د" ملامحمد عمر، طالبان او افغانستان" په نامه کتاب چاپ شو.
دا کتاب د طالب غورځنګ د پيژندل شوې څيرې" عبدالحی مطمئن" تازه چاپ شوی اثر دی چې د طالبانو د واکمني له پیله بيا تراوسه پیښې، رازونه او اسرارپکې ځای شوي دي.
په دې کتاب کې د پیښو او د طالباب غورځنګ د خپل منځي ستونزو په اړه ډیر پټ اړخونه څرکندشوي اوسپړل شوي دي.
کتاب په ازاده اوتنقیدي بڼه لیکل شوي او د طالب غورځنګ تیروتنې او کمزوري پکې دقیقې یادشوې دي.
ليکوال د کتاب په سریزه کې لیکلي: چې دا لیکنه د ده قضاوت نه دې بلکې د ده لخوا د پیښو رښتيني حکایت دی. همداراز لیکوال زیاتوي چې د ده دغه اثر به د هغو طالب پلوو خلګو خوښ نه شي چې د طالب غورځنګ بربنډې غلطۍ نه مني اونه به يې هغه څوک خوښ کړې چې د طالب په مخالفت کې افراطي او بې انصافه وي.
لیکوال لیکې چې دا وخت په طالب غورځنګ کې کومه دنده او اړیکه نلري او غواړي چې د حالاتو رښتينی انځور په امانت داري وړاندي کړي.
ښاغلي عبدالحی مطمئن د طالب غورځنګ په ورستيو څلورو بحراني کلونو کې د طالب مشرتابه ویاند پاتې شوی او بيا دامريکا له بریده وروسته د طالبانو د جګړیزو مشرانو ترڅنګ نږدې پاتې شوی او له ټولو ناویلو پيښو خبر دی.
دغه کتاب په کابل کې افغان خپروندويه ټولنې چاپ کړی. او ټولنه وايي چې دغه اثر يې ترټولو زیات کتونکي او غوښتونکې لري.
د ښاغلي مطمين دغه کتاب څه کم ۴۰۰مخونه او ۶ څپرکې لري. د کتاب سرکې د لیکوال سریزه اوبيا دعنوانونو يو اوږد فهرست راوړل شوی.
ليکوال د طالب پديدې په پيدایښت او بروز تفصیلي غږیدلي او بيا يې د غورځنګ د پيل کیسې ليکلې.
هغه له پاکستان سره د طالب غورځنګ په روابطو، همداراز له ایران او سعودي سره پر پيچيده اړيکو هم تفصیلي غږيدلی.
په کندهار کې دروسي او هندي الوتکو د کینولو اولانجو تفصیلي کیسې هم د کتاب له جالبو برخونه دي.
په دې کتاب کې ليکوال تر ډيره د يوه شاهد په توګه په ادبي طرز د پيښو انځور وړاندې کړی.
د کابل په شمالي د کورونو سوځولو، امربالمعروف او خارجي اړيکو په برخه کې ليکوال پر خپل غورځنک توندې نیوکې لري او په دې اړه يې ډیر پټ جریانات افشاکړي دي.
په دې کتاب کې ليکوال د اشخاصو په اړه هم جالبې خاطرې راوړې. د بیلګې په توګه چې کله په ۱۹۹۸کې قوماندان اسماعیل د طالبانو لخوا اسير کيږي. دا وخت ليکوال محبس ته د اسماعیل خان سره د مرکې لپاره لیږل کیږي، ترڅو له اسماعیل خان سره د سوال او ځواب تفصیلي مرکه ریکارډ کړي او ملامحمد عمرته يې راوړي، چې دا وخت د لیکوال د خبرو په ځواب کې تورن اسماعیل خان سخت ژاړي او ملامحمد عمر د امیرالمومنين په نامه يادوي او ورنه د رحم غوښتنه کوي ترڅويې ونه وژني.
په کتاب کې د امریکا راتګ او د طالبانو د سقوط کیسې او د قوماندان عبدالحق نيول او وژل هم پام وړ مطالب دي.
له کندهار په ورستي ځل د ملامحمد عمر وتل اوزابل ته تلل اوبيا پټ اوسیدل په تفصیل سره راوړل شوي دي.
همداراز په دې کتاب کې د طالب مشر ملامحمد عمر وفات او د طالبانو ترمينځ اختلاف هم په تفصیل بیان شوي دي.
د قطر د دفتر پرانیستل اوهمداراز د سولې د بهیر او داعش موضوع ته هم په کتاب کې ځای ورکول شوي دی.
د ښاغلي عبدالحی مطمئن دغه کتاب دا وخت په کابل اوپيښور کې موندل کيږي.