نـــــوم       : محمد داود
تخلص       : عالم
دپلارنوم     : محمد شريف
زوکــړه     : ١٣٦٤ لېږديز لمريز کال
زده کړه     : د خوست پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د دويم  کال محصل
ولايت        : خوست
ولسوالي     : موسى خېل
کلى           : زوړکوټ
                     
                              پښتونه
ننګ او غيرت کې له فــــــولادوهم وې کلک پښتونه
چا کړې سکرو ټوپــــــه تـــــاو نرم او نازک پښتونه
تـــــــه شاړو دښتو کې پــه ورکه لار پياده  روان يې
جهان منزل تـــــه تــــر اسمان درومي چټک پښتونه
ستا تېرو شويو کــــــارنـامو ته ټول جهان دى حيران
نن د سيالۍ پــــــــه ډګر پاتې يې هــــک پک پښتونه
ستا د وطن پيزار شليدلى اوج تـــــــه تللى نـــــه شي
د جوړيدو شرط يې امبور، سنـــدان، څټـــک پښتونه
چې د وطن پــــــه زړۀ کې کور درته اغيار جوړوي
په کومـــو سترګو کومـــه خوله غواړې اټک پښتونه
چې بخارا ، امــــو، ډيلى يې وو د وخت بــــــريدونه
هم دې هېر کړي احمد شاه ميرويس هـــوتک پښتونه
تږې پښتو يې چې دزړۀ په خون سيراب سيراب کړه
رښتيا مين و پــــه پښتو خوشحال خټک پښتونــــــــه
وايم (عالم) چې په پښتو کې په دانش قــــــــربان شه
راشه نن وکړه د پښتو عـــــــرفـــــــان درک پښتونه

نــــوم        : محمداورخان
تخلص       : خاورين
دپلارنوم     : محمد پير
زوکــړه     : ١٣٥٣ لېږديز لمريز کال د لړم مياشت
زده کړه     : د دوولسم ټولګي څخه فارغ
ولايت        : خوست
ولسوالي     : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى           : بهرام خېل
چاپ شوي اثار:
١- (زما به ته يادېږې ياره) شعري ټولګه
٢- ( د ببريو کودي )  شعرې ټولګه
٣- (رنګينه ورکه ) شعرې ټولګه
            غزل
لېونى يـــــــم، لېونــــــۍ مـې شـــــــه د مينې
خوار پتنګ يـم ډېوه ګۍ مــــــې شـــه د مينې
د زړۀ شپول مې درتـه جوړ دى پـــه ورېښمو
راشه تکــــــــه سپينه ورۍ مـې شـــه د مينې
چې نغمه دلــر او بـــــــــر دې کـړم، ټپه شې
شپون د حسن يــــــــم، شپېلۍ مې شـه د مينې
څو بـــــــــــه ګـرځمه کوچۍ! درپسې ستړى
د ارمــــــــان په دښت کېږدۍ مې شـه د مينې
د بېلتون غـــــم دې پـــــــه زړۀ يم پرهـرژلى
شـــــــه مسکۍ، ملهم پټۍ مې شــــــه د مينې
د خاطر اسمان مې ډک لــــــــه سپينو ستورو
شم امېل بـــــــه دې، سپوږمۍ مې شه د مينې
رنګينو نــــــــه مې منګى د نظــــر ډک کړه
مـــــــازيګريم، ګلالۍ مـــــــــــې شه د مينې
خيربلبل غوندې که غوڅ (خاورين) اغزو کړم
خو غېږ راکړه ګل غوټۍ مــــې شـــه د مينې

نـــــوم: کتلى خان
تخلص: متونوال خوږمن
دپلارنوم: عزيزالرحمن
زوکــــړه: متون ١٣٦٠ لېږديز لمريز کال
 زده کړه : د دوولسم ټولګي څخه فارغ
ولايت: خوست
ولسوالي: مرکز- متون
کلى : کمبيري
                         بلنډې
خمارې سترګې د نن ولې داسې سرې تـاوېدې
لکـه ميخور په لار روان وې زنګيدې تاوېدې
ښکاري د چا شهيده شوې تنکۍ ځوانــــه مينه
بيګـــــاه پرې ټوله شپه ډېوې او بلنډې تاوېدې
شيخه بښنه غواړم ستــــا سره وعـــــده ماتوم
پرون څه و چې په خوله کې مې توبې تاوېدې
اې د پردي وطن پــه غېږ کې رانه ورکه ياره
بيګاه مې ټولـــه شپه له سترګو ګډېدې تاوېدې
زمــــا غمجن زمـا خپه - خپه شبګير جانــانه
وايـه رښتيا زړۀ کې دې کومې تلوسې تاوېدې
لېونى يــــار يې لټولو په خپل وران متون کې
د( متونوال خوږمن ) پـه قبرشنې جنډې تاوېدې

نــــوم        : حاضرمحمد
تخلص       : علميار
دپلارنوم     : اصيل محمد
زوکــړه     : ١٣٦٧  لېږديز لمريز  کال
زده کړه     : زده کوونکى
ولايت        : خوست
ولسوالي     : نادرشاه کوټ
کلى           :  پوکى

                   لا نه پوهېږو
چا دا وطن هـــــــــم راتــــــه وران کړو خو لا نه پوهېږو
چـــــــــــا کونډې رنډې يتيمان کړو خو لا نــــــــه پوهېږو
خپل منځ کې جنګ کړودوست دښمن موراته نه دى معلوم
مـــــــوږ يې اخته په ويـــــر د ځان کړو خو لا نـه پوهېږو
چا مـــــــو وطن کړو راتـــــه وران چا تمدن خاورې کړو
چا هم بـــــدل پـه چورېستان کړو خو لا نـــــــــه پـــوهېږو
چې در پـــــــــــه در ګرځو دا واړه مــــــو پــه خپله کړي
کـــــه مو په سوال ستړى جهان کـــــــړو خو لا نه پوهېږو
چې ورانـــــوو دا ګــــــران وطن لا هـــــم د بل په لمسون
چا راتــــــــــــــــه خپل وطن زندان  کړو خو لانه پوهېږو
ډېرې مــــــــــــو شپې پــــــه بل وطن کې د ستم سبا کړې
غمو دردو ستړي ستومـــــــــان کـــړو خولانَــــــه پوهېږو
تڼۍ مــــــو ورکې هېڅ تپوس لــــه چا نـــــه  نـه شو کړلى
چا راته تار پــــه تار ګـــــريوان کړو خو لا نـــــه پـوهېږو
چې دا خپل ورور را بــــــاندې وژني د پيسو پـــــــــه بدل
په پيسو خرڅ مـــــــو خپل ايمان کړو خو لا نــــــه پوهېږو
زه (( علميار)) د وران وطن پـــــــــه نــــــوم  شعرونه ليکم
ټول  يې لـــه غمه شاعران کړو خو لا نــــــه پــــــــوهېږو

نــــــوم      : غفور جان
تخلص       : پښتون يار
دپلارنوم     : رکيم خان
زوکــړه     : ١٣٤٦ لېږديز لمريز کال
زده کړه     :  په پېښور کې دسياسياتو   C.B.A
ولايت        : خوست
ولسوالي     : علي شېر
کلى           : تيريزي

چاپ شوي اثار  : نه لري
نــا چاپ اثـــار  : لږ غوندې نثري ليکنې او انقلابي شعرونه

راځئ چې يـــو شو لـر او بــــــر پښتانه
خوارۀ وارۀ پـــه سمـه او غــــــر پښتانه
راځئ ملګرو ږيره بـرېت يې ښکل کړو
دا خړو پـــړ ککـــــــړ پـــــــکړ پښتانه
راځئ چې ورشوچې پـه هرځاى کې وي
پــــاتـــــــه  تيارو کې در پـه در پښتانه
راځئ چې ورشو ترېنه غېږ چــاپېرکړو
زمـونږه زړۀ زمــــــــــوږ ځيګر پښتانه
اصـل مولوړ دى هـــم تاريخ مولوړ دى
خبر کــړو دغــــــــه نـــــــا خبر پښتانه
زور او غــرور يــــې قوتونه مات کړل
ښکـــاري کــمـــــزوري زورور پښتانه
ظالم چې زور واخـلـي نــــو دلته راشي
سمدستي مات کړي  ورتـــــه سر پښتانه
راځئ ملګروچې را غونـــډ کړو پښتون
پـــــه يوه خوله پــــــــه يـــو ټغر پښتانه
زۀ ((   پښتون يار )) کلي پـــــه کـلي ګرځم
چې زر را ووځي يو لښکــــــــر پښتانه

نـــــوم       : نظيف الله
تخلص       : کسکرحيدرخېل
دپلارنوم     : عبدالله
زوکــړه     : ١٣٥٨ لېږديز لمريز کال
زده کړه      : د خوست پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د درېيم کال محصل
ولايت        : خوست
کلى           : کوچي خېل
قوم             حيدر خېل

چاپ شوي اثار : نه لري
نـــا چاپ اثــار : يوه شعري ټولګه
                     
                                  غزل
ښکليه پـــــه خيال کې مې چې ستا دمينې خيال دېره شي
لکه مېلمه د چا پــــــه کور چې پـوره کـــــــال دېره شي
د مينې اور مـــــې داسې سوځي لکـــــــــه لمـر د اوړي
چې لاندې ځمکــه سوځوي پـاس پـــــــه زوال دېره شي
دا ستــــا د حسن کېږدۍ پلنې دي د عشق پــــــــــه دښته
خيردى کوچى زړۀ مې دې هم په کې پـه سوال دېره شي
داسې مـــــې عمر ورو پـــــه ورو مــرګي ته لاره وهي
لکــــــه اوبــــو کې چې کب ځي اخر په جال  ديـره شي
راځه (نظيف) لــــــري ، د زړۀ کور کې ښـه لويه حجره
په مــــا دې واړه ستا پــــــه سرستا کليوال ديــــــره شي

نـــــوم       : مبارزمحمد
تخلص        : ځدراڼ
دپلارنوم     : زامېل ګل ځدراڼ
زوکــړه      : ١٣٦١ لېږديز لمريز کال
زده کړه      : محصل
ولايت        : خوست
ولسوالي     : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى           : ځدراڼ کوټ

                   غزل
خپل پردى رانــــه بېزار کړى ستا مينې
داسې ژوندمې خوار وزارکړى ستامينې
که قيدي په جېل خانه کې چې راګير وي
داسې زړۀ مــــې ګرفتار کړى ستا مينې
چې پر کوم ځاى باندې کښېنمه سوځېږم
ټول وطن راتــــــه انګار کړى ستا مينې
کـــــه تمام طبيبان راشي جوړ به نه شي
زمــــــا زړۀ داسې بيمار کړى ستا مينې
اې ( ځدراڼه ) صبرکـړه صبر دې ښه دى
ټول عـالم درتـــــه اغيار کړى ستا مينې