وخت خراب دی له هرچامې ويره کيږي
 له امي او له مـــــــــــــلا مې ويره کيږي
په يوکورکې زه خلقي او ته طالب يې
ورورمې هم يې خوله تامې ويره کيږي
په هر لوري د مرګــــــــي خوله راته وازه
ګرانه ځکه له هر خوا مــــــې وېره کيږي
په  دې خپل مسلمان ورور مې اتبار نشته
وايـــــــم نه له امريـــــــکا مې وېره کيږي

د نفرت اور کې به څو سوزو احساسه
بس له دغې يوې بلا مې وېره کيږي.

حميد احساس دبۍ