سوال کوم الله
چې د خپل خيال  لــــــه مسافــرو سره درشمه زۀ
جانــــانه زړۀ تــــــه د ملګـــــرو سره درشمه زۀ
لــه خپل وجود نه در روان شم ستا د در په لوري
ستــــــا د يــــــادونو د عسکـــرو سره درشمه زۀ
د تـــــا کاږۀ- کاږۀ بـــــــاڼه  را سره مرسته کوي
پـــــــه نيمه شپــــــه د زور ورو سره درشمه زۀ
دا درتـــــه سوال کوم الله چې د محشر پـــه ميدان
د خپل ولس د شملـــــه ورو سره در شمـــــــه زۀ
چې تاراکړى ستا(  جلال )را سره خلاص شي اشنا
بېرتـــــه بـــــــه  تاته د سوالګرو سره درشمه زۀ