بي رحمي چې ده په يارکې
ومي نه ليده اغيــــــــــــار کې
ددوستانو ګذار مــــــــــات کړم
دشمنا ن مې وو په څــــــار کې
ټو ل سيالا ن مې دي په غرو کې
ساری نه لرم په ښــــــــــــــــــار کي
څراغونه ګرزومـــــــــــــــــــــــــه
دشب کورو په بازار کـــــــــــــې
نه مې وروسته نه مې وړاندې
منتظر دي څوک په لار کې
يو لمبه شي بل لارښود شي
دا تړاو ده (نور) او نــــــــار کې