دتوروبانجانو د كرنې او روزنې لارښود

 

د كتاب پيژندنه:
د كتاب نوم:                     د توروبانجانو د كرنې او روزنې لارښود
ليكونكى:                        پوهندوى احسان الله (احسان)
پروژه:                                د رالف  ۰۱۰۴ پروژه
پلي كوونكي:                  د سبونړيوال مركز،ريليف انترنيشنل،IDE  او د ننګرهارپوهنتون
مالي مرسته كونكي:      د انګلستان دولت د نړيوال پرمختګ اداره د ايكاردا له  لارې
ژباړه اوكمپوز:                ډاكټر الهام الدين عظيمي او محمدجليل نيازى
د چاپ لمبر:                      ۵
د چاپ كال :                    ۱۳۸۵
دچاپ شمير:                 ۵۰۰ ټوكه

د پروژې په اړه:

درالف   ۰۱۰۴ پروژه چې د بديل معشيت او ځيړنيزو ۱۱ پروژو له ډلې څخه ده دايكاردا (ICARDA) له لارې  د انګلستان حكومت د نړپوالو مرستو د ادارې (DFID) په مالي مرسته منځ ته راغلې ده. دا پروژه په ګډه  سره  د سبو د نړيوال مركز(AVRDC) ريليف انترنيشنل (RI) ، ننګرهار پوهنتون (UN) او د تشبشاتو د پراختيا نړيوال مركز(IDE)  لخوا پلې شوې ده. د رالف  ۰۱۰۴ پروژه د افغانستان په ختيځ كښې د كوكنارو د كښت ، پراسيس كولو او تجارت په وړاندې د مناسبه سبو او لګيوميو يا پليو لرونكو فصلونو د معرفي كولو،ښه والي يا اصلاح كولو او انكشاف له لارې د يو بديل په حيث ګڼل كيږي.

د نوموړې پروژې هدفونه عبارت دي له:

• ديوې اساسي ټولنيزې اقتصادي سروې له لارې د سبو د كروندګرو په ګوته كول او تشريح كول.
• د افغانستان په ختيځ كښې د سبو د ورايټيو ټيسټ كول د تجربو له لارې.
• د وطني او خارجي سبود ډولونو د سرو اندازه،د اوبو لګولو اړتيا، د سبو د بوټو او قطارونو تر منځ فاصله او د سبو د كرلو او راټولولو د نېټو تجربه كول.
• د سبو د توليد لپاره د ارزانه شنو خونو او څاڅكينو اوبو د تكنالوژۍ معرفي كول.
• د لوړ ارزښت  لرونكي سبو په توليد كښې د ښځو ونډې يا برخې اخستلو ته وده وركول.
• د سبو د توليد په تكنالوژۍ كښې د كروندګرو او د كرنې د پراختيا كاركونكو روزل.
• د وركشاپونو او د ماركيټ د نندارتونونو له لارې  د كروندګرو او رانيونكو يا اخيستونكو يوځاى كول يا نښلول.
• د ارزښت لرونكو سبو په اړوند د كرنې، روزنې او توليد لارښودونو تيارول او خپرول.

داپروژه د ننګرهار ولايت  په لسو ۱۰ سهيلي ولسواليو كښې د ۲۵ همكارو كروندګرو په پټيواو د ننګرهار ښار پوهنتون  په تحقيقاتي فارم كښې پلې يا تطبيق شوه.
په دې پروژه كښې د سبو ښه ډولونه په ګوته شول. هغه ژمني سابه چې په ارزانه شنو خونو كښې كرل  كيږي معرفي شول. هغه سابه چې د ارزانه څاڅكينواوبو د سيستم په وسيله كرل كيږي په علمي توګه همكارو او ګاونډي كروندګرو ته وښودل شول.  د قطارونو د سيستم  په شكل د سبو كرل عملي شول.
د اي پي ام (IPM)  د اصولو په نظركښې نيولو سره د ناروغيو او حشراتو په وړاندې د سبو ساتنه  او ژغورنه  عملي شوه. د مناسب فصل راټولولو جدول د تيارولوو يا برابرولو په پام كښې نيولو سره كروندګرو ته زده كړه وركړل شوه.
نوموړې پروژه د ننګرهار پوهنتون د كرنې پوهنځۍ د وړتيا (ظرفيت)  په لوړولو او همدارنګه په كليوالو سيموكښې د كروندګرو د اقتصاد په پياوړتيا كښې يوه ښه او مثبته اغيزه وښوده. په نتيجه كښې ددې پروژې ټولو همكارو كروندګرو او زيات شمير ګاونډي كروندګرو د كوكنارو د كښت په ځاى د سبو كرلوته مخه كړه.
په درناوي

دتورو بانجانو د كرنې او روزنې لارښود

توربانجان چې علمي نوم يې Solanum melongena  څخه عبارت دي يو مشهور د سبو فصل دي چې په تودو او هم په معتدلو سيمو كښې كرل كيږي . داسې نښې نښانې ليدل كيږي چې د توروبانجانوكښت په لومړيو وختونو كښې د هند په لويه وچه كښې  منځ ته راغلى دي. د هند په لويه وچه كښې  توربانجان د برنجال Brinjal   په نوم ياديږي او په اروپا كښې يې د اوبرجن  Aubergine   په نوم سره ياديږي ، توربانجان په انګليسي كښې Eggplant نوميږي او دانوم د توروبانجانو د ځينو  ورايټو د ميوو د شكل څخه اخستل شويدى  چې د چرګو هګيو ته ورته بڼه لري، د توربانجانو ميوي د تازه سبو په ډول ، د اچارو په ډول اوكله هم دوديزه فصل په دوران كښې يې خلك وچوي اوبيا د ژمي په موسم كښې په هغو سيموكښې چې تازه توربانجان نه پيداكيږي استعماليږي. توربانجان ډيرې بڼې يا شكلونه او ډول ډول رنګونه لري.( لومړى شكل)

لومړى شكل: د توروبانجانو د ميوو ډول ډول شكلونه يا بڼې او رنګونه.

دتوروبانجانو د ميوو ډول ډول شكلونه او رنګونهد توربانجانو د ميوو ډول ډول شكلونه يا بڼې او رنګونه

 

دتوروبانجانو لپاره مناسب اقليم:
توربانجان د ګرمې اب اوهوا خوښوونكى بوټى دى چې د سانتي ګراد د ۲۱ څخه تر ۲۹ درجو تودوخه كښې ښه وده او انكشاف كوي دا فصل د ډير يخ سره مقاومت نشي كولاى او د سانتي ګراد د ۱۶ درجو څڅه ټيټه تودوخه او د وريځي لرونكي اب او هوا د توربانجانو د ميوي د تشكيلولوكچه راټيټه وي. هغه تودوخه چې د سانتي ګراد د ۳۰ درجو څخه پورته وي او لوړلمده بل د تورو بانجانو د بوټو غير زوجي يا غير جنسي وده او انكشاف ډيروي.

د توروبانجانو لپاره خاوره:
د ترو بانجانو بوټي په ژورو،حاصلخيزه او تياره خاوره  او هغه خاورو چې زيم يې ايستل شوى وي او د عضوي موادو لرونكي خاوري ډيرې خوښوي،د توروبانجانو د بوټو لپاره ښه پي اچ PH د5.5  څخه تر 6.8   پورې ښودل شوى دى . د تورو بانجانو د ژر يا وختي حاصل رسيدو لپاره شګلنې لومي خاورې بې مثاله يعني غوره ګڼل كيږي.

د توروبانجانو ورايټۍ انتخابول:
د توروبانجانو ميوي ډول ډول شكلونه يا بڼې او رنګونه لري داسي ورايټۍ  يا نوعه بايد انتخاب شي چې د ماركيټ لپاره ډيره غوره وي يعنې ښه خرڅيدونكي وي لوړ حاصل وركول، د ناروغۍ په وړاندې مقاومت درلودل ، زر يا وختي رسيدل ، د انكشاف قوي او غښتلي خصلتونه ، اود حرارت يا تودوخې په وړاندې مقاومت درلودل داسي خصلتونه دي چې د ورايټيو د ټاكلو يا انتخابولو لپاره په نظركښې نيول كيږي.
د پورته ياد شويو هدفونو يا موخو د لاس ته راوړلو لپاره د توروبانجانو يوولس ورايټۍ په افغانستان كښې د جلال اباد او په پاكستان كښې د پيښور د ماركيټونو څخه انتخاب يا راټولې شوې او په قوريه كښې لومړى  وكرل شوي او د ورايټو د توافق او د حاصل د كچې د معلومولو لپاره يې بيا بوزغلي كروندو ته انتقال  او وكرل شوې

توربانجان د ورايټيو د توافق او حاصل معلومولو دا تجربه د ننګرهار پوهنتون په زراعتي تحقيقاتي فارم كښې د تصادفي بشپړ بلاك د طرحې ( RCBD) په اساس په څلورو تكراروكښې سرته  ورسيده
 ( اول جدول) ، همدارنګه په كال ۲۰۰۶ كښې دا تجربه د توروبانجانو په لسو ورايټيو باندې تر سره شوه ( دوم جدول).


دوه كلنود تورو بانجانو د ورايټيو د توافق او حاصل د كچو د معلومولو تجربې د ننګرهار پوهنتون په زراعتي  تحقيقاتي فارم كښې دا وښودله چې د توروبانجانو ورايټۍ يا ډولونه چې عبارت دي د Hybrid Gogee, Super Long Black , Shamila, Shanghai F1 Hybrid , Round Black and Black Beauty Round  په افغانستان كښې د ختيځو سيمو لپاره ښه او غوره شميرل كيږي . د پورته ذكرشوو او نورو امكان لرونكو ورايټيو د ژوري مطالعاتو لپاره د لازياتو تجربو او ازمايلو پشنهاد كيږي.


دتوروبانجانود بوزغليو روزنه او توليد:
دبشپړ او يوشان يعني ورته بوټو يا فصل دلاسه راوړلو لپاره د توروبانجانو بوزغلي استعماليږي، هغه بوزغلي چې په قطيو يا بكسونو يا صندقونو كښې تربيه شوي وي په اسانى سره د كر لپاره ازادو پټيو ته انتقاليږي او د بوزغلي دريښې يا نيلي سيستم ته كوم زيان او صدمه نه رسيږي، د تخم د كرلو لپاره پطنوسونه يا صندقونه د پيت ماس Peat moss  ( چې يو ډول عضوي مواد دي) په تجارتي ډول جوه شوي خاوري ياديوې داسې ګډې خاوري څخه چې د خاوري كمپوست درويجو يا شولو سبوس ، ورميكولايت Vermiculite  ( چې يوډول خاوره ده) پيټ ماس Peat moss   او شګو څخه تشكيله شوي وي ډكيږي، د تورو بانجانو د تخم د كر څخه وړاندي او دتكنالوژۍ د شتون په صورت كښې  هغه خاوري يا وسيلي چې تخم وركې كرل كيږي تعقيميږي . كه چيرې امكان وي نود توروبانجانو د تخم د كر څخه دوه اونۍ وروسته په هره اونۍ كښې  بايد دكرل شوي تخم قوريې ته په اوبو كښې حل شوې سره په ټاكلې اندزې وركړل شي. د تخم د كر څخه وروسته په پلاستيكي تونلونو يا شنوخونو كښې د مساعدو شرايطو لاندې د پنځو څخه تر شپږو اونيو په وخت كښې ياموده كښې د تورو بانجانو بوزغلي د انتقال لپاره تياريږي د تورو بانجانو بوزغليو لپاره په اماده شوو بسترونو كښې هم روزل كيږي


د تخم لپاره اماده شوي بسترونه بايد ښه تيار او حاصل خيزه وي او زيم يې ښه ايستل شوى وي د ښه او غوره بستر اماده كولو لپاره د امونيم سلفيټ څلويښت ګرامه 40gr   د سوپر فاسفيټ پنځوس ګرامه 50gr  او د پوتاشيم كلورايډ 30gr او د كمپوست ( عضوي سرې) دوه كيلو ګرامه بايد د بستر په يو متر مربع ساحه كښې استعمال كړل شي. بسترونه په داسې بڼه جوړيږي چې ۸۰ سانتي مترو پورې عرض ولري او لوړوالى يې ۱۵ سانتي متره وي تخم د نيم سانتي متر په ژوروالي په داسې ليكو يا قطارونو چې ديوبل څخه ۶ سانتي متره واټن ولري كرل كيږي يعنې د بستر قطارونه يا ليكې يو د بل څخه ۶ سانتي متره جدا وي، اوپه دې بسترونوكښې د بايد د پروړي ( د شولوپاتې شوني)  يا نور داسې مواد يا پلاستيك په زريعه د پوښلوڅخه وړاندې: ( نوټ: دغه كارته په زراعتي اصطلاح ملچ Mulch وايي  او داكار د لمده بل د ساتلو د هرزه بوټو د كنترول  د خاورې د كلكيدو يا سختيدو د مخنيوي لپاره تر سره كيږي)، عضوي سره يا كمپوست Compost   استعمال  شي او بيا د جال په وسيله بسترونه وپوښل شي، بوزغلي بايد د لومړيو اصلي پاڼو د تياريدو په مرحله كښې  تاقه يا ړنګي شي، د شپږو څخه تر اوو اونيو په موده كښې د تورو بانجانو بوزغلي په شنو خونو يا پلاستيكي خونوكښې اصلي پټيو ته د انتقال لپاره اماده كيږي.  د تورو بانجانو د بوټو او ليكو يا قطارونو تر منځ واټن يا فاصله  د تورو بانجانو د ورايټيو، د خاورې د ډول او د فصل د كرلو د سيستم پورې اړه لري.
  د سبونړيوال مركز AVRDC   د توروبانجانو لپاره يو نيم متر عرض لرونكي (1.5m) بسترونه ( د چري څخه چري پورې فاصله) چې د 20  څخه 25 سانتي مترو پورې ژوروالى ولري . سپارښتنه كوي، په ليكو كښې د بوټو تر منځ واټن  50cm سانتي مترو پورې ټاكل كيږي او په يو هكتار ځمكه كښې په دې اساس ټول 13333 بوټو پورې كرل كيږي.

د توروبانجانو د بوټو يا فصل لپاره د سرو اندازه:
د توروبانجانو فصل يو اوږد وده ايز موسم لري او د سرو زياتو اندازو ته اړتيا لري، د سرې اندازه د توربانجانو د فصل لپاره د خاوري د تيارۍ يا حاصل خيزۍ د خاورې د عضوي موادو برخې  اود خاورې د جوړښت يا شكل پورې اړه لري په شګلنو لومي خاورو كښې په يو هكتار ځمكه كښې 170 كيلوګرامه ناتيروجن ، 70 كيلوګرامه فاسفورس  پنتا اكسايد P2O5  او180   كيلوګرامه د پوتاشيم اكسايد K2O   كيمياوي سرې استعماليږي د دريم جدول په اساس د تورو بانجانو دوده ايز موسم په دوران كښې سره بايد وويشل شي.

د توروبانجانو د وده ايز فصل لپاره د كيمياوي سرو د استعمال اندازې

داوبو لګول:
د افغانستان نژدې په ټولو برخو كښې د تورو بانجانو د كښت لپاره د اوبو لګولو مهم او اړين ګڼل كيږي ، دا ډير غوره بريښي چې د ګلونو د غوړولو اوسپړلو په وخت كښې او هم د ميوو د تشكيل يا جوړښت په وخت كښې د توروبانجانو بوټو ته بايد اوبه وركړل شي، ددې وخت په دوران كښې د اوبوكموالى د ګلونو دخوسا كيدو، دبي نظمي يا بد شكله ميوې جوړيدل او د ميوو د اندازې د كوچنيوالي او د حاصل در اټيټيدو سبب ګرځي، سهار ناوخته موده كښې د تورو بانجانو د بوټو مړاويدنه دا په ډاګه كوي او څرګنده وي چې فصل تږى او اوبو ته اړتيا لري په دې خاطر بايد كه په فصل كښې دا حالت وليدل شي نو ژر تر ژره اوبه ورته وركړي شي ، ځمكه بايد د 45  سانتي مترو ژوروالي په اندازه اوبه كړل شي، د خاورې د جوړښت ، د ځمكې د توپو ګرافي  او د اوبو د شتوالي په اساس د ډوچو يا چرو او څاڅكينو اوبو سيستمونه د تورو بانجانو د فصل د كښت لپاره اكثراً استعماليږي.

د هرزه بوټو مخنيوى او كنترول:
د تورو بانجانو بوټي په خاوره يا ځمكه كښې  په ورو شكل ځان ټينګوي او وده كوي نو په دې دليل د هرزه بوټو سره مقابله نشي كولاي، د مستقيم زيان او نقصان څخه برسيره هرزه بوټي ناروغيو او حشراتو ته ځاي وركوي، د اوړي د موسم ډير واښه ډوله بوټي يا هرزه بوټي  د توروبانجانو په كروندو كښې په عادي توګه ليدل كيږي. د كيمياوي او فزيكي طريقي په ذريعه د هرزه بوټو مخنيوى د توربانجانو په فصل كښې كيدلى شي، په فزيكي طريقي د لاس په وسيله د هرزه بوټو لرې كول، سر سري خشاوه كول اود تورپلاستيك په پوښلو چې دې طريقې ته Mulching  هم وائي شاملي دي، قدرتي يا فطري يا په بل عبارت طبعي عضوي ملچونه يا پوښونكي مواد لكه شولو يا وريجو سبوس د خاورې يا ځمكې د لمده بل په ساتلو كښې ډير مرسته كوي.او په خاوره كښې د عضوي موادو د ډيروالى سبب ګرڅيداى شي نو په دې خاطربايد دا ډول مواد په خاوره كښې استعمال شي  تر څو د هرزه بوټو مخنيوى وشي او هم فصل ته ترې ګټه  ورسيږي. په هغه سيمو كښې چې بشري قواوې يا مزدوران ګران وي نو د كيمياوي كنترول شهرت ورځ په ورځ د تورو بانجانو په فصل كښې زياتيږي.
لاسوLasso  ، اينايډ (Enide)50 wp  او سينكور ( Sencor) 70 wp   د توروبانجانو په فصل كښې د هرزه بوټو د مخنيوى لپاره غوره اوښه بوټي وژونكي ګڼل كيږي. هرزه بوټي وژونكي بايد د هغه معلوماتو په اساس چې د هرزه بوټو وژونكي د پاكټونو يا قطيو په ليبلونو ليكل شوي وي استعمال كړل شي.

د توربانجانو ځينې عامې ناروغۍ:

فوموسيس ډوله بلايټ (Phomopsis Blight):
فوموسيس ډوله بلايت د توروبانجانو يوه شديده او خپريدونكې فنګسي ناروغۍ ده چې عامل يې Phomopsis vexans    دي دا فنګس د خاورې ځمكې د سطحې سره نژدې د تنكيو بوټو په تنو باندې حمله كوي دا فنګس د بوټو د تنو څخه پوستكى رژوي اوپه نتيجه كښې اغيزمن شوي بوټي مړاوي كيږي  كه چيرې فنګس د غټو يا زړوبوټو په تنه باندې حمله وكړي نوپه تنو كښې ژور بيضوي اوتورنصواري رنګه داغونه منځ ته راځي  دا داغونه داغيزمنو بوټو په پاڼو او ميوو باندې هم څرګنديږي
ددې ناروغۍ څخه مخنيوى د ميكروبونو يا ناروغيۍ څخه پاكو تخمونو، د دريو څخه تر څلورو كلونو پورې زراعتي تناوب  مراعات كول ، د مقاومت لرونكو ورايټيو لكه فلوريډا  ماكيټ (Florida Market)  او  فلويډا بيوټي ( Florida Beauty ) استعمال، او په منظمه توګه د يو محافظوي  فنګش وژونكي لكه مينيب ( Maneb) او زينيب ( Zineb) د شيندلو په ذريعه كيداى شي .Mulching   ملچينګ او د چرو په شكل اوبه خور ددې  ناروغۍ كچه راټيټوي چې د اوبو او خاورې د شيندلو څخه منځ ته راغلي وي.

د توروبانجانو د بوټو د چپه كيدو يا پريوتو ناروغي ( Damping off):
يو شمير د خاوري څخه پيداشوي يا زيږنده فنګس لكه Puthium spp  ،Rhizoctonia spp  ،Pytophthora spp  ، په ټوكيدونكو يا زرغونيدونكو تخمونو او تنكو بوټو باندې اكثره په قوريه كښې حمله كوي ، اغزمن شوي بوزغلي يا تنكي بوټي زيړ يا شين رنګ غوره كوي او د بوټي د تنې په لاندې برخه كښې نصواري ډوله نښې منځ ته راځي. اغزمن شوي بوزغلي يا تنكي بوټي اصلي پټيو ته د انتقال څخه مخكې چپه كيږي ددې ناروغۍ څڅه مخنيوى د  خاورې د تعقيم او د ګرمو اوبو يا كيمياوي موادو سره د تخم معامله كولو په ذريعه كيدلى شي.
Veticulium wilt   چې عامل يې ( Verticillium dahliae   او V.alboartum ) دي ، د توروبانجانو بكتريايي مړاوي كيدنه چې عامل ( Ralstonia solanacearum   چې پخوا  د Pseudomonas solanacaerum   په نوم پيژندل كيدو) ، د جنوبي امريكا ډوله بلايت ( Southrn Blight )  چې عامل يې
Sclerotium rolfsii   دي. د پاڼو د داغونو ناروغۍ چې عامل يې Alternaria cucumerina   او
Cercospora capsici    نوري ناروغۍ دي چې د توروبانجانو فصل ته زيان اړوي
د بادرنګو موزايك وايرس ( CMV)، د الوګانو وايرس Y  (PVY)، د الوگانو وايرس  X  (PCX) او د تنباكو د فصل حلقه جوړونكي وايرس (TRSV) هغه وايرسونه دي چي د توربانجانو په فصل باندې اغيزه كوي. هغه بوټي چې ددې ويروسونو څخه يې اغيزه ليدلې وي په عمومي توګه وده او انكشاف يې  ورو كيږي او د بوټو په پاڼو باندې موزايك(Musaic) ډوله نښې نښانې راځرګنديږي. د تورو بانجانو د مقاومت لرونكو ورايټيو استعمال، د زراعتي تناوب مراعات كول ، د اغيزمنو بوټو لرې كول ، د ميكروبونو څخه د پاك تخم كرل، او دناروغۍ د عاملونو د انتقالونكو كنترول لكه سپږۍ( Aphids) ددې وايرسونو په مخنيوي يا كنترول كښې مرسته كوي.

دتورو بانجانو د بوټو د ريښو يا نيلو د بوغمو نيماتودونه
 (Root-kbot Nematodes
)
د توروبانجانو بوټي په ځانګړې ټوګه په شګلنو خاوروكښې د نيماتودونو سره چې د Meloidogyne  د شپيشس سره اړه لري ډير حساس بريښي. په اغيزمن شويو بوټو كښې وده او انكشاف ورو كيږي  او دبوټو پاڼې زيړ رنګ غوره كوي. په اغيزمنو ريښو يا نيلوباندې غوټي يا بوغمي يا ګنډې منځ ته راځي.د شولو د فصل څخه وروسته د توروبانجانو كښت، د توروبانجانو د مقاومت لرونكو ورايټيو استعمال ، په ژوره توګه د ځمكې يا پټيو قلبه كول او په پرمخ تللي او پشرفته سيستمونوكښې ځيني زراعتي كيمياوي موادو استعمال ددې نيماتودونو مخنيوى كولى شي.

د توربانجانو څيني عام حشرات او آفتونه:
د توروبانجانو د ميوو او تنوسوري  كوونكي چينچي (Egg plant fruit and shoot Borer):
په سهيلي او سهيلي ختيځه آسيا كښې د توروبانجانو د ميوو او تنو سوري كوونكو چينجي چې Leucinodes orbonalis  نوميږي، ډيرزيان رسوونكى آفت دى.
دا چينجي د لاروا په مرحله كښې د څانګويا خاښونو آخرني برخي پورې نښلي او دننه وركې ننوځي او په نتيجه كښې اغزمن شوي ښاخونه او ځانګې وچيږي. دا لاروا د توروبانجانو په ميوو هم حمله كوي ميوې سورۍ كوي او د ميوو په داخل كښې تغذيه كوي چې د ميوو د كيفيت د خرابيدو سبب ګرځي او د خرڅلاو ماركيټ دلاسه وركوي.

د مخنيوي لارې چارې:
1.  يو شمير حشره وژونكي لكه سوميسيدين ۲۰ اي سي(Sumicidin 20 EC) ، لانيت ۹۰ ډبليو پي (Lannate 90 wp) ، ډيسيس ۲،۸ اي سي (Decis 2.8 EC)، سيوين ۵۰ ډبليو پي (Seven 50 wp)  ددې آفت په مخنيوي كښې موثره او اغيزناكه ګڼل كيږي ولي څو څو وارې د درملو شيندل بايد صورت ونيسي.
2.  يو شمير د توربانجانو ډولونه لكه H-128, H-129, Aushly , Thorn , Pusa  puple long , Pendy , Blach Pendy , H-165 , H-407 , Dorley , Shyamala Dhepa , PVR-195 ,PPC-17-4  اوBanarus Long Purple  د بانجانو د ميوو سوري كوونكي چينجي په وړاندې مقاومت لرونكي گڼل شوي دي.
3. څرنګه چې Leucinodes  نژدې فقط په توروبانجانو تغذيه كوي نو په دې خاطر د فصل كرنيز تناوب ددې افت په وړاندې يو اغيزناك اوموثره مخنيوي ګڼل كيږي.
4. د نايلون څخه جوړ شوي جالونه د بالغې حشرې فصل ته د انتقال څخه مخنيوى كوي . د لاس په واسيله يا په  ميخانيكي توګه او د بوټو څخه د مړاوي شوو څانګو يا خاښونو لرې كول ددې آفت د ډيروالي او خپريدلو  مخنيوي كوي په خاصه توګه كه چيرې د كروندګرو لخوا دا كار په ډله ايز شكل پرمخ يوړل شي.
5. په پرمختللو سيستمونو كښې د آفت يا حشرو پرازيټونه لكه Eriborus sinicus  ددې افت يا حشرې د كنترول لپاره استعماليږي. 
تريپونه ( په ځانګړي توګه Thrips palmi) د پنبې د پاڼو ملخ يا
 Jassids (Amrasca biguttale , Hishimonous phycitis) ،سپږۍ (Aphis gossypii) ، Epilachna  ډوله ګونګت (Epilachna vigintiopunctata , E.indica ) او دوه داغ لرونكې غڼې (Tetranychus urticae)  نوداسز د حشراتو او mite ډوله آفتونو څخه عبارت دي چې د توربانجانو په بوټو باندې حمله كوي او ميوو اوبوټوته زيان اړوي.

د توروبانجانو د فصل راټولول:
د توربانجانو د فصل راټولول هغه وخت صورت نيسي كله چې ميوه د ماركيت پلورلو لپاره جوګه شي  او د ميوو شكل او اندازه په كافي توګه بشپړه شوې وي . د ميوو راټولول په داسې ډول كيږي چې د تيز چاقو يا بل كوم مناسب غوڅوونكي شي په وسيله ميوه د بوټو څخه جدا كيږي چې Calyx  د ميوي سره نښتۍ وي .د ميوو راټولو په اونۍ كښې يو ځل يا دوه ځله صورت نيسي . د ښه كيفيت لرونكي ميوه روغه، ځلانده د مناسب رنګ لرونكي او د داغونو زخمونه څخه پاكه وي.

د راټولولو څخه وروسته د توربانجانو د ميوو ساتنه او سنبالول:
د توربانجانو ميوي د اوږد وخت لپاره د ساتلو وړ او جوګه نه بريښي . نو په دې اساس سمدلاسه د فصل د راټولو څخه  وروسته  دميوې ماركيټ  ته انتقال كړى شي . ميوي بايد د رنګونو او د ميوو د اندازې په اساس په صندقونو يا ټوكريو كښې ځاى پرځاى شي. ميوي بايد په ډير احتياط سره په ټوكريو او كڅوړو يا كرپټونو كښې خوندي كړل شي ترڅو د ميوو پوستكو ته كوم زيان او صدمه ونه رسيږي ځكه چې د ميوو د خرابيدو سبب ګرځي. د توروبانجانو ميوي د لس ورځو لپاره په ښه ډول د سانتي ګراد د ۷ څخه تر ۱۰ درجو تودوخه او ۹۰ څخه تر ۹۵ فيصده اړونده لمده بل كښې ساتل كيدلى شي.كه چيرې د توربانجانو ميوه  د سانتي ګرادد ۷ درجو څخه ټيټه تودوخه كښې وساتل شي نو د يخ وهلو له امله زيان مومي. د توربانجانو ميووكښې ګونجې يا كوتي يا سوري جوړيدل، د ميوو د سطحې جستي يا نصواري رنګ غوره كول او د تخمونو نصوراي رنګ ته اوړيدل د يخ وهلو د صدماتو او زيانونو څخه عبارت  دي.

Bibliography
Agrios, George, N.2005, Plant Pathology . fifth edition. 922 pages.

AVRDC International , Fact Sheet.2006. Egg plant fruit and shoot Borer.

AVRDC.2003. Development of an Integrated Pest Management Strategy for Egg plant Fruit and Shoot Borer in South Asia. Technical Bulletin No. 28.

Chen, N.C., T.Kalb, N.S. Talekar, J.F. Wang and C.H. Ma. 2002. Suggested Cultural practices for Egg plant. AVRDC- The word Vegetable Center. Shanhua, Taiwan.

Ehsan, Ehsanullah. 2006. Fourth six Monthly Project Progress Report. Submitted to DFID in Kabul, Afghanistan.

Hamzakhayle, Noor Gul. 1984.Vegetable Production. Faculty of Agriculture. Kabul University. Kabul, Afghanistan.

Takele, Etaferahu, Jose Aguiar and Delos Walton. 1997. Production

Practices and Sample Costs to Produce Eggplant. University of California

Cooperative Extension