دالوګانو دتخم دتوليد مروجې طريقې
سريزه:
په افغانستان كې الوګان دوهم با ارزښته اوعايداتي نبات دي.الوګان په باميان،غزني،ميدان وردګ،بدخشان،بغلان،كابل،ننګرهار،لغمان،كنړكې كرل كيږي.دكرنيزې شميرې له مخې هركال نږدې ۱۴۰۰۰هكتاره ځمكه نيسي اوله دې ځخه په مجموعي ډول۲۳۵۲۰۰ټنه لاسته راځي.په اوسط ډول دحاصل اندازه يي ۸.۱۶ ټنه په هكتار كې وركړ شوي دي.مګردپرمختليلوهيوادو،چيرته چې ديو هكتار حاصلات ۵۰-۴۰ ټنه دي،نسبت زمونږ حاصلات ډېركم دي او يواځينى علت يي دښه باكيفيته تخم نه درلودل دي. كه زمونږ دتخم دتوليدپرمختللي كرهنيزعمليات په كار واچوو كولاي شو چي ښه او باكيفيت تخم توليدكړو.ځكه چې زمونږ دښه تخم توليدلپاره ښه مساعدې لوړې ارتفاع لرونكې سيمې لرو چې په پسرلي كښې او ځينې ټيټې سيمې چه په مني كښې د الوګانو تخم توليده وي شي.
دتخم الوګان دخوراك دالوګانوځخه فرق لري. دتخم الوګان لږځه زيات زيار او پاملرنه غواړي او بايد دخوراكي الوګانو ځخه په يوه خاصه فاصله وكرل شي. كه ځه هم بزګران دښه بازارموندنې لپاره غټ الوګان خوښه وي خو دتخم دلپاره ۸۰-۲۵ګرامه الوګان بايد استعمال شي.
داډيره مهمه خبره ده چې دزيات حاصل دلاس ته راوړلولپاره دالوګانو ښه جنس تخم په كافي اندازه ولرو او دښه جنس تخم كمى ددې سبب كيداى شي چې دالوګانو دتخم توليدپه ټپه ودروي.
په نړۍ كې دالوګانو دښه جنس تخم،اوحاصل وركوونكي قسمونه اواصلاح شوي كرنيزې عمليې دالوګانودحاصل دلوړوالي سبب شوى دى او همدارنګه بزګرانوپه حاصل كښې هغه وخت كمي وليده چه دالوګانو تصديق شوي تخم يې زياتره دځلورونسلونوځخه استعمال كړي وو. بزګران كولاي شي چې دځونسلونولپاره دښه جنس تخم ولري ترهغې چې په زړه پورې حاصل ترلاسه كړي.
دسالموتخمونوساتل اوزياتول دبزګرانوپه كرونده كې كولاي شي دتخم قيمت راټيټ اوپه نتيجه كښې په زيات مقدار تخم توليد اوداكار ددې سبب كيږي چې غريب بزګران دښه جنس تخم په ټېټه بيه ترلاسه كړي. كه چيرې دالوګانو ښه جنس او دكرني ښې طريقي پكارواچول شي،دادواړه ددې سبب كېږي چې په حاصل كې زياتوالى منځ ته راوړي.
دافغانستان په هره سيمه كې كه وغواړو دالوګانودښه جنس تخم دتوليدكړو،بايد لاندې ټكي په پام كې ونيول شي.
1.خاوره بايد دنيماتودواونارغيولكه معمولي جرب،دكچالوورستوالى اوبكتريا يي ناروغۍ ونلري.
2.لږترلږه بايد د۹۰-۸۰ورځويا دالوګانو د ودې په موده كې دالوګانوكروندې په شاوخواكې نباتي سپږې موجودې نه وي ترځوالوګان په نورمال ډول خپله وده سرته ورسوي.
3.كه دالوګانو د ودې په وخت نباتې سپږې وليدل شي بايد فوراً حشره وژونكي سستيمك درمل استعمال شي.
دالوګانودتخم دتوليدلپاره اصلاح شوې كرنيزې عمليې
1.دكروندې تيارړل:
دالوګانودكرځمكه دتخم دكرلو تر مخه تياريږي، كه چيرې امكان ولري داوړي په موسم كې دالوګانو ځمكه قلبه شي اوشدياره پاتې شي.دا كار دخاورې سره انتقليدونكې ناروغيواوګنده بوټودكنترول سبب كيږي. كله چې دالوګانو دلپاره ځمكه تياره شوي په هغې كې دالوګانوكښت صورت نيسي. دځمكې قلبه كولوعمليي زياتره دخاورې په نوعې پورې اړه لري يعنې كه خاوره مټينه وي ځوځلې قلبې كولوته اړه لري اوكه خاورې ريګي خواص درلوده كوموكرنيزوعمليوته ضرورت نه پښيږي.
2.دتخم منبع:
كه چيرې وغواړودالوګانو دتخم ښه جنس ولرواو توليد يې كړوترټولولومړى بايد دتخم منبع معلومه وي اودبا اعتماده سرچينوځخه واخستل شي اوكوم تخمونه چې بزګران يې توليدوي بايد د۵-۴ كالووروسته عوض شي.ديادونې وړ ده چې تخم بايد دنامعلومومنابعوځخه وانه خستل شي.
3 . دتخم اندازه اومقدار:
دتخم دتوليد ادتكثيرلپاره بايد چې د۸۰-۴۰ ګراموپورې دالوګانووزن وي اوپه زياته اندازه نېشونه ولري نو دا تخم دكرلولپاره مناسب دي .دالوګانو دتخم مقدارپه يوجريب ځمكه كې د
۶۰۰-۴۰۰ګيلوګرامو سفارش وركول شوي دي مګر دا مقداربيا هم دتخم داندازي پورې تړلى دى.
4. دتخم تيارول:
دتخم دتوليد په مقصد چې الوګان كرل كيږي د۱۰-۲۰ ورځې مخكې دكرلوځخه ديخوخونونه ويستل شي اوپه ازاده هوا كې په يو نازكه طبقه باندې رڼايي ته هموار واچول شي ترځودنيش لپاره تيار شي .ددې دلپاره چې دالوګانو ښه كرونده ولرواوتيغ وهلې هم يو قسم وي. دالوګانو تخم بايد نېشونه ولري اوكوښښ وشي چې دالوګانو دډېري ځخه وراسته،بې نېشه تخم لرې كړي.
5 . دسرې استمال:
دكيمياوي سرې استعمال په افغانستان كښې ۷۵كيلوګرامه يوريا او۵۰ كيلو ګرامه ډي اي پي په يوجريب الوګانوكښې سفارش وركول شوي دي.دفارمي سرې استعمال چې ښه ورسته اوګډه وډه شوې وي په يوه جريب ځمكه كې دوه ټنه استعمال شي دفارمي سرې داستعمال ځخه وروسته پټى بايد قلبه شي ترځو دقلبې په واسطه سره دخاورې سره ګډه وډه شي. نيمايي مقدار نايتروجني سرې اوټول مقدار دفاسفورسي اوپوتاشيمي سرې مخكې له كرلو ځخه په ليكه كې بايد واچول شي اوپه مساويانه ډول ټولي كروندي ته ورسيږي. اودنايتروجني سرې پاتې برخه دخاورې وركولوپه وخت كې بايد استعمال شي.لاښونه كيږي چې يوريابايد هيځكله دتخم دكرلوسره يوځاي استعمال نشي ولي چې يوريا په مستقيم تماس الوګان خساكوي.
6. دكرلووخت:
دالوګانو دتخم دكرلووخت زياتره دسيمې په اب اوهوا اود نوع پوري اړه لري همدارنګه په لوړ درجه حرارت كې مختلف قسمونه دالوګانو مختلف عكس العمل له ځانه ښكاره كوي يعنې دالوګانوهغه قسمونه چې دګرمۍ په مقابل كې مقاومت لري اودپخيدوموده يې زياته وي نـسبت هغه انواعودالوګانو ته چې دپخيدوموده يې لنډه وي دوخته كرل كيږي. دالوګانو تخم بايد په ټاكلي وخت وكرل شي او دپخوالي موده مخكې له دې ځخه چې دنباتي سپږودشديدې حملې لاندې راشي سرته رسولې اوپاخه شوي وي. اوبه خور دالوګانو دكرلوځخه مخكښې د دې سبب كيږي چې دالوګانودتيغ وهلوفيصدي لوړه كړي اودحرارت دكموالي سبب وګرځي.
7 . دكرلوطريقه:
كله چې ځمكه دالوګانو دكرلودلپاره تياره شي دهغې ځخه وروسته بايد ځمكه كې ليكې ويستلې شي،فاصله په مابين د دوو ليكو كې ۷۰-۶۰ سانتي متره په نظركې ونيول شي اوپه دې ويستل شويوليكو كې الوګان ايښودل كيږي اوفاصله په مابين ددوه تخمونو دالوګانوكې ۲۰ سانتي متره ښودل شوې ده. وروسته دكرلوځخه په الوګانوباندې دلاس،بيل،قلبې يا پشتې جوړولوماشين په واسطه ۱۵-۱۲ سانتي متره پورې خاوره واچول شي. دالوګانو دكرلوپه وخت كې ۳-۲ كيلوګرامه فيورادان ايس جي درمل په يوه جريب ځمكه كې بايد استعمال شي.دابايد په پام كې ونيسو چې پريكړل شوى تخم دالوګانو دتخم دتوليدلپاره مه كري.
8. اوبه خور:
كله چې ځمكه دالوګانو دكرلو دپاره تياره شي دكرلوپه وخت كې بايد په ځمكه كې په كافي اندازه لنده بل موجود وي دالوګانو دكرلوځخه مخكښې اوبه خور د دې سبب كيږي چې الوګان يوشان تيغ ووهي. كه چيرې دالوګانو دكرلوترمخه اوبه خور ونه شي بايد وروسته دكرولوځخه ژر تر ژره دالوګانو كروندې ته اوبه وركړل شي اوپاتې اوبه خور دالوګانو كروندې ته هغه وخت وركول كيږي كله چې ورته ضرورت پېښ شي دالوګانو داوبه خورموده زياتره دخاورې په نوع پورې اړه لري لكه ريګي خاورې دمټينوخاوروپه نسبت په مكرر ډول اوبوته ضرورت لري اودا بايدهيرنه كړو دالوګانودښه حاصل دلاس ته راوړلولپاره سپكې خاورې اومناسب اوبه خور ته ضرورت لري. دالوګانو په كرونده كښې بايدداوبو سطحه دپښتې دارتفاع دنيمايي ځخه ښكته وي. زياتره اوبه خور دالوګانوحاصل كموي اوالوګان خسا كيږي .د۱۵-۱۲ ورځې مخكې دساقودپريكولوځخه دالوګانو په كرونده اوبه خور بايد بند كړل شي.
9 .كرنيزې عمليې:
دالوګانو دكرلوځخه يوه مياشت مخكښې ځمكه بايد اوبه خور شي. كله چې پټي ته دكرلو ترمخه اوبه وركړل شي دګنده بوټوزيات قسمونه وده كوي او وروسته دا ګنده بوټي دقلبې كولوپه واسطه له منځه ځي او كرونده دكرلولپاره تياريږي. دالوګانو بوټي ځه وخت چې د۱۰-۸ سانتي مترپه اندازه نمو وكړي (دكرلوځخه ۲۵-۳۵ ورځې وروسته) دلاس يا قلبې په واسطه پښتې اوليكې جوړيږي. اودنايتروجني سرې پاتې نيمايي اندازه (يوريا) په ليكه كې اچول كيږي دسرې داچولوځخه وروسته پشتې ته خاوره وركول كيږي كه چيرې خاوره وركول پشتو ته يوځه وځنډيږي ددې امكان شته چې سټولنونه (Stolones) زيان ومومي اودالوګانو دحاصل دكم والي سبب وګرځي.
10.ځارنه اودنامطلوبو بوټولرې كول:
ددې دلپاره چې دالوګانو دتخم ښه جنس ولرو،دنارغيواوبيګانه بوټوځارنه دالوګانو په كرونده كې ډيره ضروري ده.دالوګانودكروندې ځخه كم تر كمه درې ځلې كتنه وشي تر ځووكولاي شي بيګانه او ناروغه بوټي دكروندې ځخه لرې كړو او علايم لكه تورخالونه ،دپاڼوتاويدل اونور وايرسي امراض دالوګانوكرونده كې وليدل شي بايد دكروندې ځخه ژر تر ژره لرې كړاى شي.
لومړى روګينګ دشنه كيدوځخه وروسته اوبوټي ته دخاورې وركولوترمخه بايد سرته ورسيږي.
دوهم روګينګ د۵۰-۴۰ ورځې دكرلووروسته صورت مومي اودريم روګينګ دساقو له پرې كولوترمخه بايد سرته ورسيږي ترځودښه جنس لرونكي اومطمين تخم لاس ته راشي او دا بايد په پام كښې ونيسو چې دناروغ اوبيګانه بوټو سره يو ځاي الوګان دكروندې ځخه ويستل شي.ترځووايروس ساليمو بوټو ته انتقال نه شي.
11.دنباتاتو ساتنه:
دالوګانو دكرلو په وخت په يو جريب ځمكه كې ۳ كيلو ګرامه حشره وژونكي دانه دار درمل چې سيستميك خواص ولري لكه فيورادان اچول كيږي چې دا درمل دتورو سپږو،شاپرك اويا دپاڼودملخ په مخنيوي كښې مهم رول لري او همدارنګه دوايرسي نارغيوځخه مخنيوى كوي . د ۴۵-۴۰ ورځو پورې د دانه دار حشره وژونكي درملو تاثير پاتې كيږي .دوه يا دري دوا پاشي دكنفيدورايس ايل-۱۰۰ درمل په واسطه ۱۵-۲۰ سي سي، په شل ليتره پمپ كښې چې ديوه جريب لپاره دوه پمپ كيفايت كوي دالوګانو په ځمكه كې په وقفه د۱۵-۱۲ ورځواستعماليږي .بيا همدا موده دسپږيو دنفوس اوحملې پورې اړه لري. داتشك بعدي ناروغۍ دمخنيوي لپاره يوه دواپاشي د ډآيي تين-ايم-۴۵ يا منكوزيب، درملو په واسطه يو جريب دالوګانو ځمكه كې ۳۵۰ ګرام د دواړو نوعويعنې حساس او مقاوم نوعو لپاره استعماليږي. داتشك بعدي په مقابل كې دالوګانو حساس قسمونه بايد په وقفه د۱۵-۱۰ ورځوكې د ډايي تين-ايم-۴۵ درملو په واسطه دواپاشي تكرارشي مګردا داوپاشي بيا هم داب وهوا پورې اړه لري كه چيرې دا ناروغۍ په درملو كنترول نه شي موږ كولاي شو چې په عوض كې يي ريډومل۸۰۰ ګرام په يو جريب ځمكه كې دوا پاشي كړو.
12. دساقې پرې كول:
دالوګانو په پاڼو باندې دسپږو(Aphids) دزياتې حملې او نفوس ترمخه بايد چې دالوګانو ساقې پرې كړل شي يا دالوګانو ساقې بايد دلاس يا لور په واسطه دځمكې ته ځومره چې ممكنه وي نږدې پريكړي شي. دالوګانو ويستلي شوي خېلۍ دپشتو له پاسه بايد واچول شي ترځولوځ الوګان دلوړې تودوخې او لمر دمستقيمووړانګودخطرځخه وساتل شي.دالوګانو دشاخچودوهم ځل ودې بايد مخنيوي وشي. تر ځوحشره ونه كړاي شي چې وايروسي ناروغۍ انتقال كړي.
13. راټولول:
دساقو له پرې كولوځخه ۱۵-۱۰ ورځې وروسته دا الوګان بايد ټول شي. ترځو دالوګانو پوستكي پنډ او كلك شي .الوګان دبيل يا قلبې يا تراكتور پواسطه راويستل كيږي اودلاس پواسطه بايد راټول كړل شي. دا بايد هير نه كړو چې دالوګانو درايستلوپه وخت دخاورې لنده بل په منځنۍ سطحې سره وي (نه ډيره لنده اونه ډيره وچه وي) ترځو الوګان متضرر نه شي. وراسته الوګان درايستلوپه وخت كې بايد جدا شي ترځو دالوګانو ساليم تخم ته زيان ونه رسيږي.دالوګانو راجمع شوى تخم د۱۵-۱۰ ورځو لپاره د ډېرۍ په شكل وساتل شي او دالوګانودجمع كولواو انتقال په وخت بايد ډېر احتياط وشي ترځوالوګان دزخمي كيدو ځخه محفوظ پاتې شي.
14. درجه بندي:
دالوګانو د ډېرۍ كولو ځخه وروسته كله چې پوستكى دالوګانو كلك او پنډ شو دالوګانو دتخم درجه بندې شروع كيږي او داكار د دې سبب كيږي چې الوګان په ماكيټ كښې دخرځلاوښه بازار پيداكړي په عمومي ډول دالوګانو تخم په ځلوروډولودرجه بندي كيږي چې اول او دوهم اندازه يي دتخم لپاره استعماليږي.
1. وړوكي اندازه الو ۲۵ګرامه ځخه كم وزن ولري.
2. منځنۍ اندازه الو۲۵-۶۰ ګرامه پورې وزن ولري.
3. غټه اندازه الو ۶۰-۱۰۰ ګرامه پوري وزن ولري.
4. اود۱۰۰ ګرامخ ځخه زيات وزن ولري.
له دې ځخه علاوه موږكولاي شو د دې ځخه دټيټې او غټې اندازې الوګان هم په يخو خونو كښې ذخيره كړو او بيا يي دتخم لپاره استعمال كړو.مګر دالوګانودكرلو فاصله په مابين د دووالوګانو كې داندازې په اساس تعينېږي.
دالوګانو تخم په بازاركښې دخوراك دالوګانو په نسبت بايد په لوړه قيمت خرځ شي.
15.په درملو دتخم ككړول:
درجه بندي شوي الوګان دمعمولي پاكواوبو په واسطه ومينځل شي او وروسته دمنځلوځخه ديوريك اسيد په 3% محلول كې د۲۰ دقيقو لپاره غوپه كړاي شي ترځو دسطحي ناروغي لكه جرب،تورداغونه اوبكتريايي امراضو مخه ونيول شي او همدارنګه كولي شوچې ديوريك اسيد۵% محلول دالوګانو له پاسه دواپاشي كړو چې دا كار هم دناروغيو دمخنيوي سبب كيږي .په درملوككړشوي الوګان لومړى بايد په سيوره كې وچ شي او وروسته دوچوالي ځخه په بورۍ كې واچول شي اوپه يخو خونو يا ذخيره كښې په منظم ډول ځاى په ځاى شي ترځودچاپيريال دتودوخې لوړه درجه دالوګانو په تخم منفي اغيزه ونه كړي.
دایکاردا نشریه 2005