د مورنيو ژبو نړيواله ورځ او پښتو ژبه
يوويشتمه فرورى هر کال داقوام متحده له طرفه دمورنيو ژبو دعالمى ورځې په توګه نمانځلے شى په دې سلسله کښې دټولې دنيا انسانان عموماً او شاعران ليکوالان خصوصاً دخپلو مورنيو ژبو دحقونو ترلاسه کولو دپاره غونډې لاريون، مارچونه جلسې او جلوسونه سيمينارونه احتجاجونه او دغسې نورې دستورې کوى چې نۀ يوازې ددوى دمورنيو ژبو اهميت افاديت وجود او حيثيت دنيا ته معلوم شى بلکې ددغو ژبو حقوق او تحفظات هم ورته ورکړے شى.
په دې لړ کښې دزړۀ غټاوى مقام دے چې پښتانۀ هم دچانه وروستو نۀ دى او دنورې نړۍ پۀ شان اوس پښتانۀ شاعران اديبان او ليکوالان هم په 21 فرورۍ دخپلې مورنۍ ژبې پښتو دحقونو دپاره واک غونډې او جلسې کوى چې پکښې دخپل وخت پوهان، شاعران او عام ليکوالان دپښتو ژبې په تاريخى ، تهذيبى ، معاشرتى او لرغونو اړخونو بحثونه کوى چې مقصد ئې عوامو او حکمرانانو ته دپښتو ژبې مقام او حيثيت په ګُته کول وى حقيقت دا دے چې پښتو يوه تاريخى او لرغونې ژبه ده او دتاريخ پوهانو دڅيړنې مطابق دنن نه څه شپږ زره کاله اګاهو خو له بده مرغه ددومره تاريخى او قامى حيثيت باوجود پښتو ژبې هغه ترقى ونۀ کړے شوه کومه چې ددې ژبې حق وو، سره ددې چې داسې وخت هم راغلے دے چې ددې ژبې ويونکى پښتانۀ دخپل وخت اعلى حاکمان اوبادشاهان هم پاتې شوى دى دليک لوست وظيفې ئې هم ترسره کړې دى خو خپل ټول معاملات او حکومتى امور ئې په نورو ژبو کښې ترسره کړې دى او خپلې مورنۍ ژبې پښتو ته ئې هيڅ توجو او پاملرنه نۀ ده کړې او دا حقيقت لکه دنمر روښانه دے چې دکومې ژبې په سرکارى سطح رهنمائى او پالنه روزنه نۀ کيږى نو هغه ژبه هيڅکله ترقى او سوکالى نۀ شى کولے او شايد چې هم دا وجه ده چې دحکمرانانو دبې غورۍ او مخ اړونې په وجه پښتو دومره وروستو پاتې شوې ده او له بده مرغه څنګه چې خپلو حاکمانو او بادشاهانو پښتو ژبې ته پاملرنه نۀ ده کړې هم دغسې چې په پښتنو دنورو قامونو حکمرانى راغلې ده نو هغوى هم خپل ټول زور دپښتو په بيخ کنۍ او نوغى ويستو لګولے دے او دا شايد دهغه بين الاقوامى سازش برخه وى دکوم له مخې چې بعضې پښتون دښمن قوتونه پښتون قام له منځه وړل غواړى او دوى اول ددې قام په ژبه ضربه کوى ځکه چې ژبه ورکه شى نو قام هم ورک شى خو دا شکر دے چې پښتون يو اساسى مسلمان او کلک قام دے دوى خپل وجود او خپله ژبه نۀ صرف وساتله بلکې خپل وجود او خپله ژبه ئې هم په ټوله نړۍ تسليم کړه او نن چې يوويشتمه پيړۍ ډيره په تيزۍ سره دترقۍ بام ته روانه ده او دپرنټ او اليکټرانک ميډيا تيز ترين او مهذب ترين دور نه مونږ تيريږو نو پښتو هم دنړۍ دنورو ژبو سره دسيالۍ اوږې وهى او نن دنړۍ په هره نشرياتى ، ريډيائى او دابلاغ په نورو ذريعو او وسيلو پښتو ژبې له ځائې ورکول هر څوک خپله خوش بختى او نيکمرغى ګڼى هم دغسې پښتو ژبه دژوند په هر اړخ او هره څانګه کښې خپل اهميت او ارزښت هم څرګندوى چې دهغې اظهار زمونږ حاکمان هم وخت په وخت پخپلو تقريرونو او تحريرونو کښې کوى، خصوصاً دافغانستان دحالاتو سره خو پښتو ژبې ډير اهميت موندلے دے او زمونږ دحاکمانو سره سره ئې دټولې نړۍ دولتونه حکومتونه او ټول انسانان ځان طرفته رجوع کړې دى او زمونږ دموجوده حکومتى اهلکارانو دا وينا چې پښتو ژبې نړيواله بڼه اختيار کړې ده او دموجوده حالاتو نه دا حقيقت څرګند شوے دے چې نړيوالو ته دپښتو زده کړه ضرورى شوې ده او دافغانستان حالاتو سره دنړۍ پام پښتو ته راګرځيدلے دے -
داهم دزړۀ غټاوى خبره ده او دپښتو دروښانه سباون زيرے دے چې ديوې محتاطې اندازې مطابق دا وخت په نړۍ کښې ددريو زرو نه زياتې ژبې وئيل کيږى او پښتو په دغو ژبو کښې په 44 نمبر ده هم دغسې په ټولې نړۍ کښې دڅلورو کروړو نه زيات معلوم پښتانۀ ژوند کوى او هغه پښتانۀ ددې نه سيوا دى کوم چې په نورو قامونو کښې خلط ملط شوې دى او اوس دهغوى ژبه پښتو نۀ ده داسې پښتانۀ په پنجاب ، سندهـ ، بلوچستان ، مقبوضه او ازاد کشمير ، ملائشيا، بنګله ديش ، بهوټان ، مالديپ، هندوستان، جرمنى ، روس او ورسره ازاد شوى او مقبوضه رياستونه او دغسې نور دګڼ شمير هيوادونه شامل دى چې پښتانۀ پکښې دهغه ځائې ژبو او ثقافت دخپل اثر لاندې کړې دى.
مونږ دموجوده حکومت نه دا غوښتنه کوؤ چې زمونږ په صوبه کښې دې پښتو سرکارى ژبه وګرځول شى پښتو دې تعليمى ژبه وګرځولے شى او داقوام متحده دچارټر مطابق دې پښتنو بچو له پخپله مورنۍ ژبه پښتو کښې دتعليم ورکولو بندوبست وکړے شى.
مونږ داهم وضاحت کوو چې مونږ صرف دخپلې مورنۍ ژبې پښتو حق نۀ غواړو بلکې په ټوله نړۍ کښې دوئيل کيدونکو ژبو حقونه غواړو چې دنړۍ هرې ژبې ته دهغې ائينى قانونى او بشرى حقونه ورکړے شى دې لړ کښې مونږ خپلو اعلى حاکمانو په تيره بيا دصوبه سرحد دموجوده وزيراعلى اکرم خان درانى پاملرنه هم دې طرفته راوستل غواړو چې دوى څه موده مخکښې دپښتو ژبې دترقۍ او ودې په خاطر اعلان کړے ؤ چې پښتو به داتم پورې لازمى مضمون ګرځولے شى ددې اعلان سره دهر پښتون په زړۀ کښې داکرم خان درانى او ددۀ دټول حکومت ډير قدر پيدا شوے ؤ خو افسوس چې تر اوسه دغه اعلان صدابصحراثابته شو بايد زمونږ صوبائى حکومت هم لکه دسندهـ او پنجاب دحکومتونو دخپلې ژبې دپاره عملى او انقلابى اقدامات وکړى- ترڅو پښتو ژبه هم لکه دملک دنورو لويو ژبو ترقى وکړى دا به يقيناً چې ددې خلقو خوش بختى وى چې دپښتو دپاره څه وکړے شى ګنې په بل صورت کښې هم دا خلق دسبا دمورخينو په نظر کښې تر ټولو بد او بدنام خلق جوړيدے شى.
(د وحدت ورځپاڼې په مننې سره)