احمدګل ريان دمولوي صاحب محمدنادرخان( احمدزي) زوىچي په کال (١٩٨٤)عيسوي کي دپاکستان په وړوکي ښارکوهاټ کي زېږېدلى په لومړنيو زده کړو يې دکوهاټ دمشهورمهاجرکمپ زړې مېلي په مدرسه کي پيل وکړپه (١٩٩٨)عيسوي کال کي دنوروهيوادوالوپه څېرخپل وطن ته ستانه شول اوله پلرني کلي ليري دزورمت ولسوالي ددولت زيوپه سيمه کي يې ژوندغوره وباله له ستنېدوسره سم دوه کاله وروسته يې دپلارسيورى له سره لري شو(ريان)له ډېروستونزوسره سره خپلي درسي لړۍ ته دوام ورکړ،داچي ريان له ډېره وړکوالي له شعرونوسره مينه لرله خوپه (٢٠٠٥)کي يې دشعرپه ويلو پيل وکړ اودايې له لومړنيوشعرونوڅخه يوه نمونه ده
غزل
نظرنشته داوښکويوکتارده ښويېدلى
ګودر نه شنه منګي شال اوچنارده ښويېدلى
طبيبه دټکورتسل رانکړې نااميدشوم
ناسورشوله ټکونه مي پرهارده ښويېدلى
وصول دپاکي ميني دنګي څوکي ته ګران کاروو
براف دلمسون لارښويه وه يارده ښويېدلى
اندازيې غرېونيولى وويوچاراته قيصه کړه
راکټ موپه کورکلي په هرښارده ښويېدلي
جانان به مي راځي دغه الهام مي له وخت واخست
خوشحال يمه ترې روح دانتظارده ښويېدلى
پرون مي اورېدې په ياقربان يې زمزمه کړې
غزلوته کاروان ديکه زارده ښويېدلى
ساقي جامونه تېرکړل په غفلت کي يې داووې
ته صبرکړه ( ريانه ) نن دي وارده ښويېدلى