گلان اوزينتي نباتات
سريزه :
داچي زمونږ گران هيواد افغانستان دمختلفوارتفاعاتو او مختلفواقليمونو لرونکي دي.نو دگلانواو زينتي نباتانودروزلولپاره مناسب شرايط اوپه زړه پوري آب وهوالري چي گلان او زينتي نباتات پکي په تجارتي ډول سره وروزل شي .همدارنگه گلان او زينتي نباتات دزياتو ارزښتونولرونکي دي او دژوندپه مختلفوچاروکې تري استفاده کيږي چي دځينو هيوادونوخلک بعضي گلان اوزينتي نباتاتوته خاصه اوځانگړي عقيده لري او هغوي ته ډيرقدر په سترګه گوري چي په خپل مذهبي،ملي،دوديزاوکلتوري پروگرامونوکي تري استفاده کوي.
اوهمدانگه په نړي کي هر کال دهيوادونوتر منځ دگلانو اوزينتي نباتاتودصادرولو اوواردولو په نتيجه کي په ملياردونوډالرتجارت کيږي چي په نتيجه کي دهيواد اودهر غړي او په مجموع کي دملي اقتصاد په ښه والي کي رول لري همدارنګه دګلانو اوزينتي نباتاتود روزلو،توليد،ترانسپورت،پروسس اوسورت بندي،درجه بندي،بسته بندي،ذخيره کولو،مارکيټنگ،توضيع اونوروچاروکي زيات خلک استخدام کيږي او ډيروخلکوته دکار زمينه برابريږي.اودگلانواوزينتي نباتاتودمحصولاتوڅخه په صنعت،طبابت،اودژوندپه نوروچاروکي تري استفاده کيږي چي په عطرياتو،کيماوي درملواوهمدارنګه په طبي ادويه جاتوکي په پراخه کچه استعماليږي .
دزينتي نباتاتوتاريخچه
داسي وويل کيږي چي دځمکي کره ٥٠٠ميليونه کاله پخوارامنځته شويده.اوانسانانوژونددځمکي په کره١٥٠٠٠٠کاله پخواپيل شويده.نوداسي ويل کيږي چي گلان اوزينتي نباتات دعمرله لحاظه دانسانانوڅخه مشران دي.اوهمدارنگه داسي ويل کيږي چي گلان او زينتي نباتات دځمکي په کره کي د٦٠- ٧٠ميليونه کاله پخواپيداشويدي اوهغه اصل اودوره چي ګلان اوزينتي نباتات پکي پيداشويدي(Cenzoic age ) په نوم ياديږي .
دگلاب دګل کراودانسان اشنائي دهغي سره ٥٠٠٠ کلن تاريخ لري.
Ornamental plant عمده برخي
زينتي نباتات ياOrnamental plant په دوه عمده برخوويشل کيږي.
١:-Flower plants : عبارت دهغه زينتي نباتاتوڅخه دي چي دگلانو په منظورکرل کيږي اودگل دزينت په توگه تري استفاده کيږي. لکه:- گلاب(Rose )،نرگس(Narcissus)،غاټول(Tulip)،سوسن(Lily)،گل داوتي(Chrysanthemum)اوهمداسي نور.
٢:-Foliage plant :- عبارت دهغه زينتي نباتاتوڅخه دي چي دښايسته پاڼواوښکلي شکل په منظور کرل کيـږي اودښايسته پاڼو اوښکلي شکل څخه دزينت پتوګه استفاده کيږي لکه مورپان (Moorpan)،درابړونه (Rubber plant) ، ګلبرګ (Coleus) ،زينتي مارچوبه (Asparagus) کلک عروس (Sensevieria)،زقوم (Cactus)،Cycades اوداسي نور.
زينتي نباتات يا Ornamental plants يواځي هغه نباتاتوته نه ويل کيږي چي ګل توليدوي بلکي هغه نباتاتواوبوټوته هم ويل کيږي چي ښايسته اوښکُلي پاڼي ولري اوهمدارنگه ښايسته ،ښکُلي اوزړه راښکونکې شکل اوبڼه ولري .
هغه علم چه دزينتي نباتاتوياOrnamental Plants څخه بحث کوي دفلوريکلچر (Floriculture) په نوم ياديږي .
Floriculture ددووکليموڅخه مشتق شوي دي چه Flori دګل (Flower) څخه اخيستل شوي او(Culture) دروزني (Cultura) څخه اخيستل شوي دي .ياپه بل عبارت Floriculture دهغه علم اوفن څخه عبارت دي چه دګلانودکرني (Cultivation) پالني (processing ) اودخرڅلاو اواخيستل (Marketing ) څخه بحث کوي.
اوهغه څوک چي دزينتي نباتاتويا(Ornamental plant)په باره کي معلومات اومهارت ولري دFlorist په نوم ياديږي.
دگلانواوزينتي نباتاتوطبقه بندي
Classification of Ornamental plant
گلان اوزينتي نباتات په عمده ډول په دوه برخوويشل کيږي.
الف:-واښه ډوله گلان اوزينتي نباتات (Herbaceous ornamental plant):- واښه ډوله زينتي نباتات دنموددوران په اساس په دري برخوويشل شويدي.
١ _ يوکلن زينتي نباتات (Annual ornamental plant):- يوکلن زينتي نباتات دموسم په اساس په دوه برخوويشل شويدي.
A- ژمني يوکلن زينتي نباتات(Winter Annual Ornamental plant:-لکه :-گل انتري(Anthirinum )،خواږه نخود(sweet pea )،Petunia ،ادم چيره ياTri color (Pansy pansy )،phlox اوداسي نور.
B- اوړني يوکلن زينتي نباتات Summer Annual) ornamental plant) :-لکه :-گل روسي(Zinnia )،فرانسوي جعفري گل (American marigold )،افريقائي جعفري گل(African marigold) ،گل فرشي (Portulica)،اوړني صبرياجاروگلي(Kochia)،تاج خروس (Cock comb
عشق پيچان (Marning glory ) sun flower, touch me not اوداسي نور .
٢ : - دوه کلن زينتي نباتات (Biennial ornamental plant : لکه شبو ګل (wall flower ) زينتي کرم (Cabbage) ، ګل انګشتانه (fox glove ) اوداسي نور .
٣ :- څوکلن زينتي نباتات (perennial ornamental plant) : لکه جريبن ( Geranium)، سوسن ګل (lily) غاټول (Tulip) ، ګل زنبق (Iris ) ،ګل نرګس ( Narcissus ) ،: ګل داودي (Chrysanthemum) اوداسي نور .
ب :-لرګين زينتي نباتات (Woody Ornamental plant) – لرګين زينتي نباتات په لاندي څلورو برخو ويشل شوي دي .
١ :- وني (Trees) – لکه سروه (Cypress ) ، ناجو (Pinus) ، Eucalyptus ،سره بوتلي ګلان (Bottle brush) ، بنګالي انځر (Ficus ) ، پيپل ، پنجه چينار (Platane) اوداسي نور.
٢ :- درختچي (Shrubs) :- لکه –غوړاسکي (Dodonea viscose) ، شمشاد ، ګل موتيا(Jasmanium) ،زينتي انار ، مورپان اوداسي نور .درختچي په دوه قسمه دي تل شني (Ever green) اوپاڼريژي ( Deciduas) .
٣ :- پيچکونه (Lianes/Vienes ):- لکه رامبيل اوچامبيل ګلان ، Bougounvilla اوداسي نور .
٤ :- بوټي (Bushes) لکه ګلاب ګل (Rose) اوداسي نور .
دکرلو په اساس دزينتي نباتاتو اوګلانو طبقه بندي
١:- Beddimg plant :- هغه ګلان اوزينتي نباتات دي چې په پټکيو،سرکونو او لاروپه غاړو کرل کيږي لکه :-پتوني ګل ، انتري ګل ، بنفشه ګل ،جعفري ګل ، روسي ګل اوداسي نور .
٢ :- Hanging plants :- هغه ګلان اوزينتي نباتات دي چې په ګلدانيوکي کرل کيږي او بيا په يو اوچت ځاي کي ځوړنديږي اوخپلي ساقي لاندي ځړوي .لکه
Spider plants ، جريبن ګل ، ګل فرشي (Partulica) اوداسي نور .
٣:- House plants :- هغه ګلان دي چې دکورونوپه داخل کي کرل کيږي لکه کلک عروس (Sensevierea) ، زقوم (Cactus) ،زينتي مارچوبه ، مشک عنبر (Artimesia اوداسي نور .
دګلانو اوزينتي نباتاتو طبقه بندي داستعمال دمقاصدواومواردوله مخي:
١ :-Bedding plants :- هغه زينتي نباتات چې په پټکيو(plots ) کي دسرکونواولاروترغاړوکرل کيږي بايد دازينتي نباتات يوکلن وي .
٢ :- Border plants :- هغه ګلان اوزينتي نباتات دي چې دفرعي سرکونو ترغاړوکرل کيږي لکه غوړاسکي ، مو رپان اوداسي نور .
٣ :- Foliage plants :- هغه زينتي نباتات دي چې ښکُلي شکل اوښکُلې پاڼي ولري .
٤ :- Cut flower :- هغه ګلان دي چې ګلان ئي پري اودسته دسته کيږي اوبيا خرڅيږي لکه ګلاب (Rose) ،ګل غاټول (Tulip) ، سوسن ګل (Lily) ، نرګس ګل (Narcissus) ،ګل ميخک (Fressea) اوګل داودي .
٥ :- Cut green :- داګلان ندي مګر ښايسته پاڼي لري اودګلانو په ښه جوړولو کي استعماليږي لکه مورپان ،سروه Cypress ، Cycas ، Loguat ګل زنبق ،پکي ضرما(Fam palw اوداسي نو ر .
٦ :- Balbous plants :- ددي مقصدلپاره تکثري برخي استعماليږي اودګلانو په مارکيټ کي داهميت وړدي لکه غاټول ګل ،سوسن ګل ،ميخک ګل ،نرګس ګل . اوداسي نو ر.
٧ :- Live plants /Pots په ګلدانيو کي ګلان کرل کيږي اوپه مارکيټ کي خرڅيږي پدي کي مختلف ګلان شامل دي .
٨ :- Loose flower :- هغه ګلان دي چې هارونه اواميلونه تري جوړيږي لکه کشمالي ، چمبيلي اوداسي نو ر .
دګلانو او زينتي نباتاتو اهميت
Important of ornamental plants
دګلانو څخه دژوند په مختلفو چارو کي استفاده کيږي او مختلفي ګټي تري تر لاسه کيږي .
١ :- خلکوته دکارزمينه برابريږي (Generati of employment) :- دگلانو اوزينتي نباتاتو دکرلوپه اساس زيات شميرخلکوته دکارزمينه برابريږي لکه:-دمختفلوگلانوڅخه د عطرونواستخراجولوپه فابريکه کي زيات شميرکسان پکار گومارل کيږي اوهمدارنگه دگلانواوزينتي نباتاتوپه روزلو،سورت کولو، درجه بندي،بسته بندي،پروسس،انتقال اوهمدارنگه دمارکييټنگ په چاروکي زيات کسانوته ضرورت پيداکيږي .
٢:- دفي واحد ځمکي څخه ډيرعايدترلاسه کول(Higher profil /unitarer ):-دگلانواوزينتي نباتاتودتوليدپه واسطه په في واحدځمکه کي نظرنوروهارتيکلچري اواگرانوميکي محصولا توته زيات عايدترلاسه کيږي اودگلانواوزينتي نباتاتوکم تعدادزيات قيمت لرونکي دي لکه:- دGladiolus په نوم گلان دي چي Cut flower له جملي څخه دي چي دواده په مراسموناووته ورکول کيږي چي هره خوشه يي ($٦٠-٧٠) قيمت لري پداسي حال کي چي هر بوټي غونچودتوليد قابليت لري . اوهمدارنگه دځينو زينتي افتاب پرست يالمر گلي ديوگل قيمت تقريبا ٣٠ امريکايي ډالردي.اوهمدارنګه دنوروگلانواوزينتي نباتاتوفي دانه لوړ قيمت لري چي په مجموع کي دمولدداقتصادپه ښه والي سبب گرځي .
٣:- اقتصادي اوتجارتي ارزښت(Economic and Commercial value ):-په نړي کي هر کال د هيوادونو تر منځ ٧.٥ مليارده ډالره د ګلانو او زينتي نباتاتو تجارت نيسي. په نړي کي د ګلانو او زينتي نباتاتو لوي بازار او مارکيټ Alsmeer په نوم ياديږي چي د Neuzearland په هيواد کي موقعيت لري. او ددي بازار مساحت ٨٧٨٠٠٠ متر مکعب يا ٤٣٩ جريبه دي . او دي بازار ته هره ورځ د ګلانو او زينتي نباتاتو دپلورلو او اخستولو په نتيجه کي ٧٥.٥ ميليونه ايروسوداکيږي .اوهمدارنگه په دي مارکيټ کي نړي(٤٤%)گلان اوزينتي نباتات په خرڅلاورسيږي نوپدي اساس خلکو ته دکارزمينه برابريږي اودخلکو اقتصاد بهبوديپداکوي چي په نتيجه کي دهيواد ملي اقتصادرشدکوي اوښه کيږي.
دگلانواوزينتي نباتاتوځيني عمده توليد
اومصرف کوونکي هيوادونه
په نړي کي دگلانواوزينتي نباتاتوعمده توليدونکي هيوادونه عبارت دي له:-
١:- Neuzaer land :- دنړي٥٧%گلان په هيوادکي توليديږي چي داهيواد٦٢٢ هتکتار گل خاني يادګل دتوليد ساحه لري.
٢:- Colombia :- دنړي ١٤%ګلان پدي هيواد کي توليديږي .
٣ :- Israel :- دنړي ٣% ګلان پدي هيواد کي توليديږي .
٤ :-Kenya :-دنړي ٣%ګلان پدي هيواد کي توليديږي .
٥ :- Ecuador :- دنړي ٣% ګلان پدي هيواد کي توليديږي .
په نړي کي دګلانو اوزينتي نباتاتو
عمده مصرف کوونکي هيوادونه
١ :- Switzerland :- پدي هيواد کي په کال کي دفي نفر په سر87.1 Era/ca ګلان په مختلفومراسمو اودمختلفو مقاصدو لپاره په مصرف رسيږي .
٢:- Norway :- پدي هيواد کي دفي نفر په سر 56.7 ايروګلان په مصرف رسيږي .
٣:- Austria :- پدي هيواد کي دفي نفر په سر 43.6Era/capitan په مصرف رسيږي .
٤:- Belgium :- پدي هيواد کي دفي نفر په سر 51.3Era/capitan ګلان په مصرف رسيږي .
په نړي کي ځيني هيوادونه دګلانو اوزينتي نباتاتو توليدونکي هيوادونه دي مګر ګلان اوزينتي نباتات هم واردوي لکه جرمني ،امريکا ،برتانيه ،فرانسه اوداسي نور .
٤ :-تفريحي اوزينتي ارزښت(Recreation and Beautification value) :-زينتي ارزښت په دي معنا چې دکورونو دننه (In door ) دښکُلا لپاره دګلانو او زينتي نباتاتو څخه استفاده کيږي اوهمدارنګه دکورونو څخه بيرون (Out door ) دښکلا لپاره ، دسرکونودغاړو دښکلا ، دپارکونو ، چمنونو دښکُلا لپاره اوهمدارنګه دحکومتي ، عام المنفعه ځايونو دښکُلا لپاره او په مجموع کي دمحيط اوهيواد دښکُلا لپاره دګلانو او زينتي نباتاتو څخه استفاده کيږي .
او تفريحي ارزښت په دي معنا چې خلک دکورونو په داخل کي دناستي لپاره چمنونه جوړوي اوهلته ګلان اوزينتي نباتات کري ترڅو دذهن دارامتيا سبب وګرځي اوهمدارنګه ځيني خلک دکورونو څخه بحر دګلانو اوزينتي نباتاتو لپاره مخصوص ځايونو جوړوي اودتفريح په منظورهلته کيني ، ځيني خلک بيا دتفريح لپاره پارکونو، سرکونو ترغاړو اونورو عام المنفعه ځايونو کي کيني اوهلته لوبي کوي .
٥ :- دمحيط هواتصفيه کوي (Amelioration of Enveroment ) ګلان اوزينتي نباتات له يوي خوا دهواڅخه کاربن داي اوکسايد (Co2 ) اوکاربن مونو اوکسايد (Co ) اونورو ګازاتو دجذبولو سبب ګرځي اوپه مقابل کي محيط ته اوکسيجن ورکوي اوهمدارنګه دهوا ګرداوغبار ،خاوري اودوړي ، ا ودهوا لوګي جذبوي .
ګلان اوزينتي نباتات دمحيط بدبوئي له منځه وړي اوپه مقابل کي دګلانو اونورو برخو دخوشبو پواسطه محيط خوشبويه اومعطره کوي چې دخلکو دخوشحالتيا او دذهنونو دارمتيا سبب ګرځي .
٦ :-(Horticulture therapy ) دګلانو اوزينتي نباتاتو پواسطه دروحي او ذهني ناروغانو معالجه کول:-دګلانو اوزينتي نباتاتو پواسطه دروحي او ذهني ناروغانو معالجه کيږي .هغه داسي چې روحي اوذهني ناروغان په يو مخصوص ځاي کي چې هلته ګلان او زينتي نباتات روزل کيږي دتفريح په منظور ورولي نو دروحي ناروغانو دفکر دبدليدو دذهن دارامتيا او خوشحالتيا سبب ګرځي . اوهر مريض ته ددي موقع و رکول کيږي چې دخپل دخوښي ګل او زينتي نبات وروزي داناروغان ددي ګلانو په روزنه اوپالنه کي مصروف ساتي تر څو ددي فکر او سوچ بدل شي نو په نتيجه کي دا ناروغان دذهن دارامتيا او خوشحالتيا احساس کوي .
٧ :- Development of Perfumery Industry:)) دګلانو پواسطه دعطرونو صنعت ته پراختيا ورکول :- دمختلفو ګلانو څخه په فابريکو کي عطرونه استخراجيږي او دبلي خوا دخلکو دمشغولتيا سبب ګرځي اوهمدارنګه دعطرونو پواسطه اطاقونو کورونه اومحيط خوشبويه کيږي او دخلکو دذهنونو دارامتيا سبب ګرځي.
٨ :- Development of Homeopathic sector )) دګلانو اوزينتي نباتاتو پواسطه طبي سکتور ته پراختيا ورکول :-- دګلانو ا وزينتي نباتاتو پواسطه طبي سکتور ته پراختيا ورکول کيږي .داځکه چې دمختلفو ګلانو او زينتي نباتاتو څخه مختلف قسمه يوناني اوطبي دواګاني جوړيږي اويا ددي ګلانو او زينتي نباتاتو څخه داسي مواد استخراجيږي چې په کيمياوي، بيولوژيکي،طبي ا ويوناني دواګانو اوموادو کي تري استفاده کيږي لکه زينتي مارچوبه (Asparagus ) چې په يوناني دواګانو کي تري استفاده کيږي ، عرق ګلاب اوداسي نو ر .
٩ :- (Improvement of quality of life ) دژوند دکيفيت په اصلاح کي رول لري :-
څرنګه چې دذهن ارامتيا اوخوشحالتيا په انسانانو دروغتيا او دعمر دکيفيت دښه والي سبب ګرځي نوهمداعلت دي چې ګلان اوزينتي نباتات دانسانانو دژوند دکيفيت په اصلاح کي رول لري .
١٠ :- دګلانو اوزينتي نباتاتو ملي او دوديز ارزښتونه :- هرهيواد دځانګړي او مشخص ملي ګل لري چې په ملي اومذهبي پروګرامونو کي تري استفاده کوي اوپه همغه ځانګړو او مشخصو ګلانو خاصه عقيده لري چې دځينو هيوادونو ملي ګلان عبارت دي له :-
A :- دهندوستان اومصر ملي ګل (Lotus )دي چې غاټول غوندي ده .
B :- دبرتانيه ،امريکا ،ايران او سيوزيلينډ ملي ګل ګلاب (Rose ) دي .
C :- دچين ملي ګل دنرګس ګل (Narcissus ) دي .
D : - دجاپان ملي ګل ګل داودي دي .
E :- دنيو زيلينډ ملي ګل دغاټول ګل دي .
F :- دايټاليا ملي ګل دسوسن ګل (Lily ) دي .
G :- دجرمني ملي ګل د(Corn flower ) دي .
اوهمدارنګه نور هيوادونه خپل ځانګړي ملي ګلان لري چې په ملي ، مذهبي او نورو خاصو پرګرامونو کي تري استفاده کوي اواستعماليږي .
همدارنکه دنړي په نورو هيوادونو کي دخاصو او ځانګړو دوديزو اوکلتوري مراسمو او دخاصو اوځانګړو احساساتو دڅرګندولو لپاره دمختلفو ګلانوڅخه دمختلفو مقاصدو لپاره تري استفاده کوي لکه :- په لاندي ډول سره تري يادونه کوو .
١ :- دميني داظهار لپاره :- کله چې څوک وغوړي ديوچاسره دميني اظهار وکړي نو لاندي دري ډوله ګلان ددي مطلب لپاره استعماليږي .
ګلاب ګل (Rose )
غاټول ګل (Tulip )
ميخک ګل (Carnation love )
٢ :- دغم داظهار لپاره :- کله چې څوک وغوړي ديو چا سره دغم اظهار وکړي نو فرانسوي جعفري ګل (French marigold ) وروړي اوورکوي ئي .
٣ :- دډير احترام لپاره :- کله چې څوک دډير احترام وړوي اوداحترام په سترګه ورته ګوري اوهمدارنګه احترام ورته قايل وي نوهغه ته دنرګس ګل وروړي :
٤ :- دپيغام لپاره :- يوچاته چې څوک پيغام وړي نودپيغام رسولو لپاره دذنبق (Iris ) څخه استفاده کوي او هغه وروړي .
٥:- دفخر او افتخار (Proud )لپاره يعني هغه څوک چې دافتخار وړوي او په هغه باندي خلک فخر اووياړ کوي نودAmaryllis ګل ورکوي .
٦_دسفر لپاره:- کله چي څوک په سفر باندي ځي اوسفرته وځي نوهغه ته دوستان اوملگري يي دخواږه نخودگلان (Sweet pea) وروړي.
٧:-دسينگار اوارآيش ياعياشي (Luxury) دطلب لپاره:- ددي مطلب په خاطر دشبوگل (Stock )څخه استفاده کيږي اونوموړي گل ورکوي .
٨:- غرور اوتکبر(Presumption ) لپاره :- يعني يوچاته دځان دپاکوالي اوخالصوالي دښکاره کولو لپاره گل سوسن(Lily ) ورکوي.
ددي ټولوتوضيحاتو مطلب اوهدف دادي چي په نړي کي گلان او زينتي نباتاتوته دقدرپه سترگه گوري اوخاصه اوځانگړي عقيده ورته لري .اوهمدارنگه په خپل مذهبي ،ملي اودوديزاوکلتوري ،خوښي اوخوشالي ،تفريحي اوهمداسي نورو مراسمو اوجشنونوکي تري استفاده کوي.
١١:- دگلانواوزينتي نباتاتوبيولوژيکي اوايکولوژيکي ارزښتونه(Biological and Ecological value of ornamental plants) :-گلان اوزينتي نباتات دحشره جذبونکي (Trap plant )نباتاتوله جملي څخه دي چي زياتره مفيد حشرات ځانته جذبوي. لکه دشهدومچي (Honey bees) چي دنباتاتو په گرده افشاني (Pollination )کي زيات رول لري .اوهمدارنگه دگلانو اوزينتي نباتاتودشيري (Nactor ) څخه داستفادي په نتيجه کي ښه کيفيت لرونکي ، ذايقه دار شهدتوليدوي اوهمدارنگه شرپرک (Butter fly )چي ښآيسته اوښکلي شکل لرونکي دي اودخلکودنظرجلبولو اودمحيط اوچارييريال دښکلا سبب گرځي .
دگلانواوزينتي نباتاتودصنعت عمده برخي
١:- دگلانواوزينتي نباتاتوتجارت ( Florist Trade ): چي پدي برخه کي دقطعه کونکي گلان (Cut flower اوقطعه کونکي زينتي نباتات (Cut green )اوهمدانگه نور گلان اوزينتي نباتات استعماليږي .
٢:- دگلانواوزينتي نباتاتونرسري جوړول( Plant Nursery) :- دگلانواوزينتي نباتاتوروزل په نرسري کي اووروسته په خرڅلاورسول.
٣:-) Bedding plant Industry )په سرکونواوپياده رونوپه غاړوکي دگلانواوزينتي نباتاتودکرلوصنعت.
٤:- دتخمونواوتکثري برخودتوليدصنعت :- دگلانواوزينتي نباتاتو دتخمونواودهغوي دتکثري برخوتوليداودهغوي خرڅول.
٥:-دگلانوڅخه دعطرجوړولوصنعت (Flower Perfumery ).
اوهمدارنگه دگلانواوزينتي نباتاتوڅخه په بي شميره صنعتونوکي تري استفاده کيږي .
په افغانستان کي دگلانواوزينتي نباتاتو
دتوليدلپاره دامکاناتوشته والي
١:- مناسب اقليم (Suitable Climate ):- په افغانستان کي دگلانواوزينتي نباتاتولپاره ښه اومناسب اقليم موجود ړي دا ځکه چي افغانستان دمختلفو ارتفاعاتو ارتفاعاتولرونکي دي اودگلانواوزينتي نباتاتودتوليدلپاره ښه اومناسب اقليم لري.
٢:- بشري قوه (Human Resources ):- په افغانستان کي بشري قوه زياته ده اومزدور ارزانه دي نوپه نتيجه کي محصول په ارزانه بيه تماميږي .
٣:- جغرافيوي حالت ياموقيعت (Geographical Situation ):- افغانستان ښه جغرافيوي حالت ياموقعيت لري اوپه اساني سره نوروهيوادونوته صادرات اوواردات کولاي شي.
٤:- د وحشي نوعوموجوديت (Geroplasm) :- په افغانستان کي دزياتروگلانواوزينتي نباتاتواجداد اووحشي نوعي موجودي دي.
په افغانستان کي دگلانواوزينتي نباتاتو
دتوليدپه برخه کي مشکلات
١:-دګلانو اوزينتي نباتاتو دروزني ،پالني ،انتقال ،زخيره کولو ،درجه بندي سورت بندي ، بسته بندي ،مارکيټنګ ،پروسس او توزيع په هکله دپوهي او معلوماتو نه درلودل .
٢ :- دګلانو اوزينتي نباتاتو دمسلکي اشخاصو نه موجوديت .
٣ :- دګلانو اوزينتي نباتاتو دخرسلاو لپاره دمارکيټ نشتوالي .
٤ :- دګلانو اوزينتي نباتاتو دمارکيټ يابازار په باره کي دمعلوماتو نشتوالي .
٥ :- دګلانو اوزينتي نباتاتو دترانسپورت لپاره دمخصوصو موټرو نشتوالي اودسورت بندي ، درجه بندي او بسته بندي لپاره دمخصوصو سامان الاتو نشتوالي اوهمدارنګه دزخيره کولو لپاره دمناسب
نشتوالي اوهمدارنګه دګلانو اوزينتي Storage نباتاتو دپروسس لپاره دفابريکو نشتوالي .
٦ :- دګلانو اوزينتي نباتاتو داصلاح شوي ورايټيواودتکثري عناصرونه موجوديت .
٧ :- دګلانو اوزينتي نباتاتو دانتقال په برخه کي دترانسپورتيشن ستونزي .
نتيجه ګيري
څرنګه چې انسانان دګلانو اوزينتي نباتاتو سره داشنائي اوپيژندګلوي ٥٠٠٠ کلن تاريخ لري نوداسي ويل کيږي چې ګلان اوزينتي نباتات دانسانانو څخه دعمر له لحاظه مشران دي . او انسانان دګلانو اوزينتي نباتاتو څخه دژوند په مختلفو چارو لکه مذهبي، ملي، دوده يز ،کلتوري اودخوشحالي په مراسمو او جشنونو کي تري استفاده کوي . همدارنګه ګلان اوزينتي نباتات داقتصادي تجارتي ،بيولوژيکي ،ايکالوژيکي ، زينتي ،تفريحي ،صنعتي ،طبي ،محيطي ، معالجوي ارزښتونو لرونکي دي . په داسي حال کي چې ځيني هيوادونه خپل مشخص اوځانګړي مذهبي اوملي ګلان لر ي اوهمدارنګه په نړي کې هرکال دهيوادونو ترمينځ ٧.٥ ميليارده ډالره دګلانو اوزينتي نباتاتو تجارت صورت نيسي .اوهمدارنګه زمونږ ګران هيواد افغانستان هم دګلانو او زينتي نباتاتو دروزلو او توليد لپاره ښه په زړه پوري شرايط لري اودګلانو اوزينتي نباتاتو صنعت پکي ښه وده کولي شي داځکه چې افغانستان دګلانو اوزينتي نباتاتو دروزلو لپاره ښه اوپه زړه پوري شرايط اواب وهوا لري ،بشري قوه ئي زياته ده، مزدور ارزانه ده ،ښه جغرافيوي موقعيت لري چې نوروهيوادونو ته په اساني سره صادرات اوواردات کولي شي اوهمدارنګه زمونږ په هيواد کي دځينو ګلانو اوزينتي نباتاتو وحشي نوعي موجودي دي .
یادونه: لاندې انځورونه په پاسنۍ لیکنې کښې د ذکرشویو ګلانو انځورونه دي.چې شین بڼ یې خپلو لوستونکیو ته ډالۍ کوی . دهرګل انځوردپاسه که د موس کرسر ودریږی د هغه ګل پښتو او انګلیسي نوم څرګندیږی. هیله ده د ګلانو سره مو اشنايی ډیره شی .