هو! صيبه!  هغه ته ښه پته وه چې چنګيز ظالم دے  ټول وژنى کوى،  ښوونځى  سوزوى،  ودانۍ  ويجاړه وى ، کتابخانې لولپه  کوى خوبياهم دۀ  له چنګيزخان لپاره خپل ټول قام پريښود  اولکه چې وائى ((ايلۍ  دقام بدغوښتلونو سرئې  په اوبوکښې  ډوب شو)) ده د چنګيزلپاره خپل ورور سره  هم غدارى وکړه او خپل زامن ئې هم چنګيزى  لښکروته وسپارل نن هغه سپين ږيرے ؤ  په سر او ږيره  کښې ئې هيڅ يو سپين ډکے  نۀ ؤ  اوهم نن هغه  دچنګيز په لګيدلى دربار کښې  پيش کيدونکے ؤ  په څوشيبو  کښې هغه  ته يوه لويه تمغه  ورکيدونکې وه  هغه ډير څه انګيرل  هغه ته ددماغو  په پرده  دخپل قام سره غدارۍ سربيره  دخپل ورور  غوڅ سر هم تۀ راتۀ  اودخپلو زامنو  تنې هم کوم چې دۀ پخپله  لوئى چنګيز ته دلازياتې  وفادارۍ  په موخه لوګے  کړى وو.
 لږه شيبه وروسته  چنګيزخان  په خپل ځانګړى  رعب کښې  راڅرګند شو  دربان دغه ((اتل))  بوډا  دربارته  وبللو اووې وئيل (( بادشاه  سلامت! داهغه بوډا   دے چاچې  دچنګيزى  لښکروسره  ډيره مرسته  کړې ده  چاچې ددې ځواکونو  برياليتوب  لپاره دخپل قام سره لويه بې ايمانى  کړې ده  عن تردې  چې خپل ورونه  اوزامن ئې هم زمونږ له سره زار کړىدى ))
 چنګيز دبوډا په  څيره  يوسرسرى نظرواچوو  يوه لمحه غلے شو  ټول دربار  انګيزرله چينګيز  به اتل بوډا له څومره تمغې  ورکوى  او په څومره  ډالو به ئې بدرګه کوى .....چنګز  په اوچت اواز  اعلان وکړو ! څوک چې  خپل قام سره دومره لويه  چلبازى  کولے شى  نوهغه به دپردى چنګيز سره څه وفا وکړى ...نۀ ...نۀ.....نۀ  هيڅکله  دادچنګيز  وفادار نۀ شى جوړيدے  شابه کړئ  توره راکړئ.  زۀ په خپل لاس ددې بوډا  سر غورځول غواړم  زۀ دۀ ته دا درناوے وربخښل  غواړم  چې زۀ  دے پخپله  په خپلو مبارکو  لاسو قتل کړم  او ددۀ سر  ددرناوى  په موخه  دهغه مينار  په سر کيدم  کوم مينار چې ددۀ دقام  دککرو نه جوړ دے  اودا درناوے  ددۀ لپاره  بس دے  اوهم به زما  دلښکر لپاره  يوښه سبق  وى ددې سره  چنګيزدهغه سر دتورې  په واسطه  له تنه دتل لپاره  جدا کړو .
 وائى چې  تاريخ خپل ځان پخپله  راغبرګه  وى اونن دهغه بوډا  کردار صدام حسين  اودچنګيز رول امريکا ادا کړو  صدام حسين  چې په خپل دورامريت کښې ئې څه ،څه ونۀ کړل  ديوې فوځى  کودتا په ترڅ کښې صدام  چې کله امر شو  نووړومبے  ئې دامريکا  په اشاره  په خپل ورور  هيواد ايران  سترګې  ورسرې کړې ايران چې هغه مهال  ايله ايله دشاه له پنجې خلاص شوےؤ  دصدام حملې  دې ځائې ته  راورسولو  اواقتصاد ئې ورله دړې وړې کړو اونن حال دادے چې دايران کرنسى  چې هغه وخت دسعودى ريال  برابره وه اوس د چاپانى ين  اويا هم دپخوانۍ افغانۍ  برابره ده .
بيا هم دغې اقا دخوښې  په خاطر  په کويت حمله وکړه او دکويت ډيرې  چينې  ئې لولپه کړې  اوهم ئې امريکائى قوتونه  په خليج کښې  دتل لپاره ځائې کړل .
 صدام حسين  دخپل اولس هغه جابر او ظالم حکمران  ؤ چاچې په خپل  اولس  کيماوى وسلې وکارولې  اوپه لوئى  لاس ئې دهغوى  ټول وژنه  وکړه دصدام د حکومت دوره  به يقيناً  د عراقى اولس  دزړۀ نه کله هم ونۀ اوځى  اوپه دې کښې  هم شک نشته  چې په راتلونکى  کښې به يوه  زړه بوډۍ  خپل وړوکى  نمسى ته وائى چې  بچيه !  صدام ډير ظالم حاکم تير شوے  دے دهغه زامن عودى اوقصى  هم ډيرظالمان  وو بچيه  دعودى اوقصى  به چې  کومه عراقۍ  ميرمن خوښه  شوه  دهغې سره به ئې هرډول عمل کولے شو.
 بچيه ! يوه ورځ  په يوپارک کښې عودى دعراقى فوځ  يوسرتيرى  سره دهغه نکاح ښکلې ميرمن وليده  او زړه ئې پرې بائيلود  عودى جينۍ  ته اشاره وکړه چې حواله ئې ورشى جينۍ  ورغله اوسمدستى  د عودى په پښو  پريوته  زارى  ئې پيل کړه اووې وئيل چې  ايله يوه مياشت دمخه ئې ددغه فوځى ځوان سره  وادۀ شوے دے   خوعودى په قهرشو سباله  عراقى استخباراتو دغه جينۍ  وتښتوله  اودهغه هوټل  په لور ئې بوتله  چرته چې عودى ددې منتظر ؤ خوجينۍ هم دکوم مذموم  مقصدنه مخکښې  دهوټل له کړکۍ ځان  راګوزار کړو اومړۀ شوه  بچيه خبره  دلته ختمه نۀ شوه  څو ورځې  وروسته هغه  فوځى سرتيرى  دبغاوت په تور تورن  اوداعدام  په سزامحکوم  شو دغه زلمے عبدالرحمان بشير  نوميده ،
صدام حسين  چې دامريکا مفاداتولپاره  ډير سودمند ثابت شوے دے .  ولې دامريکا  دسترګو ازغے وګرځيدو  اوس امريکا ولې هغه دتحت نه په تخته  رازړول  غواړى  اودصدام حسين داوسنى  وکيل  اودامريکا  پخوانى اټارنى جنرل رمزى  کلارک  نه علاوه هيڅ  يوامريکائى  دهغه ملاتړ نۀ کوى شايد لامل  ئې داوى  چې امريکا خپل ټول ناشونى  کارونه  دهمدې صدام په سبب شونى کړل اوس  دهغه هيڅ  ضرورت  پاتې نۀ دے .
ددې نه علاوه   امريکا نړۍ نه داسبق ورکول غواړى چې که چنګيز  دخپل ملت سره  دغدارۍ  په سبب دهغه بوډا  سر په خپل لاس  قلم کړو  نواوس امريکا دخپل  بغل بچى سر پخپله  غوڅوى  چاله چې دا درناوے بس دے  اوداهم  له شکه خالى نۀ  ده چې امريکا خپل نننى وفادارو (صدامانو) سره سبا دصدام حسين  په څير سلوک وکړى .

( د وحدت ورځپاڼې په مننې سره)