زموږ وطن کې چې خبره چاد شرکړيده
نو بس دعا موداسې خلکوته اکثر کړيده
نن مې هغه په جګو سترګو له خپل کلي شړي
د چاد سرساتنه ماچې په خپل سر کړيده
مونږچرې هم ځانته يوازې امن ندی غوښتی
مونږ تل کابل سره دعا د پيښورکړېده
لايې تړلی زولنوکې لايې دارته وړی
زموږچې کوم مشر خبره دخيبرکړيده
سوله هم غواړو خوناموس باندې هم سر ورکوو
دغه خبره مودښمن ته عمر برکړيده
خپلويارانو څوڅوځل په کاڼو وويشتم خو
ماورته بياهم حوصله لکه د غرکړيده
فطرت دې هررنګه ناز وړي شې خوغرورنه منې
داتجربه يې په خپل زړه بانې اکثر کړيده
04.05.2008
- محمدحنيف حيران
په تا اوس راغله خو په ما تېره دهپوی شه همداسې په هر چا تېره دهراځه چې خوند له زندګۍ نه واخلوجانـــــانه هســـــــــې هم دنيا تېره دهاوس د حسرت پر اوښکو زړه مينځمهيوه زمانه مې په ګنــــــاه تېـــــره دهخدايه جانان مې پر ما ونه نيسېما هره سخته په رضا تېــــــــره دهراځه چې مينه مو له تلو پاتې کړوزما ځواني او ستا ښکلا تېره دهد امن مړاوې غوټۍ نه ګل کيږيپه دې وطـــن مې څه وبا تېره دهحيران يم ته له مانه ولې ښه شوې؟ما په روا، تـــا نــــــاروا ت...
07.05.2008
- محمدحنيف حيران
راليږونکی :paktianayد راليږونکي پته :hamida_paktianay@yahoo.comنيټه : 07-05-2008
غزل: حميده پکتيانۍتاته چـــــې ګورمه په دې مــــې وژنيڅو چې ژوندۍ يم تر هغې مې وژنيکومه سودا يم ما په څه خرڅــــــوي؟په څه ګناه په څه کيسې مې وژني؟چې خپل عفت د مال بدل کې پلوريبس داسې داسې پښتنې مې وژنيد لېدو تــــوان دې بيـــــخي نه لرمهجانانه ستا د مخ جلوې مې وژنيديموکراسي د غرب مني راباندېپه يوې بدرنګه عقيدې مې وژنيتصميم د وړاندې ژوند نيولی نشم...