راليږونکی :قدرت الله درمان خوست
د راليږونکي پته :qudratullahmajboor@yahoo.com
نيټه : 06-07-2008
۷۸۶ لنډه كيسه
ليكوال قدرت الله درمان خوست
همت
له معمول سره سم سهار وختي له خوبه راپاڅيدم. نرى نرى باران هم وريده لمونځ مې آدا كړ. د چاى د څښلو ورسته مې موټر چلان كړ. او د بازار په لور مې حركت وكړ. لا نيمه ئي ته نه وم رسيدلى چې په سرك مې يو څو تنه وليدل چې شنې دريشۍ ئې په غاړه وې او موټرو ته ئې اجازت نه وركاوه چې په پاخه سرك لاړ شي ټولو موټروانانو خپل موټرونه د سرك چپ لاس ته په يوه خامه سرك باندې راوان كړي وؤ. زه چې ورورسيدم د سرك د بنديدو علت مې وپوښته يو تن عسكر راته وؤيل چې مخكې په سرك باندې چا ماين ايښى دى . ما هم د نورو موټروانانو په څير خپل موټر په خامه سرك راوان كړ. د باران له امله سرك ډير زيات خراب شوى وؤ. ما ورو ورو خپل موټر روان كړى وؤ چې ناڅاپه د يوه ديوال له شانه يوه هلك رامنډه كړه لاس يې راكړ. ما موټر ورته ودراوه له  دينه مخكې چې زه څه ترې وپوښتم هلك چې شونډې يې له ساړه نه راپيدې په ويلو ئې شروع وكړه استاذه ما هم د بازاره پورې درسره يوسه ، خير دى ډيگۍ ته به وخيږم لس روپۍ به هم دركړم.ما ورته وؤيل هو سمه ده خو راځه مخكې چوكۍ كې كښينه .هلك چې زيات ساړه نيولى وؤ په بيړه راغى او په مخكې چوكۍ كښې كښيناسته ما د موټر بخارۍ ورته چلانه كړه . يو څو دقيقې خو خاموشه پاتې شو .د هلك چې لږ څه ساړه ورك شو نو ما ترې وپوښتل چې هلكه څه نوميږې؟ هغې وؤيل استاذه ابرار. ما ورنه بيا پوښتنه وكړه چې بازار ته
د څه لپاره ځې؟ هغې وؤيل چې خپلې مزدورۍ پسې ځم.بيا مې وپوښتل چې د څه شي مزدوري كوې؟ هغې وؤيل چې كاغذونه او داسې نور شيان ټولوم او بيا ئې خرڅوم او هم دې د لارې خپلې كورنې ته نفقه پيدا كوم .ما بيا وپوښتل چې څومره روپې به د ورځې لاس ته راوړې ؟ هغې وؤيل چې بس همدغه اتيا ،نوي يا سل روپۍ .ما بيا وپوښتل چې په دومره پـيسو مو گوزاره كيږي؟ هغې وؤيل هو استاذه بس الله مهربان دى دومره شپه صبا كيږي . په همدې خبرو خبرو كې بازار ته راورسيدو ما موټر د خپل دوكان مخې ته ودراوه .پدې وخت كښې باران لا پسې تيز شوى وؤ . ما له ابراره وغوښتل چې نن راشي ورځ زما سره په دوكان كې تيره كړي .ځكه چې باران هم تيز وؤ او ساړه هم ډير زيات وؤ. خو هغې راسره دا خبره ونه منله ما بيا ورته وؤيل راځه نن درته د ټولې ورځې روپۍ زه دركوم خو نن خپل كار مه كوه ځكه چې ساړه دير زيات دى خداى مه كړه ناجوړه به شې. خو هغې د سر په خورولو سره انكار وكړ.زه لږ شان موسكۍ شوم ما وؤيل ابراره! دا پيسې خو زه څه په قرض نه دركوم چې بيا ئې بيرته غواړم دا خو بس د خداى په رضـا دركوم.هغې وؤيل پوهيږم خو دا پيسې زه ځكه نشم اخيستى چې نن به ته پيسې راكړې صبا بل څوك بله ورځ بل څوك .نو زه په تياره اموخته كيږم .بيا به مې هيڅ كله خپل كار ته زړه نه كيږي .كه په تياره وي خو وي به كه نه زړه به مې هيڅ كار ته نه كيږي .كور كښې به كونډه مور او وړوكي خور څنگه كيږي .هغوى به مجبورې شي چې په سوال پسې راووځي .څه كه غريب يم خو بې همته نه يم او دا هيڅكله نه شم ليدى چې زما مور او زما ماشومه خور دې د بل چا په مخ كښې لاس اوږد كړي .
له تانه ډيره مننه چې د بازار پورې دې راورسولم .له دې سره سم هغې خپله كڅوړه چې څو ځايه پيوند وه راواخيسته .دروازه ئې خلاصه كړه او وئې ويل ډيره مهرباني استاذه .
د خداى په امان
.
پاى