مقالي
له عبدالباري جهاني سره يومازديګر
هو دغه خبره خو راسره ښاغلی زړه بی زړه ومنله خو ستونزه دا رامنځته شوه چې کله ناکله دنورو ادبی جرګو له خوا کومه ادبی ناسته جوړه شی او ما ته خبر راکړی نو لومړی دیوې معقولې بهانی لپاره چرتونه شورو کړم ـ دا دومره لوی تمهید می ددی لپاره وتړو چی تیره ورځ راته دپښتونخوا ملی عوامی ګوند دادبی څانګې یو مسول تلیفون وکړو او زیاته یې کړه چې په څوارلسم دسمبر دجمعی په مازیګر باچاخان کمیونټی هال کې دښاغلی عبدالباری جهانی صېب په یاد غونډه ده ـ
دښاغلی جهانی نوم اوریدوسره می دزړه درزا زیاته شوه او ورسره دجمعی درارسیدو مخکی دمخه د یوې ښې بهانې دجوړونۍ په لټه کې ووم ـ جمعه ګهیځ مهال ذهن ته یوه معقوله بهانه راغله والدصېب ته می اوویل دلته کراچۍ افغان قونصلګرۍ مسولې آغلی پروین ملال فون کړی دی اوپه قونصلیټ کې یې راته یو داسی کار کتلی دی چی معاش هم ښه لری او اینده هم ــ
بابا ددی خبری په اوریدو خوښ شوویل یې\" هسې په مشایروایشایرو وخت تباه کوی ځه لاړشه که نور نه وی دخپل هیواد په قونصلیټ خو به دی سترګی ولګی \"ـ دبابا دخبری په اوریدو او دخپلی بریالۍ بهانی په ګټه ونازیدم ،زرزر می جامی بدلی کړی او دجهانی صېب دیاد غونډې دځای په لور وخوزیدم ـ
باچاخان کمیونټی هال ته درسیدو څو شیبی وړاندی ریاض تسنیم فون وکړو اوزیاته یې کړه چې دجرس ادبی جرګی غړی لمړی\" الوطن \"هوټل ته غونډییږی ـ الوطن هوټل ته درسیدو سره سم ننګیال یوسفزی اوریاض تسنیم سره یوځای شوم ـلګه شیبه روسته طاهرافریدی اوامان افریدی هم راورسیدل اودتالار په لور روان شوـ پروین ملال هم په لارکې ددې قافلې سره ملګری شوه او دغه شان ددغه پنځه کسیزه قافله شپږکسیزه شوه ـ کله ې تالار ته ورسیدو نوهلته دومره څوک نه وو راغلی خو بیا لس دولس دقیقی وروسته ټول تالار دادیبانو اوشاعرانو پورمامور وـ
اوس په تالار کې هره سترګه دښاغلی میلمه لیدو ته لیواله وه،جهانی صېب دخپل ادبی کار اوزیار له کبله څه تعارف ته اړتیا نه لری خو دلته ما او زمونږ دوه دری ملګرو(برافغانانو) سربیره ډیرو کموشاعرانو نوموړی پیژانده ـ ماپخپله نوموړی یوازی په انځورونو کې لیدلی و،اودیوڅومقالوسربیره می یوناول \"قومندان \"هم لوستلی ووـ زما خواته ناستو اکثرو شاعرانو به که دیوڅخه دنوموړی تعارف وپوښته د بل ځواب به همدغه و \"والا مالومات نه لرم\" ـ
دلته که زه دا خبره وکړم نو بی ځایه به نه وی چې پښتانه که څه هم دیو نیکه نمسی دی خو د ډیورنډ کرښی اغیز ددواړو خواو وګړوپه ذهنونو سورې ضرور دی ـ ددی خبری سره که څوک اتفاق کوی او که نه خو دا اوس یوحقیقت اودابه اووایم چې یو زمکنی حقیقت جوړشوی دی،دبیلګی په توګه دبرې پښتونخواه یومخور پروفیسر،شاعراومحقق هم دلرې پښتونخواشاعران نه پیژنی او یایې په اړه هیڅ مالومات نه لری ـ دلته داخبره هم دیادونۍ وړ ده چې دجهانی صېب په یاد کې ددغه پروګرام تابیه هم دپښتونخواه ملی عوامی ګوند د ادبی څانګی لخوا شوی وه ،پکار داوه چې دغه کار دیو خالص ادبی تنظیم لخوا ترسره شوی وی کوم چې دلته په کافی اندازه موجود دی ـ کراچۍ کې چې کله یو شاعر ادیب له بهرنی کوم هیواد څخه تشریف راوړی نو دهغه په یاد کې دغه ډول غونډی جوړول یو روایت جوړ شوی دی خو دغه ډول کارونه یوازی اردو او سندی شاعرانو په برخه شوی دی او پښتانه ادیبان بحمدالله دداسی وړو وړو کارونو هډو پرواه نه لری ـ دا خوښه وه چې دپښتونخواملی عوامی ګوند زمونږپه مشاده څه د\" وړو پوزه \"کیښوده ـ
خبره می د جهانی صېب د راتلو دانتظار کوله ،ټول خلک منتظر وو چې نوموړی به کله راننوزی،عین دی وخت کی سپین روبی شاعراو ادیب عبدالهادی\" ریشاء\" تا لار ته تشریف راوړو چې زیاتره ملګرو پری دجهانی صېب ګمان وکړوـ
د انتظارشیبی لنډی وی لګ ساعت روسته عبدالباری جهانی دمیرمن جهانی او څوملګرو په بدرګه تالار ته راننوتوـ دسټیج څخه عبدالعلی غورغوشتی دګران میلمه د رارسیدو اعلان وکړو ورسره ټول حاضرین احتراما په خپلو ځایونو ودریدل ـ
دپروګرام باقاعده اغازامان الله حلیم شملزی دقرانکریم دڅو ایاتونو څخه وکړو،ورپسی دجهانی صېب د لنډی پیژندګلوی وروسته مشاعره شورو شوه،چې شاعرانو پکی دلراوبر افغانانو دیوالی سندری زمزمه کړی ـ په اخری نشست کې عبدالباری جهانی صېب دمننی اداکولو روسته دټولوافغانانو ترمنځ دیوی ګډی لهجی په اړه وینا وکړه او ورپسی یې خپل نظمونه،غزلی او منظومی ژباړی اوریدونکو په وړاندی ولوستی او ښه داد یې واخیستوـ دغه مهال باچاخان کمیونټی حال د لرواوبروافغانانو دګډوترانو اومشترکو ولولو یو زړه پوری امتزاج پېش کولو،دغه دوران کې یو ځل جهانی صېب اوویل چې\" دا شیبی به تر ډیره وخته یاد ساتی\" ـ
ښاغلی جهانی نزدی یو ساعت په سټیج خپل شعرونه په مسلسله توګه وړاندی کول او هغه وخت د سټیج پریښودو ته مجبور شو،چې د رڼاګانو په دی ښار کې بریښنا قطع شوه او یو دم ټول تالار دترږمۍ په ولقه کې راګیر شوـ
دپروګرام په اخرکې دغونډی صدر ښاغلی طاهر اپریدی په خپله ویناکې دښاغلی په راتلو او په دغه پروګرام کې په شمولیت خوښی څرګنده کړه ،او دلرو اوبرو ترمنځ دغه ډول ترتیب شوی پروګرامونه یې په ښو ټکو یاد کړل،نوموړی تیره میاشت کابل کې د،،سولی ګډه مشاعره،، کې دکراچۍ داستاذو ماښام خټک اوریاض تسنیم په ګډون دخوشالۍ څرګندونه وکړه او دا کار یې دلرواوبرو پښتنو دیووالی په حقله یو نیک فال وګنړوـ
دطاهراپریدی دوینا وروسته ډیروشاعرانو اوادیبانو دښاغلی عبدالباری جهانی سره ګډ په توره ترږمۍ کې انځورونه جوړ کړل او هم یې زیاتره ګډونوالو ته آټوګرافونه ورکړل ـ ریښتیا چې دا ورځ به دلرو او برو پښتنو دیووالی په لړ کې یوه نه هیریدونکی ورځ بللی شی ــ