د محمدعليم بسمل هايکو او غزل
چې له لوګر نه مې غړۍ اوږده کړم
په پېښور کې له تا خوله واخلمه
د خيال پېريانو ته غزنی څه شی دی.
غزل
راژوندۍ شمه او بيا درپسې مړ شم
سهار راشم او بېګا درپسې مړ شم
شمه اوښکې تويوي په ځنکدن کې
مګر زه به په خندا درپسې مړ شم
پس له مرګه به زارۍ درته کومه
راژوندی مې کړه چې بيا درپسې مړ شم
ارماني درپسې ښه يمه جانانه
يوه ورځ دې نيمه خوا درپسې مړ شم
اخرت ته به جوړه ځو د زړه سره
که شهيد يې چې سبا درپسې مړ شم
ما بسمل ته د خپل مخ کتاب رازده کړه
امي راغلم چې ملا درپسې مړ شم.
12.06.2008
- محمدحنيف حيران
نـــــوم : جوهرګلتخلص : منګلدپلارنوم : حاجي ګل « منګل»زوکــړه : ١٣٦٣ لېږديز لمريز کالزده کړه : د دوولسم ټولګي څخه فارغولايت : پکتياولسوالي : ميرزکهکلى : انډوام
&...
17.06.2008
- محمدحنيف حيران
٠ د مسلمانانو د رخصتۍ ورځ جمعه ده.٠ تر ټولو ورځو غوره جمعه ده.٠ ادم(ع) د جمعې په ورځ پيدا شوى دى.٠ ادم(ع) د جمعې په ورځ جنت ته ننباسل شوى.٠ ادم(ع) د جمعې په ورځ له جنت څخه ويستل شوى.٠ ادم(ع) د جمعې په ورځ پيغمبر شوى دى.٠ ادم(ع) د جمعې په ورځ ځمکې ته راکوز شوى.٠ د ادم(ع) توبه د جمعې په ورځ قبوله شوې ده.٠ د جمعې په ورځ به قيامت وي.٠ د جمعې په ورځ به بندگان له څښتن(ج) سره په لومړي ځل ويني.٠ ...