د غرغښت له عالي لېسې څخه فارغ شوی يم او د کانکور له ازموينو څخه وروسته د کندهارطب ته بريالی شوی يم او اوس مهال هلته د طب په پوهنځي کې د څلورم کال محصل يم.
پوښتنه: د شعر لوري ته مو د راتللو څۀ انګېزه وه؟
ځواب: شعر ته خو داسې راغلم چې په ښوونځي کې مو ځينې ښوونکي شاعران وو، يو ښوونکی چې جميل دروېشيار نومېده، هغه به ترانې راته ليکلې او ما به د ستېج په سر ويلې؛ نو هلته د جهاد وختونه و، د هجرت وختونه وو؛ نو حماسي ترانې هلته په ما ډېرې ښې لګېدې او چې د ښوونځي له مخې به لارويان تېرېدل، هغوی به هم ولاړ وو، او ننداره به يې کوله، بس هماغو ترانو څه د ترانو ويلو لوري ته وهڅؤلم او په عين وخت کې ځينې ولسي شاعران چې په پکتيا کې وو او تاسو ته هم مالوم دي د هغوی سندرو او موسيقۍ شعر ليکلو ته وهڅولم. هغوی به له يو بل سره لغات يعنې په شعر کې سوال او جواب کول. بيا چې داسې لږ نور وخت تېرشو نومې د مطالعې له مخې او شوقه نور هم شاعري ته ورنږدې شوم، ځينې کتابونه مې ولوستل او لومړی کتاب مې د کاروان صاحب له ماښامه تر ماښامه لوستی. بيا کرار کرار له مشاعرو سره اشنا شوو، له مشاعرو سره سره به شاعرانو سره ناستې پاستې زما دا شوق نور هم زيات کړ او دادی تر دې ځايه پکې راورسيدو.
پوښتنه: دا چې تاسو وويل چې د ترانو او حماسي شعرونو له لارې مو د شعر ميدان ته راودانګل، زه چې اوس ستاسې شاعري ګورم نو رومانيت پکې زيات دی، داسې کم شعرونه به وي چې تراژيدي او حماسه مو پکې انځور کړې وي د دې څه علت دی؟
ځواب: منم هغه د حماسې د پنځولو يو ښه وخت و، بله دا چې زما په شعر کې اوس هم حماسه شته، زه فکر نکوم چې زما له شعر نه دې حماسه وتې وي، حماسه زه خپله د هنر روح ګڼم، حماسه د هنر د ژوندي پاتې کېدو لپاره ښه عنصر دی. زه بيا وايم چې زما له شعر نه حماسه نه ده وتې او که لږه کمه شوې وي او درومانيت  رنګ پرې غالب شوی وي هغه سبب به داوي چې د مهاجرت په ستونزمنو شرايطو کې چې د خلکوله افغانستان سره مينه په اوج کې وه، روسانومو وطن اشغال کړی و، هلته د حماسې خوند تر رومانيت زيات و او اوس خلک په هيواد کې سولې او مينې ته لېواله دي، شاعر مجبور دی چې د جنګ، بارودو او اورونوګردوغبار د مينې په وزرونو جاري کړي او د رومانيت په اوبو يې ومينځي. زه فکر کوم چې نن سبا خو دافغانو ذهنونو ته دشديدرومانيت اړتيا ده چې د دوی  ذهنونه له بارودي ککړتيا و مېنځي. ښايي دا خبره هم وي چې کله کله زه د رومانيت خوا ته په شعوري توګه تللی وم؛ لکه څنګه مې چې له حماسې سره ډېره مينه ده. زما په هر غزل کې حماسي بيتونه ډېر دي او رومانيت ته ځکه هڅه کوم چې د خپل ولس د کرکو، نفرتونو، باروتو، جنګونو او په وينو لړلې اروا او ذهن يوڅه د دې بدرنګی نه راوباسو او د ښکلا په لوري يې بوځو. که ما د رومانيت هڅه کړې وي هغې کې به داسې يوه شعوري هڅه هم وي.
پوښتنه: فکر کوم تاسو غزل ډېر ليکئ، زه چې فکرکوم، نسبت د شعر نورو اصنافو ته او نظم ډېر نه ليکئ، څه علت دی؟
ځواب: ياره د دې پوښتنې ځواب ته خپله له دې نه موندلی شې، چې کله سړی د يو چا شاعري ټوله ولولي؛ نو اندازه يې ورته کيږي. زه چې ملګرو ته شعر وايم کوښښ کوم چې غزل ورته ووايم؛ ځکه که کوم بيتونه يې رانه هير شي نو باک يې نه بولم او نظم نه مکمل يادولی شم اونه يو چاته نيم اورول مزه کوي. بله دا چې زه خپل نظمونه نه شم يادولی؛ خو د نورو شاعرانو مې ستر ستر نظمونه ياد دي. ستونزه دا ده چې زه خپله شاعري نشم يادولی، بيا نظم خو بيخي نشم يادولی؛ ځکه مې ملګري فکر کوي، چې زه يوازې غزل ليکم. که تاسو زما شاعري ډېره او ژؤره ولولئ؛ نو درمالومه به شي چې زه نظم هم ليکم، داچې په ادبي بنډارونو او مشاعرو کې مې کم اورولي دي، د هغې علت دادی چې ومې ويل چې زه خپله شاعري نشم يادولی او ماسره خپله حافظه د خپل شعر په ثبتولو کې مرسته نکوي هغه هم د نظم په ثبتولو کې.

نور بيا.......