دButton Mushroom (تني ډوله مرخيړي ) روزنه
دکرلوياودي فصل :
ښه فصل ددې ډول مرخيړي دودي لپاره دپسرلي فصل دى، په په تودوسيموكښې دژمي په موسم كښې دميوي دبدن(Fruit Body )دتوليدلپاره د16 نه تر 18 درجه دسانتي گرادمناسب دي .
دکمپوست جوړول :
دمصنوعي کمپوست دجوړولولپاره لاندي موادپکاردي :
- دغنموواښه ---------------------------------250Kg
- سبوس---------------------------------------- 25Kg
- امونيم سلفيت ياكلسيم امونيم يايتريت--------4Kg
- يوريا----------------------------------------------3Kg
- مرگچ ------------------------------------------20Kg
پورتني اندازه دموادود15-16 هغو قالبونولپاره چې اوږدوالى يې يومتر،عرض يې نيم متراوارتفاع يې 15 سانتي متره وي ،کافي دي .
دکمپوست جوړولوطريقه يې داسي ده چې لمړي واښه په فرش هواروو(دفرش جوړولو
طريقه داويسترمرخيړي دروزني په معلومات كښې ښودل شوي ) اودآبپاش پواسطه يې په بشپر ډول لمدوواو ورسره سبوس ،امونيم سلفيت اويورياپه ښه ډول گډوواودلاس ياشاخي پواسطه يې ديومترپه اوچتوالي اوديومترپه عرض غونډوواوپه ارامي سره يې تخته کووخودومره هم بايدتخته نشي چې پوپنک يې ووهي .
دکمپوست اړول رااړول :
اړينه ده چې دکمپوست غونډي دمهال ويش مطابق څوځله په مختلفووختونو كښې واړول شي اوبيرته ټوله اود اول ځل په څير غونډ شي چې دغه مهال ويش په لاندي ډول ښودل شوي :
- داړولو را اړولو(گډولو)لومړى پړاو4 ورځې وروسته دکمپوست له غونډولو څخه .
- دوم پړاو8 ورځي وروسته .
- دريم پړاو12 ورځي وروسته .
- څلورم پړاو16 ورځي وروسته .
- پنځم پړاو 20 ورځې وروسته ،پدې پړاوكښې 10Kgگچ هم ورزياتيږي .
- شپږم ياآخرنى پړاو24 ورځې وروسته ،پدې پړاوكښې په کمپوست باندې حشره مرگي دوا وې لکه ميلوتاين (10ml په 5 Lit اوبوكښې )اوياDDT ،BHC اوياLindoe (240 گرامه په 5 ليتره اوبوكښې )دپمپ پواسطه شيندل كيږي .
په هرځل اړولورا اړولوكښې بايددآبپاش پواسطه اوبه ورکول شي ترڅوهغه اوبه چې دتبخير پواسطه له کمپوست څخه ضايع شوي بيرته پوره شي .
دسپان کرنه :
سپان کولاى شوچې دکمپوست دپاسه په چوکاټونوكښې وشيندو اودخاورې دنرۍ طبقې پواسطه يې (چې ددريوبرخوباغي يا ځنگلي خاورې اويوي برخې ريگ څخه لاس ته راوړل كيږي اودنمگان نومي دواپه واسطه چې 5 ملي ليتره ديومترمکعب خاوري لپاره کفايت کوي ، ضد عفوني كيږي )وپوښواوياهم سپان دکمپوست سره کډوواووروسته يې په چوکاتونوكښې اچوواوداخبارپواسطه يې پوښواوداوبوپواسطه يې لمدووترڅولندبل وساتي،چوکاتونه چې دلرگي څخه جوړيږي دقطارپه شکل اويودبل دپاسه كيښودل كيږي او دپاسني اولانديني چوکات اودقطارونوترمنځ د تگ راتگ اواوبو ورکولولپاره اود حاصل دراټولولولپاره کافي اندازه فاصله پريښودل كيږي .
په پورته تصويرونوكښې دبټن مرخيړي کرنه په کڅوړواوپه مستقيم ډول په طاقونو(Shelves)كښې ښودل شوي .
دسپان ژوندي كښېدل :
کله چې طاقونه په کوټه كښې د25 -27 درجودتودوخې كښې وساتل شي ،سپين پنبه ډوله تارونه په ټول کمپوست كښې پيداكيږي دغه عمليه له 12 -15 ورځې پوري نيسي ترڅود دټول کمپوست مخ وپوښي ،دتودوخې ټيټه درجه ضررنه ورته رسوي خودسپان دخپريدلووخت اوږدوي .
خاوره ورکول :
وروسته دسپان له خپريدلونه او دواورې په شکل يوې نرۍ پردې نه وروسته،دهغه په مخ يوه نرۍ طبقه دخاورې ديو انچ په اندازه ورکوو.خاوره لکه چې مخكې يې يادونه وشوه ديوي برخې ريگ اودرى برخوباغي خاورۍ څخه اوياد دري برخوورستې ياسوځول شوز حيواني فضلي اويوې برخې باغي خاورې دگډولې څخه لاس ته راځي داښه ده چې خاوره دلندبل ساتلوزياته وړتياولري اوpH يې له7,4 نه کم نه وي اولکه څنگه چې مخكې وويل شول خاوره بايددحشراتو،نيماتودونواوپوپنک په ضددواپاشي اوضدعفوني شي .دضدعفوني کولوعمليه کولاى شودبخار ورکولو اود فارملين په واسطه سرته رسولاى شو.
نيم ليترفارملين له لس ليتره اوبوسره حل كيږي اوپه يومتر مکعب خاوره باندې چې دپلاستيک په مخ هواره شوې وي دآبپاش پواسطه پرې شيندل كيږي وروسته دغه خاوره غونډوواود48 ساعته لپاره يې ډبل پلاستيک پواسطه پوښل كيږي اوديوې اونۍ لپاره دوخت اړتيالري چې دفارملين بوى له لاسه ورکړي وروسته لدې چې له خاوري څخه دفارملين بوى ورک شوداستعمال لپاره تياره ده دخاورې پواسطه له پوښښ څخه وروسته د کوټې تودوخه بايدله24 -25 درجوپورې ديوې ورځي لپاره وساتل شي ،بيا دکوټي تودوخه تر18 درجوپوري راښکته كيږي .
دحاصل راټولول :
وروسته له 2 -3 اونيودخاورې دپوښ څخه سنجاق ته ورته جوړښتونه راپورته كښېږي اوله 3 -4 ورځې وروسته له هغه څخه تڼۍ ډوله مرخيړي منځ ته راځي اوکله چې مرخيړي تڼۍ جوړه کړه بايدوشکول شي ځکه که دپخوالي په موخه پريښودل شي دخولې لاندې نازکه پرده يې چوي اودچترۍ يې خلاصيږي اوبده بڼه غوره کوي ، چې پدې توگه خپل ښه كيفيت له لاسه ورکوي دشکولوطريقه يې داسي ده چې سريې دگوتو پواسطه نيول كيږي اودځمكې خواته زوراوتاويږي اودخاوري ذرات دچاقوپواسطه دمرخيړي دبيخ څخه لري كيږي .
ددغه مرخيړي دحاصل اندازه په يومتر مربع طاق كښې په اوسط ډول د6 كيلوگرامه څخه زياته ده خوکه کمپوست په ښه توگه تيارشوى وي د10 كيلوگرام څخه هم زيات حاصل ورکوي .
زيرمه کول :
دبټن مرخيړي په تازه ډول استعمال ښه دي خوپه يخچال كښې دکموورځولپاره هم دزيرمه کولوقابليت لري اودسپوردتوليد لپاره په يو لوند کاغذ كښې نغاړل كيږي اوپه يخچال كښې ساتل كيږي .
دشولوپه واښو(Paddy straw )مرخيړي روزنه
دشولودواښومرخيړي ددوالواريالا دنوعو(Volvarialla spp)څخه دي چې دچينايي مرخيړي په نوم هم ياديږي اودشيتيک مرخيړي هم ددغو نوعوله ډلې څخه دي دغه ډول مرخيړي په جنوب ختيځه آسياكښې کرل كيږي او تور تياره رنگ لري خوخونديې دير ښه دي په هانگ کانگ اودجنوبي آسياپه هيوادونوكښې خلک دشولودواښومرخيړي ته دتني ډوله مرخيړي په نسبت زيات ارزښت ورکوي .
دوه يز فصل :
دغه ډول مرخيړي په توده اولنده هواكښې راټوكيږي دودې لپاره يې مناسبه دتودوخې درجه له 24 -35 پوري ده اود7 درجو نه کمه تودوخه كښې له منځه ځي همدارنگه دغه مرخيړي زيات لندبل ته اړتيا لري اوبايدد75-80 فيصده اوياله هغه نه هم زيات لندبل موجودوي .
دکرنې ځاى :
دوالواريالا دنوعوپه نمايندگي بياهم دشيتيک (Shiitake ) مرخيړي دکرنې څخه دشولوپه واښوكښې يادونه کوو،دغه مرخيړي په دوه ډوله کرل كيږي چې په لاندي ډول کرل كيږي .
1 ) دغه مرخيړي په آزاده هوا كښې دکوټي ياتعمير څخه دباندې په ساده تخنيک سره کرل كيږي او برى ددې طريقي دادي چې ډير زر حاصل ورکوي اودمکروبونوته موقع نه ورکوي چې وده وکړي .دغه طريقه پدې ډول ده چې ريبل شوې شولې دگيډۍ يا بنډل په شکل تړل كيږي اوديوي شپي لپاره په اوبو كښې اچول كيږي وروسته له هغه له اوبوڅخه لري كيږي اودلر وخت لپاره پريښودل كيږي چې اضافي اوبه يې وچي بيايې په يوصندق كښې چې يومتراوږدوالى ولري اوديوچوکاټ په شکل بيخ اوسريې نشته اويواځې ځلورخواوې يې جوړې دي ،د20 يا30 سانتي متره په ضخامت يې پكښې اچوو داسې چې اوله طبقه د10 سانتي متره په ضخامت اچوواوداوبوپواسطه يې لمدوو اوښه يې تخته کوواوبياسپان دغنموله سبوسوسره گډوواوپه نوموړې طبقې يې شيندو بيابله طبقه د10 سانتي متره په اندازه دلمړنۍ طبقې په څير يې جوړوواوبياسپان پرې شيندو همدا رازکه په صندق كښې ددريمې طبقې ځاى ووهغه هم دنوموړوطبقوپه څير جوړوو بيايوه نرۍ طبقه دشولودواښوپرې اچوو اووروسته يې له صندق ځينې لرې کوويعنې چوکاټ ورځينې پورته کوواوواښه په خپل ځاى پاتي كيږي ،دغه واښه دپلاستيک پواسطه پوښواوبيادپلاستيک دپاسه يوه نرۍ طبقه ددشولودواښواچووترځودلمردمستقيمووړانگوڅخه يې وساتي . که نوموړې گيډۍ دتودوخې له 32 – 38 درجو كښې كيښودل شي اولندبل يې %70 وي ( چې د مرطوب ساتلو لپاره يې هره ورځ د آبپاش پواسطه په پوره ډول لمدوواوبيرته يې پټوو) په ځلورمه ياپنځمه ورځ مايسيلياپه ابتدايې ودې پيل کوي اوپه همدغه وخت كښې پلاستيک ترينه لرې کوو که د گيډيو (بسترونو) مخ وچيدل دمحلول پاش ياآبپاش پواسطه چې واړه سوري ولري د ورځې لږترلږه يو ځل لږ لږ اوبه ورکوو او په اتمه يا لسمه ورځ په توليد پيل کوي چې دتوليدپه وخت كښې د 28 -32 درجه دتودوخې او%75 لندبل كښې ښه حاصل ورکوي .
دمرخيړي راټولول اوزيرمه :
دتخم له پاشلونه 10-15 ورځې وروسته مرخيړي راښکاره كيږي اوپه دوامداره توگه له يوې اوني نه تر 10 ورځوپورې حاصل ورکوي اومرخيړي هغه وخت راټولووچې کله يې چترۍ په پوره ډول خلاصه شي ،که تازه وخوړل شي ډير خوندوروي اوپه يخچال كښې يې له 2-3 ورځوپوري ساتلاى شو اوکه د مالگي په 10 فيصده محلول كښې يې غوټه کړو او په سيوري يا لمر كښې يې وچ کړو نود زيرمه کولووخت يې زياتيري .
2) په نمويي کوتوكښې داويستر اوبټن مرخيړيوپه ځيري کرل کيږي اوطريقه يې په لاندې ډول ده :
لمړى د شولوواښه 4-5 انچ په اندازه واړه کوي اوپه ا وبوكښې يې ديوې شپې لپاره اچوي اوله دوه شپونه زيات بايدپه اوبوكښې پاتي نشي او د پنبې کنجاړه چې په اوبو كښې لمده شوې د2-7 ورځوپورې يې پريږدو چې تخمر وکړي ،له واښو سره يې گډوو او د 49 – 60 درجو د تودوخې كښې د2 – 4 ورځو پورې تخمر ورکوو په دې وخت كښې دپنبې کنجاړه چې د نايتروجن له پلوه ښه غني ده د نوروعضوي موادوسره تعامل کوي اوتودوخه توليدوي وروسته بيا 32-38 درجو د تودوخې كښې سپان پرې شيندو او په کوټو كښې يې په پلاستيكي رڼو کڅوړو يا طاق (Shelf ) كښې يا بلاک او داسې نورو كښې يې کرو او 4-5 ورځو وروسته يې په سر يوه نرۍ سطحه د خاورې شيندو ترڅوپه يوه مخه د مرخيړي توليد کړي چې وروسته له خاورې اچولو له4 -6 ورځو وروسته په توليد پيل کوي اوپه دوو پړاوونو كښې حاصل ورکوي چې په اول پړاوكښې %75 اوپه دوهم پړاوكښې %25 مرخيړي توليدوي .
ددهينگري (Dhingri ) مرخيړي روزنه
دغه مړخيري خاص خوند او بوى لري او د ويټامين C او معدني موادو لکه کلسيم اوفاسفورس ښه منبع ده او د خپلې ودې لپاره 20 -27 درجو د تودوخې او 80-85 نسبتي لندبل ته اړتيالري .
کرنه :
دغه مرخيړي هم په عمومي توگه د شولو په واښو کرل كيږي او د کرنې لپاره يې دطشتونو ، قالبونو ، لرگين صندقونو ، رڼو پلاستيكي کڅوړو او ټوکريو ځخه کاراخيستلاى شو.
دشولو واښه د6 -10 سانتي متره په اندازه واړه کوواوديوې شپي لپاره يې په اوبوكښې اچوو او وروسته يې له اوبوڅخه وباسواو پريږدو يې چې اضافي اوبه يې وچې اويو فيصد سبوس په اوبو كښې د سپان سره گډوو او بيا دغه سپان د واښو سره گډوو . وروسته لدې يې په پلاستيكي کڅوړو او يا نورو لوښو كښې لکه چې پورته ياد شول اچوو ، که په کڅوړو كښې مو کرل بايد په کڅوړو كښې واړه واړه سوري وکړو چې د اوبود توليدلو نه مخنيوى وکړي او که په چوکاټونو يا طشتونو كښې مو کرل بايد سوري لرونكي پلاستيک پرې واچول شي د سپان دژوندي كيدو په وخت كښې بايدلندبل 80-85 فيصده وي . په ياد ولري چې واښه له اندازې زيات لامده نشي ځکه ددې امکان شته چې خوساشي .
له12-20 ورځو وروسته سنجاق ته ورته سرونه د مرخيړي را پورته كيږي او
د يو تاو شوي شکل په څير په دوو خواوو كښې انکشاف کوي اوپه همدغه وخت كښې بايد مرخيړي راټول شي او د لاس يا چاقو پواسطه يې شکولى شو. دغه مرخيړي په تازه او وچ ډول بازار ته ليږدولى شو او وچ مرخيړي يې په پلاستيكي پاکټونوكښې ساتل كيږي .
دمرخيړيوناروغۍ اومخنيوي
مرخيړي دعالي نباتاتوپه ځيرپه مختلفوناروغيواخته كيږي چې عاملين يې نورفنگسونه ،بکتريااووايرس وي،دهوادجريان کموالى دتودوخې ددرجي دزياتوالى اوکموالى سره سره دځينوناروغيودمنځ ته راتگ سبب كيږي دلته دځينوناروغيوپه اړه په لنډه ډول يادونه اودهغه دمخنيوى لارې چارې ښودل كيږي .
1 ) دميلډيودديکتايلم دنوعي ناروغي (Mildew of Dactylium sp ):
په دغه ناوغۍ كښې دطشتونودخاورې مخ دسپين پوپنک پواسطه پوښل كيږي اوپه تيزۍ سره خپريږي وروسته دملديوسوررنگ ښکاره كيږي چې يوډول فنگس دى اودمرخيړي دپاسه په طفيلي ډول ژوندکوي اوپه خاوره كښې ځان راښکاره کوي اودزياتوالي په حالت كښې په پوره ډول دمرخيړي دودې مانع گرځي دمخنيوى لپاره دزيات لندبل نه ساتنه اوپه کوټه كښې دهوا د دجريان موجوديت ضروري دي اودمرخيړي طاقونه بايدپه جلاجلاتوگه د(Zineb) يا(Dithane) په 20% محلول سره تداوي شي اوکوټه ددوهم ځل کرنې لپاره دفارم لديهايدپه 5% محلول سره ضدعفوني شي .
2) دترفلي مرض (Truffle disease) :
ددغه ناروغۍ عامل Microspore pseudobalsmia ده دمرخيړي دميوې برخه دوړوكي چارمغزپه شکل د2-2.5 سانتي متره په قطر باندې ديوې زيږې کتلي په شکل دگونځې اومړاوې سطحې سره په بوي ورکوونكې بڼه ځرگنديږي اوبټن مرخيړي په تيزۍ سره ددغه ناروغۍ په سبب له منځه ځي اودغه ناروغي دمرخيړي دسپان دښمنه ده اوپه گرد شنه رنگې بڼه دواښوپه ټوټوراپيداكيږي اونورفنگسونه له سپان سره دغذايي موادوپه لاس ته راوړلوكښې سيالي کوي چې په دې كښې هم زيات لندبل اودهوا دجريان دنه شتون سبب دي .
دمخنيوى يوه لاره داده چې درجه دتودوخې 18 سانتي گريدته دشاخي وهلو(کله چې دکمپوست سطحه سپيني مايسيلياپواسطه وپوښل شي ) په وخت كښې راټيټه شي اودحاصل ورکولوپه وخت كښې بايدله 17 درجه دسانتي گريددتودوخې ځخه بايدلوړه نشي ،په لوړه تودوخه كښې دمرخيړي حاصلات په بسترونوكښې له خطر سره مخامخ كيږي دلازياتومعلوماتولپاره له مربوطه متخصص مشوره کولاى شي .
3) دگلاب دگومنځې ناروغي (Rose comb disease ) :
دغه ناروغي په کرنه پورې اړه لري چې په هغه كښې دنوروفنگسونومداخله نشته اود(Gill) دانساجوپه واسطه چې مرخيړي ته خرابه بڼه ورکوي اوهغه وخت رامنځ ته كيږي چې دتيلوياذغال ياگندگي اويادغوړلرونكي (روغني ) رنگ په بوى سره دمرخيړي بستر تماس وکړي اويواځينې دمخنيوى لاره يې له پورته يادشويو شيانونه دبستر ساتنه ده .
دمرخيړي آفتونه اومخنيوي
دمرخيړي سپږې (Mites) ،سپرنگ لكښېان (Springtail) اومچان دمرخيړي دکوټې اوسيدونكي دي ،ځينې له دوى نه دمرخيړي په خوله كښې سوري کوي اوځيني سپان خوري .دLindane پوډرشيندل په کوته كښې هره اونۍ يوځل يا دوه ځله ډير اغيزمن دي .
دحشراتو اوآفتونودمخنيوى لپاره چې دمرخيړي په خوړونکو زهري اغيزه ونکړ ي دشاخي وهلويابستر ته دخاورې ورکولوپه وخت كښې پوډراستعماليدلاى شي ،همدارنگه دضرورت په اساس دحاصل په وخت كښې هم استعماليدلاى شي .
نيماتودونه (Nematodes) :
زياتره وخت ليدل شوي چې نيماتود دمرخيړي بستر ککړ کړي اوستونزه يې منځ ته راوړي اوزياتره دکمپوست دخاورې په ناسمه توگه لاس ته راوړلوځخه پيداكيږي اوسپان خوري اودبستر په سطحه كښې ژوروالي منځ ته راوړي دEelworm له ډلې څخه Dithylenchus چې دسپان ډير عام پرازيت دي اوچې کله په بستر يرغل وکړ ي سپان دخلاصي لاره نلري دمخنيوي لاره يې په وقايوي ډول دکمپوست تعقيمول اوپه تختې باندې دنيماتوديکس استعمال دي چې له کمپوست سره په تماس كښې وي او چوکاتونه هر ځل بايد مخكې له کمپوست اچولونه پاک اوضدعفوني شي .
نتيجه او سپارښتنې :
دمرخيړي دکرنې لپاره ښه داده چې لمړى په وړه پيمانه دهغه کرنه پيل شي اوپه تدريجي توگه دهغه په کرنه كښې له مهارت څخه وروسته زياتوالى راشي ،په هغوسيموكښې چې دانرژي منابع لکه برق اوداسې نورنشته چې دمرخيړي لپاره دتودوخي هوااولندبل په کنترول كښې وکارول شي ښه داده چې دهغه کرنه په پسرلني هواكښې وشي ځيني دخوړلو وړ مرخيړي زمونږ په خپل هيوادكښې په پسرلي كښې راټوكيږي چې هم زمونږ دهيواددپسرلني هواسره توافق لري اوهم دكيفيت له مخې په نړۍ كښې داهميت وړ دي دبيلگې په ډول دميرامان الدين" حيدري " په ويناچې په هندكښې هغه دابراهيم محمدي گل تپه اي سره په 1987 م کال كښې ماستري کوله اومحمدي گل تپه اي دکرنيزومرخيريوپه باره كښې خپل تيسيز ليکل ،دهغه رهنمااستادچې پروفيسر کاپورنوميدل دښاغلي ابراهيم ځخه يې ځوځوځله داغوستنه وکره ترځوهغه مرخيړي چې په افغانستان كښې موندل كيږي دمطالعې لپاره لاس ته راوړي اوويل به يې چې دافغانستان دمرخيريوسيال په نړۍ كښې ډير کم موندل كيږي ،
زمونږ په هيواد كښې د مرخيړيو روزنې ته په زياته پيمانه پراختيا وركول كيداى شي
دمرخيړيودتکثيراوروزنې لپاره دکرنې وزارت ،نورو اړو ادارو اودهمدې مسلك خاوندانو ټينګه ته سپارښتنه كيږي ترځو په دې اړه دپام وړ چــټک اړين گامونه واخلي.
پاي
مأخذونه
1- رهنماي کشت سمارق(ترجمه وتاليف :ميرامان الدين "حيدري" سال 1384 نشريه مرکزتحقيقاتي وتجربوي افغان موسسه CoAR ،صفحه 1 ،2 ،8 -10 ،25 - 27 ،33 -35 ،40 -55 ،66 - 75 ) .
2- سمارق چيست؟ وچراآنراميرويانيم ؟ (نشريه وزارت زراعت ،صفحه 2 ،4 ،7 ،8 ،11-14 ).
3- اصول پرورش قارچ هاي خوراكی (نگارندگان :دکترابراهيم محمدي گل تپه اي ،دکترابراهيم پورجم ،باتجديدنظر درافات وبيماريها،سال 1382 ،صفحه 2 ،3 ،11 ،33 -35 ) .
4- Oyster Mushroom Cultivation (Published and distributed to developing countries from the Republic of Korea for free , Available at the Ministry of Agriculture ,Department of Agriculture Research Institute, Page 3,4,53,70-72 ).
5-Shiitake Mushroom Cultivation (Published and distributed to developing countries from the Republic of Korea for free ,Available at the Ministry of Agriculture , Department of Agriculture Research Institute , Page 63,64,75,76),for more information visit: WWW.MUSHWORLD.COM.