نوی کال راغی نوی نوی ارمانونه دی
وطن مو اباد کړی ربه دا مو سوالونه دی

د ګیروان تڼۍ می پری کړی بیا منکر ولی شی
زه خو یی وینم ګرانه دغه ستا لاسونه دی

په سرو لمبو کی سوځم د ځان په ویر اخته یم
دا دی یاری شوه دغه ټول د ستا نازونه دی

زما په سمسور باغ د بی وخته تلان راوست
بیا د راوړی راته څله سره ګولونه دی

هغه چی ژړیږی په غبرګو لاسو مخ وهی
چا یلی ورته د ځانمرګی ورور حالونه دی

د ناسور زړګی می کومه برخه درښکاره کړم
چی له خولی وینی غورځوم دا دی غمونه دی

وصال رانه منکر خوبونو کی هم نه راځی
پردیسه اوس راته راپاتی صرف د ستا یادونه دی


هلمند پردیس
اوکراین ادیسه ښار