که زوى مو د رحيم شاه، مايکل جکسن، او يا د کوم بل پاپ سندرغاړي سندرې اوري؛ نو په دې پوه شئ، چې زلمى شوى او ددې ټکو د لوستو نه پس يې د واده غم را و نيسئ، کنه خداى مکړه کومې بدې پېښې سره په مخ شئ. که د نازيه اقبال او شهنشاه په سندرو يې زړه بايللى وي؛ نو بيا به مو زوى چرته مئين شوى وي، ښه دا ده، چې له هغه نه يې د کور او کوڅې پته واخلئ؛ خو خيال مو وي، چې په ورتلو کې بېړه وکړئ. که زوى مود هارون پاچا او سردارغلي ټکر سندرې زمزمه کولې؛ نو بيا به په مينه کې ناکام شوى وي، دا ډېره خطرناکه ده، ځکه دغسې هلکان بايد ٢٤ ساعته تر نظر لاندې وي او که چرته يوه لحظه هم له سترګو پنا شو؛ نو دا ومنئ، چې په کوم ځاى کې به يې ځان وژلى وي. لوستې او نالوستې په دې توپير به تر اوسه يو هم نه پوهېږئ، تاسې څه نظر لرئ، چې لوستې او نالوستې جينکۍ سره څه توپير لري، ډېره اسانه ده، لوستې ښځې مېړه ته طلاق ورکوي او نالوستې ته يې مېړه ورکوي. ژوند په نوره نړۍ کې په نوره نړۍ کې نارينه د ژوند تېرولو لپاره درېيو شيانو ته تر ټولو زياته اړتيا لري، پيسې، ښځه او د خپلې ښځې سره جنګ جګړې، داسې وايه، چې که دا درې شيان نه وي؛ نو مړه يې وبوله. په ښځو حکومت دغې ميرات مړي سرليک لاندې ما يو کتاب ډېر پخوا ليکلى، چې پکې په ښځو باندې د حکومت کولو لارې چارې څېړل شوي، هغه، چې د ښځو له لاسه په تنګ دي لږ انتظار دې نور هم وکړي؛ خو پام، چې دماغ له لاسه ورنکړئ، دا کتاب به که خداى کول ژر تر تاسو در ورسېږي، مګر دعا کوئ که ښځه مې په دې روان ژمې کې مړه شي، ځکه د کتاب چاپ همدې ځنډولى. په کتاب کې دا هم راغلي، چې کله سودا په کور کې پريمانه وي؛ نو ښځې د څه لپاره هره ورځ د سودا په بانه ښار ته روانې وي، تر ټولو غوره يې لا دا، چې ماښام بېرته تش لاس راروانې وي، ورخطا کېږئ مه دا رازونه مې ټول په راروان کتاب کې بربنډ کړي؛ خو دعا کوئ، چې دا بلا خداى په خپل مکان کړي. د کتاب اخر څپرکى د سړيو مظلوميت ته ځانګړى شوى، چې ولې له دفتر نه په وخت کور ته نه ځي، په داسې حال کې، چې له کاره هماغه سحر اوزګار شوى وي، مګر دې ته ګوري، چې کله به ماښام کېږي او دې په غلى په بستره ننوځي. خبرتياوې د واده اړتيا يوه دولسم پاسه جينۍ ده، چې په ښايست کې ورته د اسمان سپوږمۍ ګوته په غاښ پاتې ده، د قدقامت؛ خو يې درته هېڅ نه شم ويلى، دا جينۍ يو داسې هلک ته اړتيا لري، چې د ښايست پرې ختمه وي او کم نه کم بايد د ملګرو ملتونو يا نورو بهرنيو موسسو په دفتر کې د چپړاسي دنده ولري او که په بهرنيو هېوادونو کې مزدور هم وي؛ نو ډېره به ښه وي، داسې هلکان د لومړيتوب حق لري. د دوکان لپاره د شاګرد اړتيا يو داسې شاګرد ته اړتيا ده، چې ښځو سره د خبرو کولو په نزاکت کې ښه نوم ولري، پښتو که يې نه وي زده ډېره ښه ده؛ خو، چې پارسي يې داسې زده وي لکه اوبه، اواز يې بايد نرم خوږ او زړه راښکونکى وي، نرۍ موسکا لومړى شرط دى بايد تل يې په شونډو د خندا پېغله سلامي ولاړه وي. د نوم بدلول زما د پوهنتون نه فارع شوى زوى تېره مياشت مړ شو، اوس يې اسناد د خپلې ١٦ کلنې لور په نامه کوم، ځکه لور مې اوس په بهرنيو موسسو کې د کار کولو په زړه پورې چانس لري؛ خو که له دې نه وروسته پرې پوهنتون لولم؛ نو کيداى شي له فارغېدو وروسته يې څوک پاڼه هم په بله وانه ړوي، تاسې ته خبر درکړل شو، چې ددې نه وروسته مې لور د زوى په نامه ياده کړئ. د نرسې اړتيا د ټولنيزو خدمتونو په روغتون کې يوې نرسې ته ضرورت دى، داسې نرسه، چې په ښايست کې يې د مقابلې وړ څوک نه وي، دا ضروري نه ده، چې پوهه او حکيمه دې وي؛ خو، چې په ښکلا او مزاج نازکه وي. اوس همدومره د بيا په انتظار اوسئ