مينه مې کړې په دې تور مې وژنې
د کلي خلک په هر لور مې وژنې
خدازده چې څه غټه ګناه مې کړې
راپسې ګرځې ټوپک سپور مې وژنې
ګوره!چې چا ته مې سرټيټې نه کړې
پښتون سړی يمه پېغور مې وژنې
دپرديسې په دې سپيرو شېبو کې
خواږه يادونه د خپل کور مې وژنې
(احساس)چې چاته دزړه حال ويلی
هغه پټ پټ لکه منګور مې وژنې
حميد احساس
متحده عربی امارات العين
02.01.2008
- محمدحنيف حيران
نـــــوم : رفيع اللهتخلص : زياردپلارنوم : سخي مرجانزوکــړه : د ١٣٦٠ لېږديز لمريز کال د زمري مياشتزده کړه : تر اتم ټولګي پورېولايت : خوستولسوالي : نادرشاه کوټکلى : کپړى
چاپ شوي اثار : نه لري...
05.01.2008
- محمدحنيف حيران
د خداى پالنه او له خلكو سره مينه
په حقيقت كې ټول دينونه د انسانانو د يو والي ترجماني كوي؛ خو متاْسفانه منونكيو يې بېلابېلې ډلې جوړې كړې او هرې ډلې دعوه پيل كړه، چې زموږ ډله د ټول انسانيت ترجماني كوي او هر اولس دعوه پيل كړه، چې زموږ دين په ټولو دينونو كې رښتونى دين دى او په دې باندې ځانته ځانته دليلونه راوړل او په نورو يې نيوكې پيل كړې؛ نو اّيا دغو خلكو انسانان نه دي پرېشانه كړي؟ اصل هدايت او حق يې ترې ورك كړى دى، علاج يې څه دى؟ ددې يوه حل لا...