هر خوا ګوري هر خو څار كوي كړاو
د ښكاري په څېر رفتار كوي كړاو
د ګودر تر څنګ ولاړ دى په لمانځه
خامخا د چا ديدار كوي كړاو
د چا سترګو رسولى تر جنون
په هر چا باندې ګوزار كوي كړاو
بيا يې، بيا يې د غزل تابيا نيولې
بيا د هسك د ستورو شمار كوي كړاو
خوله يې وغوښته خوله وركه لېونۍ
كنه ټوله شپه ازار كوي كړاو
مېن نه دى خو په ښكلو پسې ګرځي
ښكاري نه دى مګر ښكار كوي كړاو
تنها ناست وي د زړه حال پر پاڼه ليكي
دغه ژوند او دغه كار كوي كړاو
12.11.2007
- محمدحنيف حيران
پښتانه د پښتونخواه درانه ښاغليد مغلو سېلاب يوړل لكه خليزمانه را پسې توره په لاس ګرځيلكه ما يې چې وي پلار نيكه وژليستا لاسونو ته به هسې خلك ګوريپرهارونه زما نه دي چا ليدليعجيبه ده محبوبه غېږه كې غواړېاو لاسونه دې خپل شاته دي تړليما په دار كړئ چې منصور خلكو ته ياد شيمودې وشوې څوك په دار نه دي ختلي
...
12.11.2007
- محمدحنيف حيران
د هيندارې په يو مخ د جوهرو تك سپين رنګ مسكى و او په بل مخ يې زما د ګلورين جانان سندريز تصوير بند و. ماته به چې هر وخت زما د بېلتانه د څپو وړى جانان راياد شو؛ نو ما به د جانان د لاس هينداره "نښه" په ژوبل زړه پورې كلكه ونيوه، چې څه پرې د دردمن زړګي شوخكي دردونه ويده كړم؛ خو كله كله به داسې تاو كړې شېبې هم راغلې، چې د جانان د يادونو د لمبوګوتو به زما د زړه غوڅ غوڅ ورغوى وتخناوه او مېن احساس به مې لمبه لمبه شو او په هينداره كې بند د جانان ګلورين تصوير به مې په سوو ...شونډ، ښكل كړو او بيا به م...