سوزېدل(سوختګي):
لاملونه:
۱-اور.
۲-جوشې اوبه.
۳-تېل.
۴-برېښنا.
۵-کېمیاوي مواد(تېزاب او القلي).
که د پوستکي لږه برخه سوزېدلې وي:
۱- خپل لاسونه د پاکو اوبو او سابون په وسیله پاک پرېمنځیء.
۲- سوزېدلې برخه د پاکو اوبو او سابون په واسطه په احتیاط سره ښه پاک کړﺉ.
۳- سوزېدلې برخه(ټپ) په احتیاط سره د پاک ټوکر په واسطه وچ کړﺉ.
۴-ټپ د پاک بنډاژپه واسطه په سست ډول سره وتړﺉ.
۵ـ پنځه ورځې وروسته پانسمان تبدیل کړﺉ.
۶ـ که سوزېدلې برخه ډیره لږه وي او پوستکی وچ وي نو پانسمان او درملنې ته ضرورت نشته.
که د پوستکي ډېره برخه سوزېدلې وي:
۱ـ خپل لاسونه د پاکو اوبو او سابون په وسیله پاک پرېمنځیء.
۲ـ سوزېدلې برخه(ټپ) په احتیاط سره د پاک ټوکر په واسطه پټ کړﺉ.
۳- ناروغ ته ډېر مایعات او اوبه ورکړﺉ او د امکان په صورت کې رنګر سېرم تطبیق کړﺉ.
۴- د امکان په صورت کې یو ډوز انټي بیوټیک پیل کړﺉ.
۵- ناروغ ژر روغتون او یا روغتیایي کتنځي ته انتقال کړﺉ.
که( ټپ)سوزېدلې برخه زوې ولري:
۱- خپل لاسونه د پاکو اوبو او سابون په وسیله پاک پرېمنځیء.
۲- منتن ټپ د پاکو اوبو او سابون په واسطه تر هغه پورې ښه پاک کړﺉ تر څو چې له ټپ نه وینه وبهیږي.
۳- هره ورځ پانسمان تبدیل کړﺉ.
۴- د ډاکټر په مشوره یو کورس انټي بیوټیک پیل کړﺉ.
د پوستکي سوزېدل د کېمیاوي موادو پواسطه:
۱-سوزیدلې برخه د ډېرو اوبو په واسطه د څو دقیقو له پاره پرېمنځیء.
۲-د پورتنیو لارښوونو په شان ټپ پانسمان کړﺉ