ګل کــــــوي خــــندل او ته
فــرق نه لـــري ګل او تــــه
نـــــورو ته دې صــــبر وي
ستا چې وي کاکل او ته
هيـــــڅ بـــرابـريـــــږي نــــه
نــــــوره دنـــــيا کُــل او ته
ستا جمال له کيــفه ډک
دا فـرق لــــري بل او تــه
ودې ګــــــورم ووايــــــــم
وي دې ځواني تل او ته
ښکلــــــيه پېښـــــوره! نو
جوړ دې وي کابل او ته
ښه سره جوړ شـــــــوي يو
زه خـــــيرخوا غزل او ته.