راليږونکی :نورمحمد سعید
د راليږونکي پته :mazdegar@yahoo.com
نيټه : 08-06-2008


دباتورانو ننــــــــــــــــــــــــګیالو و طنه
دملالۍ او دنازو وطنــــــــــــــــــــــــــــه

دهسک پامیر لمنې بیا ډکي شوې
ستا دمینو له کیسو وطنــــــــــــــــــه

بیا الواتــــــــه کوي شاهین بچي دې
دجګو غرونو په سرو وطنـــــــــــــــــه

ډیر سپیلني به لا لوګې شي درته
دزرکو سترګو شنو خالو وطنــــــه

تل په سیالانو کې سر لوړي اوسي
د دستارونو د شمـــــــــــــــلو وطنــــــــــه

رب دې زرغون کړه رژیدلي ګلشن
دصنوبر او چنــــــــــــــــــــــــــــــــارو وطنه