د مهربان بخښونکی لوے څښتن په نامه

حمزه بابا او د ايران اېټمی پروګرام
ليک: انور شاهين خانخېل
برېښناليک: shaheenkhankhel@yahoo.com

د نړيوال اېټمی اژانس د مشر محمد البرادعی له دې رپوټ نه پس چې پکښې يې په صفا ټکو کښې دا خبره په ډاګه کړې وه چې د ايران اېټمی پروګرام په کامله توګه سوله ايز او غېر تسليحاتی دے او هيڅ نښې نښانې نه دی ليدل شوی چې ګنې ايران د اېټم بم يا اېټمی وسلو جوړولو اراده لری بالاخره د امريکې په شپاړسو جاسوسی او استخباراتی ادارو مشتملې د دغه هېواد امنيتی شورا هم په اول ځل په خپل تفصيلی رپوټ کښې اعلان وکړ چې هيڅ داسې شواهد او نښې نښانې نه دی ليدل شوی چې ګنې ايران د اېټم بم يا اېټمی وسلو جوړولو څه اراده لری.
د امريکې له شپاړسو جاسوسی او استخباراتی ادارو نه د جوړې شوې شورا دغه رپوټ د نړيوال اېټمی اژانس د مشر محمد البرادعی د وروستی رپوټ او د ايران د اسلامی جمهوريت د دريځ يو ډول تائيد دے او په دې رپوټونو سره د امريکې د ولسمشر ښاغلی جارج ډبليو بوش، د هغۀ د حکومت د نورو چارواکو، د صهيونېسټ رژيم د چارواکو او داسې نورو مغرضو کسانو چې تل به يې ايران د اېټمی وسلو په جوړولو تورونولو ټول تورونه دروغ ثابت شول.
له دې نه علاوه د هغو غرضی او کينه لرونکو امريکه نوازو او غرب پرستو قلم خرڅوونکو ليکوالانو په مخونو هم څه حيا پاتې نه شوه چې تل به يې د ايران د سوله ايز اېټمی پروګرام د بدنامولو، له اسلامی او په تېره بيا له ګاونډی  هېوادونو سره د ايران د تعلقاتو خرابولو او په ايران باندې د امريکې او اسرائيلو د حملې په انتظار کښې زهرجنې ليکنې کولې او کوی يې.
د ايران د اسلامی جمهوريت د اېټمی پروګرام د پېژندلو لپاره پکار دی اول انسان اسلام او د ايران اسلامی انقلاب وپېژنی نو بيا به د ايران په اېټمی پروګرام پوه شی. دا خبره لکه د نمر ښکاره ده چې د ايران انقلاب په اسلامی بنسټ ولاړ دے. له دې خبرې نه هيڅ څوک انکار نه شی کولې چې يو  داسې وخت ؤ چې ټوله دنيا په دوو بلاکونو يعنې غربی او شرقی بلاکونو باندې وېشل شوې وه او هيڅ چا جرات نه شو کولې چې له دې دوو بلاکونو نه علاوه خبره وکړی او هر هېواد يا شرقی ؤ او يا غربی ؤ  پخوانی شوروی ځان د شرق خداے جوړ کړے ؤ او امريکې د غرب. که يو هېواد به له امريکې نه خفه شو نو د شوروی لمن کښې به يې پناه اخېسته او که له شوروی نه به خفه شو نو د امريکې درګاه ته به تلۀ. پۀ ټوله نړۍ باندې د دوو جعلی خدايانو تسلط جوړ ؤ او هيڅ چا له شرق او غرب نه اخوا دېخوا د خپلواکۍ او خپل اختيارۍ خبره نه شوه کولې نو د تورتم او ساډوبۍ په دغه دور کښې د خداے پاک د ګران رسول (ص) له ساداتو کورنۍ نه يو بوډا او ضعيف سيد، عالم او عارف راپاڅېد او په اسلامی انقلاب سره يې په ايران باندې د دوه نيم زره کاله مسلط شهنشاهيت په دړې وړې کولو سره يې په تاريخ کښې په اول ځل د (( نۀ شرقی او نۀ غربی جمهوری اسلامی )) نعره پورته کړه او په ايران کښې يې د دنيا  د شرقی او غربی بلاکونو د استعماری او استکباری فلسفې په وړاندې د (( اسلامی جمهوريت )) ځانګړې فلسفې په رڼا کښې د اسلامی جمهوريت بنسټ کېښود. او زمونږ د پښتون عالم او عارف ارواښاد ستر حمزه بابا هغه آرزو چې هغۀ د ټول انسانيت او هر ملت د کاميابی او له دنيا نه د منافقت د ختمېدو لپاره لرلې وه عملی کړه لکه چې فرمائی:
پــــه نفس کښې د انسان به شرافت را نۀ شی
قالب کښې چـــې تــــر څو د شريعت را نۀ شی
تـــل تـل بــــــه شخصيت نوې جــــامه بدلـــوی
تر څو چې (( اسلامی جمهوريت )) را نۀ شی
ارواښاد امام خمېنی په تاريخ کښې په اول ځل د اسلامی جمهوريت په راوستو سره د نړۍ د نورو ولسونو لپاره ايران يو مثال، بېلګه او سرمشق وګرځوۀ او د هغه ارواښاد له سترګو پټولو نه پس هم دغه اسلامی جمهوريت د داسې ديانتدارانو انسانانو په لاسو کښې دے چې هيڅ دښمن يې نه شی خرابولې. او د دښمنانو د سازشونو، دسيسو او ناوړو پروپېګنډو باوجود ايران نن د ترقۍ، سوکالی، خوشحالۍ او امنيت په لور روان دے. او دا ټول د اسلام د مبين دين برکت دے چې په صحيح شکل يعنې متحرک، فعال، ماډرن او د زمانې د تقاضو مطابق شکل کښې يې وړاندې کړے دے نه په منجمد، متحجر، دهشت ګرد او اوچ کړس شکل کښې. او دا خبره مونږ نن په دعوې سره کولې شو چې نن د نړۍ په سطح او په تېره بيا په اسلامی نړۍ کښې ايران د اسلامی شريعت په چوکاټ کښې يو پرمختللے، پرامن او ماډرن هېواد دے. په دې وروستيو وختونو کښې مې له يو پښتون سفارتکار نه چې په ايران کښې يې ډېر وخت تېر کړے دے  پوښتنه وکړه چې وروره ! له امينتی لحاظه د ايران په حقله ستا څه نظر دے؟ هغۀ راته وويل ورور جانه! ډېپلومېټک ځواب غواړې که حقيقت درته ووايم؟ ما ورته وويل: د پښتو ځواب غواړم؟ وې ويل وروره چې د پښتو ځواب رانه غواړې نو و به وايم چې که د ټول ايران د يو کال عوامی جرائم راغونډ کړې نو زمونږ د هېواد يواځې د بډه بېرې د تاڼې د يو کال جرائم راغونډ کړې نو له ټول ايران نه به يواځې د بډه بېرې د تاڼې د عوامی جرائمو کچه زياته وی. او له بده مرغه نن سبا خو په زياترو جرائمو او دهشتګردانه اقداماتو کښې زمونږ مذهبی کسان ملوث دی چې بالکل د ايران په اپوټه دی. يعنې که په ايران کښې کوم کسان جرائم هم کوی نو هغه به يو غېر مذهبی، شرابی کبابی کس وی او د دين او مذهب په پوله به نۀ تيريږی.
نو په دې حال کښې د ايران غوندې يو هېواد نه داسې توقع نه شی کېدې چې هغه به د نورو ملتونو د خرابولو لپاره اېټم بم او اېټمی وسله جوړه کړی. او تر ټولو په زړۀ پورې خبره دا چې د ايران د اسلامی جمهوريت چارواکو او حتی د ارواښاد امام خمېنی ځاے ناستی او د ايران د اسلامی انقلاب ستر رهبر ښاغلی ايت الله العظمی خامنه ای چې هغه هم يو عالم، عارف او اديب کس دے هم په ډاګه دا خبره کړې ده چې اېټم بم  زمونږ د مذهبی عقيدې له نظره ناروا دے يعنې که د نړۍ ټول هېوادونه هم هغوی ته ووائی چې اېټم بم يا اېټمی وسله جوړه کړئ نو بيا يې هم نه جوړوی ځکه چې اسلام ورته  د دې کار اجازت نه ورکوی. نو د ايران د ذمه وارو او په خاصه توګه د دغه روحانی مشر دا خبره څه ګپ خبره نه ده بلکې خقيقت هم دا دے چې اسلام هيڅکله د اېټم بم او اېتمی وسلو د جوړولو اجازت نه ورکوی ځکه چې د خداے ګران رسول (ص) د اسلام له دښمنانو سره ټول جنګونه دفاعی جنګونه کړی دی. او يو جنګ يې هم يرغلی او تيری کوونکے جنګ نه ؤ. نو هر کله چې اسلام مسلمان ته په يو بل ولس او ملت باندې د تيری، يرغل او په حمله کښې د وړومبی کېدو اجازت نه ورکوی نو بيا اېټم بم او اېټمی وسله څه پکار راځی. دا صحيح ده چې قرآن مجيد کښې د دښمن په مقابل کښې د جنګی سازوسامان د جمع کولو حکم شوے دے خو اېټم بم او اېټمی وسلې په دغو جنګی سازوسامان کښې نه شامليږی. ځکه چې ابټم بم دفاعی وسله نه ده بلکې يرغلی وسله ده او په دې وسلې سره تۀ له دښمن څخه دفاع نه شې کولې بلکې تۀ به د دښمن په سيمه يرغل کوې او د هغۀ د هېواد عام ولس، ښځې ، ماشومان، بوډاګان ، ځوانان، حېوانات، نبادات او جمادات ټول به له منځه وړې او د زمکې له مخه به يې محو کوې چې اسلام هيڅکله د دې اجازت نه ورکوی.
په اصل کښې اېټمی انرجۍ او اېټم بم کښې د ځمکې او اسمان فرق دے. او ايران د اېټم بم او اېټمی وسلو نه بلکې د سوله ايزې اېټمی انرجۍ په فکر کښې دے ځکه چې هغه دا محسوسوی چې په راتلونکو وختونو کښې له دنيا څخه د تېلو، ګېسو او نورو انرجېو زېرمې ختميېدونکی دی نو پکار دی چې د دغو انرجېو بديله او متبادله انرجی ولری او د خپل ملک او نورو مسلمانو هېوادونو او حتی د نړۍ د مظلومو او بې وزلو انسانانو د ښيګړې لپاره يې استعمال کړی.
مونږ اکثر د ايران د اسلامی جمهوريت د ولسمشر ښاغلی ډاکټر محمود احمدی نژاد لخوا په مختلفو موضوع ګانو په نړيوالو رسنيو کښې کره کره وېناوې او خبرې اورو چې د ايران د اېټمی پروګرام په حقله هم د هغۀ خبرې له دلچسپۍ نه خالی نۀ دی. لکه هغه اکثر دا خبره کوی چې زمونږ ولس يو ازاد او خپلواکه ولس دے او د چا غلامی نه قبلوی او د خپل هېواد او ولس د ترقۍ او خېر ښيګړې لپاره مونږ له خپلو هر ډول توانمنيو نه استفاده خپل انسانی او اخلاقی حق ګڼو او هيڅ يو استکباری قوت نه شی کولې چې زمونږ د ترقۍ او ودې د لارې خنډ جوړ شی. هغه دا هم وائی چې زمونږ اېټمی پروګرام سل په سلو کښې سوله ايز او پرامن دے  او اېټمی انرجې فقط او فقط د خپل هېواد د ترقۍ، خوشحالۍ او سوکالۍ لپاره استعمالوو. هغه دا هم وائی چې مونږ اېټم بم ته هيڅ اړتيا نه لرو ځکه چې مونږ بغېر له اېټم بم نه د ټولو استکباری قوتونو د هر ډول تيری، زوروينو او حملو مقابله کولې شو ځکه چې اېټم بم هيڅکله هغه قوت چې ماتې او شکست يې مقدر وی له ماتې او شکست نه نۀ شی ژغورلې او هغه د دې لپاره د اسرائيلو مثال راوړی چې زيات اېټم بمونه او د ډله ايزې وژلې وسلې لری او د هيڅ يو نړيوال قانون او انسانی اصولو قائل هم نۀ دے خو بيا هم د لبنان په ٣٣ ورځنی جنګ کښې د يو موټې حزب الله په وړاندې يې چې هيڅ اېټمی وسله او پرمختللې خطرناکې وسلې يې هم نۀ لرلې ماتې او شکست وخوړۀ او اېټم بمونو او د ډله ايزو وژلو خطرناکو وسلو اسرائيل له ماتې او شکست نه و نۀ ژغورلے شو، ښاغلے احمدی نژاد دا خبره هم کوی چې د نړۍ د هېوادونو د اېټمی مسائلو لپاره په نړيواله سويه يو نړيوال اېټمی اژانس جوړ دے او چې ايران هم د دغه اژانس يو غړے دے او د اېټمی وسلو د پراختيا د مخنيوی تړون اېن پی ټی يې لاس ليکل کړے دے او په اېټمی مسائلو باندې له دغه نړيوال اژانس سره په خبرو اترو بوخت دے نو د امريکې غوندې بل هېواد ته څه حق حاصل دے چې په مونږ خپل حکمونه وچلوی؟ دا يوه ډېره غېر منطقی خبره ده. ښاغلے احمدی نژاد دا هم وائی چې که اېټمی انرجی بد څيز دے نو چې دا کوم قوتونه زمونږ د اېټمی انرجۍ مخالفت کوی نو هغوی يې ولې لری او که ښه څيز دے نو د دغه ښۀ څيز مونږ ته د حاصلولو اجازت ولې نه راکوی؟ هغۀ په يوه وېنا کښې دا هم ويل چې د ځينو اروپائی هېوادونو چارواکو راته د ملګرو ملتو د غونډې په وخت زما د دغو خبرو په ځواب کښې وويل چې صحيح ده ستاسو اېټمی پروګرام به سوله ايز وی خو امريکه او  د هغې انډيوالان شک لری چې تاسو به اېټمی وسلې جوړې کړئ. نو وائی ما ورته وويل چې هغوی د شک په بنياد زمونږ مخالفت کوی او مونږ او ټولې دنيا ته دا يقين دے چې امريکه او د هغې انډيوالان نه يواځې دا چې اېټم بمونه او اېټمی وسلې لری بلکې هغه يې په مظلومو انسانانو استعمال کړی هم دی. دا کوم انصاف دے؟
ښاغلی احمدی نژدا يوه ورځ په ايران کښې د لکونو عوامو په يوه غونډه کښې وويل چې امريکه او ځينې لويديځ هېوادونه پروپېګنډه کوی چې دا اېټمی انرجی د ايران حکومتی طبقه غواړی عوام له اېټمی پروګرام سره هيڅ دلچسپی نۀ لری نو نن زۀ تاسو عوامو نه پوښتنه کوم چې ايا تاسو اېټمی انرجی غواړئ که نه؟ د ښاغلی احمدی نژاد په دې پوښتنې سره لکونو عوامو دواړه لاسو اوچت کړل او په يو اواز يې وويل: (( انرجی هسته اي حق مسلم ما است )) يعنې اېټمی توانائی زمونږ مسلم حق دے. په دغه موقع هغۀ دا هم اعلان وکړ چې له دې عوامی سټېج نه نن زۀ د امريکې ، اروپا او نورو هغو هېوادونو چارواکی چې د ډېموکرېسۍ او جمهوريت دعوا کوی  چېلنج کوم چې که په رښتيا د عوامو لخوا منتخب کړې شوی وی او ډېموکرېسی لری نو زمونږ په شان دې دغه شان په عوامو کښې ګډ وګرځی حال دا چې هغوی له خپلو عوامو نه هم ويريږی او له دغې وېنا نه پس ښاغلې احمدی نژ اد  له سټېج نه راکوز شو او په عوامو کښې ورګډ شو او هغوی سره يې روغ بړ شروع کړ. بلکې هغه هر وخت داسې کوی.
حقيقت هم دا دے چې مونږ وينو چې زمونږ واکمنان له عوامو څه کوې چې له خپل سيوری نه هم ويريږی او چې په کومه لاره چرته په موټر کښې ځی نو په هغه لاره مچ او ماشے هم نه پرېږدی.
او ښاغلی ډاکټر احمدی نژاد خو يو ډېر په زړۀ پورې وړانديز چې زما په خيال په ټوله نړۍ کښې د امن او امان، سولې او ورورولۍ راوستلو لپاره يو طلائی وړانديز او د ټولو مسائلو حل دے او وائی چې نن له نړۍ نه يو کلے جوړ شوے دے نو راځئ چې دا خپل کلے له امن او امان نه ډکه ګهواره جوړه کړو او د دې لپاره پکار دی د نړۍ ټول هېوادونه راغونډ شی او په نړيواله غونډه کښې فېصله وکړی چې کوم ملکونه اېټم بمونه او اېټمی وسلې لری هغه ضائع کړی او ټوله دنيا له دغو انسان تباه کوونکو وسلو نه پاکه کړی.
او چې هر کله امريکې او د هغې انډيوالانو د ښاغلی ډاکټر محمود احمدی نژاد د دغو ټولو کره کره خبرو او پوښتنو هيڅ ځواب و نۀ کړے شو او چټی يې خپلو مخالفتونو ته دوام ورکړ نو هغۀ هم ورته دا خبره په ډاګه کړه چې ستاسو دې هم لاس خلاص وی او زمونږ هم. مونږ خپل سوله ايز اېټمی پروګرام ته دوام ورکوو او د يوې شېبې لپاره هم خپل پروګرام نه شو اودرولې او څه مو چې خوښه وی هغه وکړئ. او په دې وروسيتو وختونو کښې چې کله د اېټمی انرجۍ د نړيوال اژانس مشر محمد البرادعی رپوټ خپور شو چې د ايران اېټـی پروګرام په کامله توګه سوله ايز دے او هيڅ فوځی بڼه نه لری او ايران تر اوسه نۀ اېټمی وسلې جوړې کړی او نه يې د جوړولو څه اراده لری.نو امريکې او د هغې انډيوالانو ته پته ولګېده چې اوس خو په دې رپوټ سره د ايران موقف او دريځ دنيا ته صحيح ثابت شو او هغه د حملو چې کوم د دروغو دړکې يې کولې اوس هغه دنيا ته څرګنديږی نو د خپلې رسوائۍ د پټولو او په عزت سره د ايران د اېټمی لانجې نه د شا ته کېدو لپاره د امريکې د جاسوسی او استخباراتی ګډې شورا لخوا دا وروستے رپوټ خپور شو خو دغه رپوټ په ځاے د دې چې د امريکې او د هغې د انډيوالانو  رسوائی پټه کړی نور يې هم رسوا کړل او لا به دې پسې نور هم رسوا کيږی. خو ځېنې وختونه يو انسان د حېوانی عنصر د غلبې په وجه دومره حد ته ورسيږی چې د هغۀ بيا نه په شرم کار وی او نه په رسوائۍ او همدغه حال د ښاغلی بوش او د هغۀ د انډيوالو هم دے چې د امريکې د استخباراتی ادارو د دغه رپوټ په غبرګون کښې يې وويل چې ايران زمونږ لپاره مخکښې هم خطره وه اوس هم خطره ده او بيا به هم وی. همدا رنګ د برطانيې خارجه وزير هم د دغه رپوټ په غبرګون کښې وويل چې ايران زمونږ لپاره يوه خطره ده او پکار دی چې بائيکاټونه پرې نور هم سخت شی ځکه چې ايران به تر ٢٠١٥ کال پورې د اېټمی وسلو د ژوړولو جوګه شی. نو پکار دی چې سوله ايز او غېر سوله ايز ټول اېټمی پروګرام ختم کړی.
حقيقت هم دغه دے چې امريکه او د هغې انډيوالان د چا له اېټم بم نه نۀ ويريږی ځکه چې ډېرو هېوادونو اېټم بمونه جوړ کړی دی خو امريکې او د هغې ملګرو ته له هغو نه څه خطره نشته بلکې د هغوی په اختيار کښې دی نو هيڅ نه وائی بلکې امريکه او د هغې ملګری د يو هېواد له خپلواکۍ او دسائنس او ټېکنالوجۍ له طرقۍ نه ويريږی. که نن ايران د امريکې غلامی اختيار کړی نو امريکه به ورته وائی چې يو نه سل اېټم بمونه خو جوړ کړه.
په اصل کښې انسان چې کله له انسانيت نه پريوځی او حېوانی عنصر پرې غالب شی نو هغه بيا لکه د ښاغلی بوش او د هغۀ د انډيوالانو هيڅ نه منی په دې حقله غواړم چې د ارواښاد حمزه بابا د تعليماتو په رڼا کښې څېړنه وکړم په دې حقله د بابا د نظر خلاصه په دا ډول ده:
 د هغۀ په قول په انسان کښې درې عنصرونه موجود دی چې يو انسانيت دے دويم ملکيت (د فرښتو صفت) دے او دريم حېوانيت دے. چې په دغو کښې انسانيت د انسان اصل دے او ملکيت او حېوانيت يې اضافی دی او دا دواړه د انسانيت له عنصر سره په تکاملی سفر کښې د مرستې او بدرګې لپاره پېدا کړې شوی دی. چې انسانيت له دغو دواړو عناصرو نه په مناسبې استفادې سره خپل د تکامل سفر پوره کړی او کامليت ته ورسی کوم چې د انسان د تخليق مقصد او هدف دے. د بابا په قول د انسان په دننه د دغو درې واړو عناصرو ترمنېځ مقابله روانه وی. حېوانيت غواړی چې په انسانيت او ملکيت باندې غلبه ومومی او دواړه له منځه يوسی او په انسان باندې خپله حکمرانی جوړه کړی. دغه شان د ملکيت عنصر هم کوشش کوی چې په انسانيت او حېوانيت باندې غلبه ومومی او هغوی له منځه يوسی او په انسان باندې واکمنی حاصله کړی خو د دغو دواړو په مقابل کښې د انسانيت عنصر هم کوشش کوی چې د حېوانيت او ملکيت عناصر رام کړی او پېزوانی يې کړی او کنټرول پرې حاصل کړی چې د خپل انسانی تکامل لپاره ترې صحيح استفاده وکړی.
نو په دغه مقابله کښې که د حېوانيت عنصر غالب شی نو چې دغه غلبه په څومره اندازه کښې وی هومره د انسان د ملکيت او انسانيت عناصر مغلوب وی او په ځينو حالاتو کښې په يو انسان دغه حېوانی عنصر دومره غالب شی چې که هغه د خپلې يوې لږې فائدې لپاره په زرګونو انسانان هم ووژنی نو هيڅ اثر پرې نه کوی او نه پرې خفه کيږی. او دغه شان چې که په يو انسان باندې د ملکيت عنصر غالب شو نو دغه کس هم د انسان له فطرت نه يوه خلاف لاره چې د فرښتو لاره ده نه د انسان اختيار کړه او هغۀ دغه انسان د خپل انسانيت د تکامل لپاره له کائناتو څخه چې د انسان لپاره مسخر کړې شوی دی استفاده ونکړه او د ترک دينا لاره يې اختيار کړه چې دا هم د انسان د تخليق مقصد او هدف نه دے او په ځينو حالاتو کښې دغه غلبه دومره زياته وی چې انسان په کامله توګه ترک دنيا شی چې مونږ ورته بيا مجذوب يا لېونے وايو. او که نه د انسان انسانی عنصر د ملکيت او حېوانيت عناصر رام او پېزوانی کړل او له دغو دواړو عناصرو نه يې د خپل تکاملی سفر لپاره صحيح او مناسبه استفاده وکړه نو چې دغه انسانی غلبه چې په څومره اندازه کښې زياته وی په هومره اندازه کښې انسان د کامل انسان درجې ته هومره نزدې وی او له ټولو اعلی درجه يې کامل انسان دے او د انسان له تخليق نه د خداے پاک مقصد او هدف همدغه دے چې انسان خپل انسانيت کامل کړی.
بابا د دې بحث په نتيجه کښې وائی چې نن د نړۍ په ټولو اکثرو انسانانو باندې په مختلفو اندازو کښې د حېوانيت عنصر غالب دے او همدا وجه ده چې له نړۍ څخه امن، سوله، مينه او ورورولی ختمه شوې ده او يو انسان د بل انسان په غوښو لګيا دے او يو انسان د بل انسان د هلاکولو لپاره د ډول ډول پرمختللې اېټمی او خطرناکې وسلې جوړې کړی دی او لګيا دے جوړوی يې.لکه په يو ځاے کښې بابا وائی:
(( مونږ ګورو چې د انسانانو اکثريت د ګناه او معاصی په چقړو ککړ دے آخر دا ټول انسانان ولې دا خيال نۀ کوی چې په چا ظلم کول ، د چا استحصال کول د انسانيت په خلاف دی؟ دا خو انسان دے کنه چې اېټم بم او هائېډروجن بم يې جوړ کړو، د څه لپاره؟ د انسانانو د تباه کولو لپاره. او دا عذر يې له ګناه نه هم بدتر دے چې ووائی چې د خپل حفاظت لپاره ، د چا نه د حفاظت لپاره؟  له انسان نه د حفاظت لپاره؟ په نو بيا ستا هغه دعوا څه شوه چې زمونږ مذهب انسانيت او له انسان سره ښيګړه کول دی؟ ښيګړه دې ته وائی؟ او د انسانيت دا تصور دے؟ هيچرې نه دا خو د حېوانيت مظاهره ده. او که څوک په انصاف سره غور وکړی نو د دنيا ټول انسانی قامونه د حېوانيت په څپو کښې بهيږی. انسانيت خو يواځې د مذهب په پېروۍ کښې تکميل ته رسی، بيا په مذاهبو کښې خو يوازے اسلام د انسانی وحدت او مساوات داعی دے. اسلام د يو مذهب د منونکو لپاره جدا جدا عبادت خانې نه جوړوی او نۀ د نسل او رنګ او قوميت د اختلاف په وجه يو انسان د بل انسان نه کم  ګڼی بلکې وائی چې تاسو ټول د آدم (ع) اولاد يئ او آدم له خاورو پېدا وۀ نو ځکه هيڅ عر په عجم او هيڅ سپين په تور باندې فضيلت نه لری بلکې د فضيلت معيار نېک عمل دے او بس. تر څو چې زما د معلوماتو تعلق دے هيڅ مذهب د اسلام نه سوا د انسانی وحدت او مساوات او اخوت اعلان نه دے کړے. )) (انسانی انا او پوهه ١٧١ او ١٧٢ مخونه )
د بابا د دغو په زړۀ پورې او ښکليو وېنا په رڼا کښې دا وېلې شو چې نن د ټولې دنيا اکثريت په حېوانی بهير کښې بهيږی او په دې بهير کښې بيا ځينې انسانان داسې حد ته ورسی چې ارواښاد غنی خان د امام حسېن (ع) په مرثيه کښې د يزيد غوندې کسانو په حقله وائی:
(( ځناور ترې امان غواړی چې انسان په کومه تېر شی ))
ارواښاد حمزه بابا په يو ځاے کښې وائی:
(( انسانيت په دې راز پوهه دے چې په دنيا کښې د هيڅ څيز کمے نۀ شی راتلې او کۀ چرې انسانيت د حېوانيت له جغ نه خلاص شو نو دنيا به په قول د يو څو فلاسفرو د جنت نمونه شی د ژوند ټول ضروريات انسان خو لا پرېږده د حېواناتو لپاره هم ډېر وی او هر انسان ته به د ارتقا لپاره سازګار ماحول او د امن نه په ډکه فضا کښې د ساه اخېستو موقع په لاس ورشی او بيا به نو انسان د نوع په حېثيت د کائنات د مسخر کولو لپاره له يو متحد انسانی مرکز نه قدم پورته کړی )) ( تسخير د کائنات ٢٢٣ مخ )
که مونږ يواځې د انسان ځينو د استعال وسائلو تاريخ ته وګورو نو د بابا دا خبره بالکل صحيح ده چې په دنيا کښې د هيڅ څيز کمے نه راځی لکه بخوا به خلقو يواځې لرګی او خشاک بلوۀ، بيا سکارۀ او کوئله راغله او ګاډی پرې چلول شروع شروع شول بيا مختلف تېلونه او ګېسونه رابرڅېره شول او اوس په دې وروستيو کښې اېټمی توانائی رامنځته شوه او هغه کسان چې تربيت يې په حېوانی توګه شوے دے او حېوانيت پرې غالب دے نه پرېږدی چې بل انسان په تېره بيا خپلواکه انسانان له دې انرجۍ نه استفاده وکړی. بلکې غواړی چې ټوله دنيا د دوی محتاجه وی.
بابا د اېټمی انرجۍ په تائېدولو سره د اېټـمی انرجۍ يوه دا فائده هم ښه ګڼی چې مخکښې به ماديينو ( ماده پرستو ) دا ادعا کوله چې له مادې نه علاوه بل هيڅ څيز نشته او دا خيال يې کوۀ چې د هر څيز لپاره سرچينه او مبداء هم دغه ماده ده او په ماده کښې حرکت هم په خپله په ماده کښې پېدا شوے دے خو له مادې په تجزيې سره د توانائۍ په پېدا کېدو سره دغه نظريه باطله شوه لکه وائی:
(( سائنسی تحقيق د دې پورته ذکر شوې نظريې پوره ترديد کړے دے او ثابته کړې يې ده چې ماده په حقيقت کښې د قوت او توانائۍ نوم دے ځکه چې کوم وخت ماده د تحليل او تجزئې آخری حد ته ورسولې شی نو هغه په توانائۍ کښې بدله شی او له دې نه پخوا به چې کله مذهبی خلقو ماديين دې طرف ته متوجه کول چې ماده هيڅ مستقل وجود نۀ لری نو هغوی به ځواب ورکوۀ چې که د مادې هر څومره تجزيه وکړې شی فنا کېدې نۀ شی او د مادې تعريف به يې څه داسې ډول کولو ( هغه ذی امتداد څيز چې يوه ذره يې نۀ څوک فنا کولې شی او نۀ پېدا کولې شی ) خو د مذهب پوهانو به هغوی ته داسې ځواب ورکوۀ چې مونږ وينو چې د مادې په اجزاؤ کښې د تقسيم قبلولو قابليت موجود دے نو د هغې په اصل کښې به دا قابليت ولې نه وی او د کوم څيز اجزاء چې حادث او مخلوق وی د هغې اصل به ولې حادث او مخلوق نۀ وی؟ خو سمدستی مونږ سره داسې باريکه آله نشته چې د مادې ذره (اېټم) پرې غوڅه کړې شی. خو آخر سائنس د مذهب په نظريه د توثيق مهر ولګوۀ او د هغو منکرانو نظريه يې غلطه ثابته کړه. اوس چې دا خبره ثبوت ته اورسېده چې د مادې اصل توانائی ( انرجی ) ده نو دا سوال پېدا کيږی چې له توانائۍ نه مراد څه دے او دا قوت څه ته وائی؟ د نړۍ د پوهانو په نزد توانائی ( انرجی ) صفت دے او صفت غېر مستقل معنې ته وائی ځکه چې صفت عرض دے او د هر وجود عرض په يو جوهر ( موصوف ) باندې قائم وی او د جوهر يا موصوف نه بغېر عرض يا صفت هيڅ وجود نه لری. ))
د حمزه بابا په قول چې سائنس دومره وکړل چې د اېټم ماده يې په انرجۍ بدله کړه او د ماديينو هغه د مادې د اصليت نظريه يې باطله کړه چې انرجی خپله يو صفت دے او صفت موصوف ته اړتيا لری نو بس نو بس دا بيا دا منل اسان شو چې د دې ټول کائنات چلوونکے يو ذات موجود دے: خو يواځې اېټمی انرجی نۀ شی کولې چې کائنات تسخير کړی او حق او حقيت ته ورسی بلکې د دې لپاره د يو بل طاقت او قوت ضرورت دے او که انسان دغه قوت حاصل کړی نو د کائناتو د تسخيرولو راز يې ترلاسه کړ. لکه په يو بل ځاے کښې بابا وائی:
 (( مونږ لا تر اوسه حېوانان يو او که مونږ په صحيح معنو کښې انسانان شو او د سړيتوب معراج ته اورسيږو نو مونږ به يقيناً د کائنات د تسخير کولو قابل ب شو او هم  دغه حقيقت په قرآن حکيم کښې هم موجود دے. ارشاد کوی:
يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ إِنِ اسْتَطَعْتُمْ أَن تَنفُذُوا مِنْ أَقْطَارِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ فَانفُذُوا لَا تَنفُذُونَ إِلَّا بِسُلْطَانٍ ( سورۀ رحمن ٣٣ ايت ) (( اے د پېريانو او انسانانو ډلې که ستاسو استطاعت وی چې تاسو د اسمانونو او زمکې له حد نه بهر وځئ نو بغېر له طاقت يعنې (( السلطان )) نه شئ وتې ))
په دې مبارک ايت کښې دا صراحت موجود دے چې مونږ له خپلې نړۍ او ماحول نه پردی ماحول ته منتقل کېدې خو شو خو د يو خاص طاقت په ذريعه. اوس سوال دا دے چې هغه خاص طاقت کوم دے؟ ايا اېټمی طاقت دے؟ اېټمی طاقت خو د انسان د ذهن اختراع ده او ښه اختراع ده که په ښۀ ډول استعمال شی مونږ يې د کائنات د تسخير په سلسله کښې د يو جزو په حېثيت استعمال غوره ګڼو لېکن د کائنات تسخير يوازې په اېټـمی طاقت ممکن نۀ دے ځکه چې د دې لپاره د يو داسې طاقت ضرورت دے چې د لوے څښتن د لا محدوده طاقت نمائندګی کوونکی وی او څنګه چې هغه لوے ذات د ټولو علومو او فنونو مبداء دے هغه شان بايد چې هغه طاقت هم د علومو، فنونو او توانائۍ مبداء وی او هغه دے (( انسانيت )) هم دغه انسانيت هغه قوت او طاقت دے چې مونږ ته د کائنات د هر ماحول د اثراتو د زغملو او د هغۀ د صحيح مدافعت کولو جوګه کوی ځکه چې انسانيت د کائنات مرکزی قوت دے  او ټول کائنات د انسانی وجود يا د دې مرکزی قوت تفصيل دے. له دې نه علاوه بل هيڅ صحيح تحقيق ممکن نۀ دے ځکه چې کائنات په حقيقت کښې د انسانی خاصې ارتقاء او له اجمال نه تفصيل ته د راتلو دويم نوم دے کو ته چې مونږ د انسانی حقيقت نزول وايو کوم چې د ټول کائنات د تخليق نه پس څرګند شوے دے لکه د تخم يوه دانه چې په ابتداء کښې دانه وی خو د پالنې نه پس ترې يوه کامله ونه جوړه شی او له دې نه پس پکښې هم هغه د تخم دانه څرګنده شی له کومې نه چې د هغې تفصيل وجود ظاهر شوے ؤ )) ( تسخير د کائنات له ١٣٤ نه تر ١٣٦ مخ پورې )
بابا په پاس وېنا سره دا خبره سپينه کړې ده چې اصل قوت او طاقت انسانيت دے او چې هر کله انسان  چې په د خداے پاک خليفه او نمائنده دے د انسانيت معراج ته ورسی نو هغه کائنات چې د انسان د اجمال تفصيل دے د هغۀ لپاره مسخر شی او د کائناتو ټول رازونه هغۀ ته منکشف شی او هغۀ ته بيا دا کائنات او د کائنات رازونه داسې وی لکه چې د چا په تلی کښې يو څيز پروت وی بلکې له دې نه هم زيات نزدې. د کائنات رازونه خو د هغو کسانو لپاره غېب وی چې انسايت يې نه وی تر لاسه کړے او د حېوانيت د جغ لاندې وی نو هغۀ ته بيا هر څه غېب او رازونه ښکاری.
 همدا وجه ده چې په تاريخ کښې کومې هستۍ د انسانيت په معراج کښې وې هغوی به په هغو وختونو کښې د هغه وخت د خلقو د پوهې مطابق د کائنات له رازونو نه پرده اوچتوله او خلقو به دا ګمان کوۀ چې د غېو علم دے ورسره حال دا چې د هغوی لپاره بيا غېب څه پاتې نه شی ځکه چې خداے پاک دا کائنات د انسان لپاره مسخر کړے دے خو په شرط د دې چې انسان په حقيقت کښې د انسانی معراج په مقام کښې وی لکه د انسانی معراج په مقام يو کامل انسان حضرت علی (ع) به د کوفې د جومات په منبر کښېناستېدو نو فرمايل به چې فَاسْأَلُونِي قَبْلَ أَنْ تَفْقِدُونِي، فَوَالَّذِي نفسي بِيَدِهِ لاَ تَسْأَلُونِي عَنْ شَيْ‏ءٍ فِيما بَيْنَكُمْ وَ بَيْنَ السَّاعَةِ. يعنې اے خلقو! له دې مخکښې چې ما بيا په دنيا کښې نۀ وېنئ له ما نه پوښتنه وکړئ زما دې په هغه ذات قسم وی چې زما ساه يې په لاس کښې ده ما نه د هغه څه په حقله پوښتنه وکړئ چې ستاسو او د قيامت تر وخته پورې څه کېدونکی دی زۀ به يې درته ځواب درکړم
او په يو ځاے کښې خو يې فرمايلی دی چې له ما نه پوښتنه وکړئ چې زۀ د زمکې په نسبت د اسمانونو له رازونو نه زيات خبر يم .
خو افسوس چې هغه وخت کښې هغه ناست خلق په دغه مقام کښې نۀ وو چې ورنه يې علمی او سائنسی پوښتنې کړې وې بلکې يو کس ورته وويل چې زما په سر به څومره وېښتۀ وی نو امام ورته وفرمايل چې افسوس دې وی په تا باندې چې داسې پوښتنه دې رانه وکړه چې که زۀ يې درته ووايم نو ته به يې څنګه ثابتوې چې ما درته حق خبره وکړه يعنې که زۀ درته ستا د وېښتو شمېر وښيم نو تۀ به يې څنګه شمېرې چې زما خبره صحيح ثابته کړې.
دا خو د معصومو هستيو حال دے چې تربيت يې د خداے ګران رسول (ص) د انسانيت په اصولو باندې کړې ؤ خو په غېرو معصومينو کښې هم داسې عارفان شته چې په خپلې مجاهدې او د نفس په تربيت سره تر يو حده د انسانيت معراج ته رسېدلی وو او د کائناتو رازونه ورته معلوم وو. لکه شېخ اکبر محی الدين ابن عربی په فتوحات مکيه کتاب کښې سوونه کاله مخکښې ليکلی وو چې زمونږ له خولې نه وتلے يو اواز هم نۀ فنا کيږی بلکې همېشه د کائنات په فضاء کښې موجود وی.
حال دا چې هغه وخت کښې دا خبره چا نه منله خو اوس سوونه کاله پس سائنس دا خبره ثابته کړه. يا په يو بل ځاے کښې ابن عربی وائی: چې په کائنات کښې يوه ذره هم ساکنه نشته هر شئے په حرکت کښې دے.
محی الدين ابن عربی دا خبره هغه وخت کوله چې پوهان او سائنسدانان لا دې عقيدې  ته نۀ وو رسېدلی بلکې هغوی زمکه، نمر او نور اجرام ساکن ګڼل.
نو اوس سوال دا پېدا کيږی چې د ابن عربی غوندې کسانو ته له سائنسی الاتو نه بغېر د کائنات دا رازونه څنګه معلوم شول. نو دلته د حمزه بابا دا خبره سلو په سلو کښې صحيح ثابتيږی چې که د انسان روزنه په انسانی بنياد وشی او انسان د انسانيت د کمال يوې اندازې ته ورسی نو هم په هغه اندازه ورته د کائناتو يو لړ رازونه منکشف شی.
البته ارواښاد حمزه بابا په خپلو تعليماتو کښې دا وضاحت کړې دے چې د حېوانيت مغلوبول دومره اسان کار نۀ دے بلکې دا ډېره مجاهده او کوشش غواړی او دا کار يواځې د دېنی اصولو چې تر ټولو کامل او مکمل دين اسلام دے چې په دغه مجاهده کښې د انسان لارښوونه کوی. په شرط د دې چې اسلام، قرآن او سنت په فرسوده، متحجره او غلط رنګ کښې وړاندې نشی او د اسلام، قرآن او سنتو تفسير او تعبير په روشنفکره، ماډرن، او د زمانې د تقاضو مطابق په صحيح توګه وکړې شی او د دغو تعليماتو او د صحيح مربيانو په لارښوونو په رڼا کښې  انسان انسانی روزنه ومومی او بيا که هغه اېټمی انرجی وی او کۀ نور سائنسی اختراعات او که يا د حکومتی چارو واګی وی د هغوی روزل شويو انسانانو په لاس کښې راشی نو دنيا په حقيقی معنو کښې د جنت نمونه او د امن، مينې، محبت ، ورورولۍ او عشق زانګو ګرځولې شی.
     په اخېر کښې به ځينو هغو وروڼو خوېندو ته په بخښنې سره عرض وکړم چې پکار نه دی چې د ځينو قومی ، لسانی ، مذهبی او مسلکی مسائلو په وجه مونږ د يو قوم مخالفت وکړو بلکې که ښه کار هر څوک وکړی نو پکار دی چې که ملاتړ يې نه شو کولې نو بدې ردې ورپسې نه وايو. نن په دنيا کښې د اول ځل لپاره په ايران  کښې د روشنفکره دينی طبقې په لاس کښې اېټمی انرجی او سائنس او ټېکنالوجی راغلې ده او غواړی چې دا له دې نه د اسلامی تعليماتو په رڼا کښې د انسانانو د فلاح لپاره کار واخلی او ټولو عربی او اسلامی هېوادونو حتی بې وزلو غېر مسلمو هېوادونو  ته يې اعلان کړې دے چې مونږ اماده يو دغه سوله ايزه ټېکنالوجی بې له څه غرض، طمعې او لالچه تاسو ته هم منتقل کړو او همدغه وجه ده چې نن ځينې عرب، اسلامی او حتی غېر مسلم استحصال شوی هېوادون ايران ته د نزدې کېدو کوشش کوی. نو پکار دی چې د اسلام د دښمنانو چې غواړی تل يې مسلمانان غلامان وی په پروپېګېنډو کښې را نۀ شو او د نړۍ ټول مسلمانان خپل ځانته يو متحده  بلاک جوړ کړو او د مسلمانانو سرمائې، زېرمې او شتۀ منې سرچينې هم خپله د مسلمانانو په خېر ښيګړه خرچ شی. او همداسې به کيږی ځکه چې نن ورور مسلمانان رابېداريږی او ورته دا خبره په ډاګه کيږی چې د دغو استکباری او استعماری قوتونو کار زمونږ مسلمانانو سرمائې لوټل او زمونږ بدبخته کول او استحصالول دی. ځکه چې اسلامی امت حکيم او عارف شخصيت علامه اقبال ډېر پخوا دا پېش ګوئی کړې وه چې:
                تهران هو گر عالم مشرق کا جنېوا                           شايد کرۀ عرض کی تقدير بدل جائے
يعنې که د شرق خلقو تهران ځانته جنېوا ( يعنې د ملتونو مرکز ) جوړه کړه نو ټولې نړۍ تقدير به بدل شی.
*****