فلسفه
د شاولي الله فلسفه ( لومړۍ برخه)
د شاولي الله فلسفه ( روا او ناروا) ژباړن: سعيدسوما
قران کريم دټولوانسانانوله پاره ديوداسې فکرترجماني کوي، چې دټولود ينونواو فلسفوټولګه ده اود انسانانودزړونوترجماني کوي، چې ډېره ونډه پکې انبياوو او نيکوخلکواخيستې ده.(ګيتا) هم پخپل وخت کې ددې فکرپخلاينه کړېده، نورو فيلسوفانو هم څه ناڅه ترجماني کړې ده اوله حقيقت نه يې پرده پورته کړې ده. پاتې شوه داخبره چې تورات اوانجيل حق دی؛ خوهغه څوک چې ناوړه ماناګانې ترې اخلي، هغه په غلطه دي. داچې څوک قران کريم غلط تفسيروي هغه حق نه دي.که چېرې تورات اوانجيل غلط تفسيرونکي ته کافروايي؛ نود قران غلط مفهوموونکي رښتوني مومن کېدای شي. د شاولي الله دفلسفې دزده کړوله امله مې قران په رښتوني شکل کې ولېدو،اوداراته څرګنده شوه،کومې زده کړې چې دپرمختګ له پاره مرسته کوونکي وي هغه حق دي اوکومې چې دانسان په پرمختګ کې ونډه نه اخلي هغه حق نه دي.همدغه معنويت زمانظريه جوړه شوه اوددې نظريې له پاره مې کوښښ دژوندمقصد وګرځولواودهمدغواصولود پلي کولوله پاره يوه ﻻرښوونه اړينه ده،چې همدغه ﻻرښونه حق دين دی؛ځکه چې خدای پاک فرمايي،
هوالذي ارسل رسوله بالهدی ودين الحق ليظهره علی الدين کله ولوکره المشرکين.
قران يوه داسې نظريه وړاندې کوي، چې دټولودينونواوفکرونونه لوړه وي او يو نړېوال قانون وړاندې کوي اودنورو دينونوختمول نه غواړي؛ خوداچې هرقوم په يونه يومذهبي رنګ کې رنګ شوی دي،اوهغه مذهب يې قومي مذهب جوړشوی دي او بيا يې په ډېربرم او پرتم سره دادعوه کړې ده چې زموږمذهب ترټولوغوره دی.
خوداخبره رښتياده چې هرمذهب په لومړيووختونوکې يوټولنيزانساني فکروي؛ خ ووروسته پکې قوميت راپېدا شي.
هغه مذهبونه چې انسانان په ډلو ډلوويشي، قران داسې کړنې کرغېړنې او مردودې ګني، رښتونی اوخدای ته نږدې هغه مذهب دی، چې ټول انسانان په خپله لمن کې رانغاړي.قران هغه ټول ټکي چې د قومونودينونو او مذهبونوباندې تطبيق کيږي سره يوځای کړي،که چېرې په يهودوکې انسانيت ورک وي؛ نوهغوی په خپله خوله اقرارکوي چې:
ابناءالله واحباءه ُ(دخدای زوی اودهغه محبوب) جوړشوی دی اوګمرا شوي دي،.په عيسويانوکې دغه نيمګړتيا ځکه شته دی چې هغوی عيسی ع د خدای زوی ګڼي.
ديوسړي ښه والی په دې تړلی دی، چې د جماعت ا وحزب ښه جزوي او ښه حزب او جماعت هغه دی چې له قوم سره يې تضاد نه وي، او بيا ښه قوم هغه دی چې تر ټولوانسانانوښکلي او ښه وګړي وي .مانا داچې انفراديت يايووالی داسې وي چې هرسړی هرقوم او هرحزب د يو بل سره جنګ او جدل ونکړي.
لنډه داچې زه دټولوانسانانويووالي ته قايل يم،اوقران تفسيراوشرحه کوونکی دی،اودقراني زده کړومقصدهمدغه دی چې ددې يووالي رهبري ته عملي بڼه ورکوي،اوخلک په فکري اوعملي لحاظ ددې منونکي جوړشي.
دپرمختګ کړنلاره
تمدن دانسان يوه داسې فطري غوښتنه ده چې پرته له کوم مرسته کوونکي په انسان کې څرګنديږي.دبېلګې په توګه په که په يوه صحراکې نراوښځه بېله پريږدي؛نودوی به ضرورکورجوړوي؛ البته دوی ژر پرمختګ نشي کوﻻی،ښکاره خبره ده داهلته کيږي چې دانسان انفرادي اواجتماعي اړتياوې پوره وي.که چېرې دمخصوصواومحدودوطبقوخپل احتياجات پوره وي اوډېرترې بې برخې وي؛نوپه دې وخت کې پرمختګ ته ضربه رسيږي اودځانګړوډلودپرمختګ پايله راشي،چې دکروړونوانسانانوژوندتباه شي؛نوپه دې وخت کې قوم په وبااخته شي،صلاحيتونه ېې له مينځه لاړشي،عېش پرستي په عمومي ډول خپره شي،دعاموخلکوګټې په نظرکې نه نيول کيږي،دهرسړي داکوښښ وي چې خپله خېټه ډکه کړي اوخپلې غوښتنې پوره کړي؛نوهرکله چې قوم په داسې حالاتوکې راښکېل شي؛نوانقلاب راتلل يوه ضروري خبره ده.
انقلاب راتلل
که چېرې دقوم ټول وګړي ددې وباڅخه وساتل شي اودقوم په وجودکې ګرمه وينه وي؛سمدلاسه ددې زوال مخه نيسي.يوه بله طبقه راپورته کيږي اودقوم واګې په خپل لاس کې اخلي اودځان لپاره يونوی تمدن جوړوي اوپخوانی تمدن دشلېدلوجاموپه څېرغوځوي؛خوکه چېرې دزوال مېکروبونودقوم په ټولووجودونوکې ننوتی وي اوله چاسره دومره وس نه وي،چې دقوم واګې په لاس کې واخلي اودحالاتوسره مسابقه وکړي؛نوپه دې وخت کې له بهرنه بل قوم حمله کوي اوپه همدغه وروستوپاتې تمدن باندې قبضه کوي اوددولت چارواکي له مېنځه وړي،دهيوادنقشه بلوي؛خوبياهم روڼ اندې ډلې راپېداکيږي،دنوې ټولنې، نوي ژونداونوي سياست لپاره زمينه مساعدوي.
شاولي الله دقومونودعروج اوزوال په اړوندداسې ليکي:(کله چې دکارګرواوغريبووګړومزدوري(ګټه)دشتمنوپه جيبونوکې پرېوځي؛نوداسې کړنې بياانسانان پاڅون ته چمتوکوي).په دې وخت کې يوه ډله دباڅون رهبري په غاړه اخلي او پرمختګ کوي او د قوم نور وګړي هم ددوی کومکيان وي.دنبي کريم (ص)دانقلاب اصلي غړي لومړني صحابه کرام و اونورعرب ېې ددې کومکيان و.دانقلاب لپاره ديوې لوېې تياری ضرورت دی.ديوانقلابي حزب لپاره ترټولولومړی اړتياداده چې خپل فکراودهغه تهذيب محکم کړي.ددې لپاره چې انقلابي فکردده په ذهن کې ټينګ شي اودانقلاب دعمل لپاره دده ترتيب ترسره شي.نبي کريم صلی الله عليه وسلم پوره ديارلس کاله دخپل فکرلپاره تبليغ وکړو،اوچاچې ددوی فکرپه سرسترګوومنل،له هغوی نه ېې يوه ډله جوړه کړه اوبيادهغه جماعت اوحزب په نظم اوښوونه کې شپه اوورځ لګياوو،اوهرمهال چې په مکه کې حالات سم نه وو؛نوپه سياسي تشکيل سره ېې مدينې منورې ته هجرت وکړاويوانقلابي مرکزېې پرانېست.
نبي کريم (ص)اودهغه جماعت د قرېشوتراغېزې لاندې رانغلل، په داسې حالاتوکې چې قرېش دنبي(ص)نږدې خپلوان وواوهمدغه قرېش ددې انقلاب په لارکې خنډ وو؛خوکه چېرې ددوی تراغېزې لاندې راغلي وای؛نونه به ېې دغه حېثېت غوره کړی وواونه به ېې نړی ته دغه پېغام وراورولی وای.دټول دنبي عليه السلام دغوره اخلاقوبرکت وو.
داخبره څرګنده ده،دبېلګې په توګه ديوې کورنۍ ګټندوی لږدي اودخوړلووالا ډېر؛نوداسې کورډېر ژرله ستونزوسره مخ کيږي،هرسړي ته پکاردي دخپل ځال روزي پخپله پېداکړي او د نورو په امېدژوندتېرنکړي.داسې تمدن هم ډېرې ورځې نشي پاتې کېدای اونه انسانانوته ترې ګټه رسيږي.همداعلت وي چې ورته نه رسيږي،په اخلاقي اومعاشي لحاظ تباه وي؛ځکه چې انساني اړتياوې يې نه وي پوره اولکه بت داسې وي.