د مارچوبې روزنه
اجـــــمل ( وفـــا )
سريزه:
زمونږ دګران هيواد افغانستان اقليم د ګڼ شمير سبزيجاتو د روزنى لپاره مساعد دى له همدى کبله يو شمير کروندګر او ځمکه لرونکى د سبزيجاتو
په کرنه او روزنه باندى بوخت دي چى له همدى لارى د خپل ژوند اړتياوي
او مشکلات حلوى چى دنوموړى توليد شوو سبزيجاتو له جملى څخه يوه
اندازه خارج اويوه اندازه يي زمونږ په هيواد کى په مصرف رسيږى چــــــــى بهرنى هيوادونو ته د سوداګرانو پواسطه انتقاليږى چى له همدى لارى
زمونږ هيواد ترينه په زياته پيمانه خارجى اسعار په لاس راځى اود خارجى اسعارو يوه مهمه منبع بلل کيږى کوم چى د هيواد د صادراتو ديرش فيصده جوړوى سره له دى چى افغانستان د ښه اقليم او اب هوا په لرلو سره د
زياتوسبزيجاتو د روزنى لپاره يو ټاټوبى دى او يو شمير کروندګر يي د سبزيجاتو په روزنه او کرنه بوخت دي خو د نورو هيوادونو په نسبت کم حاصلات ورکوي چه ښايي علتونه يي د کيمياوى سرو نه استعمال او د اصلاح شوو تخمونو او ورايټيو کمبود اونشتوالى وى اوله بليخوا څخه زمونږ په هيواد کى داخلى ټرانسپورت ډير په مشکله سره ترسره کيږى ځکه چى د لارو اوسرکونو د خراب حالت پواسطه دا کار ستونزمن دى او هيله ده چى په راتلونکى کى نوموړى مشکل د عصرى تکنالوژى په استعمال سره رفع شى او زمونږدسبزيجاتو عايدات لاپسى پياوړى شى . نو فلهذا داماخپل ځانته مناسبه
وبلله چى دخپلى تحصلى دورى په نهايي کال د لمړى سمسترد سيمنار موضوع
دمارچوبې روزنى تر عنوان لاندى ترتيب او ستاسو محترموحاضرينو په وړاندى ارايه کړم . زه پدى برخه کى د خپل عزتمند استاد پوهنياررشاداحمد(شيرزاد
) څخه د زړه له کومى مننه اوکورودانى وايم چى له ماسره يي ددى سيمنار په ترتيب کى نه ستړيکيدونکى هلي ځلي کړي
په درنښت.
تاریخچه:
د مارچوبي د پيدايښت ټاټوبي اسيا او اروپا ده او له ٢٠٠٠کلونو څخه زياته موده کيږي چي د کرني لاندي ده . مارچوبه په لرغوني وخت کي يونانيانو او روميانو له خوا د خوراک په څير استعماليده . او ټولو برخو يي زيات ارزښت درلود .
بوتانیکي خصوصیات:
مارچوبه د Lilaceae په نباتي کورني پوري اړه لري او په اروپا او افريقا کي لږ ترلږه ١٠٠ سپيشيزونه لري . ځيني يي واښه ته ورته ( herbaceous) او نور يي لرګين (woody ) دي .مارچوبه څوکلن dioecious سابه دي . لوړوالي يي د ١٢٠ څخه تر ٣٠٠ سانتي مترو پوري رسيږي . نارينه ګلان يي ژيړ ډوله شنه او په سترګو ښکاري حال دا چي ښځينه ګلان يي ښه نه ښکاري . ميوه يي دري کوټيزه بيري three celled berry ده چه د پخوالي په وخت کي سور رنګ نيسي .
تخمونه يي غټ ٣ ملي متره يا تردي لږ قطر لري . شايي ګرده او يو طرف باندي هموار دي . د تخمونو رنګ يي تور دى .
خاوره اودخاوری تیارول:
مارچوبه په سوړبخن اقليم کي د خاورو په ډيرو ډولونو کي وده کولاي شي . مګر ژوره خاوره ورته غوره بريښي . شګلني ، شګلني لوم او سيلټ لوم خاوري په ډيروځايو کي د مارچوبي دپاره مطلوبي ګڼل شويدي . د وختي حاصل لپاره مارچوبه بايد په شګلنو او شګلني لوم خاورو کي وکرل شي .
د خاوري زهکشي بايد په ښه توګه شوي وي . د مارچوبي د ښي ودي لپاره په زړه پوري پي اچ د ٥،٦ څخه تر ٥،٧ پوري دى .خاوره دي په ښه ډول تياره شي . ځکه چي مارچوبه د يو ټاکلي ځاي په خاوره کي څو کاله وده کوي او دکرلو وروسته او د کرلو وروسته بيا د خاوري تيارولو ته موقع نه وي .
د مارچوبي د نيلو سيستم د ټولو نباتاتو په ډله کي خورا غښتلى دى . او په ځينو سيمو کي د ٦ـ٩ متره پوري د مارچوبي نيلي ژوري ځي .
د نيلو ژور سيستم دى چي مارچوبه د خاوري او د هوا د ناوړه شرايطو لکه د وچوبې ، ساړه ژمي ، ډير لنده بل او د مالګي تجمع سره مقاومه ګرځوي .
دسرې استعمال:
د حيواني سري په موجوديت کي ښايي چي مارچوبي ته په يوه جريب ځمکه کي د ٥ څخه تر ١٠ ټنو پوري سره د څه اندازي کيمياوي سري په ګډون واچوله شي . په يو تجربه کي په يو جريب ځمکه کي ٥ ټنو حيواني سري د فاسفورس لرونکي کيمياوي سري په ګډون لوړحاصل ورکړيدى . په يو جريب کي د ١١څخه تر ٢٣ کلو ګرامه نايتروجن د ٩څخه تر ٢٣ ګلوګرامه فاسفورس او د ١٩ څخه تر ٤٥ کلوګرامه پوتا شيم د خاوري د مستۍ په اساس استعماليږي . او ښايي دا دسري ښه اندازه وي . ښائي چي مارچوبي ته هر کال سره واچول شي . حيواني سره د خاوري د فزيکي بڼي د ښه والي لپاره خورا مهمه ده . سره د ي د حاصل راټولولو وروسته سملاسي واچول شي .
پرتله پدي توګه د راتلونکي کال د حاصل لپاره په بيړه سره پاسنې وده تحريک کيږي . د راټولولو په وخت کي د کرونونو نايتروجني زيرمي د کاربوهايدريتو په ژر ختميږي . لدي کبله په پسرلي کي وختي د نايتروجني سري په استعمال سره د بوټو څخه د ښه عکس العمل د ښکاره کيدو توقع کيداى شي .غوره داده چي يوه برخه نايتروجني سره د ودي د پيل ترمخه او نوره د حاصل د راټولولو وروسته بوټو ته ورکړل شي . اچول شوي سره دي د مناسبو وسايلو په ذريعه له خاوري سره ګډه شي.
کرنه:
لومړى په روزنځاى کي د مارچوبي تخم د ٢څخه تر ٢،٥ سانتي مترو په ژوروالي کرل کيږي . د يو کال ودي وروسته د تخم څخه منځ ته راغلي کرونونه پټيو ته انتقال مومي .تخم او کرونونه بايد له باوري منابعو څخه لاسته راغلي وي . بزګران کولاي شي چي د تخم په کرلو سره پخپله کرونونه توليد کړي او يا يي له نورو منابعو څخه تر لاسه کړي .
څرنګه چي د مارچوبي د تخم پوستکى سخت دى د زرغونيدو د چټکتيا لپاره ښائي چي هغه د کرلو د مخه د ٢٤ ساعتوپوري په تودو اوبو کي لانده شي . د کرونونو د توليد لپاره تخم عمومآ په شګلنولوم خاورو کي په پسرلي کي د خاوري توديدو او هوا د مساعدت په صورت کي کرل کيږي . د قطارونو ترمينځ فاصله د ٦٠ څخه تر ٧٥ سانتي متره او په قطارونو کي دننه تخمونه په ځانګړي توګه د ٥ څخه تر ٧،٥ سانتي مترو په فاصله کرل کيږي.
د مارچوبي د بوټو رنګړي کول سخت کار دى او که بوټي نژدي وکرل شي د هغوي نيلي يو د بل سره اوبدل کيږي . او بيا يي جدا کول سخت دي .
پټيو ته يو کلن کرونونه بايدانتقال شي . کرونونه دي په داسي وخت کي پټيو ته انتقال چي په پسرلي کي خاوره کار کولو ته چمتو شوي وي . په ملايمو سيمو کي د مارچوبي کرونونه په مني يا ژمي کي د استراحت ( ) په وخت کي انتقال مومي . کيندل شوي بوټي د مناسبو شرايطو لاندي تر پسرلي پوري هم ساتل کيږي . د کرونونو د کرلو په وخت کي ښايي چي د ٢٠ څخه تر ٢٥ سانتي مترو په ژوروالي اوږدي ويالي وکيندلى شي .په دي صورت کي کرونونه د زخو سره يو ځاي د خاوري د عمودي سطحي څخه ١٥ څخه تر ٢٠ سانتي مترو ژور کرل کيږي او د ٥ سانتي متره خاوري سره پټيږي .کله چي بوټي وده کوي خاوره ورته ورو ورو نژدي اچول کيږي .
تر څو چې ويالې د خاورو د عمومي سطحې څخه مساوي شي په سختو خاورو کې ښايي چې کړونونه نسبتا سطحې وکرل شي .
کرونونه بايد په قطارونو کې دننه د ٦٠ سانتي مترو په فاصله وکرل شي او د قطارونو تر منځ فاصله ١٥٠ سانتي مترو په دې فاصلې سره د يوه جريب ځمکې لپاره په تخميني توګه ٢٢٠٠ کرونونه پکار دي د پاسنۍ فاصلې په پرتله مارچوبه تردې نږدې هم کرل کيداى شي د کرلو په وخت کې ښايي چې د کرونونو زخې پورته خوا ته وي .
ويالې بايد په لمړې ځل کې د خاورو څخه ډک نشي ځکه په زياتې خاورې سره مخکې لدې چې زخې په خاورې سطحې ته وده اوږده کړي سابندي کيږي .
څرنګه چې مارچوبې د بوټو څخه تر دريم کاله پورې نيزې (spears ) يا د حاصل برخې نه پريکول کيږي . له دې کبله ضرور بريښي چي په دې موده کې له ځمکې څخه د نورو زراعتي بوټو په کرلو سره څه نا څه حاصل واخيستل شي . عمومآ د مارچوبې د قطارونو تر منځ په لومړيو دوه کلونو کې ځينې سابه لکه فاصليا ، کرم ، کاهو ، يا نور مناسب زراعتي بوټي کرل کيږي . ښائي چې د مارچوبې او نورو بوټو دپاره په خاوره کې پوره اندا زه سره واچول شي.
نارینه او ښحینه بوټي:
مارچوبه ډايوشس (Diocious) سابه دي يعنې نارينه او ښځينه ګلان يي په مختلفو بوټو باندې توليديږي . کله په ناڅاپي توګه دبوټو دپاسه مکمل ګلان مينځ ته راځي . په عادي ډول په پټيو کي په سلو کي پنځوس برخې نارينه او په سلو کي پنځوس ښځينه ګلان موجود وي . سره ددې چې نارينه بوټي د ښځينه بوټو په پرتله لوړ حاصل ورکوي مګر د پټيو څخه د ښځينه بوټو ويستل اقتصادي نه بريښي .ښځينه بوټي لوى نيزې توليدوي . په هغه سيمو کي چې وده ايز فصل يي لنډ وي د مارچوبې بوټى لومړى کال ګلان نه تشکيلوي .لدې کبله په بوزغلي کي د جنسيت د نظره د هغو انتخاب دوه کاله وده کول ايجابوي . دوه کاله انتظار غير اقتصادي بريښي ځکه چې يو کلن کرونونه د دوه کلنو کرونو په پرتله د تکثير او د ځمکې د اشغال لپاره غوره په منظر راځي .
للون او پاملرنه:
د قطارونو ترمنځ دې ټوله هرزه ګياه د سطحي للون پواسطه کنترول شي . للون دې د ٧،٥ سانتي مترو څخه ژور نه وي . للون کول دې ژرژر تکرار شي . للون په هو( hoo) يا مخصوصو ماشينو (cultivators) سره سرته رسيږي .
څرنګه چي د مارچوبې نيزي د غرمې وروسته په لږه پيمانه ماتيږي له دې کبله دې للون هم د غرمې وروسته اجرا شي .
د هرزه ګياوو د کنترول لپاره ځينې کيمياوي مواد هم پاشل کيږي .
د مارچوبې پاسنۍ برخه دي په ژمي کې په پټيو کي په خپل حال پاتې شي او په ماشينو سره دي په پسرلي کي د ودي د مخه له خاورو سره ګډې شي . زړې پاسنې برخه کرونونه په ژمي کي د سړو څخه ساتي او په خاوره کي د يو ځاى کيدو پواسطه عضوي مواد زياتوي . هير دې نه وي هر هغه چلند چې د مارچوبې د بوټو سره د وده ايز فصل په اوږدو کې کيږي د موجوده او راتلونکي کال د حاصل په کميت او کيفيت کې انعکاس کوي .
دماچوبی ډولونه:
د ما رچوبې ډولونه خورا محدود دي . دولونه يي يو له بله د cross pollination پواسطه ګډيږي . ځينې ډولونه يي له ريډينګ جاينت reading giant پالمتو palmetto او ارجنټينيل argentenil څخه عبارت دي .
شنه او سپینه مارچوبه:
دسپينې مارچوبې د توليد لپاره لازمه ده چې د قطارونو هري خوا ته خاوره راغونډه شي او کوچنې نيزي د لمر د رڼا د نه موجوديت له کبله سپينې وګرځيدې .
قطارونو ته خاوره د ماشينونو يا نورو مخصوصو سامانو په واسطه راټوليږي .
خاوره په پسرلي کي د ودې د پيل تر مخه يا وروسته قطارونو ته راټوله شوي خاوره بيرته په پټيو کي هواريږي .
په زيات شمير مارکيټونو کې شنه مارچوبه غوره ګڼل کيږي .
سره ددې چې د قطي شوې مارجوبې زياتره برخه سپينه مارچوبه تشکيلوي . اوس په غذا کې د شنو سبو د ارزښت پيژندنې له کبله شنې مارچوبې ته چې په هر شکل استعماليږي زياته علاقه پيدا شوې .
د حاصل تولول:
د کرونو د کرلو وروسته بايد له مارچوبې څخه تر دوه کلونو پوري حاصل وانه خيستل شي په دريم کال کي د مارچوبې د حاصل موده بايد د ٦څخه تر ٨ اونيو اوږده نه وي .
کله چې د ځمکې د سطحې دپاسه د مارچوبې د نيزو اوږدوالى د ١٥ څخه تر ٣٠ سانتي مترو ته ورسيږي بايد هغه د لاس سره راپريکړل شي . په لاس سره د مارچوبې راپريکول د چافو د پريکولو په پرتله چابک وي . د اعظمي حاصل په وخت کي له مارچوبې څخه هره ورځ حاصل لاسته راځي . په سړه هره دويمه ورځ يا ان هره دريمه ورځ مارچوبه پريکول کيږي . په ديره ګرمه هوا کي چې وده چټګه وي د مارچوبې له پټيو څخه په ورځ کي دوه ځلي حاصل اخيستل کيږي . د تل لپاره مخکي له دي چې څوکې په بيرته کيدو يا د پاڼو په جوړښت پيل وکړي بايد نيزې پريکړ شي .
په اوسنې وخت کې په ماشين سره د مارچوبې پريکولو ته زياته تقاضا پيدا شوې ده او په دې باره کې څه نا څه پرمختګ هم شوې دى .تازه راټوله مارچوبه ډيرژر د خوړلو کيفيت د لاسه ورکوي .
نيزې دې په چټکې سره راټولې شي د لمر څخه دې وساتل شي او ساړه ساتنځاى ته دي يوړل شي . مارچوبه دې ډير ژر پريمينځنل شي او ګيدۍ دې ورڅخه جوړې شي او سمبال دې شي د ګيډې کولو تر مخه د مارچوبې درجه بندي هم ضروري ده
د ګيډيو اوږدوالى د ١٧،٥ څخه تر ٢٦ سانتي مترو پوري وي . ګيډې دي په نرمو شيانو (ربړي ريتاړو ) وتړل شي .
ساتنه:
د راشکولو وروسته ښايي چې د مارچوبې نيزې ډير ژر يخې شي ، په سړو اوبو سره د هغو يخول يوه معموله طريقه ده .
مارچوبه د سانتي ګراد د ٢ درجو څخه لوړه تودوخه او د کوټو په معموله تودوخه کي ژر خرابيږي . هغه ژر خوږوالى ،نازکتوب او خوند دلاسه ورکوي . او وروسته بيا په خوسا کيدو پيل کوي . که مارچوبه ١٠ ورځي يا تر دي لږه موده ساتل کيږي نو هغه بايد د سانتي ګراد په صفر درجه تو دوخه کي وساتل شي .
دسانتي ګراد په صفر درجه کي د مارچوبې اوږده موده ساتنه هغه د يخ وهنې د خطر سره مخامخ کوي .
مارچوبه د سانتي ګراد په ٢ درجو او لوړ نسبت لنده بل کې تر اونيو پوري ساتله کيداي شي .
نتيجه ګيري:
د ما رچوبې د پيدايښت ځاى اسيا او اروپا دى . او د روميانو او يونانيانو لخوا د خوراک په توګه استعماليده .
د ما رچوبې علمي نوم Asparagus effinalis دىاو د Liliaceae په نباتي کورنۍ پورې اړه لري . ما رچوبه ١٥٠ سپيشزونه لري او څو کلن ډايوشس سابه دي لوړوالى يې د ١٢٠ نه تر ٢٠٠ سانتي مترو پورې رسيږي . مارچوبه د ٥ کلونو څخه تر ١٢کلونو پورې لوړ حاصل ورکوي
مارچوبه په تازه ډول استعماليږي . په قطي کولو او کنګل کولو سره هم ساتل کيداى شي . زمونږ د هيواد د کابل ولايت په شا او خوا کې په محدوده پيمانه روزل کيږي . مارچوبه په سوړبخن اقليم کې د خاورو په مختلفو ډولونو کې وده کولى شي مارچوبه د ٦ نه تر ٧ پورې پي اچ کې ښه وده کوي .د مارچوبې لپاره حيواني سره په يوجريب کې د٥ نه تر١٠ټنو پوري د يو اندازه کيمياوي سرې سره واچول شي .
د مارچوبې تخم لومړى په روزنځاى کې د ٢سانتي مترو څخه تر ٣ سانتي مترو پو رې زور کرل کيږي .وروسته د يو کال څخه لاسته راغلي کرونونه پټيو ته انتقال مومي .
د مارچوبې تخمونه د قطار په شکل کرل کيږ:ي د قطارونو تر منځ فاصله ٦٠ _ ٧٥ سانتي مترو او د بوټو تر منځ ٥ _ ٧،٥ سانتي متر پورې وي د هرزه ګياوو د کنترول لپاره د ځينې کيمياوي موادو څخه اســـتفــــاده کيـږي .
په ډيره ګرمه هوا کې مارچوبه د ورځې دوه ځله حاصل ورکوي د ګيډې کولو څخه د مخه د مارچوبې درجه بندي هم ضرور ده .
د مار چو بې ساتل په ګرمه هوا کې ددې امکان پيدا کوي چې مارچوبه له منځه لاړه شي مارچوبه د سانتي ګراد په ٢ درجو او لوړ نسبتي لنده بل کي تر ٣ او نيو پورې ساتل کيږي .
سپارښتنې ( Recommendation):
١- په لمړى قدم کى زماددولت اوپه خاصه توګه دزراعت وزارت څخه داغوښتنه ده چى دمارچوبې دښه اصلاح شوى تخم په لاسته راوړلوکې پوره پوره همکاري وکړي .
٢- په دوهم قدم کې دزراعت وزارت بايد دمارچوبې دتخمونودتوليدلپاره اوهم د اصلاح شوو تخمونو دسوچه ساتلولپاره تحقيقاتي مرکزونه جوړکړي .
٣- دزراعت مامورين بايدبزګرانوته دمارچوبې په کرلو پوره پوره لارښووني اوتوصيه وکړي ترڅو چې دمارچوبې کرنه زمونږ په هيــــــــــواد کې لاهم پسې پياوړې شي
ماءخدونه:
١- حمزه خيل پوهاندډاکترنورګل کال ( ١٣٦٣ه ش) سبوروزنه .
٢- سعيدى پوهنيار نصيراحمد متخصص سبزيجات کال ( ١٣٥٣ ه ش)
چطورميرويند .
٣- انټرنيټى پاڼه: htt: // en. Wikipedia.org/
0- Encarta –CD insiclophidia
search web
http://shenban.bloguna.tolafghan.com لومړی مخ