په 1981 میلادی کال کې د Kaposi’s Sarcoma  واقعات په New York
کې د Friddman-kein  په واسطه او د Pneumocystis Carinii Pneumonia
واقعات په Los Angeles کې د Gottlieb   په واسطه په هم جنس بازونارینه وو کې ولیدل او تشریح کړی شو.
څرنگه چې پورتنئ دواړه ناروغۍ د Immunosuppression    سره اړیکې لري  په
داسی حال کې چی په پورتنیو ناروغیو اخته Homo Sexual   نارینه وو کې د
معافیتی سیستم د کمزورتیا بل سبب لکه Radiotherapy ,Corticosteroid therapy
Malignancy, Spleenectomy, Chemotherapy    اوChronic Infections    
موجود نه وو  فلهذا علماوو دغه حالت د   Gay Related Deficiency Syndrome
په نامه یاد کړ.
اما د 1981 میلادي کال په وروستیو کې ولیدل شو چې دKaposi’s Sarcoma,Pneumocystis Carinii Pneumonia او نورانتاناتو لکه Toxoplasmosis,Cryptococcal Meningitis,Esophagial Candidiasis, اوProgressive Mucocutaneus Herpes Simplex   پېښې نه یوازې په نارینه وو کې لیدل کیږي بلکه(Injecting Drug Users(IDUs   او  Haemophiliaناروغان هم  په نوموړو ناروغیو اخته کیدل.
فلهذاپورتنئ ناروغي حالت د Gay Related Immunodeficiency Syndrome                                                                     په ځای Acquired Immunodeficiency Syndrome  ونومول شو.څرنگه چې Sexual Transmitted Disease یواځې د جنسی نژدیوالي په صورت کې انتقالیږي په داسې حال کې چې HIVد جنسي نژدیوالي څخه علاوه د نورو لارو څخه هم انتقالیږي نو ځکه یوازې همدې ناروغئ ته د Acquired  نوم ورکړل شو.