نـــــوم : ميربات خان
تخلص : ځدراڼ
دپلارنوم : عيسى خان
زوکــړه : ١٣٥٩ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د دوولسم ټولګي زده کوونکى
ولايت : خوست
ولسوالي : مرکز – متون
کلى : لکڼ بډاخېله
چاپ شوي اثار : نه لري
نــاچاپ اثــــار : يوه شعري ټولګه
زوروره مينه
مينه دسم لـــــــه يـاده وبـــــــاسم زور بېرتـــــه واخلي
دزړۀ انګار مې مړ پـــه اوښکو کړم اور بېرتـه واخلي
احسان هم تا وکړ چې زړۀ دې رانــــــــه واخيست کله
لکه يو څوک له پوروړي نـــــــــه پوربېرتـــــه واخلي
لکــــــــه منګى ټوټې ټوټې شو ستا پــــــــه يوه خبره
ګومان مې نه شي چې مات زړۀ مې ټکوربېرته واخلي
اوس مو پـــــــــه مينه پوهېدلـــــــي دي خبر دي خلک
توره لمن که هر څو پاکـــــه کړم تور بېرتـــــه واخلي
لکـــــــه يوه شېبه د عمر ايلــــــــــــه دومــــــره راشه
چې رقيبان هـــــغه راکړى پيغور بېرتــــــــَـــه واخلي
که دا ځل هـــــــم بېنوا راغلې ستا لــــــــه دره ځينې
«ځدراڼ» دې ومري که بيا ګام ستا پرلوربېرته واخلي
نـــــوم : ګل شاه
تخلص : صبرى
دپلارنوم : حنيف خان
زوکــړه : ١٣٦٠ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د خوست پوهنتون د ادارې او تجارت پوهنځي د څلورم کال محصل
ولايت : خوست
ولسوالي : صبري
کلى : څپرى
چاپ شوي اثار : نه لري
نـــا چاپ اثــار : يوه شعرې ټولګه
غشـي وي راتـــــاو شي ځيګــــــر وخوري
شپه وي را خوره شي لـه ورځ لمر وخوري
کاڼي مــــــــاتوي هـــــــــم نړوي ديــــوال
ستا همـدا کيسې به يو ورځ غـــــر وخوري
واړه بـــــــه سپېره ډاګ يـو سپېره غرونــه
تبر د دښمن کـــــه مـــــــــو نښتـر وخوري
دا څه عجيب وخت دى پــر عجيـب موجود
راشـــــي ګنجى سرى سر بـبر وخـــــوري
وخته دا څه ژونـد دې پــــــر دنيا راووست
پورتـــــــــــه يو بشر شي بـل بشر وخوري
ژوند وي لار پرې جوړه کړي مزلونه پرې
څـــــو د وينو تږي ژونـــــد شکر وخوري
دا هـــــــم ده اې ژونــــــده د قيـامــت نښه
يو نفر خوله خلاصه کړي لښکـــر وخوري
ورځې بــــه لـــــــه يو بل تـــاووي غاړې
جهل مو «ګل شاه» که چېرته سر وخوري
نـــــوم : شمس الله
تخلص : خوستى
دپلارنوم : الحاج حبيب نور
زوکــړه : ۱۳۵۴ لېږديز لمريز کال
زده کړه :د دوولسم ټولګي څخه فارغ
اوسنۍ دنده : ژورنالېست
پخوانۍ دنده : ښوونکى
ولايت : خوست
ولسوالي : مرکز- متون
کلى : ورغه
چاپ شوي اثار : د دردونو تاړاک شعري ټولګه او په بېنوا وېبپاڼه کې د ميخايېل
په نوم ناول.
نـــا چاپ اثــار : شمس او مدارونه شعري ټولګه، د ادبي ټوټو ټولګه
خاونده بېرتــه مــــو راشنه کړې د نغمو لاسونه
چې د ادم ربـــــاب تــــه واچوي درخو لاسونه
د تېرو سلو نـــــــا کردو پر سر چې بيا غولېږو
نو سره مروړو بــه د مچ غوندې تر څو لاسونه
چې په نڅا کې يې کاږۀ کړي لکــه څانګې دګل
کلـــه بـــــه ووينو د پېغلو پلو شو لاسوــــــــــه
خلک منګور پــــــه پردو لاسونو نــه هم وژني
تر څو بــــه وي زمــا زړګى او د پردو لاسونه
ښايي جانانـــــه په تــا باندې يې جادو کړې وي
چې نن غماز ايښـي دي بيا ستا پر اوږو لاسونه
(هيله د خداى ښه ده) د ډېرې مجبورۍ لـه لاسه
بل تـــه اوږده مــــــه شه د هېچا دارزو لاسونه
د بـــابــا مېنه کې دا تپې تورې شپې مه پرېږده
«شمسه»کړه غوڅ د نور په توره دتيارولاسونه
نــــوم : نواب
تخلص : اميرزى
دپلارنوم : نظر خان
زوکــړه : ١٣٣٩لېږديز لمريز کال
زده کړه : د اقتصادي علومو ماسټر
ولايت : خوست
ولسوالي : تڼي
کلى : سيناکي
چاپ شوي اثار :
١- (کابل بيا ژاړي) لومړۍ شعري ټولګه
٢- (د سفر يادونه ) دويمه شعري ټولګه
٣- (له کابله ترکابله) درېيمه شعري ټولګه
٤- د دوبۍ سفرنامه
د چاپ لاندى اثار:
١- د وريو شپونکى نثر
٢- غوره وينا وې او زما تعبيرونه
تېر اخترونه
دا اخترونــــه زمـــــوږ له کلي مــــــــرور تېرېدل
دا ډېر کــــــالونه بــــــه څه لر او څه به بر تېرېدل
پــــه هــــر يـو کور کې يتيمانو فـــــــريادونه کول
لـــــــــه هديرو بــــــه يبلې پښې او سر ببر تېرېدل
زمــوږ په وطن کې هر څه وران خو هديرې ابادې
د دښمن غشي څنګــــه زمــــونږه له ځيګر تېرېدل
له هـــرې خوا به مــــو لېدل خو بې وسي وه زموږ
پردي راتلل زمـــــوږ د نيکونو لـــــه سنګرتېرېدل
خو راه بلد بـه ورسره و زمـــــوږ لــــــه کلى ځنې
څوک به دشپې څوک به دورځې پــــه ډګـر تېرېدل
دلته کوڅه پـه کوڅه جنګ شو وروربه ورور وژلو
نړيوال زمـــــوږ لــــه دغـه حالـــه بې خبر تېرېدل
خو د قدرت پــــه حُکـم هــــر څۀ شول بـدل يارانو
که نه مرغان به هم زمـوږ لـــه خاورې زر تېرېدل
دلته خو سرې لمبې اورونـــه وو ژوندون چېرته و
څه پـــــه لکونـــو افغانــــان بــــه لـه خيبر تېرېدل
نن به هغوى پـه اور کې سوځي تــا سوخپله ګورئ
چې زمـــوږ له غولي په غدۍ او پــه لښکر تېرېدل
زمـــونږه وران وو ګودرونه پېغلې نــه ښکارېدې
مـــازيګرونـــه بې لـــــه پېغلو لـــه ګــودر تېرېدل
څومره ځوانان مو مزدوران وو پــه پردو ملکوکې
څوک به دورځې څوک د شپې لــــه سمندر تېرېدل
دلته ژړا وه د خندا پـــــــــکې هېڅ څرک نــه لګېد
زموږ ماشومــــان به ګيله من له هــر اختر تېرېدل
نوابـــه! تـــــــه يوازې نــــــه وې ټول وطن خپه و
دا بدحالـونــه بــــه د هـــــــــر افغان په سر تېرېدل
نـــــوم : کمال الدين
تخلص : ستومان
دپلارنوم : برهان الدين
زوکــړه : شېخ امير
زده کړه : له دوولسم ټولګي څخه فارغ
ولايت : خوست
ولسوالي : نادرشاه کوټ
کلى : پوکى
چاپ شوي اثار: نه لري
نـــا چاپ اثــار: تقريبا د ٢٢٥ په شا وخوا کې غزل او نظمونه
غزل
شاعر سړى يم د ښکلا خبر ې خونــد راکوي
تل د مجنون او د ليلا خبرې خونـــــد راکوي
زه په چنار او په ګور ګورو پـــه نښترو مين
خود د بلبل او د بــــورا خبرې خوند راکوي
خدايــه وطن کې مو د علم څراغ بل لرې نور
لــه شپو نــــه تښتم د سبا خبرې خوند راکوي
ژبې خو ډېرې په دنيا کې پيدا کړې دي خداى
پښتونـه! ژبـو کې داستـا خبرې خوند راکوي
ستومـان ساده يــم ډېرپه هغه دغه نه پوهېږم
اشنا رښتيا وايـــم رښتيا خبرې خونـد راکوي
نــــوم : نورشاه
تخلص : نوراني
دپلارنوم : زاهد شاه
زوكــړه : ۱۳۵۶ لېږديز لمريز كال
زده كړه : د دوولسم ټولګي څخه فارغ
ولايت : خوست
ولسوالي : اسمعيل خېل او مندوزي
كلى : حيدرخېل (اڅړ)
چاپ شوي اثار: ) تاخوويل چې زه به نښه در کړم( شعري ټولګه
نــا چاپ اثـــار:
١- شعري ټولګه
٢- د ادبى ټوټو ټولګه
٣- د لنډو کيسو ټولګه
غزل
د بې وفـــــــــا يار لـــــه سلوکه درته څه ووايم
زه د بدرۍ او لــه ملوکـــــه درتــــــه څه ووايم
که مې په شا مرمۍ خوړلې پـــر ټټر مې نه وي
بيا مې پــــر قبر لاړې توکــه درتـــــه څه ووايم
زما د زړۀ پـه نغري بــــــاندې دى د هيلو ديګى
د هجر مړې سکروټې پوکه درتــــــه څه ووايم
مينو مــــــه راوړئ زړګوټي لــــوټوي يې درنه
د ښکلو ښار کې خو ده شو که درتــــه څه ووايم
مــــــــــا د فــــــطرت د کاېناتــــــو ننداره کوله
ناست وم د پـورې غره پـه څوکه درته څه ووايم
سور وي په وينو د ظـــــالم خنجر همېش ملګرو
سره د ښکاري د باز مښوکـــه درتــــه څه ووايم
د شپې په خوب کې مې پړانګان د بېلتانه وېروي
لکه ماشوم وکړمه کوکــــــه درتــــــه څه ووايم
«نوراني» دغه يو شهکار غزل ته غــوږ ونيسه
نور به د خوار قلم په نوکــــه درتـــــه څه ووايم
نــــوم: ساجد
تخلص: بهار
دپلارنوم: ولي جان ګربز
زده کړه : زده کوونکى
ولايت: خوست
ولسوالي: ګربز
کلى : ايږدنوال چنار
رقيبه
د مينې ليونيان يو پــــاس پـــه دار سندرې وايو
ريښې ريښې ګرېوان ګرځو وزګارسندرې وايو
د ښکلو په يارۍ کې مـــوږ ايله دا برخه يووړه
ملګرو له مــــــاښامـــــه تـر سهار سندرې وايو
رقيبه کـــــه دې ونيسو څـرمن درنــــه و باسو
مستۍ په مخه کړي يـــــــــو خمار سندرې وايو
جانانه دا ستا مينې موږ ته دومره جرئت راکړو
په کلو او بانډو پــــه هــــــــره لار سندرې وايو
يو چا مـــــو د زړګي کلي را ونــــړول خدايږو
نن ځکه بې ربـــــابـــــه بې سېتار سندرې وايو
دا يو عادت مې خوښ نه دى بهار ګربزه واوره
اوسيږو پاس په غرونـــو کې دښار سندرې وايو
نـــــوم : محمد داود
تخلص : عالم
دپلارنوم : محمد شريف
زوکــړه : ١٣٦٤ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د خوست پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د دويم کال محصل
ولايت : خوست
ولسوالي : موسى خېل
کلى : زوړکوټ
پښتونه
ننګ او غيرت کې له فــــــولادوهم وې کلک پښتونه
چا کړې سکرو ټوپــــــه تـــــاو نرم او نازک پښتونه
تـــــــه شاړو دښتو کې پــه ورکه لار پياده روان يې
جهان منزل تـــــه تــــر اسمان درومي چټک پښتونه
ستا تېرو شويو کــــــارنـامو ته ټول جهان دى حيران
نن د سيالۍ پــــــــه ډګر پاتې يې هــــک پک پښتونه
ستا د وطن پيزار شليدلى اوج تـــــــه تللى نـــــه شي
د جوړيدو شرط يې امبور، سنـــدان، څټـــک پښتونه
چې د وطن پــــــه زړۀ کې کور درته اغيار جوړوي
په کومـــو سترګو کومـــه خوله غواړې اټک پښتونه
چې بخارا ، امــــو، ډيلى يې وو د وخت بــــــريدونه
هم دې هېر کړي احمد شاه ميرويس هـــوتک پښتونه
تږې پښتو يې چې دزړۀ په خون سيراب سيراب کړه
رښتيا مين و پــــه پښتو خوشحال خټک پښتونــــــــه
وايم (عالم) چې په پښتو کې په دانش قــــــــربان شه
راشه نن وکړه د پښتو عـــــــرفـــــــان درک پښتونه
نــــوم : محمداورخان
تخلص : خاورين
دپلارنوم : محمد پير
زوکــړه : ١٣٥٣ لېږديز لمريز کال د لړم مياشت
زده کړه : د دوولسم ټولګي څخه فارغ
ولايت : خوست
ولسوالي : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى : بهرام خېل
چاپ شوي اثار:
١- (زما به ته يادېږې ياره) شعري ټولګه
٢- ( د ببريو کودي ) شعرې ټولګه
٣- (رنګينه ورکه ) شعرې ټولګه
غزل
لېونى يـــــــم، لېونــــــۍ مـې شـــــــه د مينې
خوار پتنګ يـم ډېوه ګۍ مــــــې شـــه د مينې
د زړۀ شپول مې درتـه جوړ دى پـــه ورېښمو
راشه تکــــــــه سپينه ورۍ مـې شـــه د مينې
چې نغمه دلــر او بـــــــــر دې کـړم، ټپه شې
شپون د حسن يــــــــم، شپېلۍ مې شـه د مينې
څو بـــــــــــه ګـرځمه کوچۍ! درپسې ستړى
د ارمــــــــان په دښت کېږدۍ مې شـه د مينې
د بېلتون غـــــم دې پـــــــه زړۀ يم پرهـرژلى
شـــــــه مسکۍ، ملهم پټۍ مې شــــــه د مينې
د خاطر اسمان مې ډک لــــــــه سپينو ستورو
شم امېل بـــــــه دې، سپوږمۍ مې شه د مينې
رنګينو نــــــــه مې منګى د نظــــر ډک کړه
مـــــــازيګريم، ګلالۍ مـــــــــــې شه د مينې
خيربلبل غوندې که غوڅ (خاورين) اغزو کړم
خو غېږ راکړه ګل غوټۍ مــــې شـــه د مينې
نـــــوم: کتلى خان
تخلص: متونوال خوږمن
دپلارنوم: عزيزالرحمن
زوکــــړه: متون ١٣٦٠ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د دوولسم ټولګي څخه فارغ
ولايت: خوست
ولسوالي: مرکز- متون
کلى : کمبيري
بلنډې
خمارې سترګې د نن ولې داسې سرې تـاوېدې
لکـه ميخور په لار روان وې زنګيدې تاوېدې
ښکاري د چا شهيده شوې تنکۍ ځوانــــه مينه
بيګـــــاه پرې ټوله شپه ډېوې او بلنډې تاوېدې
شيخه بښنه غواړم ستــــا سره وعـــــده ماتوم
پرون څه و چې په خوله کې مې توبې تاوېدې
اې د پردي وطن پــه غېږ کې رانه ورکه ياره
بيګاه مې ټولـــه شپه له سترګو ګډېدې تاوېدې
زمــــا غمجن زمـا خپه - خپه شبګير جانــانه
وايـه رښتيا زړۀ کې دې کومې تلوسې تاوېدې
لېونى يــــار يې لټولو په خپل وران متون کې
د( متونوال خوږمن ) پـه قبرشنې جنډې تاوېدې
نــــوم : حاضرمحمد
تخلص : علميار
دپلارنوم : اصيل محمد
زوکــړه : ١٣٦٧ لېږديز لمريز کال
زده کړه : زده کوونکى
ولايت : خوست
ولسوالي : نادرشاه کوټ
کلى : پوکى
لا نه پوهېږو
چا دا وطن هـــــــــم راتــــــه وران کړو خو لا نه پوهېږو
چـــــــــــا کونډې رنډې يتيمان کړو خو لا نــــــــه پوهېږو
خپل منځ کې جنګ کړودوست دښمن موراته نه دى معلوم
مـــــــوږ يې اخته په ويـــــر د ځان کړو خو لا نـه پوهېږو
چا مـــــــو وطن کړو راتـــــه وران چا تمدن خاورې کړو
چا هم بـــــدل پـه چورېستان کړو خو لا نـــــــــه پـــوهېږو
چې در پـــــــــــه در ګرځو دا واړه مــــــو پــه خپله کړي
کـــــه مو په سوال ستړى جهان کـــــــړو خو لا نه پوهېږو
چې ورانـــــوو دا ګــــــران وطن لا هـــــم د بل په لمسون
چا راتــــــــــــــــه خپل وطن زندان کړو خو لانه پوهېږو
ډېرې مــــــــــــو شپې پــــــه بل وطن کې د ستم سبا کړې
غمو دردو ستړي ستومـــــــــان کـــړو خولانَــــــه پوهېږو
تڼۍ مــــــو ورکې هېڅ تپوس لــــه چا نـــــه نـه شو کړلى
چا راته تار پــــه تار ګـــــريوان کړو خو لا نـــــه پـوهېږو
چې دا خپل ورور را بــــــاندې وژني د پيسو پـــــــــه بدل
په پيسو خرڅ مـــــــو خپل ايمان کړو خو لا نــــــه پوهېږو
زه (( علميار)) د وران وطن پـــــــــه نــــــوم شعرونه ليکم
ټول يې لـــه غمه شاعران کړو خو لا نــــــه پــــــــوهېږو
نــــــوم : غفور جان
تخلص : پښتون يار
دپلارنوم : رکيم خان
زوکــړه : ١٣٤٦ لېږديز لمريز کال
زده کړه : په پېښور کې دسياسياتو C.B.A
ولايت : خوست
ولسوالي : علي شېر
کلى : تيريزي
چاپ شوي اثار : نه لري
نــا چاپ اثـــار : لږ غوندې نثري ليکنې او انقلابي شعرونه
راځئ چې يـــو شو لـر او بــــــر پښتانه
خوارۀ وارۀ پـــه سمـه او غــــــر پښتانه
راځئ ملګرو ږيره بـرېت يې ښکل کړو
دا خړو پـــړ ککـــــــړ پـــــــکړ پښتانه
راځئ چې ورشوچې پـه هرځاى کې وي
پــــاتـــــــه تيارو کې در پـه در پښتانه
راځئ چې ورشو ترېنه غېږ چــاپېرکړو
زمـونږه زړۀ زمــــــــــوږ ځيګر پښتانه
اصـل مولوړ دى هـــم تاريخ مولوړ دى
خبر کــړو دغــــــــه نـــــــا خبر پښتانه
زور او غــرور يــــې قوتونه مات کړل
ښکـــاري کــمـــــزوري زورور پښتانه
ظالم چې زور واخـلـي نــــو دلته راشي
سمدستي مات کړي ورتـــــه سر پښتانه
راځئ ملګروچې را غونـــډ کړو پښتون
پـــــه يوه خوله پــــــــه يـــو ټغر پښتانه
زۀ (( پښتون يار )) کلي پـــــه کـلي ګرځم
چې زر را ووځي يو لښکــــــــر پښتانه
نـــــوم : نظيف الله
تخلص : کسکرحيدرخېل
دپلارنوم : عبدالله
زوکــړه : ١٣٥٨ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د خوست پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د درېيم کال محصل
ولايت : خوست
کلى : کوچي خېل
قوم حيدر خېل
چاپ شوي اثار : نه لري
نـــا چاپ اثــار : يوه شعري ټولګه
غزل
ښکليه پـــــه خيال کې مې چې ستا دمينې خيال دېره شي
لکه مېلمه د چا پــــــه کور چې پـوره کـــــــال دېره شي
د مينې اور مـــــې داسې سوځي لکـــــــــه لمـر د اوړي
چې لاندې ځمکــه سوځوي پـاس پـــــــه زوال دېره شي
دا ستــــا د حسن کېږدۍ پلنې دي د عشق پــــــــــه دښته
خيردى کوچى زړۀ مې دې هم په کې پـه سوال دېره شي
داسې مـــــې عمر ورو پـــــه ورو مــرګي ته لاره وهي
لکــــــه اوبــــو کې چې کب ځي اخر په جال ديـره شي
راځه (نظيف) لــــــري ، د زړۀ کور کې ښـه لويه حجره
په مــــا دې واړه ستا پــــــه سرستا کليوال ديــــــره شي
نـــــوم : مبارزمحمد
تخلص : ځدراڼ
دپلارنوم : زامېل ګل ځدراڼ
زوکــړه : ١٣٦١ لېږديز لمريز کال
زده کړه : محصل
ولايت : خوست
ولسوالي : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى : ځدراڼ کوټ
غزل
خپل پردى رانــــه بېزار کړى ستا مينې
داسې ژوندمې خوار وزارکړى ستامينې
که قيدي په جېل خانه کې چې راګير وي
داسې زړۀ مــــې ګرفتار کړى ستا مينې
چې پر کوم ځاى باندې کښېنمه سوځېږم
ټول وطن راتــــــه انګار کړى ستا مينې
کـــــه تمام طبيبان راشي جوړ به نه شي
زمــــــا زړۀ داسې بيمار کړى ستا مينې
اې ( ځدراڼه ) صبرکـړه صبر دې ښه دى
ټول عـالم درتـــــه اغيار کړى ستا مينې