ترياکو تاريخچه

ترياک له پيړيو پيړيو راهيسي د درد د ليري کولو لپاره د دوا په شکل په کاروړل کيږي چي د لرغوني ايران ، مصر او  يونان طبيبانو دغه دارو پيژندل او د هغوئ څخه ئي د درملو په ډول ګټه پورته کوله چي اوس هم په بعضي کمپنيو د دارو سازي کي له ترياکو څخه کار اخستل کيږي . سومريانو تقريبآ ٤٠٠٠ کاله د ميلاد څخه د مخه د ترياکو د درد ضد خواص پيژندل .

د ترياکو مصرف  روميانو ، مصريانو ، عربانو ، چينايانو او منځنئ اسيا خلکو او په پاي کي ټولي نړي کي رواج پيدا کړ. په چين کي د اتلسمي پيړئ څخه راپدي خوا شروع شوي دي . چي پدي هيواد کي دترياکو د پرله پسي بنديز سره سره بيا هم خلکو تر خپله وسه پوري ترياک مصرفول او پدي ډول سره د چين وګړي په ترياکو اخته شول چي بالاخره د ترياکو صادرول د چين څخه شرقي او غربي هيوادونو ته رواج وموند . حتي تر دي چي د پاراسلوس (parasols) په نامه يو عالم د لورا په نامه د يوي مادي په رامنځته کولو سره چي نن ورځ هم په ندرت سره استعماليږي خپل اعتبار خاص کړو .

په ١٨٠٣ ميلادي کال کي يو الماني دوا ساز او ١٩٢٥ م کال کي د    Raba nson   په نامه يو عالم د ترياکو ساختمان پيشنهاد کړو چي له دي پيشنهاد څخه وروسته د درد ضد ډيري دواګاني منځ ته رغلي .

په ١٩٢٩ م کال کي د بين المللي شورا ګانو دکميټي د تحقيقاتو په اساس د مورفين د کشف لپاره منظم پروګرامونه په کار واچول شول چي دغه کار د Samal,Eddy او د هغوي د همکارانو په واسطه اجرا شو د دغه تحقيقاتو په نتيجه کي يو شمير د درد ضد دواګاني معرفي شوي ليکين د اعلان شوي هدف مطابق کاميابي تر لاسه نشوه .

په ١٩٣٩ م کال کي Esleb او Schaumanپه نامه عالمانو د Pepridin  يو شمير مشتقات د سپازم ضد ترکيباتو په حيث جوړ کړل چي ځيني ئي ددغه ترکيباتو څخه د درد ضد خواص هم درلودل نو د همدغه خاصيت په درلودلو سره Mapridin  د مورفين د جانيشين په حيث باندي معرفي شولو. په ١٩٧٥ م کال کي Hughes, Kasterlity   او د هغوي همکارانو د دو پينتا پيپټا ئډ ( ( Do pentapeptid په نامه ماده چي د مورفين سره مشابه ساختمان لري د خوګ  د مغز څخه لاس ته راوړله .

په همدي وخت کي يو بل عالم Guldastalin  هم د  غوا د Hypophysisgland  څخه يو پولي پيپټايډ چي د بيتا ا يند و رپين په نوم ياديږي لاس ته راوړ چي دغه پولي پيپټايد اپيني فعاليت لري او د نالوکسان په واسطه ئي اثرات خنثي کيږي . په ١٩٦٤ م کال کي انکفا لين د Hypophysis gland   د بيتا ليپو تروپين هورمون د پاتي شوي برخي څخه د لاي (Li) په نامه عالم په واسطه منځ ته راغلو .

ثابته شوه چي انکفالين ،  اندورپين او ليپوتروپين دفقره لرونکو حيواناتو چي د هغوئ له جملي  څخه يو هم انسان د ي په پښتورګو کي موجوديت لري او د عصبي ناقلينو په حيث وظيفه تر سره کوي ولي متاسفانه چي اعتياد منځ ته راوړي . بر علاوه له دي څخه د وجود د باندي او يا هم کله چي وجود ته داخل شي فعاليت اجرا کوي ځکه چي په سرعت سره د پيپټايډ يزونو په واسطه هايد روليز کيږئ .

 

کـوکــنار

 چي لاتين نوم ئي papaver somniferum  دي او دخوب راوړنکي معنا ورکوي د کوکنارو بوټى د يو کلنو ګياوو له جملي څخه دي لوړ والي ئي ١٠٠-١٥٠ سانتي مترو پوري رسيږي . نرئ ساقه لري او پاڼي ئي  شين خړ ته ورته رنګ لري او په متناوب ډول سره پورته طرف ته خپري شوي وي پاڼي ئي ښويه او بي ويښتانو وي د بعضو بوټو د پاڼو په لاندي برخه کي کوچني کوچني ويښتان وي چي د پاڼي قاعده ئي ٣٠ سانتي متره طول لري او هره پاڼه ئي  د اري د غاښونو  په څير بيضوي شکله جوړښت لري ( د بورس په څير)  د پاڼي د منځنئ برخي طول ئي ٢٥ سانتي متره او پورتني برخه ئي ١٠ سانتي متره طول لري . د پاڼي په منځ کي زيات کوچني کوچني رګونه موجود دي چي دغه پاڼه موج داره وي د پاڼي اخرنئ برخه د بوټي ساقه پوښوي .

کوکنار چي دهقانان ئي د مني په موسم کي کري او د پسرلي په موسم کي تري خپل محصول لاسته راوړي بعضي بوټي ئي يو او بعضي ئي څو انشعابي ساقي پيدا کوي چي هريو بوټي ئي ديو څخه تر لسو عددو پوري ګلان کوي چي دغه ګلان مخکي له غوړيدو څخه نرم وي لومړي غوټي وي چي دغه غوټي شين رنګ او بيضوي شکل لري د سر په برخه کي غونجه وي چي د هري غوټي طول ٣-٥.٤ سانتي متره پوري رسيږي .

غوټي وروسته د څو ورڅو څخه ګ ل کيږي ګل په ترتيب سره څلور پاڼي لري بعضي ئي  له دغو ګلانو څخه سپين ، سور او نور بيلابيل رنګونه لري دغه ګلان دوه ډوله وي يوئي منفرد (١)  او بل ئي  خوشه ئي ډوله وي چي دساقي په قاعده کي قرار لري د ګل د پاڼي صفحه بيضوي شکله وي چي ١٠ سانتي متره طول لري او قاعده ئي کوچني ده . د ګل مرکزي برخه د Carpule))په نوم ياديږي .

ګل وروسته د څو وروځو څخه غورځيږي او غوزه منځته راځي چي د غوزي د سر برخه پري پري او دچارګل په رقم وي داخلي برخه ئي هم پردي پردي وي چي د هغه په منځ کي د کوکنارو دانه يعني خشخاش شتون لري . د کوکنارو د بوټي غوزه کروي او بعضي ئي بيضوي شکل لري چي ٥ سانتي متره قطر لري د غوزي تخم يا دانه زيات غوړ لري چي دترياکو توليدونکي نوعي ئي سپين ، ژير روښان رنګ لري او د شحمو توليدونکي نوعي ئئ خړ ، ابي يا تور رنګ لري .

يو بله ګياه چي د کوکنار و په شکل په پټيو ، دشتو او سيوري لرونکي ځايونو کي راشنه کيږي چي د Papaver rhoeas  په نوم ياديږي .

طول ئي د ١٠-٢٥سانتي متره پوري رسيږي د دغه بوټي پاڼه ويښته لرونکي ده ساقه ئي نرئ او پاڼه ئي  زياتره د ساقي په قاعده کي شنه کيږي د پاڼي شکل ئي اره ماننده دي ګلان ئي قرمزي رنګ لري اکثره ئي يو ګل کوي مګر ځيني ئي څو ګلان هم کوي ګل ئي بي بويه وي د دغه بوټي دانه د خشخاش سره مشابه ده غوزه ئي هم عينآ د کوکنارو په رقم ده ولي يوه اندازه د کوکنارو څخه کوچنئ ده د دي په ترکيب کي يو لکالوئيد رياډين (Rheadine)  چي فارمول ئئ C12H12O6  دي او دوه اسيدونه Rheadique acid  او بل ئئ Papaverique acid   شامل دي د مسموميت فيصدي ئي ترياکو ته ورته ده چي په طبابت کي ددغه ګيا ه دګل څخه د اراموونکي مادي په حيث کار اخلي .

 

د کوکنارو په غوزه کي د اوبو د فيصدئ مقدار ديارلسو ته رسيږي او د الکلويدونو د فيصدئ مقدار ئي  په لاندي جدول کي ښودل شوي .

شمآره

آلکلوئيد

د فيصدئ مقدآر

١

مورفين

٠،٣-  ٠،٦

٢

نوسکآپين يآ نارکوتين

٠،٠٨

٣

کودين

٠،٠٧

٤

پآپآورين

٠،٠٥

همدآر نګه د خشخآش دآنه د ٤٠-٥٠% پوري د شحمي تيزابونو لرونکي ده چي اساسآ د تراي ګليسرايد ، لينو ليک اسيد او اوليک اسيد څخه ترکيب شوي ده .

د کوکنارو جغرافيوي انتشار :-  دغه بوتي زياتره په ګرمو ، معتدلو او حتي په يخو منطقو کي هم پيدا کيږي دغه بوټي په وحشي ډول سره نه دي ليدل شوي. د پخوا زمانو څخه راپدي خوا د نړئ په بيلابيلو منطقو کي د دغه بوټي کښت رايج دي د ترياکو او تيلو توليدونکي  نوعي ئي زياتره په ترکيه ، افغانستان ، چين ، ايران او هند کي کرل کيږي .

د نيويارک د پروتوکول مطابق کوم چي په ١٣٥٣ م کال کي تر سره شوي وو د کوکنارو کرل او دترياکو توليد يواځي په اوو ملکونو پوري منحصر وو چي دغه ملکونه  له يونان ، ايران ، ترکيه ، هند ، بلغاريا ، يوګوسلاويا او پخوا ني شوروي اتحاد څخه عبارت وو . له پورته ملکونو څخه علاوه د کوکنارو کرل او د ترياکو توليد په غيري قانوني ډول سره د نړئ يه يو زيات شمير هيوادونو کي تر سره کيږي چي له برما ، تايليند ، لاوس ، پاکستان ، هند ، افغانستان او مکسيکو څخه عبارت دي ولي بد بختانه چي د نړئ په بعضو ممالکو کي اوس هم دغه کښت او تو ليد دوام لري چي د جملي څخه ئي يو هم افغانستان دي .

   ترياک يا افيوم Opium

ترياک هغه شيره ده چي د کوکنارو د بوټي له پخي شوي غوزي څخه لاس ته راځي د کوکنارو بوټي دمني په موسم کي په پټيوکي  کرل کيږي وروسته بيا د پسرلي په موسم کي خپل ثمرته رسيږي .

کله چي ګل توي کړي او غوزه پخه شي نو د نشتر په واسطه د غوزي Papaver somniferum  برخه په موازي ډول وهل کيږي دغه نشتر دري موازي کرښي کاږي چي د غوزي له وهلو سره سم د غوزي د وهل شو ي برخي څخه شيره ( Latex)  راوځي رنګ ئي په ابتدا کي سپين وي وروسته له يو څه وخت څخه سور بخن کيږي چي دولس ساعته وروسته شيره موره يعني پرند کيږي او بيا د مخصوصو رمبيو په واسطه د بزګرانو له خوا راټوليږي کوم رمبي يا قاشقي چي د ترياکو د راټولو له پاره کارول کيږي اکثره ئي د مياشتي يا لور په شکل جوړښت لري . او شپږ ديرش ساعته وروسته بيا دوباره د وهلو عمليه پيل کيږي .

په دي عمليه کي بايد د غوزي د عميق وهلو څخه مخنيوي وشي څکه چي غوزه سورئ کيږي کله چي د غوزي داخلي برخه يعني Endocarp  سورئ شي نو مربوطه محصول په لاس نه راځي . حاصله شوي شيره په سلوکي پنځه اتيا برخي اوبه لري ترياک تور،تياره نصواري او يا هم زيتوني خاکي رنګ لري چي په ابتدا کي ( د تازه والي په وخت کي )  نرم ارتجاعي خاصيت لري وروسته د وچولو څخه ماتيدونکي خاصيت ځانته غوره کوي چي مخصوص بوئ او تريخ خوند لري .

ترياک وروسته د حاصلولو څخه د الکلوئيدونو د استخراج لپاره لابراتوار ته ليږل کيږي د يوي غوزي څخه چي څلور يا  پنځه ځلي وهل کيږي شل ملي ګرامه ترياک حاصليږي چي په ترياکوکي د مورفين اندازه له ١١% څخه زياته ده اوهمدارنګه دکودين اندازه ئي ١% ته رسيږي .

د ترياکو د استعمال موارد :-  ترياک له پخوا زمانو څخه راپدي خوا د درد د  ليري کولو ، نا ارامئ ، تشويشونو رفع کولو او بدن ته د تسکين ورکولو په خاطر استعماليږي همدارنګه د بعضو کمپنيو له خوا په دواګانو کي هم استعماليږي . چي د ترياکو د مستحضراتو کلاسيک پوډر ( Powder Opium )  د ترياکو ساده ټينچر ( Benzoica Timcture) د ترياکو وچ اکسترکت ( Extractum Oppii Siccum  ) په جداګانه ډول او يا هم د دوا سره يو ځائ د کمپنيو له خوا تهيه او په پورته ذکر شويو مواردو کي استعماليږي .

  

د ترياکوکيمياوي ترکيب

د کوکنارو د بوټي هره برخه دالکلوئيدونو لرونکي ده  خو ولي د الکلوئيدونو زيات مقدلر ئي د غوزي په شيره کي موجوددي کومه چي د پخوالي په مرحله کي د نشتر وهلو د عملي په ذريعه په لاس ته راځي .د ٣٠ څخه زيات الکلوئيدونه له ترياکو څخه تجريد شوي دي چي تقريبا د ترياکو٢٠% وزن تشکيلوي او پاتي برخه ئي مالګي ، معدني مواد ، شيره او نور مختلف زرات تشکيلوي لاند ي جدول کي په ترياکو کي د الکلوئيدونود فيصدئ مقدار ښودل شوي .

شماره

الکلوئيد

د الکلوئيد فيصدي

د الکلوئيد  اوسط %

١

مورفين

٣-٢٣

١٢

٢

نوسکاپين

٢-١٠

٥

٣

پاپاورين

٠،٥-١،٣

١

٤

کودين

٢،٢-٣

١

٥

تبائين

٠،٢-٠،٤

٥،٠

٦

نارسين

٠،١-٠،٧

٥،٠

 

لکه څرنګه چي مخکي مو هم يادونه وکړه چي د ترياکو په ترکيب کي الکلوئيد ونه شامل دي نو دغه الکلوئيدونه په خپل وارسره په دوه ډوله ويشل شوي چي يو ئي طبيعي او بل يي مصنوعي دي د الکلوئيدونو څخه علاوه يو شمير نور مشتقات هم شته چي د اثراتو له مخي ترياکوته ورته دي خو په اصل کي ترياک ندي. د دغه ډلي له جملي څخه د  Meladan,Meparidan,Thianboten او Bulbocapnin  نومونه اخستلي شو .

برعلاوه له  الکلويدونوڅخه د ترياکو په ترکيب کي پروتينونه ، قندي مواد ،  رابر ، عضوي تيزابونه ، رنګه مواد او نور شامل دي د عضوي تيزابونو له جملي څخه ئي يو هم Meconic acid دي چي اندازه ئي په ترياکو کي له ٣څخه تر ٥% پوري رسيږي . نومړي اسيد په ازاد ډول او يا هم له مورفين ، کودين او نورو الکلويدونو سره يو ځاي وي چي نوموړي تيزاب د پيريک کلورايد محلول سره د يو ځايوالي په صورت کي سور رنګ غوره کوي څرنګه چي نوموړي تيزاب يو اځي په ترياکو کي موجود دي نو د نوموړي تعامل څخه د ترياکو د تفريقي تشخيص لپاره کار اخستل کيږي .

 

د ترياکو د طبعي الکلويدو د مشتقاتو جدول په لاندي ډول دي

شماره

د الکلوئيد نوم

په ترياکو کي د % مقدار

١

Morphene

 ١٠

٢

Narcotine

٧

٣

Papaverine

١

٤

Water

٣٢

٥

Lactic Acid

١

٦

Fates Material

١

٧

Codeine

٣،٠

٨

Clonine

٨،٠

٩

Clonic Acid

٢

١٠

Thebaine

١٥،٠

١١

Narsine

٢،٠

١٢

استخراجي مواد

٢٠

١٣

کنډ او موسيلاژ

١٧

١٤

ًRazine

٥،٣

١٥

Kaiho

٥،٣

پورتني الکلوئيدونه د ترياکو دطبعي الکلوئيدونو په نوم ياديږي .

 

د ترياکو د مصنوعي الکلوئيدونو د مشتقاتو جدول په لاندي ډول دي

شماره

د الکلوئيدو نومونه

١

هيروئين

٢

ايتايل مورفين

٣

اپو مورفين

٤

دي هايدرو مورفين

٥

داي اسيتايل اسيتيت

 

پورته د ترياکو مصنوعي Sy,nthetic  الکلوئيدونه دي چي درد ضد تاثيرات ئي د طبعي الکلوئيدونو څخه ١٠ چنده زيات دي .

او مخدر تاثيرات ئي ٥ چنده زيات دي ترياک ٨جنسونه او ٥٢ نوعي لري .

مورفين    (Morphine)

دترياکومهم طبعي الکلوئيد چي زيات اعتياد منځته راوړي د مورفين څخه عبارت دي په ١٨٠٦ م کال کي د يو فرانسوي عالم لخوا چي سګن نوميده استخراج شو. مورفين چي د ترياکو١٠% وزن تشکيلوي د کوکنارو د دانه لرونکي کپسولونو يعني غوزي د Papaver Somniferum برخي د قطع کولو څخه لاسته راځي چي په ترکيب کي ئي ٢٥ الکلوئيدونه موجوديت لري مورفين يوه هسته لري چي د فناستون په نوم ياديږي .

مورفين د کولمو د لاري ښه جذبيږي اګر چي په ذرقي شکل سره هم تجويزيږي د پوستکي لاندي که تطبيق شي نو ښه جذبيږي د سالم پوست د لاري ښه نه جذبيږي د جذب څخه وروسته د اوکسيديشن د عملي په واسطه ميتابوليزه کيږي او وروسته بيا د ادرار له لاري په تړلي شکل او د غايطه موادو له لاري په ازاد شکل سره اطراح کيږي .

مورفين د درد ضد قوي تاثيرات لري چي د نوموړي مادي څخه په اهلي حيواناتو خصوصا په سپيو کي زيات کار اخستل کيږي ځکه چي حيوان بي درده او اراموي تاثيرات ئي مطمئين دي . زيات مقدار تطبيقول ئي د خوب راوړني يا حتي د بي هوشئ باعث ګرځي د درد ضد تاثيرات ئي د وريد له لاري وروسته د ٢٠ دقيقو څخه او د عضلاتو له لاري ٩٠ دقيقي وروسته د تطبيق څخه ليدل کيږي . کله چي د وريد له لاري  تطبيق شي نو وروسته د ٢٤  ساعتونو څخه د ادرا ر له لاري ٦٥% اطراح کيږي او باقي پاتي مواد ئي د څلورو ورځو په جريان کي د بدن د نورو لارو څخه اطراح کيږي د مورفين دجانبي عوارضوله جملي څخه ئي يو هم د تنفسي سيستم ضعيفوالي دي همدا علت دي چي په بيهوشئ کي ترينه کار نه اخستل کيږي . هغه حيوانات چي نفس تنګي ولري نو بايد د استعمال څخه ئي صرف نظر وشي او که چيرته استعماليږي نو بايد دډير احتياط څخه کار واخستل شي .

په اوسني وخت کي د مورفين په ترکيب کي يو بل مصنوعي الکلوئيد چي هيروئين يا Di Acethyle Morphine  نوميږي يو ځاي کيږي چي ددي تاثيرات د مورفين څخه ٤-٥ چنده زيات دي. همدارنګه يو بل مصنوعي الکلوئيد هم له مورفين سره يو ځاي شوي چي اپو مورفين نوميږي خو د شديد استفراق باعث ګرځي . هيروئين نسبت مورفينوته او مورفين نسبت ترياکو ته زياته اخته کيدنه منځ ته راوړي ولي په حيواناتو کي د اخته کيدو يا اعتياد مسئله مطرح نده خو د مسموميت واقعات ئي په ښکاره ډول په زياته اندازه ليدل شوي دي .

د مورفين کيمياوي خواص:- مورفين چي د ترياکو څه لاسته راځي او د طبعي الکلوئيدونو له جملي څخه دي ځيني مشتقات ئي دبلوري پوډرو په شکل په اوبو کي منحل دي چي سپين او يا هم سيين ته ورته رنګ لري  د مالګي په توګه هم په کار وړل کيږي .

د مورفين بلورونه بي بويه ، سپين او د بڼکي په شکل هم ليدل کيږي د بلور جوړښت ئي مکعبي شکله د سپينو پوډرو په قسم چي تريخ خوند لري موجود دي کله چي د هوا په جريان کي واقع شي هغه اوبه چي مخکي ئي اخستي وي د لاسه ورکو ي او د نور په مقابل کي تاريک رنګ غوره کوي . اوبو کي حليږي همدارنګه په جوش شو و اوبوکي په ازادانه شکل سره او الکولو کي په کمه اندازه حليږي خو په جوشو الکولو کي ئي  د انحلاليت فيصدي زياته ده . په کلوروفارم او ايتر کي غيري منحل د ي .

 

د مورفين په مشتقاتو کي شاملي دواګاني

  داچي دمورفين مشتقات د مالګي په توګه په کار وړل کيږي د بلوري پوډرو په شکل په اوبو کي منحل د ي او لاند ي دواګاني په کي شاملي دي .

  • ازيد و مورفين
  • اوکسي مورفين هايدروکلورايد ( نومو رفان )
  • اوکسي کودون
  • نور مورفين
  • نيکو مورفين
  • ميتايل مورفين
  • ميتايل ډي هايدرو مورفين
  •  سلفات مورفين ( اوکسانول )
  • ميتو پون
  •  پوډر شوي ترياک
  • ازيدو کودئين
  • بنزايل مورفين
  • غليظ شوي الکلوئيدونه
  • نتوفان
  • ډاي اسيتايل مورفين ( هيروئين )
  • ډاي هايدرو کودئين تارتاريت
  • ډاي هايدرو مورفين
  •  ډاي هايدرو کودئين
  • ايتايل مورفين
  • هايدرو مورفينول
  • فول کودئين
  • ازيدو کودئين
  • بيتا کودون
  • هايدرو کودون

    دپورته دواګانو له جملي څخه بيتا کودون او هايدروکودئين د ټوخي ضد درملو په حيث په کار وړل کيږي .او نالبو فين هايدروکلورايد يا نوپاين چي د مورفين سره مشابه خواص لري او همدارنګه دمورفين ضد تاثيرات هم لر ي.

د مورفين ناوړه او غلط استعمال :-  د نشه اي موادو لکه هيروئينو ، مورفينو او ترياکو ناوړه استعمال د هغوئ د څکولو او ياهم د پوزي له لاري په کش کولو سره شروع کيږي.  په لومړيو وختونو کي يو قسم حالت راڅي لکه ارامتيا ، هيجاني کيدل او نور چي اخته شخص دغه عمل ته څو ځله ادامه ورکوي اود اعتياد باعث ګرځي چي با لاخره هغه د څکولو له لاري نه راضي کيږي او د پيچکارئ په ذريعه  هيروئين ځانته زرقوي .چي په قراره قراره دغه تاثيرات عميق کيږي او دنشه اي موادو ضرورت په وجود کي پياوړي کيږي چي د بدن د ابتداي حالت بر عکس د بد مرغئ ، ناارامئ ، فيزيالوژيکي بدلون او همدارنګه د سختو ناروغيو لکه د ويني زهري کيدل ، زيړ ي ، دماغي نقصانات او حتي د مرګ  باعث ګرځي .

دترياکو، مورفينو او هيروئينو په دوامداره توګه استعمال ددي باعث کيږي چي اخته شخص ددي خطرناکه موادو د لاسته راوړلو له پاره له بيلابيلو لارو لکه غلا ، سوال اونورو څخه کار واخلي.د مورفين استعمال دنړي په اکثره هيوادونو کي منع دي ځکه چي شديد اعتياد منځته راوړي .

 د مورفين استعمال دنورو موادو سره :-  د مورفين مالګي د کيميا له نظره د قلوي موادو ، برومايد ونو، ايودين ، پتاشيم ، پرمنګانات ، تانيک اسيد ، نباتي قبض کونکي مواد ، مس ، معدني مالګو ، اوسپنه ، سرپ ، منګانيز ، نقره او طلا سره يوځاي ا ستعماليدي شي همدارنګه القلي مواد کولي شي چي مورفين دجزوي رسوب سبب وګرځي .

کله چي مورفين د مخدرو مواد څخه د رامنځته شوو دواګانوسره لکه فينو تيازين ،  ليونتوب ضد دواګاني ، ارامونکي دواګاني ، خوب راوړونکي دواګاني ، مرکزي عصبي سيستم کمزوري کوونکي  دواګاني چي په دي کي الکول هم شامل دي سره يوځاي مصرف شي امکان لري چي بعضي جانبي عوارض لکه د تنفسي سيستم ضعف ، د ويني د فشار ټيټوالي او ژور تسکين يا ارامتيا رامنځته کړي .

 

په درملنه کي د مورفين  داستعمال موارد :

مورفين د هايدروکلورائيد او سلفاټو په شکل تهيه او په مرکزي عصبي سيستم باندي مشخص تاثيرات لري. مورفين چي د ترياکو طبعي الکلوئيد دي د درد ضد شديد تاثيرات لري او د سختو دردونو د رفع کولو لپاره تري ګټه پورته کيږي همدارنګه د حادو ، متوسطو او مزمنو دردونو د لري کولو لپاره کافي موثريت لري د زړه د عضلي (Myocardium) ، حاد احتشآ ( Acut Inferactus)  څخه د منځته راغلي دردونو  دتسکين لپاره استعماليږي د مزمنو دردونودد رملني لپاره څه وخت چي د درد ضد غيري مخدري دواګاني ورباندي تاثير ونکړي هم په کار وړل کيږي څرنګه چي اخته کيدنه منځته راوړي نو په همدي اساس دغه عمل اوس نه توصيه کيږي .

مورفين د سږو د تکليف لپاره د انستيزئ څخه مخکي او د بولي سيستم د حادو تيږو د درملني په خاطر په کار وړل کيږي خو بعضي وختونه د مورفين ذکر شوي مالګي د دي په خاطر چي نفس تنګي ، استفراق ، اسهال او قوي اعتياد منځته راوړي استفاده ترينه محدوده ده په مورفين اعتياد يا اخته کيدنه د مورفينيزم ( Morphimism ) په نوم ياديږي .

کودئين ( Codeine) :-

دا هم خپل وارسره د ترياکو يو طبعي الکلوئيد دي او په طبعي ډول په خشخاشو کي موجوديت لري تاثيرات ئي مورفين ته ورته دي ولي د تاثير اندازه ئي  نسبت مورفين ته ١پر ٤ برخي ده د مورفين په نسبت دتنفسي سيستم ضعف کم راوړي اوبل داچي د استفراق او اسهال  سبب هم نه ګرځي  . کودين چي يو طبعي الکلوئيد دي د ځينو درملو لکه اسپيرين او پيراسيتامول سره يو ځاي د درد ضد شديد تاثيرات لري .کودين د سلفات او فوسفات په شکل بغير لدي څخه چي د درد ضد شديد تاثيرات لري توخي هم اراموي او د مرکز څخه ئي د تحريک مانع ګرځي جانبي تاثيرات ئي نسبت مورفين ته کم دي او اخته کيدنه ئي هم نسبت مورفين ته په بطي ډول صورت نيسي .

ميتادون ( Methadone) :-

 داهم مورفين   ته ورته د دردضد يوه موثره دوا ده خو يواځيني نقص ئي د تنفسي سيستم ضعف منڅته راوړل دي جانبي تاثيرات ئي نسبت مورفين ته کم دي او کمه اراموونکي دوا ده چي په اروپائي  ممالکو کي په زياته کچه کرل کيږي .

 

پاپاورين (  Papaverine) :-داهم د ترياکو يو طبعي الکلوئيد دي چي په طبابت کي د هايدرو کلورايد د مالګو په شکل د ښويه عضلاتو ، وعايوي او احشا سپازمونو او همدارنګه په سالندئ کي ترينه کار اخستل کيږي جانبي عوارض او اخته کيدنه ئي نسبت مورفين ته کمه ده .

 

نوسکاپين يا نارکوټين ( Noscapine) :- دا هم د ترياکو يو طبعي الکلوئيد دي څرنګه چي مخدر خواص نلري نو په همدي اساس د نارکوتين په نامه ياديږ ي.

همدارنګه د ټوخي اراموونکي خاصيت لري نو ځکه د شربتونو او ټابليتونو په ترکيب کي ترينه کار اخستل کيږئ 

Omnopon ( pantopon) :-  د ا هم دتر ياکو يو مهم مستحضر دي چي د هايدروکلورايد دمالګو درلودوونکي د ي د مورفين فيصدي پکي ٥٠ ته رسيږي او د درد ضد تاثيرات لري چي په زرقي شکل سره تطبيق  کيږي .

 

نالوکسان :- د دغي مرکب تجارتي نوم نارکان دي .

خواص ئئ : - سپين يا تقريبا سپين کم رنګه پوډر دي په اوبو ، رقيقو تيزابونو او قوي القليو کي حليږي په الکولو کي په کم مقدار سره منحل دي او په ايتر ، کلورو فارم کي د انحلال قابليت نلري چي ماليکولو نه ئي په اوبو کي سرچپه جرکت کوي. که چيرته په لوړمقدار سره د زيات وخت لپاره مصرف شي تحمل منځته نه راوړي شديد جانبي عوارض نه لري ليکين امکان لري چي استفراق رامنځته کړي همدارنګه کولي شو چي په مخدرو موادو اخته مريضانو ته ئي د تداوي په خاطر ورکړو .

د نالوکسان د استعمال موارد :- د اپيوني دواو سره د مشابه موادو څخه رامنڅته شوي لکه د مورفين ، کودئين او نورو په واسطه د تنفسي ضعف د لمنځه وړلو لپاره انتخابي دوا شميرل کيږي امکان شته چي څو ځلي د دغي دوا تطبيق ته ضرورت پيداشي څرنګه چي نالوکسان د تنفسي سيستم کمزوري منتځته نه راوړي نو په هغه  ناروغانو کي چي د مخدره موادو دمسموميت په مقابل کي حساسيت ولري امکان لري چي په کار يوړل شي همدارنګه د کوما په حالت کي هم استعماليدلي شي او د حيوان په هوش کي راتلو ته سرعت ورکوي .

د لوپرامايد ، ميپريدين د زيات مصرف څخه د رامنځته شوي تشنجاتو د لمنځه وړلو لپاره ګټور ثابتيږي څرنګه چي ددرد ضد شديد تاثير لري نو د زړه د رګي سيستم ، هضمي جهاز ، د صفراوي مجراو ود سپازم او همدارنګه د مخدرو دواګانو د ټولو تاثيراتو په مقابل کي ضد اثر لري .

د ترياکو د الکلوئيدونو مصنوعي مشتقات په لاند ي ډول تشريح کيږي :                       

     Heroine هيــروئيــن

تعريف :- هيروئين په لغت کي د قوي او قهرمان په معنا دي او په اصطلاح کي د ترياکو  د مصنوعي الکلوئيدونو له جملي څخه يو الکلوئيد دي چي نسبت ترياکو او مورفينو ته زيات او شديد اعتياد رامنځته کوي .

هيروئين په طبعي ډول سره په ترياکوکي موجوديت نه لري ولي د مورفين د استايله کيدو څخه لاسته راغلي د ي نوموړي مصنوعي الکلوئيد د يو الماني عالم له خوا چي ودرسر نوميده کشف شو .نوموړي عالم طمع لرله چي دغه الکلوئيد به په ترياکو باندي د اخته اشخاصو لپاره د معالجي په ډول استعمال شي  ولي ثابته شوه چي هيروئين نسبت ترياکو او مورفينو ته زياته اخته کيدنه رامنځته کو ي چي تراوسه پوري د معتادينو تر استعمال لاندي قرار لري او تر ټولو زيات خطرناکه دي .

د هيروئين تاثيرات په مغز باندي د مورفين په پرتله زيات دي او د زهريت يا مسموميت فيصدي ئي ٤- ٨ چنده زياته د ه همدارنګه د زهريت يا مسموميت فيصدي ئي نسبت نارکوتين ته ٨-١٠ چنده زياته د ه د هيروئين جذ ب د بدن د مخاطاتو او پوستکي لاندي په تيزي سره صورت نيسي . او ډيره شديده معتادوونکي دوا ده .

Apomorphine:- داهم دترياکو دمصنوعي الکلويدونو د مشتقاتو له جملي څخه دي چي د شديد استفراق راوړونکو دواګانو له جملي خخه شميرل کيږي

 

Toxo   kenitic

جذب :- کله چي ترياک د خولي له لاري په مصرف ورسيږي په شدت سره ځيګر ته تيريږي او په هضمي سيستم کي جذ بيږي د ترياکو جذب د کولمو له لاري په ښه توګه تر سره کيږي که چيرته  دپوستکي لاند ي ذرق شي زر جذبيږي خو د سالم پوست له لاري په ښه توګه نه جذ بيږي تر ټولوښه لاره د جذب ئي چي په شدت سره جذبيږي هغه هم د ترياکو زرق کول دي په داخل د وريد کي .

ميتابوليزم :- کله چي مورفين دخولي له لاري مصرف شي نو ځيګر ته تيريږي او په هضمي سيستم کي جذبيږي اود ميتابوليزم د عملي لاند ي قرار نيسي چي وروسته دميتا بوليزم او جذب څخه توکسيستي منځته راوړي او د حيوان د مرګ  باعث ګرځي. د دغه دوا ميتابوليزم په کمه اندازه په ځيګرکي تر سره کيږي چي  ميتابوليزم ئي د اوکسيديشن د عملي په واسطه اجرا کيږي او په تړلي شکل سره د ادرار له لاري دفع کيږي کله چي ترياک د خوراک له لار ي مصرف شي لومړي ميتابوليزم ئي په هغه اندازه سريع دي چي اندازه ئي د زرق په پرتله يو پر پنځوس ځلي قوي ده .

اطراح :- دحيوان په بدن کي مورفين زياتره Conjugate  کيږي او هم په ازاده توګه د ادراد له لاري  اطراح کيږي چي په لومړ يو ٢٤ ساعتو کي ٩٠% اطراح کيږي او ډيرکم مقدار ئي تر ٤٨ ساعتونو پوري په ادرار کي ليدل کيږي . تر ٤ ورځوپوري په کمه اندازه  د ادرار له لاري او ځيني ئي د ٤ ورځو خخه روسته د بد ن د نورو لارو نه دفع کيږي .

په عادي ناروغانو کي د دغي دوا نيم عمر ٥٠ دقيقي دي او هغه مريضانو کي چي د باربيتو راتونو خخه استفاده کوي  او يا هم په زياته اندازه سره الکول يا نور نارکوتيک مواد مصرفوي په نتيجه کي دغه مواد د ځيګر د مايکرو زومال انزايمونو د تجزيه کيدو او يا هم ددي انزايمونو د فعاليد و باعث ګرځي چي بيا د دغه دوا نيم عمر ٣٠ دقيقو پوري رسيږي .

دتاثير ميکانيزم: په معدي معائي او مرکزي عصبي سيستم کي داوپئيد مستحضرات د خپلو مخصوصو ريسپټورونو دلاري تاثير کوي يعني دا مستحضرات دعصبي حجراتوHyper polarization)) منځته راوړي اوله بلي خوا د Nerve firing))دنهي سبب ګرځي اوپه( Pre synaptic) برخه کي دTransmitters))افرازنهي کوي .مورفين په    (Spinal cord) کي Lamin 1 lamin 2))دM ريسيپټورونه اسيتا يله کوي او په دي وسيله د (Substance  p) افراز کموي کوم چي په نخاعي شوکي کي ددرد دتوليد مسئوليت په غاړه لري.

  • عصبي لمړي تحريک او بيا دحسي او حرکي مرکزونودضعف سبب ګرځي نو په همدي سبب ددرد ضد تاثيرات لري .
  • دزړه ضربان په لمړيو کي زيات او بيا کميږي چي رګونه پراخوالي پيداکوي د ويني فشار ښکته کيږي  هضمي سيستم کي استقراقات منځته راځي . 

دترياکو د استعمال موارد

v    د بي هوشئ څخه مخکي د درمل په حيث : څرنګه چي دغه دوا د درد ضد او خوب راوړونکي اثرات لري نو په همدي وجه دبي هوشئ اخرنئ مرحله په سمه توګه ترسره کيدائي شي  د بلي خوا څخه د لاړو د کميدو باعث ګرځي نو په همدي وجه د لاړو د بهيدو مخه نيسي .

v         دحيوان د قيد کولوپه خاطر : د طبي او نورو معايناتو د اجراکولو لپاره د حيوان د  ارامئ پاعث ګرځي .

v    د دردونو د تسکين په خاطر : لکه په ځينو درد لرونکو اسهالاتو کي او همدارنګه په سپازموديک کوليک کي .ا و دجراحي عملياتو د اجرا څخه وروسته د حيوان د ارامولو په خاطر ترڅو د بي ځايه حرکاتو مخه ونيول شي لکه د حيوان پښه او لاس بي ځايه ښورول اوداسي .

 

        د استعمال طريقي :- 

ý        د ترياکو څکول ، خوړل او داسي نور د ارامئ په مقصد .

ý        د ټوخي او همدارنګه د زکام د تسکين له پاره دکوکنارود غوزي او د   هغوئ د ګلانو جوشول او بيا څښل .

ý   د اپينو د اوبو (Black water ) استعمال د پچکارئ په ذريعه چي په کم مقدار سره استعمال ئي اعتياد او زيات دوز ئي د مرګ  باعث ګرځي چي دوژونکي دوز يا  Lethal dose په نوم ياديږي .

 

  مقدار يا Dose :  د درد ضد مقدار ئي په اسونو او غواګانو کي ٠،٤- ٠،٨ ملي ګرامه دي او خو ب راوړونکې مقدار ئي ٥-١٠ ملې ګرامه دي او دپسونو لپاره دPrimedication  په ډول ٣٠-٦٠ ملې ګرامه پوري رسيږي او يا هم ٠،١-٢ ملې ګرامه په کيلو ګرام ورکول کيږي .

مسموميت راوړونکې دوز ئي دسپې لپاره ١٠٠ نه تر ٢٠٠ ملې ګرامه په کيلو ګرامه وزن باندي دى په غواګانو کي دمسموميت اندازه او همدارنګه په پسونو، اوزو اونورو حيواناتو کې دکوکنارو غوزي ،ګل اوبوټې دخوړلو په اندازي پوري اړه لري .

دترياکو توکسيسټي

Toxicity: داکليمه دToxicant څخه اخستل شوي ده چه خپله Toxicant دزهرو  معني ورکوي . او دهغه مقدار زهري موادو څخه عبارت دي چه زيان راوړونکى تاثير ولري .

دترياکو څخه رامنځته شوي تسمم په بيلابيلو حيواناتو کي فرق کوي فردي حساسيت هم پدي کي شامل دي . دمورفين داستعمال په واسطه هغه ارتباط کوم چه دمرکزي اعصابو Central Nervous System  تر منځ موجود دي تغير خوري او په نتيجه کي مسمو ميت منځته راځي همدارنګه ځني نور عوامل هم شته چه مسموميت ته لاره برابروي . 

دمورفين دتسمم مقدار په مختلفو څلرويو کي په لاندي جدول کي ښودل شويدي:

شماره

دحيوان نوعه

اندازه په ملي ګرام

١

موږک

٢٠٠-٥٠٠ ملي ګرام پر کيلو ګرام

٢

هندي خوګ

٢٥٠-١٠٠٠ ملي ګرام پر کيلو ګرام

٣

سويه

١٩٠-٥٠٠ ملي ګرام پر کيلو ګرام

٤

آس

٧-٣٠ ملي ګرام پر کيلو ګرام

٥

غوا

٢٥ ملي ګرام پر کيلو ګرام

٦

پسه

٣٦٧-٤٠٠ ملي ګرام پر کيلو ګرام

٧

سپى

٨٠-٥٠٠ ملي ګرام پر کيلو ګرام

٨

خوګ

٣١٦ ملي ګرام پر کيلو ګرام

٩

اوزه

١٠٠٠ ملي ګرام پر کيلو ګرام

١٠

پيشو

٢٠-٣٩٠ ملي ګرام پر کيلو ګرام

١١

چرګه

٦٨٥-٩٨٤ ملي ګرام پر کيلو ګرام

 

 

 

 

 

 

 

 

په پورته ذکرشو ي جدول کي ليدل کيږي چي اوزه د مورفين په مقابل کي تر ټولو حيواناتو زيات مقاومت لري همدارنګه غوا تر ټولو کم مقاومت د مورفين په مقابل کي لري .

Hitcher او Eggleston په کال ١٩١٤م کي وژونکي دوز په هند ي خوګچه کي د کيلوګرام وزن په حساب ملي ګرام ښودلي دي دواړو عالمانو دمورفين د هلاکونکي دوز تجربه په هندي خوګ  باند ي تثبيت کړه.په پخوانيو زمانو کي فکر کيدو چي موږکان نسبت نورو حيواناتو ته د مورفين د مستحضراتو په مقابل کي زيات حساس دي مګر وروستيو تحقيقاتوپه ډاګه کړه څرنګه چي مورفين په حيواناتوکي نسبت انسانانوته کم تسمم لري نولدي څخه داسي معلوميږي چي انسانان نسبت حيواناتو ته د ترياکو په مقابل کي زيات حساس دى.

د انسانانو لپاره د ترياکو هلاکونکي مقدار په معمولي توګه ٥-٢ ګرام پور ي ښودل شوي د ي او همدارنګه د مورفينو هلاکونکي مقدار ٧٠-٥٠٠ملي ګرامه په کيلو ګرام ښودل شو يد ي.کله چي ذکر شوودواړو عالمانو په هندي خوګ  باندي تجربه تثبيت کوله نو په لاندي اندازي سره ئي  هلاکونکي دوز  د بيلابيلو لارو څخه ورته تطبيق کړو .

  • داخل د وريد کي  ٢٠٠ ملي ګرام په کيلو ګرام وزن باندي .
  • د عضلي په داخل کي ٤٠٠ ملي ګرام په کيلو ګرام وزن باندي.
  • د جلد لاندي ٤٠٠ ملي ګرام په کيلو ګرام وزن باندي.
  • د خوراک د لاري ١٠٠٠ ملي ګرام په کيلو ګرام وزن باندي.

 

اعتياد يا اخته کيدنه:

د انسانانو اخته کيدل په ترياکو باند ي دري مرحلي لري چي په لاندي ډول ذکر کيږي چي د مزمن مسموميت په نوم هم ياديږي

      د اخته کيدو د شروع مرحله : په لومړيو وختونو کي اخته کسان په کمه اندازه سره د مورفين ، هيروئين او يا هم د کوم بل الکلوئيد څخه استفاده کو ي دغه کار په تکراري ډول سره اجرا کوي کله چي دغه شخص يوه ورځ له دغو موادو څخه بي برخي شي .نود هغه په وجود کي رواني تغيرات ، هيجاني والي، خفګا ن او غمجن توب ليدل کيږي په دي وخت کي اخته شخص مجبور د ي چي ترياک په مصرف ورسوي ځکه چي ترياک تسکين بخشه او خوب راوړنکي د ي په همدي اساس اخته اشخاص د دغه موادو څخه د  استفادي په صورت کي ځان يو قسم بي پروا ، بي درده اود خوشالئ په دنياکي ډوب بولي او د هر قسم رواني او جسماني مشکلاتو په مقابل کي ځان مقاوم احساسوي .

      دوهمه مرحله يا د استقرار مرحله : پورته ذکر شوي علائم وروسته د ٢-٣ هفتو څخه دهمدغه مقدار ترياکو دمصرف په وجه نه رامنځته کيږي نو اخته شخص مجبور د ي چي د پورته علايمو دمنځته راتلولپاره د ترياکو د مصرف په مقدار کي زياتوالي راولي چي دغه مقدار تر دري هفتو پوري کفايت کوي وروسته د دري هفتوڅخه معتاد شخص بيا مجبور دي چي د ترياکو د مصرف په مقدار کي د پور ته علايمو د ظاهريدلو لپاره زيات والي راولي بلا خره د نوموړي مادي مصرف هغه مقدار ته رسيږي چي نورئي د زياتولو امکانات نه وي او هم پورته ذکر شوي علايم دوباره نه ښکاره کيږي.

پدي وخت کي اخته شخص کوشش کوي تر څو دغه عمل ته دپائي ټکي کيږدي. ولي وجود ئي دردونه او ناراحتي محسوسوي ددي لپاره چي خپل ژوند ته په ورځنيو کارونو کي ادامه ورکړي نو مجبور دي چي د مخدره موادو د بيلا بيلو ډولونو څخه کار واخلي همدغي مرحلي ته د استقرار مرحله وائي چي تر کلونو کلونو پوري دوام پيداکوي.

        د روحاني او جسماني حالت مشوش کيدل :- دغه مرحله د مسموميت د مرحلي په نامه هم ياديږي چي پدي مرحله کي د مسموميت سير په تدريجي ډول سره د مغزي او رواني قواو د ګډوډئ باعث ګرځي او جسم ئي متاثره کيږي چي د عصبي يا مغزي فعاليتونو د عدم تعادل په نتيجه کي جسماني بي نظمي ايجاديږي او د بدن په فعاليتونو کي اختلال رامنځ ته کيږي.

 

هغه علايم چي په ترياکو اخته شخص کي د هغوي د نه موجوديت په صورت کي ليدل کيږي .

د مخدره موادو (هيروئين ، مورفين ، کودئين او نورو ) د مصرفولو څخه ٦-٨ ساعته وروسته که چيرته بيا ورته ونه رسيږي نوا وښکي بهيدنه ، لړزه او دبدن خوله ليدل کيږي چي ١٢-١٤ ساعته وروسته بي خوبي او  ناراحتي رامنځ ته کيږي او د ٤٨-٧٢ ساعته وروسته بي اشتهائي ، خفګان او ويره هم ورسره پيداکيږي چي دغه علايم ٣-٦ ورځو پوري دوام کوي او وروسته په تدريجي ډول کميږي خو دبدن مکمل سالموالي وروسته له ٦ مياشتو څخه صورت نيسى

            

حادتسمم

دترياکو په واسطه دحاد مسموميت منڅته راتلل په پخوا وختونو کى دهغوي دمسمومونکى مقدار دخوړلو له امله رامنڅته کيده چي دترياکو مسمومونکي مقدارد١-٢ ګرامه اودمورفينو مسمومونکي مقدار ٢٠ ګرامه پوري رسيږي چي مسموميت ئي دover dose يا دحد څخه د زيات مصرف په نتيجه کي  منڅته راڅي اولاندي کلينيکي  علايم لري

  • تنفسي اختلالات :- چي غالباً  Brady pnee پکي ليد ل کيږي د تنفس تعداد ئي في دقيقه کي ٤-٥ ځلي پوري وي کيداي شي چي Poly pnee هم وليد ل شي چي محيطي سيانوز هم ورسره وي او د برانشونو غيري طبعي اوازونه پکي ٥٠%  اوريدل کيږي .
  • د هوښيارئ له لاسه ورکول :- چي دغه حالت هميشه موجود وي اخته شخص بي هوشه ، ګنګس او خفګان لري .
  • د حرارت د درجي تغير :- د تودوخي درجه پکي متغيره وي او کله هم نورمال وي او ک