دزرپاڼې ویب لاګ بیا هم  ددوستانو له خواپه پیغامونو نمانځل شوی دی .مونږ د ټولو نه مننه کوو،اوپه تمه یو چې تاسو به هم خپل نظرونه پر مونږ لوروئ .مین صیب دمینې نه دې مننه،شعردې ښکلی دی،په قلم دې برکت شه .دنوروخبروپه اړه دې بایدووایم چې (په مالت دې لوئیدم نه دې لیدمه ) .مختیار احمد صیب کورمو ودان چې دزړه خواږه ټکي موترمونږ راورسول .هیله لرم کله کله به مو همداسې یادوئ اوخپل نظر به راسره شریکوئ .محمدنبي تدبیرصیب دتل په څېر بیا مو هم مننه کوم چې زما تصحیح مو کړیده .خوشاله اوسې .

د م .ق . مین برېښنالیک :


محترم عامر صاحب،
سلامونه او پېرزوينې٠ په مختلېفو ويبپاڼو کښې مې دې نوم ليدلی وو، خو په ايماندارۍ چې د شاعرۍسره مو بلد نه ووم٠په زرپاڼه کښې مې ،هغه د چا خبره (by chance)ستا غزل"چې له خاورې نه پيدا يم،په هوا په لاره نه ځم"ولوست٠بيا،بيا مې ولوست٠سم د لاسه مې ستا د ويب لاګ د شعرنو پاڼه را واړوله٠ستا ټول شعرونه مې ولوستل٠يو د بل نه خوږ،يو د بل نه ښکلۍ٠فکر مې وکړ چې دا"نجيب عامر" تر اوسه چېرته وو،خو زر مې ځان ته خپله ځواب ورکړ چې، د شعر د بڼ دا ښکلۍ ګل خو له د وخته د بڼ ښکلا زياتوله،خو زما نظر جوړ کمززورۍ وو٠په هرحال ستا غزل دومره خوند راکړې وو چې بيا،بيا مې خولۀ کښې تاوېدۀ را تاويدۀ،او ما چې کله نه کله، کږې،وږې کرښې را کاږم، ستا له اجازې بغېر ،خو ستا د غزل په لمسونه يو څو کږې،وږې کښې و ليکلې، چې دادې درلېږم ئي٠٠٠
په درناوي
مين

غزل
مالک خپل د پاچا زړۀ يم، د پاچا په لاره نه ځم
دا مې لار خپله يارانو، د بل چا په لاره نه ځم

نوی رزم،نوی عزم،نوی زۀ، نوی منزل دی
د سبا په لور روان يم، د بيګا په لاره نه ځم

د دنيا لارې چې ګورم،زړۀ مې هسې راته وائي
هسې نه چې مې ګمراه کړي،د دنيا په لاره نه ځم

د رقيب سره ئې راز وي،هم زما سره خبرې
د اشنا نه مې دا زده کړل،د اشنا په لاره نه ځم

چې رخصت له مېخانې شم،بيا منزل زما معلوم دی
زۀ مجنون د يار د در يم، د سارا په لاره نه ځم

ټول وجود مې اوښکې،اوښکې،هره ساه،سلګۍ،سلګۍ ده
خو پښتون يمه بس ځکه، په ژړا په لاره نه ځم

په هر چم،هره کوڅه کښې، بس د مينې په لټون يم
د مين د لارې مل يم، د بل چا په لاره نه ځم

دمختیاراحمد برېښنالیک :

ډیر ګران ورورنجیب عامر او ګرانی خور  وږمه سبا ته اسلام علیکم !

خدای دی وکړی چی روغ او جوړبه ي .ستاسو دویب لاګ په باره کښی ما ټول افغان ویب پاڼه کښی واوریدل .زه ستاسو اوداسی نوری ویب پاڼی ډیر په شوق اوزوق سره ګورم .ستاسوشاعری بی مثاله ده اونورراپورونه موهم زړه راښکونکی دی .دوږمه سباپه باره کښی به زه داووایم چی په افغانی میرمنوکښی یوه ځلانده سپوږمی ده زه دوږمه سبادناول نه هم ډیرزیات متاثره یم .خوشحاله اوکامیابه اووسی .


والسلام
مختیاراحمد IT Technical Advisor DAI LGCD Afghanistan

دمحمد نبي تدبیر برېښنالیک :

عامر صيب سلامونه!
خداى دې وكړي چې د پېښور په توده ګرمۍ او تودو حالاتو كې سوړ ژوند ولرې.
دا غزل دې هم د تېرو په څېر ښكلې او ستا د هنرمند فكر استازيتوب كوي.
كه په دغه مسرۍكې (په څوکه څوکه روان یم وارخطا په لاره نه ځم) كه له څوكه څوكه مو slowly, gently هدف وي نو بيا يې په (سوكه سوكه) وليكئ ښۀ بۀ وي.
ستاسو د ښه صحت او هوسا ژوند په هيله
ستاسو تدبير