پوښتنه:گرانه ډاکټرصاحب سلامونه!
که راته ووایئ چې دخولی دبدبویۍ له پاره کومه دارو شته او که شته نومونه یې راته و لیکه او نور علاج هم لری؟ باو جود ددې چې همېشه یې برش کوم ولې بیا هم بوي کوي.که داسې شه شی درمعلوم وي راته ووایاست. په مننې سره.

ځواب: د خولې بد بویي  یا Bad Breath/Halitosis  

پېژندنه: د خولې بد بویي هغه حالت ته ویلی شي چې د ساه ایستلو په وخت کې یې  بل څوک  احساس کړي. دا که د خولې د بکټریاوو او یا نورو لاملونو له کبله وي نو نه یوازې یوه ناروغي ده بلکې د انسان پر شخصي او ټولنیز ژوند هم اغیزه ښندي.

ځینې خواړه لکه هوږه، ګندنه او پیاز تر هضم وروسته د وینې جریان او له هغه ځایه د سږیو له لارې په تنفسي هوا کې د خولې نه خارجېږي او خوله بد بویه کوي. خو دا بوي موقتي وي.

د خولې د بد بويۍ لاملونه:

د خولې د بد بوي اصلي لامل د غاښونو په منځ کې د خوړو  پاتې شونې دي. د خوړو له  پاتې شونېو سره بکټېریاګانې وده کوي. نور لاملونه یې د خولي حفظ الصحې  ته کمه پاملرنه، د غاښونو نه مینځل، سګرټ څښول او د اوریو ناروغۍ دي. دغه راز، د خولې بد بویي د ځینو نورو ناروغیو نښه ده؛  لکه د معدې، سږیو، ځیګر، ستونې، پزې،  ساینسونو، بډوډيو او ویني ناروغۍ، چې دغه هره یوه یې څانګړې درملنې ته اړتیا لري او له هغې سره به د خولې بد بویي هم ښه شي.

لیاړي چې پر له پسې توګه خوله مینځي که د هر لامل له کبله کمې شي،  خوله ورسره بد بویه کېږي. لیاړي د خولې د مینځلو  تر خوا خوا  داسې خواص لري چې د بکټریاوو د ودې مخه نیسي.

څنګه وپوهېږو چې خوله مو بد بوی لري:

ډېر ځله یو  کس د خپلې خولې په بد بویۍ پخپله  نه پوهېږي او نور خلک یې ورته  د ویلو جراُت نه کوي. نو څنګه پوهېدی شو چې خوله مو بد بوي لري.

۱- که خوله مو ډیر ځله وچه وي،

۲- که د ژبې پر سر مو همېشه یوه سپینه طبقه وي،

۳- که د سګرټ، کافیین او الکولو د استعمال عادت لرئ،

۴- که د خولې لیاړي مو ټینګې وي، او

۵- که کوم نږدې ملګري یا د کور کوم غړي درته په دې باره کې درته ځه ویلي وي،

نو وګڼئ چې د خولې بد بويي لرئ. مګر د اندېښنې وړ نه دی. لاندنیو  لارښونو باندې عمل وکړئ نو له دې ستونزې خلاصېږئ.

۱-  تر خوراک  وروسته  خوله ومینځئ او لږ تر لږه  ورځ کې دوه ځلي غاښونه برس کړئ،

۲- د غاښونو له برس کولو  او مسواک وهلو سره سره ژبه هم برس کړئ؛ ځکه چې د ژبې پر سر بکټریاګانې پاتې کېږي.

۳- په هرو دریو میاشتوکې  یو ځل  د غاښونو ډاکټر ته د کتنې له پاره ورشئ،

۴- د لیاړو د زیاتوالي له پاره ژاولې وژوئ،

۵- زیاته استفاده  له سبو او ترکاريو نه وکړئ،

۶- کله کله هېل او ویلنۍ وژوئ،

۷- د اوړو له سوډا سره خوله ومینځئ. دا له پخوا نه  د خولي د بد بویۍ د له منځه وړلو له پاره کارول کېږي.

۸- د هایډروجن پر اکسایډ له محلول سره خوله ومینځئ ( له محلول سره د اوبو د ګډولود مفدار په باره کې له ډاکټر سره مشوره وکړئ). په درملتونونو کې د خولې د مینځلو له پاره مخصوص محلولونه او کریمونه شته،

۹- د خولې د بد بویۍ د لرې کولو له پاره الکول مه استعمالوئ،

۱۰-  بوي لرونکي خواړه لکه هوږه، ګندنه، پیاز...مه خورئ،

۱۱- الکول، سګرټ او کافین مه استعمالوئ. دا خوله وچوي.

۱۲-  د شپې ډېر خوراک مه کوئ.