لکه وږمه رانه په ګل کې ورکه
لکه نغمه د رباب تار کې پټه
يا لکه درد د زخم تل ته  تللی
يا ښاپېرۍ د حُسن ښار کې پټه
لکه د عشق مانا په ژوند کې ورکه
لکه د ژوند فلسفه دار کې پټه.