درنو لوستونکيو سلامونه،

يادونه: د عزت الله اديب دا ليکنه چې رالېږلې يې ده د پښتو (ي )ګانو ستونزه لري د وخت د کمي پر اساس زه هم په دې ونه توانېدم چې سمې يې کړم، هيله ده چې معذرت مو ومنئ.  پاتې شوه د ليکنې د محتوا کيسه هغه نو په ليکوال پورې اړه لري، هيله ده چې تاسو يې ولولئ .حيران

راليږونکی :عزت الله
د راليږونکي پته :ezat_pinf@yahoo.com
نيټه : 11-07-2008
لیــــــــــــــدلئ خــــــــــوب
زه او احساس
احساس: السلام علیکم ورحمت الله و برکاته!
زه: وعلیکم السلام.
بیا زه: څنگه دی زړه ښه کړو چه سلام دی را واچاوو؟
احساس: د ډیره وخته به می لیدلی په زړه کې راباندی ډیر گران یی خو دومره جرات می نه
نشو کولائ .
زه: خاندم..... خاندم او بیا خاندم. ډیره مننه گرانه
بیا زه: په ما هم ډیر گران یی خو که رشتیا درته اووایم له ډاره می درته څه نشو ویلائ.
احساس: خاندی... خاندی او بیا هم خاندی.. وایی ډیر شوخ یی .
زه: وایم ستا نوم؟
احساس: محمد روف
زه: تخلص دی روفه وروره؟
احساس: نه یی لرم.
زه: خاندم... وایم خو ما درته خوښ کړئ ده کنه
احساس: څه شئ؟
زه: احساس..........احساس او بیا احساس
احساس: بس زما هم همدا خوښ شو... خو ستا نوم؟
زه: عزت الله ادیب
احساس: څومره شائسته نوم ده...... اه اوس می په یاد شو دا نوم خو می د دی رادیو نه هم ډیر
اوریدلئ ده.
زه: هو... رشتیا وایی ځکه چی زه ډیر لیکونه او داستانونه ورلیږم.
احساس: خاندی... خوشحاله شولم چی درسره او می پیژندل کله کله خو به زما په فرمایش هم کوم لیک ور واستوی.
زه: زه خو د ستا په شان مغرور او کبرجن نه یم. زما په هر یوه خط کی د ستا نوم هرو مرو
ذکر شوئ ده.
احساس: رنگ یی ژیړیږی... نه دا نه شم منلئ.
زه: گوره روف جانه وروره او یی منه کنه نو بیا درته یو ثبوت راوړم.
احساس: ښه ته خو یی راوړه. ته راسره هسی توقی کوی.
زه: هغه د مینی لیک او د کوچئ داستان ورته را اخلم خاندم او ورته وایم راشه اوگوره
دا څوک ده؟ او دا څوک ده؟
احساس: خاندی او ډیر خوشحاله کیږی. هغه دواړه خطونه رانه اخلی او په خپله سیلوری پک اپه
موټر کی یی رانه ږدی. لاس می په لاس کی نیسی وایی عزت الله وروره دیره مهربانی
چه تاسو له ما سره په غیاب کی دومره زیاته مینه لرئ. نو الله دی له تاسو سره مینه
وکړی.
بیا احساس: عزت الله جانه چی دومره مینه دی هم راسره لرله نو ولی دی له ما سره مخکی
پیژندگلوی نه کوله؟
زه: مخکی می درته اوویل چه درنه ډاریدلم.
احساس: خاندی او په غیږ کی می ټینگوی او وایی ولی زه بلا یم؟
زه: نه ګرانه! خو داسی خطرناک راته معلومیدلی دومر ه درنه ډاریدلم لکه هیڅ وخت
به زه ستا په مخ کی ډاډه او زړه ور نشم.
احساس: خاندی... خاندی او وایی دا ته څومره خوږ یی. خو دا شرم چه د پیغلوکو جینکو عادت
عادت دی. خدای خو دی یی ورک کړی چی ما زړه نشو کولائ چه درسره معرفت
وکړم خو خیر گرانه مه خفه کیږه اوس هم سر وخت ده. که څنگه؟
زه: هو ورور جانه! چی ژوند وی هر وخت به سره یو حائ وو.
احساس: کور دی دلته ده؟
زه: نه کور می په پاکستا ن کی ده گرانه.
احساس: ولی خپل وطن ته نه راځئ؟ او ته دلته يواځې څه شئ کوی؟ زه خو دی چی دلته گورم
داسی خوشحاله معلومیږی لکه چی کور دی دلته وی.
زه: نه دلته کار کووم. خو د خپل وطن سره زیاتی مینی داسی حس راکی ویښ کرئ ده.
لکه چی مسافر نه ووم.
احساس: گرانه عزت الله ډیر خوږ یی.... خومره چی سره خبری کوو مړښت نشته.
بیگا شپی ته له ما سره لاړ شه ډیر به درته خوشحاله شم.
زه: هو ته رشتیا وایی....... همداشئ ده خو څه وکرم داسی یم لکه پردئ مزدور
هیڅ اجازه نلرم خو بیا به هم یو وار درسره ځم. ستا سو دی په مخه ښه وی.
احساس: راته گوری ... گوری او په خپله سیلوری پک اپه کی کینی د لاس په پورته کولو
راته ځی.
زه: حیران ورته ولاړیم. ځکه چی ورور می رانه لاړو... ترڅو رانه پناه شو.
پائ
لیکوال: عزت الله ادیب
22-04-2008
ډالئ: خپلو هغو معصومو اوښکو ته یی ډالئ کووم چی د احساس په یاد می تویی کړی دي