1981زیږدیز کال کې د امریکې په متحده ایالاتو کې ډاکټران له یوې عجیبې ناروغۍ سره مخ شول داسې چې!

په ښکاره روغ Homo Sexual ځوانو نارینه وو کې یو ډول بریخ( سینه بغل) پیدا او زیاته شوه چې د Pneumocystis Carinii Pneumonia   په نامه یادیږي  .حال دا چې روغ او نورمال خلک معمولا" پدې بریخ نه اخته کیږي ، مگر هغه خلک چې د وجود دفاعي ځواک( معافیت) یی د لاندنیو اسبابو له وجی زیانمن شوی وي.

هغه عوامل چې د معافیتي سیستم د کمښت( Suppression ) سبب ګرځي دا دی:

Chemo therapy

Malignancy

Radio therapy

Corticosteroid therapy

Malnutrition

Chronic infections

Spleenectomy

Congenital and Acquired blood disorders

Prematurity

 

- سوزیدل، قحفی ترضیض، کوما،د کتیتر دوامداره استعمال،  ډیالز  ، د انتي بیوتیک دوامداره استعمال اوتیږې لکه پښتورگي  مثانه او صفرا کې.

د یادونی وړ ده چې په نیویارک کې په 1981م کال کې د پوستکي یو ډول سرطان چی د Kaposi’s sarcoma   او یا  Opportunistic Neoplasm   په نامه یادیږي په ځوانو روغ  Homo sexual  نارینه وو کې ولیدل شو چی دغه بیماري هم معمولا" په هغو خلکو کې پیدا کیږي چې د بدن معافیت (دفاعي ځواک) یی ټیټ وي.

همدارنگه 1980م کال کی په افریقا کې دslim disease ,cryptococcal meningitis                                               او Kaposi’s sarcoma   پیښې ډیرې شوې چې وروسته ثابته شوه چی نوموړي ناروغۍ د HIV   له کبله مینځ ته راغلي.

د لمړي ځل لپاره د دې ناروغئ پیښې په 1981 م کال کې په انگلستان کې کشف شویدي  اما د امریکې پوهانو د frozen blood  په سمپلونو کې چې د علمي څیړنو  لپاره د 1950 زیږدیز کال راهیسې ساتلې وې HIV  تثبیت کړ.

نو معلومه شوه چې دا ویروس او ناروغۍ د پخوا څخه موجوده وه او ممکن په نورو نومونو یاده شوې او تداوې شوې وي  لکه په افریقه کې چی په 1980 م کال کې د ډاکټرانو لخوا د Slim Disease په نامه نومول شوی وو.

د نړئ په نورو هیوادو کې هم په پرله پسې توگه په مختلفو وختونو کې خصوصا د 1985م کال څخه وروسته کله چی د ELISA ټسټ منځته راغی د ایډز پیښې  کشف شوې.

په 1987م کال کی د WHOلخوا ایډز یوګواښونکی روغتیایې موضوع او ستونره وگڼل شو او د هغې د کنټرول لپاره یې د یو ځانگړي نړیوال پروگرام پریکړه وکړه چی په 1988م کال د (Global Program On  AIDS(GPA په نامه یاد شو.

اوس د نړۍ په مختلفو ځایونو کې هر کال د ډسمبر په لومړئ ورځ د ایډز نړیوال څیړنغونډې او کنفرانسونه دایریږي  او د ډسمبر لومړئ ورځ د ایډز د نړیوالې ورځې په نامه نومول شوې .

د HIV د اپیډمئ د پیل څخه تر 2002 زیږدیز کاله پوری په ټوله نړۍ کې 50 میلونه وگړي په دې انتان اخته شوي دي چې د دوې له جملې څخه 16.3 میلونه وگړو د ایډز له کبله خپل ژوند د لاسه ورکړی .

او د UNICEF د احصایې له مخی 2003 کاله پورې 23 میلونه وگړو خپل ژوند د لاسه ورکړی .

د احصاییو له مخې په افریقا کې یوه په هرو څلورو ښځو کې HIV مثبت ثابته شویده .

په نړئ کې هره ورځ د 14 زرو څخه تر 16 زرو پورې د HIV نوې پیښې رامنځته کیږي .

د HIV د اپیډمې څخه تر 1991او 1992م کلونو پورې په پرمختللو هیوادونو کې د HIV نوې پیښې مخ په زیاتیدو وې اما د احتیاطی او وقایوي تدابیرو په نیولو سره اوس د نوي پیښو سلنه ورځ په ورځ راټیټیږي اما بدبختانه مخ په انکشافو او وروسته پاتې هیوادونو کې د نوي پیښو سلنه او گراف ورځ په ورځ لوړیږي.

 

  ایډز چیرته دی؟

روښانه ده  چې ایډز د لومړي ځل لپاره په امریکایي او افریقایی هیوادونو کې وپیژندل شو او د همغو ټولنو یوه Epidemic ناروغي او روغتیایي ستونزه وگرځیدله اما د جنگونو،  مهاجرتونو، اوسفري اسانتیاوو د زیاتوالي سره په دې ورستیو کلونو کې ټولې نړئ ته خپره شوې او Pandemic اونړیواله( Global) بڼه یې ځانته غوره کړیده .

نو په غوڅه توگه ویلی شو چې ایډز یوه نړیواله روغتیایی ستونزه ده چی کیدای شي د هر هیواد هر مذهب هر نژاد او هری ژبې خلکو کی موجود واوسی او یا ورته سرایت وکړي.