زموږ په پښتني ټبر كې ډېر داسې دودونه او عنعنې شته، چې له پېړيو پېړيو څخه راپدېخوا يې د پښتنو په منځ كې پايښت كړى، چې له دې دودونو او عنعنو څخه يې ځنې په ټولو پښتنو پورې اړه پيدا كوي او ځينې يې د پښتنو ځانګړو سيمو ته منسوبېږي او له هغو پخوانيو عنعنو څخه يې ځينې د وخت په تېرېدو سره مړې شوې او ځينې يې تر ننه پورې ژوندۍ دي، چې په دوديزه توګه پالل كېږي.
له دغو پخوانيو عنعناتو څخه يوه كوټانه هم ده، چې تر ننه پورې نيمه ساه ژوندۍ ده، مانا دا چې ددغې عنعنې پالل يوازې څو فيصدو ته راټيټ شوي دي.

د كوټانې له نوم سره به كېداى شي ډېر څوك اشنايي ونه لري؛ ځكه دا كلمه به سيمه ييزه وي؛ خو زما په فكر به د پښتونخوا ډېر خلك د نوم په لږ او ډېر بدلون سره حتمي بلدتيا ولري، د كوټانې لپاره په پښتني سيمو كې نور نومونه هم شته؛ لكه كوټانه، كوټانۍ، بلنډه، ديوه، كوترا او ميرګند، چې دا نوم ورته د كوزې پښتونخوا د تيرا خلك كاروي.
 
د كوټانې جوړښت:
كوټانه د څېړيو له بابرو (پاڼې لرونكيو) شاخونو څخه جوړېږي، په دې ترتيب، چې په منځ كې يې يو اوږد تير، چې ورته مندري ويل كېږي او دروي د مندري په سر كې يا په طبيعي شكل سره جوړ شوي شاخونه پرېښودل كېږي او يا داسې ببر شاخونه ورتړل كېږي، چې د مندري سر ته د پګړۍ يا لونګۍ شكل غوره كړي.
د نوموړي مندري څخه د څېړۍ ببر دوه شاخيزه څانګې تېرېږي او راتېرېږي، په همدې ترتيب د څو مترو په لوړوالي سره د يوه برج (مينار) په شكل كوټانه جوړېږي.
كوټانې په غرنيو سيمو كې ځكه ډېرې پالل كېږئ، چې د كوټانې جوړونو وسايل يعنې ونې پكې پرېمانه وي، په هغو سيمو كې چې ونې لرونكي غرونه نه لري هم د كوټانې عنعنه په يو بل ډول پالل كېږي. د هغو سيمو خلك واښه د كوټانې په انډول سره يو ځاى كوي او د كوټانې غوندې ورځنې كار اخلي.
كوټانې عموماً د غرونو په سرو يا په لوړو ځايو كې جوړېږي، واړه چې غرو ته نه شي پورته كېداى كوټانې په هوارو كې هم د خپلو كورونو تر څنګ په لوړو ځايو كې جوړوي.
مخكې زمانه كې به لويانو هم يوه يوه كوټانه د كلي په سر په سمه كې جوړوله، ددې لپاره، چې د غرو له سرو څخه به راښكته شول؛ نو په سمه كې كوټانې ته به يې له اور وركولو وروسته اتڼونه كول، چې دا كار د غرو په سر كې نه شو كېداى.
ددغې عنعنې په باب ځينې سپين ږيري وايي، چې هغه وخت او د هغې اړتيا له مخې به منځته راغلي وي، چې خبري رسنۍ او تبليغاتي وسايل موجود نه وو؛ نو خلكو د اخترونو د خبرېدو لپاره داسې يوه وسيله پيدا كړه، چې ټوله سيمه يې په وار سره خبرولى شوه. په هغه زمانه كې د كلي قام او يا حكومت ځينې شمېر كوونكيو، چې د اختر د ورځو شمېرنه به يې كوله كله به چې دا شمېرنه بشپړ شوه او په دې به باوري شول، چې سبا بې له شكه د اختر ورځ ده؛ نو د ماښام څخه وروسته به يې خپلې نژدې په لوړ ولاړې كوټانې ته اور وركړ نورو نژدې خلكو به چې د اور ليده او ورته انتظار به هم وو، هر چا به يې په ليدو سره خپلې كوټانې ته اور وركاوه، دا هم د يادولو وړ ده، چې كوټانې د هر اختر له راتلو څخه لس يا پينځلس ورځې دمخه جوړېدې، په همدې ترتيب په ټوله سيمه كې د يو بل كوټانې په ليدو سره كوټانې سوځول كېدې او د كوټانو د اور په لګېدو او ليدو سره هر څوك په دې پوهېدل، چې سبا د اختر ورځ ده، دا عنعنه د خوشحالى په ډېرو درنو مراسمو؛ لكه ډولونه، شپېلۍ غږول، غورځيو او اتڼونو كولو سره نمانځل كېده.
ددې عنعنې په اړه داسې ويل كېږي، چې دا اتش پرستۍ ته ورته ده؛ نو كېداى شي د اتش پرستانو له خوا مروجه وي؛ خو زما په فكر دا خبره ځكه سمه نه ده، چې دا عنعنه يوازې د اخترونو په راتلو سره پالل شوې ده او كېږي، اختر نمانځنه يو اسلامي دود دى؛ نو دا عنعنه به هم د مسلمانانو له خوا دود شوې وي.
 
سنګاړه:
د كوټانې سره تړلې يوه بله عنعنه، چې قريباً د دېرشو كالو له مخه مړه شوې ده هغه وخت، چې اليكترونيكي وسايل نه وو، چې خلكو ورڅخه د شپې له خوا په تګ راتګ كې استفاده كړې واى؛ نو به هغه وخت د غوړو لرګيو (څراغو) له بلولو څخه كار اخيستل كېده، كوټانې چې د لېرې او دنګو غرو په سرو جوړېدې او د شپې له خوا به سوځول كېدې؛ نو د سوځوونكيو لپاره دا ګرانه وه، چې په توره تياره كې د غرو له لوړو څوكو څخه په پټو سترګو راښكته شي او غوړو لرګيو هم ورته په كمه اندازه كې بسنه نه كوله؛ نو سنګاړه هغه وسيله وه، چې په داسې حالت كې د ډېرو چراغو لرلو او يو مهارتي جوړښت سره كارول كېده، د سنګاړې د جوړښت لومړۍ طريقه داسې وه، چې يو پنځوس سانتي اوږده او شل سانتي پلنوالي په اندازه هواره تخته به يې په منځنۍ برخه كې د دېرش سانتي اوږدوالي او لس پلنوالي سره سورۍ كړه، دغه سوري شوي ځاى كې به يې غوړ لرګي ټك وهل او ورته په منځنۍ برخه كې په يې يو دوه متره لاستي هم ورواچول، چې د سنګاړې ساختمان يا جوړښت كټ مټ د اوسني تعميراتي چارو سره تشبيه كولاى شو.
 
سنګاړه څنګه كارول كېده؟
كله به چې ځوانان مازيګر مهال د كوټانې ځاى ته تلل هر تن به خپله سنګاړه له ځان سره د غر سر ته پورته كوله.
د كوټانې له سوون وروسته به ټول په يوه ليكه له يو بل څخه په دوه يا درې متره لېروالي سره د سنګاړې په رڼا كې تر كورونو پورې رسېدل، چې دغې سنګاړې له يو پلوه رڼا وركوله او له بله پلوه يې د غرو لمنو او هسكو تړو ته ځانګړى ښايست وركاوه.
د سنګاړې دوهم ډول جوړښت هلته منځته راغى، چې د مزرينو څپليو پر ځاى د څرمنې څپلۍ راپيدا شوې، دا وخت خلكو د څپليو له تلو څخه كار اخيست، په دې توګه، چې د زړو شويو څپليو ربړين تلي به يې په دوه متري اوږد لاستي پورې مېخ كړل د پخوانۍ يادې شوې سنګاړې په څېر به يې ورڅخه ګټه اخيسته.
د سنګاړې دا ډول جوړښت د وړاندېني جوړښت په نسبت اسانه وه؛ لكه دمخه مو چې وويل د اليكترونيكي وسايلو په منځته راتلو سره دا دواړه ډوله سنګاړې جوړول او كارول ختم شوي، اوس وخت خلك د سنګاړې پر ځاى د لاسي برقونو (بجليو) څخه كار اخلي.
دلته دا هم اړينه بولو، چې د كوټانې په ښېګړو او بدګړو څه خبرې وشي، زه خو دا هم ښه بولم، چې زموږ ټول ليكوالان او څېړونكي چې د هرې پخوانۍ عنعنې په ښېګړه او بدګړه باندې خلك وپوهوي موږ بايد په اوسني عصر كې له پخوانيو عنعناتو څخه څه د ګوتو په شمېر كې هغه عنعنات راخپل كړو، چې اوسني خلك او اوسنى عصر ورته اړتيا لري او د سمون وسيله وي او هغو عنعناتو ته د پاى ټكى كېږدو، كوم چې د ټولنې د خرابۍ سبب ګرځي.
راځو خپلې خبرې ته، چې كوټانه په حقيقت كې د هغه وخت لپاره يوه اړتيا وه، چې له يوې خوا ورځنې د خبري رسنۍ په توګه كار اخيستل كېده او له بلې خوا د مينې، محبت او يو والي ذريعه ځكه وه، چې كوټانې په پګړيز د اشارې په توګه سره جوړېدې او همدا شان سوځول كېدې په دې مانا، چې د يو كلي ټولو وګړو د كوټانې په جوړولو او سوځولو كې برخه اخيسته؛ نو دا حتمي ده، چې د خلكو يو له بل سره ناسته پاسته او ګډ كار كول تاو تريخوالى له منځه وړي او پر ځاى يې د مينې، محبت، يو والي او اتفاق فضا جوړېږي؛ خو دا كار د هماغه وخت خبره ده اوسنى وخت ورسره توپير لري، پخوا به له يوه اړخه خلكو د وسلې كارول له جنګي حالاتو پرته نه خوښول او هم د هماغه وخت خلك لكه د نن غوندې له ډېر څه سره اشنا نه وو، يوازې داسې عنعنات يې د يوې خوشحالۍ په منظور د مينې او محبت له پلوشو لاندې نمانځل.
په اوس زمانه كې د خلكو ذهنيتونه ډېر څه له ځانه سره لېږدوي او له داسې ګډو وډو ذهنيتونو څخه حتماً يو جنجال هم پورته كېږي، زموږ خلك خاصتاً ځوانان د څو كلنې جګړې څخه راپدېخوا يو څه بې سره شوي هم دي، چې د وسلو ګرځولو سره مينه يې همدا بې سري بولو، له همدې لامله موږ د ډېرو داسې پېښو شاهدان يو، چې د كوټانو په وخت كې د مرګونو، جنګونو او نورو زړه بدګيو سبب ګرځېدلي دياو له دې سره مو دا هم درك كړې ده، چې كوټانې وهل ځنګلاتو ته بې شمېره زيان رسوي او هم زموږ ځوان نسل، چې په دې وخت كې د هر څه له مخه د زده كړې اړتيا لري په يو بې ګټې كار اخته كوي او خپل ارزښتناك وخت يې په عبثياتو كې مصرفېږي.
په اوس وخت كې مو كه له يوې خوا هغه ستونزه، چې د كوټانې د كارولو لپاره لرله له منځه تللې او هم د خوشحالۍ او ساعت تېرۍ لپاره ډېر داسې څه لرو، چې له كوټانې كارولو څخه څو چنده ګټور دى، خداى(ج) دې وكړي، چې ددې عنعنې ګټو او تاوانونو ته لوستونكي ژور پام وكړي.