داملکوتې اذانګې نن بياپه څه اورمه
ياڅوک ادم(ع) بياله حواسره
پس له مودويوشوی
ياابراهيم(ع)په نمرودي لمبوکې
له جبراييل (ع)سره خبرې کوي
ياچابلال (رض)بياپه حرم کې
نوی اذان شروع دی
ياڅوک يتيم
دخپل شهيدباباپرقبرژاړي
ياکومې پېغلې
دخپل مجبوراحساس ناره پورته ده
ياچاشاعر
په نيمايي شپه کې
دپاکې مينې يوه سجده کړې ده
يوه ټپه کړې ده
يوه ټپه کړې ده.