ورک دې کـــړم له ځــانه ليـــونى يمــــــه
يــم چــې ليـــونــې د عــشق سـړى يمـــــه

څنــګه مــې ټوټــــې وجـود را ټول کړمــه
لاس نــه دې پريـــوتى مات منـــــګى يمــه

ستـــا د هــر نظــر ،نــظر بـــه مـات کــړه
تـــا تـــه بــه لـــــوګى شــــم سپــيلنى يمــه

زه خـــو دې وجــــود ګڼـم ،وجود مې يــې
ستـــا پــــه خيـــا ل اشـــنا ولې پردى يمـه

ستا په جـــدايۍ به مـــــــې مـــرګى يوسي
ســـتا پـــه وصـــالــونــو کـــې ژوندى يمه

زه خــــو دې امـــيد د زنــــدګۍ کـــــــــڼم
خو ســتا ستـــرګو کې ولې زه ازغـى يمه

زه يې د خپــل ژونـــد ورشــــو کې پيايمه
ســـتا انديښمن ســـتا د غـم شــپونـکى يمه