د هډوکي ماتېدل:
څنګه پوهېدلی شو چې یو هډوکی مات دی؟
۱- په ماؤفه هډوکي کې ناروغ د درد اجساس کوي.
۲- ناروغ مأ وفه غړی نشي خوځولی.
۳-د تماس پواسطه ناروغ د درد احساس کوي.
۴-د مات شوي غړي په اناټومیک بڼه کې بدلون ښکاري.
د کسر ډولونه: کسر په دوه ډوله دی.
۱- تړلی کسر ۲-خلاص کسر
۱- تړلی کسر: که کسر ټپ ونه لري د تړلي کسر په نامه یادېږي.
د ورانه او پنډۍ د تړلي کسر سره لومړنۍ مرستې:
!-مات شوي هډوکي ته حرکت مه ورکوﺉ.
!!-د امکان په صورت کې ناروغ ته د درد ضد درمل ورکړﺉ.
!!!-مات شوی هډوکی د شکسته بند په دړه(میزابه یا سپلنټ) باندې کېږدﺉ او د یو ټوکر په واسطه یې خو ځایه وتړﺉ تر څو ونه خوځیږي.
!!!!-ناروغ په تذکره کې روغتون ته ولېږدوﺉ.
د مټ او مړوند د تړلي کسر سره لومړنۍ مرستې:
!-مات شوي هډوکي ته حرکت مه ورکوﺉ.
!!-د امکان په صورت کې ناروغ ته د درد ضد درمل ورکړﺉ.
!!!- مات شوی هډوکی دټوکر په واسطه د ټټر سره په ثابت ډول وتړﺉ.
!!!!- ناروغ روغتون ته ولېږدوﺉ.
د ملا د تیر(شمزي) ، پښتیو او حوصلې(لګن خاصره) د تړلي کسر سره لومړنۍ مرستې: د ملا د تیر د کسر په صورت کې ناروغ خپلو پښو ته حرکت نشي ورکولی.
!-مات شوي هډوکي ته حرکت مه ورکوﺉ.
!!-د امکان په صورت کې ناروغ ته د درد ضد درمل ورکړﺉ.
!!!-ناروغ د شکسته بند په دړه(میزابه یا سپلنټ) باندې واچوﺉ او د یو ټوکر په واسطه یې خو ځایه وتړﺉ تر څو ونه خوځیږي.
!!!!-ناروغ په تذکره کې روغتون ته ولېږدوﺉ.
۲-خلاص کسر: که د مات شوي هډوکي له کبله ماؤفه غړی ټپي شوی وي د خلاص کسر په نامه یادېږي.
د خلاص کسر سره لومړنۍ مرستې:
!-مات شوی غړی دې د یو بل کس په واسطه په ثابت ډول کلک ونیول شي.
!!-مات شوي هډوکي او ټپ په احتیاط سره د ګاز په واسطه پټ کړﺉ.
!!!-کوښښ مه کوﺉ چې مات شوی هډوکی بېرته ارجاع کړﺉ.
!!!!-ټپي غړي ته حرکت مه ورکوي.
!!!!!- مات شوی غړی میزابه کړﺉ تر څو د غړي د حرکت څخه مخنیوی وشي.
!!!!!!- د امکان په صورت کې ناروغ ته د درد ضد درمل ورکړﺉ.
!!!!!!!-ناروغ روغتون او یا روغتیایي کتنځي ته انتقال کړﺉ.