راليږونکی :يما تنها
سلام،  ډاکټرصاحب خدای وکړي چې روغ اوسوکاله وﺉ.
زما پوښتنه داده چې دبعضو ښځو په مخ باندې ږيره پيداکيږي. ددې علاج څه دی؟ څرنګه يې درملنه کولی شو؟

مننه
ستاسو ورور
يما تنها


 ځواب
ولې د ځینو ښځو پر مخ ویښته زرغونېږي؟
د ويښتو په غوټو باندې د اندروجن هارمون د ډېرښت او یا هم د اغېزې د ډیرېدو له کبله د ښځو د بدن په ځینو ځایونو لکه مخ او ټټر د ویښتو درغونېدو ته Hirsutism وایي.
معمولا دا یوه عادي ستونزه وي چې د ژوند له کوم تهدیدونکي سببه نه را منځته کېږي، خو بیا هم کله کله د ډېرو خطرناکو ناروغیو يوه نښه وي.
د هیرسوټیزم عوامل دادي:
۱- ځینې ښځې د اوږدې مودې راهیسې تخمه ګذاري Ovulation نه کوي چې دا سبب یې د ژوند تهدیدونکی نه دی.
۲- د اندروجن هارمون یعنې د ښځو په وینه کې د نارینه جنسي هارمون (ټسټوسټېرون) د سویې زیاتېدل.
۳- په وینه کې د انسولین د کچې لوړېدل: انسولین که داخلي او یا بهرنی منشا ولري په وینه کې د هغه پروټین چې د جنسی هارمونونو سره نښلي سویه ټیټوي چې پایله یې يه وینه کې د اندروجن هارمونونو یا نې د نارینه جنسي هارمون (ټسټوسټېرون)  زیاتېدل وي.
۴- ځینې دواګانې هم د Hirsutism سبب ګرځي لکه د ولادت د مخنیوي دواګانې، Anabolic Steroids, Methyl Dopa(Aldomet), Metochlopramide, Phenotiazines, Progestines, Testosterone, Phenytoin, Cyclosporine…
۵- ځینې روغتیایی ستونزې لکه د وزن زیاتوالی، ځوانکۍ، د سر ټاسېدل، د وینې د فشار لوړېدل، شنډتوب، د میاشتیني عادت بې نظمي، د میاشتني عادت نشتوالی یا د ښځو هغه عمر چې میاشتنی عادت په کې نه راځي، د شکرې هغه ناروغان چې د انسولین په وړاندې مقاومت لري او د درملنې له پاره انسولین اخلي، کشنګ ناروغي، اکرومیګالي او نور د اندروجن د سویې د زیاتېدو او په پایله کې د ښځو په مخ او ټټر باندې د ویښتو د شنه کېدو سبب کېږي.
۶- ځینې سببونه یې ندي مالوم یانې Idiopathic دي او یا کورنی او ارثي منشا لري.
۷- د ښځې د تخمدانونو یوه ناروغي چې Poly Cystic Ovary Syndrome په نامه یادېږي هم د Hirsutism سبب کېږي.
۸- د ادرینل غدې لوییدل( Adrenal Hyperplasia )
آزمیښتونه:
د درملنې د پیل او انتخاب نه وړاندې، په سبب د پوهېدو له پاره د خپل معالج ډاکټر په لارښوونه د وینې لاندني بیوشیمیکې معاینې وکړﺉ.
1- Total Serum Testosterone and ACTH Level
2- TSH Level
3- Prolactin Level
4- Test for Cushing Syndrome and Acromegally
5- Oral Glucose Tolerance Test
6- Insulin resistance Test
7- Fasting lipid, Lipoprotein, Total Cholesterol, LDL, HDL and Triglyceride Levels
8- Gonadotropin and Estrogen Levels
9- Ovarian Ultrasound
10- CT Scan or MRI Study of Adrenals
درملنه: د درملنې پایلې دومره په زړه پورې نه وي، ځکه چې درملنه یې عرضي وي نه سببي. خو بیا هم د خپل معالج ډاکټر په مشوره په ترتیب سره د لاندنیو طریقو څخه کار واخليء.
که د درې، څلور میاشتې انتظار نه وروسته د لومړنۍ طریقې نتیجه مثبته نه وه  او یا تاسو هغه نه خوښوله نو په ترتیب سره بله ( دویمه، دریمه ...) طریقه و آزماییء تر څو د قناعت وړ پایلې ته ورسېږﺉ.
۱- که وزن مو زیات وي، په ورزش او پرهېز یې کم کړﺉ.
۲- خریل: خریل د پوستکي د تخریش، ټپي کېدو او زیږوالي سبب کېږي، د زیږوالی د مخنیوي له پاره دشپې له پلوه په همغه برخه باندې  Cr.Hydorcortisone 1% وکاروﺉ.
۳- بلیچ: د مخ ،  ټټر ... په برخه کې د ویښتو د کم رنګه کولو له پاره  بلیچ وکاروﺉ.
۴- یا ویښته وړونکي کریمونه وآزماییء.
۵- یا هغه کریمونه چې د ویښتو د غټېدو پروسه ځنډنی کوي د بدن په هغو برخو کې چې نه غواړﺉ ویښته ولري استعمال کړﺉ لکه:
Cr.Eflornithine Hydrochloride 13 % 2 Times per Day

۶- الکټرولایزس او ترمولایزس: دا دواړه طریقې په ځانګړو مرکزونو کې د ماهرو کسانو له خوا تر سره کېږي.
۷- همدارنګه، په تخصصي مرکزونو کې د لېزر پواسطه د نا مطلوبو ځایونو نه ویښته له منځه وړل کېږي.
۸- یا ګلوکورټیکویید دواګانې لکه Dexamethasone 0.5 Mg or Prednisolone 5 Mg د نامطلوب ویښت کموي.
۹- همداشان،  د نارینه هارمونونو ضد دواګانې لکه 

Flutimide 250 Mg x 2/Day or Spironolactone 50 Mg/Day
د ډاکټر په لارښوونه کارولی شیء.
۱۰- د فنګس (پوپنک) ضد ګولۍ لکه Tab.Ketoconazole 400 Mg/Dayهم بدن کې د نامطلوبو ویښتو له منځه وړلو له پاره استعمالېږي.

اخستنځي:

http://en.wikipedia.org/wiki/Hirsutism
http://www.aafp.org/afp/20030615/2565.html
http://images.google.com.my/images?q=hirsutism&hl=en&um=1&ie=UTF-8&sa=X&oi=images&ct=title
http://familydoctor.org/online/famdocen/home/common/hormone/210.html
http://www.irib.ir/health/html/Hirsutism-830106.htm


ستاسو د روغتیا په هیله.
ستاسو ورور ډاکټر صداقت.