د لوړو زده کړو وزارت
د ننګرهـــار پـوهنتــــون
د کــــــرنـې پوهنـــځۍ
د هارټيکلچر او ځنګلونو څانګه
دعطري ګلابو روزنه
لارښود استاد: پوهيالى حکم خان (حبيبي)
سيمنار استاد: رشياد احمد (شيرزاد)
ترتيب کوونکى: محمد ياسين
کال : 1385
سريزه:
دا چې افغانستان يو ښه اقليم لرونکى هيواد دى و زياتره خلک ئې په کرنه او مالداري بوخت دي. پدې وروستیو ليسزو کښې زمونږ ګران هيواد له هر پلوه زيانونه ليدلى دي خصوصاً په کرنيز سکتور کې اوس چې د بيا رغونې کارونه پيل شوي دي کرنه په يو عصري کرنيز سکتور او تکنالوژي اړول يو ډير مهم کار د ى.
پدې وروستيو لسيزو کې د کوکنارو ناکاره بوټي زمونږ په ګران هيواد کښې ډير زيات رواج موندلى داچې دغه ناکاره بوټى د اسلام په مقدس دين کې حرام بلل شوى دي نو پدې خاطر چې مونږ ټول ددغه بوټي د زهرو او شر څخه په امن شو نو بايد د دغه ناکاره بوټي د کښت څخه مخنيوى وشي او په ځاى يو بل حلال بوتى مروج شي چې په مادې او هم زيبايي لحاظ ددې ځاى ونيسي چې يو د بديلو لارو څخه ئې د ګلاب بوټى دى. ګلاب د هغه څو کلنو نباتاتو د جملى څخه دى چې د ډيرو زياتو ارزښتونو لرونکى دى. او ددې څخه استحصال شوي محصولات (تيل، د ګلابو اوبه، مربا) د مختلفو مقاصدو لپاره پکار وړل کيږي چې په نتيجه کې ترينه ډير لوړ عاديدات لاسته راځي د مثال په توګه د ګلابو څخه استحصال شوويو ليتر تيلو قيمت په نړيوال بازار کې 3000 تر 6000 ډالر ته رسيږي .
چې دا د يو مملکت او د هغوي د وګړو د اقتصاد په پياوړ تيا کښې مهم رول لوبوي . نو پدې اساس ما لازمه وګڼله چې د ګلابو د روزنې تر عنوان لاندې سيمنار وليکم تر څو زمونږ ګران هيوادوال ددغه زينتي بوتي په اهميت پوه شي او په خپلو کروندو کښې د کوکنارو په ځاى د ګلابو ورزنې ته دوام ورکړي تر څو زمونږ هيواد زيبا او د کوکنارو دناولي بوتي څخه پاک شي او هم زمونږ ګران هيواد په مختلفو ګلانو رنګين شي.
په اخره کې د محترم استاد پوهيالى حاجي حکم خان (حبيبي) څخه زياته مننه کوم چې د سيمنار په برخه کښې لازمې لارښونې راسره کړي دي.
دګلابو بوتانيکي مشخصات:
ګلاب لرګين، څوکلن پاڼيژي درختچه، بوټی او ختوونکي نبات دى چې د مختلفو جسامتونو لرونکي دي. د ګلابو درختچه د Rosaceae د کورنۍ غړي او د Rosa جنس پورې اړه لري چې د 200 څخه زياتو نوعو Species او 20000 ورايټيو لرونکي دي.
ګلاب د مرکبو پاڼو، اغزنو څانګو او شاخچو او د ګلپاڼو لرونکو ګلانو لرونکي دي چې ګلان يې د څانګو په نهايي پورتنيو برخو کې د روان موسم په جوړه شوې ودې باندې رامنځ ته کيږي.
ګل يې دګلپاڼو له پلوه د ساده Simple، نيمه غبرګي پاڼې Semi Double او سل پاڼي Double ترکيب او د مختلفو رنګونو يعنې سور، ګلابي، سپين، شرچايي، اتشي، زيړ لرونکي دي.
ګلاب د خپلې ښکلا او عطر له امله 600 کاله پخوا د ميلاد څخه د يوناني اديبي ساپو لخوا د ګلانو د ملکې په نامه نومول شوي. او ښکاره خبره ده چې هيڅ يو باغ، پارک او ښکلي ځايونه د ګلابو څخه پرته کامل نه ګڼل کيږي.
د ګلابو اهميت:
ګلاب د مختلفو مقاصد لکه د تيلو (عطرو) د ګلابو اوبو، مرباو، وچو ګلپاڼو او زينت د لاسه ته راوړلو له کبله دښه اهميت وړ بوټي ګڼل کيږي له بله پلوه د انساني تاريخ په اوږدو کې ګلابو ته په مذهبي، سياسي، ادبي او اقتصادي چاور کې دښه ارزښت او قدرپه سترګه کتل شوي.
په لنډه توګه د ګلابو د ارزښتونو څخه په لاندې يادونه کیږي:
طبي ارزښت:
د ګلابو د محصولاتو څخه په عصري او يوناني طب کې د درملو په جوړولو کې ګټه اخستل کيږي او د محصولاتو له ډلې د ګلابو تيل، اوبه، مربا، وچ ګلپاڼې د ښه ارزښت وړ دي. دګلابو د تيلو څخه جوړ شوي کپسولونه د داخلي ناروغيو، اوبه ئې د بهرني حفظ الصحې او ګلپاڼيې يې د ځيګر د غير نورمال حالتونو او فنګسي ناروغیو د درملنې او تيل ييې دپزې څخه د وينې بهيدنې، سردرد، د سترګو سوروالي، زړه سوزيدنې د وقايې او معالجې لپاره پکار وړل کيږي.
اقتصادي ارزښت:
د ګلابو د محصولاتو څخه د عطرو، صابونو، کريمونو، شيرني جوړونه، بسکت،کيک، ايس کريم او هم د ګلابو ګلان د ګیډيوپه توګه خر څيږي او نورو چارو کې ګټه ترې اخستل کيږي.
د ګلابو د محصولاتو استحصال، په کار ونه او تجارت د زياتو کسانو او وسايلو لپاره د کار زمينه برابر وي نو له همدې پلوه د ښه اقتصادي ارزښت نبات ګڼل کيږي.
د عطري ګلابو ښه رسيدلي باغ چې وروسته د درې کالو په حاصل راځي د يو هکتار ځمکې څخه د يو مياشت په موده کې 3000kg ګلپاڼې توليدیږى چې له دغه توليد شوي مقدار ګلپاڼو څخه د 0,8-1 lit/kg تيل تر لاسه کيږي چې دغه لاسته راغلي تيل په بين المللي مارکيت کې د 3000-6000 ايرو قيمت لري چې دغه پيسې د 180000-360000 افغانيو معادل ګڼل کيږي.
او ددې ترڅنګ د 2800-3000 ليتره د ګلابو اوبه ور څخه ترلاسه کيږي چې هر ليتر ئې په 50 افغانيو پلورل کیږي.
تجربو ښودلې ده چې د ګلابو د فصل عايد د خوراکي فصلونو د عايد په پرتله څو ځلې زيات دى .
د ګلابو زينتي ارزښت:
په ټولو باغونو، پاکونو، او سيل ځايونو کې حتماً ګلاب کرل شوي او دغه ځايونه پرته د ګلابو څخه نیمګړي ښکاري. ګلاب د خپل زينتي بڼې له پلوه د کوټو او شنو خونو په دننه او هم ازاده فضاء کښې کرل کيږي.
ځينو هيوادونو کې په باغونو کې د کرل شوو زينتيې ونو او د درختچو 30% ګلاب تشکيلوي، له بله پلوه د ګلابو بوټي په چاپيريال کې خپل اکولوجيکي رول هم ادا کوي او د انواعو د انقراض مخه نيسي.
د عطري ګلابو نوعي:
د عطرو د استحصال لپاره ګلاب د نړۍ په زياتو هيوادونو کې کرل کيږي خو بلغاريا، ترکيه، ايران، رومانيا، مراکش، مصر، جورجيا او اکراين يې مهم توليدونکى هيوادونه دي. د ګلابو ځینې نوعې د عطرو د استحصال لپاره کرل کيږي چې عبارت دي له :
- Rosa damascena. Mill د Damask roses په نامه هم ياديږي.
- Rosa Gallica (French Rose)
- Rosa centifollia (Muscosa)
د Rosa Damascena نوعه چې اصلي ټاټوبى ئې کوچنۍ اسيا ګڼل کيږي د ګلابو د تيل د استحصال لپاره د نورو په پرتله په پراخه پيمانه په نړۍ کې کرل کيږي، ځکه د ښه کيفيت او حاصل لرونکى دي . د دغه درختچې لوړوالى د
3- 1.5 مترو پورې رسيږي د سور، ګلابي، سپين او خطي غبرګو عطري ګلپاڼو او اغزن خصوصيت لرونکى دي چې په کال کې يو ځل د پسرلي په موسم (اپريل، مى) مياشتو کې ګل کوي ا و د ګل کول موده يې يو مياشت وخت نيسي.
دګل توليديي د اقتصادي پلوه په دريم کال کې پيل او د 20- 25 کالو پورې حاصل ورکوي چې د يو هکتار څخه د کال د 3000-3500 کيلوګرامه ګلپانې تر لاسه کيږي.
Rosa Gallica نوعه د مرکزي او جنوبي امريکا او لويديځ اسيا بومي نبات دى د اکراين، ارزبايجان، جورجيا او پخواني شوروي اتحاد د هيوادونو کې ګلابو د تيلو د استحصال په منظور کرل شوي چې د ځوانۍ په مرحله کې لوړوالى 25، 1 مترو ته رسيږي چې په تنو باندې يې څو سره اغزي ښکاري، پاڼې يې د 5-7 برکچو لرونکى دي چې تور شين چکه رنګ او د 10cm پورې اوږدو الى لري ګلپاڼې يې يو پاڼيزې قوي سورنګه 8cm پورې لویږي،د مى په مياشت کې يې سپړي د تنې د بيخ څخه د نورو څانګو د توليد څواک لري.
Rosa Centifolia چې د Moss Rose یاسل پاڼو (صدبرګ) ګلاب په نامه سره ياديږي يعنې په ګل کې ګلپاڼې ډيرې او يو پر بل او ښتې او د ګل ملوپاڼو د پاسه اغزنې ويښته ډوله ساختمانونه لري د دغه ګلاب بوټي لوړوالى 1,5m چې په لومړيو کې سيده وده او په ورستيو کې پلنه وده کوي پاڼې کمه رنګه او د 5-7 پاڼګيو او سپين او ګلابي ګلانو لرونکي چې په جون مياشت کې ځان سپړي په عمومي صورت سره تيل توليدونکى ګلاب د اغزن خصوصيات لرونکى وي.
د ګلابو اقليمي اړتياوې (Climate and soil Requirement):
Rosa Damascena ګلاب د خپل ښي او روغې ودې لپاره سوړ ژمي خوښوي، خو Rosa Centifollia ټيټې سيمې او لوړه تودوخه هم زغملى شي سپارښتنه شوې ده چې د عطرو د توليد ګلاب په هغه سيمو کې چې د بحر د سطحې څخه د 1000 مترو په لوړوالى کې واقع دي وکرل شي د WALA د څيړنې او سپارښتنې په بنسټ چې د عطرو تولدونکى ګلاب د 700-800 مترو ارتفاع لرونکو سيمو کې هم کرل کيږي، په لوړو سيمو کې د اوبو د جوش نقطه ټيټه وي نو د تقطير عمليه موثره ګرځوي او د تيلو د ضايع کيدو څخه مخنيوى کيږي.
ګلاب لمر خوښي بوټى دى او معمولاً هغه ساحې خوښوي چې اقلاً د ورځې د سهار لخوا شپږ ساعته لمر ولري.Damasceana د اوړي لوړه تودوخه په اوړي کې زغملى شي خو په ژمي کې ټيټې تودوخې ته اړتيا لري.
ګلاب هوا داره، ارته او کلې لوم خاوره چې 20-30% پورې د کلې ذرات ولري او هم لوم خاوره خوښوي خاوره بايد تيزابي او د 7-6PH ولري.
په باد لګيدونکي، ډنډو اوبو او مالګينې خاورې او هم هغه سيمې چې د مرطوب اقليم لرونکى دي د ګلاب د روزنې لپاره مناسبې ندي ،هغه سيمو کښې چې چارمغز توليديدلى شي د عطري ګلابو د روزنې لپاره مناسبې سيمې ګڼل کيږي.
د ګلابو تکثير Propagation:
ګلاب په زوجي (تخم) او غير زوجي (قلمې، زخه پيوند، ښاخ پيوند، څوکري) توګه د تکثير وړ دى په عمومي توګه ګلاب په غير زوجي ډول تکثير کيږي، چې البته دواړه طريقې د ګټو او زيانونو لرونکى دي، يعنې د تخم پوسيله تکثير شوي بوټي خپل والدينو ته ورته نه وي او ژر په حاصل نه راځي خو زيات عمر لري ددې ترڅنګ په غير زوجي توګه لاسته راغلي بوټي د ناروغيو او محيطي شرايطو په وړاندې مقاوم نه وي خو والدينو ته ورته بوټي ور څخه تر لاسه کيږي او ځينې يې پيوند ته اړ تيا نه لري.
د ګلابو تخمونو د هغه تخمدان څخه چې ګلپاڼې ور څخه رژيدلى وي سور، ژير رنګ نرم والى يې غوره کړي وي تر لاسه کيږي د تخمدان (ميوې) د شکولو وروسته هغه بايد وچول شي او تخمونو ورڅخه راټول شي راټول شوي تخمونه د استراحت د دورې د ماتولو لپاره بايد د ژمي د سړې او مرطوبې هوا سره مخامخ شي تر څو د ټوکيدنې توانايي تر لاسه کړي او دا کيداى شي په يخچال کې د 2-7 پورې تر پسرلي وساتل شي او بيا وکرل شي همدارنګه نوموړي تخمونه د مني او يا ژمي په موسم کې په اماده شوي ځمکه کې کرل کيږي او يا هم په لمدو پاکو شګو کې تر پسرلي پورې خښیږي او وروسته کرل کيږي.
د کرل شوي تخم نيالګي کله چې د پنسل په اندازه قطر يې غوره کړ بيا پرې د خپلې خوښې نوعې او ورايټي پيوند صورت نيسي. په دې توګه هغه د درې کلونو په موده کې په يو بالغ بوتي بدليږي.
قلمه کول Cutting:
قملې بايد د روغو او غوره وده لرونکو بوټو د يو کلنو او يا هم تير موسم وده کړو څانګو څخه واخستل شي د قلمو اوږدوالى بايد د 30-15cm پورې وي چې بايد د 3-4 زخو لرونکى وي. خامې قلمې چې د ډډ مغز لرونکى وي ژر خوسا کيږي بايد د کرلو څخه چې ډډه وشي.
د يادونې وړ دى چې قلمې د تيره چاقو او قيچي پوسله پرې شي چې پورتنې برخې يې د زخې څخه 3-2cm پورته مايل او لاندينې برخه يې 2-1cm زخې څخه لاندې په ګرد ډول پرې کړل شي.
قلمې بايد د نومبر په مياشت کې او يا هم په پسرلي کې د بوټو د ويښيدلو څخه 20-30 ورځې مخکې د بوټي څخه پرې کړل شي، په نومبر کې پرې کړل شوي قلمې تر پسرلي پورې په لمدو او پاکو شګو کې ښځ کړل شي او بيا دې په اماده شوي ځمکه، لوښي او يا پلاستيکي کځوړې کې وکرل شي د کرلو په وخت کې د قلمو دوه برخې په ځمکه او يوه يې چې حتماً د يو څخه تر دوه زخو لرونکى وي د ځمکې د باندې پريښودل شي.
قلمې د ښو ريښو د تشکيلولو لپاره بايد د افقي، روغو، کلکو، يو کلنو، دوه کلنو او يا هم د تير موسم د ودې څخه واخيستل شي د ډيرو ژر ريښو د تشکيل لپاره بايد د هارموني موادو سره معامله شي.
هغه هارموني مواد چې پدې چارو کې استعماليږي هغه عبارت دي د انډول بيوتاريک اسيد (IBA) انډول استيک اسيد (IAA) او نفتالين استيک اسيد (NAA) څخه چې د 2000-20PPM د 24 ساعتونو او د 10000-500PPM د 5 ثانيو لپاره د قلمو بيخونو (3-2cm) پکې غوټه کيږي، نوموړى مواد بايد لومړى په الکولو کې حل بيا د اوبو سره ګډ شي کله چې د خاورې تودوخه د 21-18Co وي د قلمو څخه د ريښو د تشکيل لپاره غوره ګڼل کيږي.
قلمې بايد پولو کې چې سور يې 90-60cmوي د 20-10cmپه فاصلې سره وکرل شي. کيداى شي قلمې د خوښه کړ شوى نوعې يا ورايټي پوسيله پيوند شي اويا هم مستقيماً د قوريې څخه پرته له پيوند اصلي باغ ته انتقال شي.
زخه پيوند (Budding):
ګلاب په عمومي صورت سره د زخه T پيوند په وسيله تکثېر کيږي دغه عمليه هغه وخت صورت نيسي چې د پيوند کيدونکى څانګې يا برخې قطر د پنسل قطر ته روته وي پيوند بايد د ځمکې څخه 20-15cm دپاسه په يو ښوی ځاى کې د څانګې شمال خواته صورت ونيسي.
چې لمړى پور ته کې د 2.11-1cm په اوږدوالي افقي اوبيا د 2-4 په اوږدوالي په عمودي توګه پوستکي قطع او وسپړل شي او بيا هغه زخه چې د غوښتونکى څانګې څخه پرته د لرګي او يا هم د لږ څه لرګي سره اخستل شوي پکې وټومبل شي او په پلاستيک پداسې ډول کلک وتړل شي چې کوچنې سترګې پټه نشي.
دغه پيوند په پسرلي (مارچ، اپريل) اوړي (June-July) او هم د منى (Sep -Oct) کې صورت نيولى شي چې په پسرلى او اوړي کې د پيوند څخه د مورنۍ نبات څانګه په تدريجي توګه پريکيږي او اخري قطع پيوند شوي زخې ته نژدې د هغې د شاه لخوا په مايل ډول صورت نيسي او دمني پيوند په صورت کې د پيوند څخه د مرنۍ بوټي پورتنۍ برخې په پسرلي کې د نبات د ويښيدلو 20-30 ورځې د مخه پيوندي زخې ته متصل قطع کيږي د پيوند د کاميابيدو لپاره لازمه ده چې پلاستيک 18-21 ورځې وروسته د پيوند څخه پريکړ شي او د پيوند څخه لاندېنې زخې وخت په وخت لرې کړل شي.
ښاخ پيوند Grafting:
ښاخ پيوند د ګلابو د استراحت په مرحله کې صروت نيسي او دا بايد د ځمکې څخه 20-18cm پورته په ساقه کې صورت ونيسي. زبانچه پيوند ډير عام پيوند ګڼل کيږي پيوند کيدونکى لرګي بيايد د 2-3 زخو لرونکى وي او د مورنۍ څانګې په اندازه د قطر لرونکى وي په دواړو کې مايل قطع صورت ونيسي او بيا دوهمې پريکونه د هغوي په منځ کې د يو بل د قايم ساتلو لپاره تر سره شي د مايل پريګون اندازه بايد 4-2cm وي .
کيداى شي چې Rosa Damascena په نورو محلي او يا هم اصلاح شوو ورايټيو پيوند شي خو د قلمو په وسيله تکثير ييې غوره ګڼل کيږي.
د کرلو لپاره مواد (Medium):
قلمې بايد په ښه اماده شوي ځمکه، لوښي او يا هم پلاستيکي کڅوړو کې وکرل شي او په هغه کې بايد ورسته حیواني سره، شګه، خاوره، کمپوست، دارې بور او داسې نور استعمال شي، نن سبا د قلمو لپاره مختلف مواد استعماليږي چې برخې يې 1:1:1 وي او يا هم 3: 2 : 1 وي يعنې يو حصه عضوي سره و دوه حصې شګه او درې حصې خاوره استعمالوي او بيا پکې تخم يا قلمه کرل کيږ.
د کرل شوو بوټو پالنه (Post Caring):
د ګلابو بوټي بايد د ناروغيو، افتونو، دغذایي مواد کمښت، بې اوبه توب څخه وژغورل شي. له ځمکې څخه هرزه ګياوې، ناروغه بوټي، ناروغ څانګې لري کړل شي عضوي سرې ورته ورکړل شي، ښاخبري، خيشاوه او منظم اوبه لګونه ترسره شي.
د بوټو انتقالول (Transplanting):
د ښوي، روښانه، روغ تنې، ښه لوړوالي لرونکي يو کلني او يا هم د تخم د کرنې په صورت کې دوه کلني نيالګي د قوريې څخه غوره او وويستل شي.
قوريه 2-4 ورځې مخکې اوبه شي او د وترې په حالت کې بوټي په مازيګر او يا هم سهار وختي له ځمکې څخه پداسې ډول وويستل شي چې ريښې زياتې زخمي نه شي او سطحې غوڅې شي په مني اويا هم د پسرلي پرته د نور موسمونو کې نيالګي د خاورې سره له ځمکې او د پسرلي پرته په نورو موسمونو کې پرته له خاورې وويستل شي.
د ويستلو د مخه د نبات اضافي او غير غوښتونکي برخې قطع او دارتفاع يې بايد د 30-20cm په لوړوالى پريښودل شي او که د فعالې ودې په صورت کې وويستل شي پاڼې يې کمې او اضافي ماتې، زخمي ريښې هم قطع شي.
وروسته د ايستلو څخه نيالګي بايد نوعې، ورايټي، سايز، ارتفاع او نورو خصوصياتو له کبله صورت بندي او ريښې يې په لمدو واښو، ارې بور پنبې او بړيو کې د کرباس ټوکر او يا د ستوريو د بوريو په ټوکر وپوښل شي او په کريتونو کې د کرلو تر ځاى پورې يوړل شي او که په زيرمه ځاى کې د کرلو تر وخت ساتل کيږي نو د زيرمه ځاى دوتوخه بايد د 3-2Co او د هغې نسبتي لندبل بايد 85-90% د ښي تهويې لرونکي وي.
د کرل شوو نيالګيو پالنه (Care of Planted Seedling):
کله چې نيالګي د يو خاص پخواني طرحه شوي پلان په بنسټ وکرل شول نو د هغوي د اوبو، غذايي موادو، د حشراتو، نارغيو، هرزه ګياو دمخنیوي، د باد، واورې، زياتوبارانونو، لمر او شورې حالتونو ته پاملرنه وشي.
دګلابو د باغ تاسیس کول Garden Establishment:
ګلاب د نورو ميوه لرونکو ونو پشان د څوکلنو نباتاتو له جملې څخه دي، باغ جوړونه يې سرمايه ګزاري ګڼل کيږي. که چيرې د يو منظم، علمي پلان په اساس باغ جوړ شي د زياتو کلونولپاره حاصل ورکوي او که د باغ په جوړه ونه کښې نیمګړتیا شتون ولري ددغه سرمايه ګذاري څخه ښه ګټه نه پورته کيږي.
لازمه ګڼل کيږي چې د باغ جوړه ونې په پلان کې ځينې لومړنۍ اړتیاوې لکه د سيمې، ساحې، نوعې، ورايټي، د بوټو تر منځ فاصله او داسې نور مسايل په نظر کې ونيول شي.
چې دا به د لګښتونو په کموالى او د ښه حاصل په ورکړې باندې اغيزې ولري.
بايد د باغ په جوړونه کې د اړونده متخصصينو او ماهرانو سپارښتنې او لارښونې په پام کې ونيول شي او هغه عملي شي.
د باغ لپاره د ساحې انتخاب (Site Selection):
د ساحې د انتخاب څخه وروسته بايد ځینې کرنيز عمليات په پام کې ونيول شي د کرنيزو عملياتو يا د خاورې اماده کول د ځمکې د اوسني، پخواني تاريخچې پورې اړه لري، که چيرې ځمکه پخوا کرل شوي وي نو د باغ لپاره اماده کول ئې اسانه او که نوى کرل کيدونکي وي نو زيات کار ته پکې اړتيا ليدل کيږي، په هر صورت د لاندې عملياتو په اجرا سره ځمکه د کر لپاره اماده کيږي:
- د ځمکې پاکول Cleaning: د ځمکې څخه د پخواني فصل ټول پاته شونې، تيګې بايد لرې شي.
- قلبه کول Plugging: ځمکه بايد 3-2 ځلې قلبه او لوتې ئې د مالې په وسيله ماتې شي.
- هوارول Leveling: ځمکه بايد هواره شي تر څو پکې د اوبو د ډنډ پاتې کيدلو مخه ونيول شي او ځکه بايد د يو ميلان لرونکى وي تر څو د زياتو اوبو وتل پکې تضمين شي.
- د اوبو لګول سيستم Irrigation: د کرلو د مخه بايد د اوبو لګولو سيستم په نظر کې نيول شوى وي سطحې او تر ځمکې لاندې د اوبخور سيستمونه جوړول يعنې ويالې، لښتي، د اوبو کاسې (حوض چې) د اوبو ننوتلو او وتلو لارې او دنلونو او پايپونو او د اوبو ذخيرې او وسايل په پام کې ونيول شي.
- د خاورې Enrichment: په ځمکه کې عضوي ښه خوسا شوي سره 3-2 مياشتې مخکې د کرلو څخه په خاوره کې ښه ګډه او يا هم خاوره د شنه سرې په وسيله له غذائي پلوه غني شي.
- ګټاره کول Fencing: د کرلو د مخه بايد د ګلابو باغ په ګټارو احاطه شي تر څو د څارويو او حتى د انسان د ننوتلو او د نيالګيو د زيانمن کيدو مخنيوى وشي او ددې کار لپاره اغزن سيم استعماليداى شي.
- باد ماتونکى Windbreak: د باغ ګرد چارپيره او يا هم د باد په لوري د ګلابو په پرتله لوړې ونې وکرل شي تر څو د باد شدت مات او ګلاب د باد دزيانونو څخه وژغورل شي. د يو کالپس، سنځلېو شيوې، غوړاسکي، مورپانګ، نارنج، ايراني ولې، توت ونې او داسې نور د باد ماتوونکو په توګه کرل کيږي.
د باغ نقشه او ډيزاين Layout:
په مختلفو بلاکونو، سړکونو، تګ لارو، يالو لښتيو د کمپوست کندو د باغ د ځمکې تقسيم بندې د نقشه ایستلو په نامه سره ياديږي. د باغ نقشه بايد لومړى د کاغذ پرمخ ترتيب او بيا پر ځمکې تطبيق شي.
د باغ جوړونې په برخه کې دکر مختلف سيستمونه پکار وړل کيږي چې عبارت دي له:
مربع سيستم
مستطيل سيستم
مثلث سيستم
مربع سيستم (p x p = R x R )
په دغه سيستم کې د قطارونو او ونو تر منځ فاصله يو شان او د مربع په هر کنج کې يوه نيالګي کيښودل کيږي .
1. د مربع سيستم ګټې:
نقشه ایستل ئې اسانه، ونې پکې د زياتې مودې لپاره پرته د کوم مشکل پاتې کيداى شي. د نورو کرنيزو يو کلنو او څو کلنو نباتاتو د کرلو چانس پکې زيات دى او کرنيز عمليات پدغې سيستم کې په اسانۍ اجرا کيږي.
زيان: په لومړيو وختونو کې د ځمکې ډيره برخه خالي پاتې کيږي.
2. مستطيل سيستم (p x p = 1/2 R x R ):
په دغه سيستم کې د نيالګيو تر منځ فاصلې د قطار د فاصلې نيمائي ټاکل کيږي.
د سيستم ګټې: په دغه سيستم کې د نيالګيو د شمير په زياتوالى سره په لومړيو کلونو کې حاصلات زيات تر لاسه کيږي.
د سيستم زيانون: د زياتې مودې لپاره د کار وړ ندی، په يوه خوا ګڼوالي رامنځ ته کيږي په بله خوا د نورو فصلونو کرل ممکن دي، په وروستيو کلونو کې به د څه نيالګيو د وتلو ضرورت پکې پيښيږي.
3. د مثلث سيستم :
د مربع سيستم متحوله طريقه ده او د هر مربع په برکې يو نيالګى کيښودل کيږي چې مربع جوړوي.
ګټې: 50-60% زيات ونې د مربع سيستم په پرتله کرل کيداى شي.
زيانونه: په وروسيتيو کلونو کې د ونو ګڼوالى او هم د عام سيستم ندى.
کنټور سيستم: دغه سيستم په غرنیو سيمو په کومو ځايونو کې چې د خاورې تخريب ډير زيات او هوارې ځمکې وجود نه لري نو کيداى شي چې د زينې په شکل جوړښتونه جوړشي او په هره پايه کې يو نيالګى کيښودل شي او يا هم تر اسونه جوړ شي.
د يادونوې وړ دى چې جرمن اګرواکشن د ګلابو د کرنې لپاره مستطيل سيستم پکار وړى دى.
د نيالګيو او قطارونو تر منځ فاصلې Spacing:
ځينې عوامل د نيالګيو او دهغوي د قطارونو تر منځ په فاصلو باندې اغيزې لري عبارت دي له:
- د نبات نوعه ( دنبات د ښاخونو شعاع لوړوالى ) عمر.
- اقليم ( په تودو سيمو کې زياته او په ساړو سيمو کې کمه فاصله د ودې په نسبت).
- خاورې ( په ښيرازه خاور و کې فاصله زياته او په غریبو خاورو کې کمه فاصله).
- د اوبو موجوديت (د زياتو اوبو په شتوالى زياته فاصله).
- ښاخبري ( که ښاخبري صورت نيسي نو فاصله بايد کمه په نظر کې ونيول شي).
- کرنيز عمليات ( د کرنيزو عملياتو په صورت کې زياته فاصله په نظر کې ونيول شي) .
د نبات د شمير د معلومولو لپاره لانديني فورمول پکار وړل کیږي:
د قطار فاصله x د بوټو فاصله/ ټول ساحه په متر مربع = د نبات شمير
د جرمن اګرواکشن د قطارونو تر منځ فاصله 3m او د درختچو تر منځ فاصله 0,8m ټاکلي دي خو ښه خبره داوه چې وروستي فاصله 105m وي.
د نيالګيو د کرنې لپاره د کندو ايستل Digging of holes/pit:
د نقشه ایستلو څخه وروسته بايد د نيالګيو د کرلو لپاره په انتخاب شوو ځايونو کې کندې ويستل شي د کندو د ايستلو په وخت کې بايد د کندې پورتنې 1/2 او يا هم 1/3 خاوره يوه خوا او لاندينې بله خوا غونډه شي.
دغه ايستل شوې کندې بايد 3-2 هفتې د نيالګيو د کرلو د مخه وکندل شي تر څو لمر او د هوا جريان ته مخامخ شي، د کندو جسامت د خاورې او دنبات نوعې او د ريښو حجم پورې تړلی دي،د ګلابو لپاره بايد کندې 30-40 cm يعنې 30 x 30 x 30cm وي دغه کيندل شوې کندې بايد 15-7 ورځې د کرلو دمخه بيرته پداسې ډول ډکې شي چې پورتنې خاوره د څه عضوي سرې سره ګډه د کندې بيخ او پاسنې خاوره ددې د پاسه واچول شي او دومره خاليګاه نبات ته پرېښودل شي چې د قوريې په پرتله 2-3cm نور هم ژور وکرل شي.
که چيرې عضوي سره ښه ورسته شوي نه وي د توليد شوې تودوخې، تيزاب په وسيله نوې ريښې له خطر سره مخامخ کيږي او په تودو سيمو کې د وېنې Termites او په يخو سيمو کې د White grub سبب او هم نبات په لومړى موسم کې نبات د غذائي موادو د کمښت سره مخامخ کیږي.
د نيالګيو کرل Planting:
د کندل شوي او بيا ډکې شوې کندې په مرکز کې د کرنې لپاره په پاتې شوې خاليګاه کې د خاورې غونډۍ جوړيږي او د غونډۍ په څوکه کې د کرل کيدونکي نيالګي اصلي اولي ريښه واقع تر څو فرعي ريښې د غونډۍ په څنډو خورې شي او بيا د خاورو په وسيله پټیږي.
کر بايد د کر تختې په مرسته تر سره شي او نيالګي د قورې په پر تله 2-3cm ژور وکرل شي، او بيا د نيالګي ګرد چاپير 30-40 cm په پراخوالي د خاورو پوله د کاسې په ډول کاسه جوړه تر څو د ضرورت وړ اوبه پکې جمع او د نبات د استفادې وړ وګرځي.
د باد له امله د نيالګي د غورزيدلو، کږيدلو د مخنيوي لپاره د کرل شوى نيالګي تر څنګ د لرګي پايې ودرول شي او نيالګى ور پورې و تړل شي.
د ګلابو دنيالګيو د کرلو ښه وخت د نومبر مياشت او يا په پسرلي کې دفبروري او مارچ مياشتې ښودل شوي. خو په معتدله سيمو کې د ژمي په اوږدو کې چې د ډير يخ خطر نه وي کرل کيږي، خو د زياتې يخنۍ د مخنيوي لپاره کيداى شي چې نيالګي په یو شي وپوښل شي.
د کرلو وروسته دې نيالګي وکتل شي د اوبو لګولو له کبله کاږه نيالګي سم لرګي پايې دې تر څنګه وټو مبل شي. هرزه ګېاوې د اوبو د کاسې څخه پاکې ، په کاسه کې دزياتې مودې لپاره د اوبو د ډنډيدو څخه مخنيوى وشي د زياتې يخنۍ، تيزلمر په صورت کې تنه په ټوکر او يا ستوريو ډوله بوريو وپوښل شي او يا د زيات لمر په صورت کې پرې سيورى جوړ کړل شي.
همدارنګه بايد د درې کلونو پوې ګل نيونې ته بوټى پرې نه ښودل شي او ګلان ترې وشکول شي.
د ګلابو د باغ تنظيم اداره Garden Management:
- د خاورې تنظيم: خاوره د نبات لپاره کور ګڼل کيږي بايد داسې برابره او جوړه وساتل شي چې نبات ورڅخه اعظمي او ښه استفاده وکړي.
- ملچ (د ځمکې پوښل) د ځمکې مخ د مختلفو موادو لکه: وچو واښو، بوسو، جوارو په ټانټو، پاڼو، ارې بور، کاغذ، پلاستيک او داسې نورو په وسيله پوښل
- کيږي تر څو د نبات د اوبخور اړتياوې کمې ځمکه د زياتې مودې لپاره مرطوبه او د هغې د تخريب څخه مخنيوى وشي.
د ځمکې دپوښلو په صورت کې د هرزه ګياو د شنه کيدو مخه نيول کيږي او هم د خاورې د تودوخې در جه منظم او په خاوره کې د کوچنيو زره بيني موجوداتو او په خاص ډول د ځمکې د چنجيانو فعاليت زياتيږي.
د ځمکې پوښل د ځينو زيانونو لرونکى دي يعنې په باغ کې د اور لګيدلو خطر، د موږکانو او د ناروغيو او افتونو د عاملينو لپاره يو پناګاه بلل کيږي خو دغه خطرات د پلاستيکو په استعمال سره کمولى شو.
په عمومي صورت سره ځمکه بايد د 8-10 cm په ضخامت د واښو او نورو موادو په وسيله و پوښل شي.
دګلابو په باغ کې کرنيزې عملې:
خيشاوه کول يا د ځمکې پاک ساتل Tillage and Clean Cultivation:
ځمکه بايد په منظم او دوامداره توګه خيشاوه شي تر څو هرزه ګیاوې کنترول او خاوره کې د هوا داخلیدل د زياتې مودې لپاره د لندبل د ساتلو ظرفيت پيدا او هم د ناروغيو او افتونو د عاملينو هګۍ، سپورونه د ازادې هوا او لمر سره د مخامخ کيدو له کبله له منځ لاړې شي او هم پکې دريښو زغلیدو لپاره د اوبو د جذب،د عضوي موادو د ورستیدو او نايتروفيکيشن زمينه برابره شي له بلې خوا دغه عمليه د ځينو زيانونو لرونکى دي چې له کبله ئې د نيالګيو ريښې قطع کيږي.
د خاورې په ساختمان کې بدلون راځي او د خاورې د تخريب او مينځلو زمينه برابرېږي نو که خيشاوه او قلبه صورت نيسي بايد سطحې يعنې 8-10cm په ژوروالى سره تر سره شي تر څو د ريښو قطع کيدو څخه مخه ونيو ل شي او بايد قلبه کول د سيمې د اب او هوا او موقعيت پر بنسټ په نظر کې ونيول شي.
په غرنيو سيمو کې د خاورې د تخريب د مخنيوي لپاره قلبې کول نه سپارښت کيږي او حتى واښه او ګياوې د ځمکې د پوښ په منظور له منځه نه وړل کيږي.
ګډه کرنه Inter Cropping : دا چې ګلاب د څو کلنو نباتاتو له جملې څخه شميرل کيږي او د قطارونو او بوټو تر منځ فاصله ئې زياته وي نو پدغه فاصلو او خالي ځايونو کې د يو کلنو او دوه کلنو نباتاتو کرنه د څو لومړنيو کلنو لپاره تر خ، چې ګلاب خپل اصلي غټوالى او د حاصل د ورکړې مرحلې ته رسيږي سپارښت کيږي.
د يادونې وړ ده چې هغه نباتات بايد د ګلانو په باغ کې و کرل شي چې د ګلابو سره يو شان ناروغيو او حمله کوونکو افتونو لرونکى نه وي، سطحي ريښې ، کم سيوري، ټيټه ارتفاع، يو شان کرنيز اړتياوې او کمه غذائي مواد له ځمکې څخه جذب کړي نو بايد د ګلابو په بڼ کې د ګنيو، شولو، جوارو، باجره، پنبې، غوده، ليړوګانو، ونې کوم چې د ځمکې څخه په زيات مقدار سره غذائي مواد خذبوي او د اړونده نباتاتو سره په زياتو چارو کې رقابت کوي ډډه وشي په پخوا کې شفتله سپارښت کيدله خو اوس معلومه شوه چې شفتله زيات اوبخور ته اړتيا لري.
نو په اوبو کولو سره ئې ګلاب هم اوبه کيږي چې په نتيجه کې په زياتو اوبو سره غذائي مواد لږ، خاورې بې ځايه او مينځل کيږي او تر څنګ يې په خاوره کې د هوا ځاى اوبه نيسي چې ريښې د تنفسي ستونزو سره مخامخ کوي، د ګډې کرنې په صورت کې بايد د اصلي نبات ترڅنګ او دهغې د څانګو شعاع په ساحه کې د کرنې څخه ډډه وشي.
د ګډې کرنې لپاره مټرو ملې سرخک، پياز، مرچو مې، لوبيا، عدس، نخود، شلغم، ګازرې، کرم او داسې نور سپارښت کيږي.
په عمومي صورت سره ګډه کرنه په لمړيو کلونو کې صورت نيسي او په ورستيو کلونو او يا حاصل ته د رسيدو وروسته بايد تر سره نشي.
د ګلابو په باغ کې دسرې استعمال Manuring:
ګلاب لکه د نورو نباتاتو په شان غذائي موادو ته اړتيا لري او ټول خپل اړتيا وړ منرالونه د خاورې څخه جذبوي او داچې څوکلن بوټي دي او په يو ه ځاى کې د څو کلونو لپاره ثابت پاتې کيږي چې په اړتيا کې کال په کال زياتوالى راځي.
د ښه حاصل اخستلو او هم د ناروغيو او افتونو په وړاندې د نباتاتو مقاومت د لوړوالى لپاره د سرو استعمال يا علاوه خاورو ته کول ضروري بريښي.
د عطري ګلابو په کرنه کې د کيمياوي سرو استعمال نه سپارښت کيږي د توليد شوو عطرو کيفيت ئې ټيټ وي. د نبات د اړتياو د رفع کولو لپاره د عضوي سرو استعمال سپارښت کيږي چې ددغه سرو استعمال ديوې خوا د نباتاتو د غذائي اړتياو د پوره کولو او د بلې خوا د خاورې د ساختمان او حالت د اصلاح سبب او دخاورې د تيزابي کيدو سبب ګرځي کوم چې ګلاب د خاورې دغه حالت خوښوي لاندې جدول مونږ ته په عضوي سرو کې د ضروري او لومړنيو غذائي موادو د شتوالى ښودنه کوي په داش کې د وچ شوو مو ادو په ترکيب کې د منرالي موادو د فيصدي ښودنه:
عضوي مواد |
N |
P |
K |
دمیښو خوشايې |
0.55 |
1.23 |
0.69 |
دمیښو متیازي |
2.05 |
0.55 |
3.78 |
دغواو خوشايي |
1.91 |
0.01 |
3.78 |
دغواو متیازې |
9.74 |
0.56 |
1.40 |
دپسوپچې |
1.87 |
0.79 |
0.92 |
دپسونو متیازو |
9.90 |
0.10 |
12.31 |
انسانی فاضله مواد |
7.24 |
1.72 |
2.41 |
انسانی متیازی |
17.14 |
1.57 |
4.86 |
دچرګانوفضلهد مواد |
7.50 |
12.00 |
2.5 |
کمپوست |
0.75 |
0.25 |
0.50 |
دهدکو اوړه |
3.50 |
21.50 |
0.60 |
وچه وینه |
11.50 |
1.50 |
|
دپنبې کنجاړه |
7.05 |
0.90 |
1.16 |
په عمومي صورت سره يو ټن تازه عضوي سره چې په 227 کيلوګرامه عضوي موادو بدليږي 4,5kg نايتروج، 2,5kg او، P2O 5 او K2O 4,5kg خاورو ته ورکوي پدې حال کې چې لانديني فصلونه په کال کې لاندې مقدار غذائي مواد د يو هکتار څخه جذبوي:
نباتات |
فاسفورس (p2O5) |
پوتاشيم (k2O) |
Mg |
کچالو،لبلبو،جوار |
75-100kg/h |
200kg |
50kg |
غله جات، شړشم، ليګيوم |
50-75 |
100 |
25 |
انګور، ميوه جات |
25-50 |
50 |
25 |
چې کيداى شي ګلاب د انګورو او ميوه جاتو سره مقايسه او د هغې اړتيا له همدې مخې وټاکو شنه سره Green Manure: د خاورې د ښه حاصلخيزي لپاره بايد ليګومي(پلې لرونکې) او ځنې نور نباتات وکرل شي او دهغه نباتات د ګل کولو ته نژدې او يا د ګل په وخت کې د قلبې په وسيله په خاوره کې ښخ شي تر څو خوسا او په سره بدله شي.
نبات |
د نايتروجن مقدار |
د عضوي موادو مقدار |
شفتله |
60kg/h |
14000kg/h |
مۍ |
40kg/h |
14000kg/h |
عدس |
37kg/h |
14000kg/h |
ارهر |
45kg/h |
14000kg/h |
يعنې ددې نباتاتو په وسيله په يو هکتار کې د 37-118kg نايتروجن په ځمکه نصبيږي ويل کيږي چې د هر 100 متر مربع ځمکې لپاره 200-400kg عضوي سره استعمال شي.
د سرو د استعمال وختونه Manuring time: عضوي سرې بايد معمولاً دنبات د استراحت په مرحله کې 3-2 مياشتې دنبات د فعاليت د مخه استعمال شي، کوښښ وشي چې ښه خوسا شوي سره چې د توربخن نصواري رنګ، ميده زرات ولري او بوي ونلري په خاوره کې د تنې څخه لرې ښه ګډه شي او اوبه شي.
که چيرې سره تازه وي په ګرمو علاقو کې په خاورو کې د وينې (سپينو ميږيو) او په سړو علاقو کې white grubs چې سپين غټ پړسيدلي چينجي دي چې نصواري سور غټ سر لري او معمولاً ريښې خوري خطر زياتوي او ويل کيږي چې اړوند ګلابو ته 3kg سره په هر و 3-2 کالو کې ور کړ شي.
که چيرې سره د تنې څخه لرې د هغې د څانګو د شعاع (drip line) په ساحه کې وشندل شي او په خاوره کې ښخه او بيا ځمکه اوبه شي نو ښه نتيجه ورکوي د نباتي د کرنې په وخت کې عضوي سره د حيصې خاورې سره يو ځاى او دريښې د تماس څخه لرې بايد استعمال شي د نازيانو، دره نور او اچين د خاورو د تجزې نتايج مونږ سره د ګلابو د بوټو د ښه تغذې په اړه مرسته کولى شي:
مواد |
نازيان |
دره نور |
اچين |
نورمال فيصدي |
عضوي مواد |
0،3 |
3، 2 |
0، 2 |
2.5-4.0 |
PH |
2، 8 |
2، 8 |
4، 8 |
6.5-7.5 |
فاسفورس |
8، 10 |
9، 13 |
4، 6 |
3.0-6.0 |
پوتاشيم |
24 |
14 |
28 |
20-10 |
Mg |
54 |
15 |
53 |
20-10 |
CU |
0,03 |
0,17 |
0,01 |
0,1-04 |
Fe |
0,3 |
6,0 |
0,5 |
2-10 |
Mn |
2.2 |
6.0 |
0.9 |
0.5-2.0 |
Zn |
0.1 |
6.0 |
0.2 |
0.5-2.0 |
د هيومس د تجزې چټکتيا |
4. 2 |
1. 2 |
|
4- 2 |
د منرالو د کموالي نښې Sympoms of Mineral Definiteness:
نايتروجن (N)
د بوټو کمزوري او ضعيعه وده
د زړو پاڼو ژيړوالي د ګلانو د شمير کموالى او کوچنې پاتې کيدل.
- فاسفورس (Phosphorus) (P)
د پخوالى د مخه د پاڼو رژيدل.
د پاڼو ارغواني او ګلابي کيدل
په پاڼو د مړو او وچو دغونو موجوديت
- پوتاشيم (potassium) (K):
- د پاڼو د څوکو وچيدل
د پاڼو د څوکو پورته خواته تاويدل
4. اوسپنه (Fe):
د څانګو په خو کو کې نوو پاڼو ژيړ او ختل پدې شرط چې د پاڼې رګونه شنه وي.
5. جست (Zn):
- په پاڼو کې د مړو او نصواري داغونو شتوالى
- کوچني پاڼې او لنډ بندونه
په بندونو کې غنچه ئي پاڼې.
اوبه خور (Irrigation):
لکه چې د مخه يادونه وشوه چې ګلاب هغه سيمې خوښوي چې هلته اورښت کم وي نو پداسې سيمو کې کې د ښه حاصل د اخستلو او دناروغيو څخه د مخنيوي لپاره لازمه ده چې د اوبو سپارښتنه وشي او ګلاب د هغه نباتاتو له جملې څخه دي چې د مصنوعي اوبخور په صورت کې حاصل ورکوي.
د اوبخور مسله د خاورې کرنې او د اوبخور دسيستم پورې هم تړلي بريښي نو د اوبو مقدار پاو د اوبو کولو سيستم ټاکل مشکله خبره ده.
د اوبو کيفيت:
زياتره هارتيکلچري نباتات او بالخصوص ګلاب په اوبو کې او خاورو د مالګو د شتوالى په وړاندې حساسيت ښي نو سختې اوبه چې د کم سوديم او زيات کلسيم او مګنيزيم لرونکى دي د نرم