نـــــوم : ضياالدين
تخلص : لښکر
دپلارنوم : ظاهرالدين لښکر
زوکــړه : ١٣٦١ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د اتم ټولګي زده کوونکى
ولايت : خوست
ولسوالي : درګى
کلى : د مدرسې صحرا
قوم : تڼى
چاپ شوي اثار: نه لري
نـــا چاپ اثــار: نېږدې تر ( ٥٥٠ ) پورې د غزلونو يوه ټولګه
د مازيګر تصوير مـــــا که د دېو ککرۍ را نه وړه
تا هم را نه وړه وبښه ګرانـــــه دا ولس کې هېچا هــــم رانـه وړه
دا هـــم منم چې ډېر مومات کړل د دښمن سرونه
خو مــــګر دلته ازادي موږه بيا هـــــم رانـه وړه
زمــــوږ کعبه چې پـــه هجوم کې د تيـارو ډوبېده
هېڅ مسلمان ورتـــه يوه لپه رڼا هــــــم رانـه وړه
چې مــــوږ بـــه تل پکې تصوير د مازيګـر لټاوۀ
هغه د لمر سترګه نن خدايږو صبا هــم رانـه وړه
ما چې د زهـــرو پياله غوښته هرهـر چا راوړله
مــــاچې د ژونـد پيمانه غوښته اشنا هـم رانه وړه
لښـــــکر د ژڼيو تېرېده د جنګ سنګـر ته ورتلل
خو ورته ښکلو تش په شونډو دوعا هـم رانه وړه
نـــــوم : انورخان
تخلص : انوري
دپلارنوم : نسيم خان
زوکــړه : ١٣٥٢ لېږديز لمريز کال
زده کړه : تر اتم ټولګي پورې
ولايت : خوست
ولسوالي : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى : اورزۀ
قوم : لېونخېل
چاپ شوي اثار : نه لري
نــــا چاپ اثــار : يوه شعري ټولګه.
د پکتيا خاوره
لـــــه شهيد نــــــه مــــــــود چا شهيد بهتر دى
کــــــــه چا ووې چــــــې بهتر دى هغه نر دى
چې شهيد مو مرګ خوښ کړى ژوندون نه دى
خو ساتلى يې د هــــــر افــــــغــــان سنګر دى
د ميوند شهيده دومـــــــره غــــرور مــــه کړه
د مېلن شهيد لــــــــه تــــــا نـــــــه زورور دى
ديـــــــزيد ظالــم پـــــــــــه تېغ دى شهيد شوى
چا پټ کړى پــــــــه دوه ګوتــــــو کله لمردى
غليمان دي چـــــار چا پېره څوک او څوک دي
يـــــــو غليم دى چې تـــــر ټولو هم بدتر دى
د پکتيا خــــــاوره تـــــر ټولــــــو قيمتـــــي ده
هـــــر يـو کــاڼى يې ياقوت دى لعل ،ګوهر دى
هسکې غـــــــاړې لـــــــــه غروره ډکې پېغلې
پـــــــه ملالو مــــــو ګلرنګه هــــــر ګودر دى
ارمــــــــانونــــــه به مـــــو څنګه څنګه کيږي
زۀ (انــــــور) يـــــم نــــــا خبره خداى خبر دى
نـــــوم : طالب
تخلص : منګل
دپلارنوم : الحاج حکيم
زوکــړه : ١٣٦٧ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د دوولسم ټولګي څخه فارغ
ولايت : خوست
ولسوالي : مرکز – متون
کلى : غړو مبى
پور وړى
مطربه څنګه غلى ناست يې ولې شرنګ نــــه ښکاري
لــه ډېره وخته ډېـــــوه بله ده پتنګ نـــــــه ښـــــکاري
زه لــــــه واده راغلى نــــــــه يم له جونــــګړې راغلم
د زړۀ پـــه وينومې دي سره په لاس اترنګ نه ښکاري
جانـــانــــه دغه سړى څوک دى چې ويده پــــه وريښم
په دغه ښار کې خو د چالاندې پالنګ نـــــه ښــــکاري
دا درتــــه سوال کوم چې دا ځل ته په سولــــه ورشه
توره کنګل درسره مــه وړه کار د جنګ نــــه ښکاري
د ( طالب ) غــــږ کوي زنځير چې دروازې شرنګــوي
دى بـــــه ضرور وي پـور وړى چې ملنګ نه ښکاري
نــــوم : کريم الله
تخلص : مشکور حيدرخېل
دپلارنوم : ګل احمدزى
زوکــړه : ١٣٦٤ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د خوست پوهنتون د ادبياتو پوهنځى د دويم کال محصل
ولايت : خوست
ولسوالي : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى : ډاګونه
چاپ شوي اثار : نه لري
نـــا چاپ اثــار : يوه شعري ټولګه
مينه
په ما او تــــــــا دې دا فاني دنيا خداى تنګه نه کړي
زمــــــوږ د چم خلک خبره بې له جنګه نــــه کړي
چې هـــــر ظالم تجاوزګر تــــه يې ځواب ورکړي
هېڅ يو افغان مو دې ملګرو خداى بې ننګه نه کړي
چې زموږ چم يې په سندرو بــــــــــاندې تود ساتلى
هغه نجلۍ دې خداى په ژبه باندې ګونګه نـــه کړي
موږه د خداى در کې همېش دغه يو سوال کړى دى
پښتنه پېغله خو دې خداى چېرې ملنګه نـــــــه کړي
ستا د( مشکور)ځواني دې واړه دچينجوخوراک شي
خو ستا ځواني دې خداى يــوه ذره بدرنګه نه کړي
نــــوم : عبدالرشيد
تخلص : دلسوز
دپلارنوم : بادشاه الدين
زوکــړه : ١٣٦٠ لېږديز لمريز کال
زده کړه : تر شپږم ټولګي پورې
ولايت : خوست
ولسوالي : مرکز – متون
کلى : متون
چاپ شوي اثار : نه لري
نـــا چاپ اثــار : يوه شعري ټولګه
غزل
ځوانه زنده ګي مې د ارمــــان غېږې تـــــه ورغله
اوښکه مې يـــاغي وه د جانـــان غېږې تــــه ورغله
هېڅ مــــې د زړګي پــــه سندريزه کيسه پوه نه شوه
بــرخه د سپرلي مـــــې د خزان غېږې تــــه ورغله
تاوشوه ترې راتاوشوه سپين سهاروچې ماښام يې کړ
تــــوره وريځ د ژمي د اسمان غېږې تـــــــه ورغله
مـــــا د ستا ادا تـــــه سره ګلونــــه د سپرلي راوړل
څومــــره فسادي وه د زنـــــدان غېږې تـــه ورغله
اې دلسوزه! سرمـــې د فطرت پـه سينه نه پرېږدي
څه جادوګـــري د هــــر انسان غېږې تــــــه ورغله
نوم : مجاهد الله
تخلص : مجاهد
د پلارنوم : الحاج حکيم
زوکړه : ١٣٦٦ لېږديز لمريز کال
زده کړه : محصل
ولايت : خوست
ولسوالي : مرکز- متون
کلى : غړومبى
افـغــان وجدان
چې يـې پــــه سر غـــږ د ټپې د مـــلالۍ وړى دى
هـــغـــو زلمــو ويــــاړ د وطن د ازادۍ وړى دى
له هـــــره حيثه افغانـــان يو پــه سيالۍ مو پام دى
يوازې دا نه چې پـــه جنګ کې مو برى وړى دى
ځوان له حيانه سترګې ټيټې لاس په زړۀ ايښى دى
پښتنې پيغلې دګودر لــور تــــه منــــګى وړى دى
هـــغــــه سړى يـــم چې به تا په پسرلي کې لېدم
جانـــانه رنګ مې د سږ سختې وچكالۍ وړى دى
چې مې پـــه خوښه ورته نيم ديدن وصال ورکاوه
و، چــــې ستا خط مې تــر رقيبه پرونى وړى دى
دا د شينکي کــــابل خـــاطر دى چې ټټر ورکوم
زمـــا په ضد يې د غره سر ته توغندى وړى دى
مــونــږ د مــرګونو عـــزرائيل له تا نه ښه پيژنو
پـــه ټوکو ټوکو يې هـــر ځلې يو ژڼکى وړى دى
افـغــان وجدان مې د خاطر وينې ډالۍ کړي ورته
د زړۀ مېلمه مـــې د حالاتــــو بــړبوکۍ وړى دى
د ( مجاهد ) تابـــوت يې خښاوۀ چـا نــــارې کړلې
زمـــا ديــــار مـــړى يــــې ولې بېړندى وړى دى
نـــــوم : نوروز
تخلص : سپرلى
دپلارنوم : الحاج حکيم
زوکــړه : ١٣٦٢ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د الفتح لېسې څخه فارغ
ولايت : خوست
ولسوالي : مرکز- متون
کلى : غړومبى
مينه هيڅوک نه پېژني
کيسه غلطه کــيسه سپينه هيڅوک نـــــــه پېژني
دلته د خوار مين پـــه هر ظلم خوښي کوي دوى
او کــــه بهيږي اوښکه وينه هيڅوک نــه پېژني
راځه چــــې دواړه کډه وکړو لـــه دې کلي اشنا
د محبت دنيا رنـــــــګينه هيڅوک نـــــــه پېژني
يوخوار(سپرلي)ته يې معلومه ده ترهرڅه پورې
دا د رقيب څېره بـــې دينه هيڅوک نــــه پېژني
نـــــوم : ګل اکبر
تخلص : اقبال
دپلارنوم : محمد اکبر
زده کړه : دخوست پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصل
ولايت : پکتيا
ولسوالي : جاني خېل
کلى : پاړوخېل
سندريزه ژبه
ما د غمو له کلي وخوځوئ
زه په دې توره او غمجنه شېبه
د تورو زلفو او نسيم په اوږو
پر نا اشنا لوري سفر کومه
خو!
ما د غمو له کلي وخوځوئ
هلته به ځم چې
تور توپان ورته په بيړه بيړه
سپينو هوسيو پسې منډې وهي
او هغه هم له وېرې
د خپلې مور غېږې ته ځان رسوي
ما د شيطان لښکرې
او د شيخانو تسپې
له خپل مسيره څخه
نور ايسارولى نه شي
زه به ورځمه د ديوانو او پيريانو په لور
له کومه ځايه چې اواز د خوږ جانان اورمه
خو!
ما د غموله کلي وخوځوئ
لکه بلبله چې باران وهلى
خپلو بچو ځالې ته ځان رسوي
لکه چې مور پر وريښمينو ګوتو
له خپل نيازبين بچي نه غاړه واخلي
او څو سندرو باندې يې ونازوي
خو!
ما د غمو له کلي وخوځوئ
چې در باب پر سندريزه ژبه
د خپل ځيګر تارونه ونڅوم
خيال مې زخمي - زخمي شي
او اوښکې هم لکه زهيرې غوټۍ ورژيږي
خو!
ما د غمو له کلي وخوځوئ
لکه د مينې جل وهلى تږى
لکه د مينې مازيګر
د سمندر پر ساحل
د يوه بله څخه غاړه واخلي
بيا ننداره مو د موجونو کوي
زه به د مرګ څپې په سترګو وينم
هغه به هم په رپېدلو شونډو
له عزرائيل سره خبرې کوي
پريږدئ چې چيغې کړو په زوره زوره
او تاريخونه د منصور ژوندي کړو
نــــوم : خالد
تخلص : لعل زى
دپلارنوم : لعل محمد
دنيکه نوم : حضرت مير
زوکــړه : ١٣٦٩ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د شپږم ټولګي زده کوونکى
ولايت : پکتيا
کلى : مامي خېل
قـوم : امرخېل
چاپ شوي اثار : نه لري
نــاچاپ اثــــار : يوه شعري ټولګه
فلسفه د مينې
زړۀ مې نـــــرى د خندا تاب نـــه لري
ورتــــــه رڼا راوړه افتاب نــــــه لري
تـــــا پـــــــــه قاضيانو فيصلې وکړلې
د عشق مضمون خو څه کتاب نـه لري
زاهــــدان تنګ شول بغـــاوت يې وکړ
ميخانه ړنګــــه شوه شرا ب نـــه لري
ټول ګودر څارم لـــه چاوېره نـــه کړم
سترګې مې سپينې شوې حجاب نه لري
مـــا فلسفه د مينې ټولــــه لــــــــوستې
خو د خوښيو هېڅ يو بـــاب نــــــه لري
( لعل زي ) د ظلم تـــرې پـوښتنه وکړه
يار يې موسکى شو هېڅ ځواب نه لري
نـــــوم : کمال
تخلص : شهزاده
دپلارنوم : ګل شهزاد
زوکــړه : ١٣٦٢ لېږديز لمريز کال
زده کړه : زده کوونکى
ولايت : خوست
ولسوالي : تڼي
کلى : نيشقه بنده خېل
چاپ شوي اثار : نه لري
نــا چاپ اثـــار : يوه شعري ټولګه ، يو ناول او څو لنډې کيسې.
هېنداره
د هېندارې پر تنکي مخ
يو تصوير ديار د شونډو
د زړۀ مات لاس مې ور اوږد کړ
په هېنداره مې
خيرنې ګوتې کش او راکش کړې
لاهمداسې راته مړ- مړ ښکارېدلو
دزړګي انځور کتونکى مې
له ډېره غمه مړ شو
نـــــوم : شفيع محمد
تخلص : معزور يار
دپلارنوم : غازي محمد
ولايت : خوست
ولسوالي : علي شېر
کلى : اښکېرى
چاپ شوي اثار : يوه شعري ټولګه
نـــا چاپ اثــار : نه لري
غزل
زمـــــوږ د چم د ګودر جونې دي د حورو پــــه څېر
ځوانــــــان مو ګوره ځلېدونکي دي د ستورو په څېر
راځئ چې تــــورې سره کېږدو سره نــــــــــه قتلوو
ژوندون موحق دى راځئ ژوند وکړو دنورو په څېر
راځئ دښمن تـــورې تـــه غر په لاس کې ډال ونيسو
خپلو منځو کې ځــــان تــــه وګورو کمزورو په څېر
مــوږ چې دچا کاسه کې وخورو په کې زړونه اېږدو
جانانه نـــــه ږدو پــه کې پښې د نمک خورو په څېر
غوټۍ چې نــــــه شو غوړولــــى د (( شفيع )) د غزل
مـــــــوږ بې تعليمه بــــــې هنره يو د سيورو په څېر
نـــــوم : عبدالله
تخلص : عادل
دپلارنوم : مرحوم جګتورن ګلاب نور
زوکــړه : ١٣٦٥ لېږديز لمريز کال
زده کړه : تر يوولسم ټولګي پورې
ولايت : خوست
ولسوالي : علي شېر
کلى : نوى کلى
چاپ شوي اثار : نه لري
نـــــا چاپ اثار : يوه شعري ټولګه او يوه د لنډو كيسو ټولګه
سترګې د جانان
سترګې او ګفتار د جانــــان پېژنم
زه بــــاڼه خونکار د جانان پېژنم
ټولــــه توجه مې ورتـــه وقف ده
هــــر خواته رفتار د جانان پېژنم
زه يــې هــــر عادت سره بلد يمه
مينه او کــــردار د جانـــان پېژنم
چا باندې که ښه او په چا بـد لګي
دوست دى که اغياردجانـان پېژنم
مـاته زولنې او ښامـاران ښکاري
ځکــه خو رخسار د جانـان پېژنم
زړۀ يې د(عادل) په نښه کړى دى
ځکــــه هر ګوزار د جانان پېژنم
نـــــوم : محمد نظير
تخلص : معجب
دپلارنوم : صابرګل
زوکــړه : ١٣٥٩ لېږديز لمريز کال
زده کړه : منځنۍ زدکړې
ولايت : خوست
کلى : د لکڼو ذوقو خېل
جرګې نه وينم
د پښتنو هــــــغــــــه جـــرګې نــــه وينم
ډکې ځوانــــانـــو نــــــه حجرې نه وينم
چې بـــــه يې څوکې تــراسمان رسيدې
نن خو هــــغــــه لوړې شملې نــــه وينم
قــــاضي مفتي مــــــو د پيسو بچي شول
د خداى لـــــه پــــــاره فيصلې نـــه وينم
چې پـــــه دښمن بــه يې مــــاتم جوړاوۀ
هـــغــــه څـــاروان د قــافلې نـــــه وينم
چې بـــــې ځوانــــان او بوډاګان مستول
هـــغـــه ربــــاب هــغــــه نغمې نه وينم
چې دهرځوان وينه يې په جوش راوسته
د مــــــلالۍ هـــغــــه ټپې نــــــه ويـــنم
( معجبه ) ژاړي بـــبــــرســــــــرى يتيم
چــــا کــــې د رحـــم نښانــې نــــه وينم
نـــــوم : وفا جان
تخلص : وفا
دپلارنوم : ظاهرجان
زوکــړه : ١٣٦٨ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د يوولسم ټولګي زده كوونكى
ولايت : خوست
ولسوالي : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى : ديګان منګل
چاپ شوي اثار : نه لري
نـــا چاپ اثــار : يوه شعري ټولګه
غزل
راشه درمــــان مې شه درمـــــــان مې ته يې
د زړۀ په للمه مې وريږه چې باران مې ته يې
زه بـــــــــــه يوازې ژوندون څنګــه تېرکړم
ښکلى جــانـــان مې شه جــانــــان مې تـه يې
د سترګو تـــــوره لا مـــــــې نــــــه هېرېږې
راشه څـــــاروان مــې شه څاروان مې ته يې
تـــــا بـــــه جدا نـــــه کړم د خپله ځــــانـــــه
د زړۀ ارمـــــان مې شــــه ارمــان مې ته يې
د ( وفاجان ) پــــــه زړۀ کې ځـاى لــــرې تــه
ښکلى چشمان مـــې شـــه چشمان مــې ته يې