نجلۍپه تورو جامو کې راغلې وه خو تر سپينو واوروسپين مخ ، غاړه او مړوندونه يې دمخامخ ناست هلک د هوش د الوزولو لپاره کافي وو .دښار په دغه رستورانت کې چې دوى دواړه پکې د يوه ميز په دوو مخامخ چوکيو سره ناست وو،عموما دکم عمر مينان ترسترګو کيدل چې د ډېرو به دا اوله مينه اواول راتګ و .
دسالون رڼاتته وه، او ددې باوجود چې د باندې ډوبيدونکې لمر هم دګرمۍ نه د خلکو ساډوبوله خوداځاى بيا يخ و،خو په دې يخ سالون کې د ناستو دواړو مينانو جذبې ګرمې وې .دوى دواړه په اول وار دې سالون ته څه چې يوبل ته مخامخ راغلي وو،اوديوبل په ليدو مخې ته په شيشه يې ظرفونو کې د ويليدونکي آيس کريم په شانې په ويليدو وو .

هلک شين کاو بواى پتلون اوسوررنګى کميس اغوستى و،نجلۍ توره پنجابي جوړه چې دايې پکې بې جوړې ښکاره کوله .دوى داسې په مينه ديوبل سره غږېدل چې پخواني خپلوان يا شناخته معلوميدل ، خوداسې هم نه وه ،دوى يوازې تر دوو اونيو پورې په ټيلي فون د يوبل سره تر غږېدو وروسته هم دا نن ،هم دا شل د قيقې وړاندې په اول وار د يوبل سره ليدلي وو .
دنجلۍ دفتر او د هلک پوهنتون دهم دې يوښار په يوه سيمه کې وو،او دواړو دلته په رارسيدو کې يوازې شل د قيقې وخت مصرف کړى و،خوزړونه يې سره ډېر نږدې معلوميدل ،دومره نږدې چې د يوبل درزا يې اورېداى شوه .هلک نجلۍ ته په سترګو کې وکتل اوبيا يې شونډې پرانيستې :
- ولې غلې يې ...... بار بار په چرت کې لاړه شې ،بيا بيرته را وګرځې ،لکه چې زما په ليدو مايوسه شوې ؟
نجلۍ چې لاس تر ځنې ناسته وه،او ده ته يې کتل په شونډو يې نرۍ موسکا خوره شوه اوبيا يې د ګلاب د غوټۍ په څير شونډې پرانيستلې او د ترنم نه په ډکه لهجه يې وويل :
- نه داسې نه ده ،تاته غوږ يم ،ستاپه ليدو ډېره خوشاله يم .دژوند داشېبې ډېرې بختورې ګڼم ،خو زه يوبل شي ته پرېشانه يم . ......... دهلک زړه په ډوبيدو شو :
- ولې څه خبره ده خيريت خو به وي ؟
- ولا څه ووايم چې خيريت به وي کنه ؟ خوورور مې په هم دې رستورانت کې دى .که څه هم زه د کومې وروسته پاتې کورنۍ څخه نه يم ،په دې معاملاتو کې زمونږ کورنۍ مونږ ته پوره اجازه راکړې ،خو بياهم داچې اول ځل تاسره ګورم او په اول ځل خپل ورور په هم دې رستورانت کې وينم نو د يو عجيبه ډار اوديو مرموز شرم احساس کوم .

  هلک د نجلۍ يوازې هم دومره خبره اورېدلې وه چې ورور مې په رستورانت کې دى اونور يې زړه په درزا و،د نجلۍ نورې خبرې يې دسر له پاسه تيرې شوې وې .هغه په سالون  کې ښي او ګس لوري ته نظر وزغلولو ،هلته د هر ميز ترشا ددوى په څېر جوړې ناستې وې نو پوه نه شو چې د نجلۍ ورور به پکې کوم يو وي .هغه دنجلۍ نه په بيړه وپوښتل :
- کوم دى ؟ چيرته ناست دى ؟ اوس به څه کيږي ؟
نجلۍ په خپلو سرو شونډو د شهادت ګوته کېښوه او ده ته يې دغلى پاتې کيدو اشاره وکړه ،چې دې کار سره د هلک وېره نوره هم زياته شوه ، د ځان سره يې وويل داڅه وشول ؟ لومړۍ مينه ، په اول وار دنجلۍ سره ليدل او دداسې يو تصادف سره مخامخيدل .نجلۍ ده ته په ټيټ غږ وويل :
- هغه ګس لوري ته د کړکۍ سره په خواکې ميز ته وګوره ،هغه په ديوال چې د ايسکريمو د اعلان پوستر لګيدلى ،هغه سپينو جامو کې هلک وينې ؟  هغه قندارۍ غاړه يې چې ده ،هغه مې ورور دى ،له مانه دوه کاله کشر دى ،خو نه پوهيږم دا ملګرې يې څوک ده ؟ اوس يې مونږ ته شا ده خو چې راتلل ما يو نظر وليدله ، ډېره پياوړې نجلۍ يې ځان ته کتلې ده .
 دنجلۍ د وينا سره سم ،هلک ديادشوي ځاى په لورې سترګې وزغلولې هلته يې وليدل چې يوښايسته زلمى ناست دى اود خپلې ملګرې سره په خندا خبرې کوي خو دوى ته يې اواز نه رارسيږي .په هلک باندې يې مينه راغله او نجلۍ ته يې وويل :
- مور او پلار دې لکه چې شرط تړلى و چې دښاپيرۍ لور تر څنګ به شهزاده زوى هم زېږوي .
د نجلۍ پر مخ د حيا وړانګې خورې شوې ،ده ته يې په شوخۍ وويل :
- ته هم د چانه کم نه يې .زه په خپل انتخاب وياړم ، په اول ځل کتو دې زما زړه وېوړو،خو د ورور انتخاب مې بيا ډېر عالي دى ،کاشکې هغه نجلۍ مخ را واړوي چې ته يې هم ووينې ،خو وېرېږم هسې نه چې هغه دې خوښه شي او زما دورور ر قيب جوړ شې .
هلک په خندا ور غبرګه کړه :
- که داسې وشي ته هم د تاوان سره مخ کيږې ،خپل تاوان ته دې پام نه دى ، دورور خورې ! هسې نه چې بيا ورور او خور دواړه د ناکامې مينې ټپې ووايئ .نجلۍ خپلې خولې پاکې کړې او هلک ته يې زياته کړه :
- نه زه په تا او ستا په مينې باور لرم ، دومره باور چې په رستورانت کې د خپل ورورد موجوديت ډار مې هم اوس ورو ورو له زړه نه او ځي .
هلک هم د نجلۍ خبرو زړور کړى واو مخ کې تردې چې څه ووايي ،د قندارۍ غاړې والا د سپينو جامو د ښايسته هلک د ميز په لورې يې وکتل .په هم دې وخت کې ګارسون ددوى د خوا نه تېرشو او دهغوى په ميز يې برګر او کوک کېښودل .ګارسون د هغوى نه دراستنېدو په حال کې و چې دقندارۍ غاړې والا هلک سره ناستې نجلۍ چې دوى ته يې تر اوڅه شا وه مخ راواړولو، خدايزده  هغې د ګارسيون نه د څه شي فرمايش وکړو خو دلته هلک يو ټکان وخوړ .ورسره ناستې نجلۍ ورته په ورو وويل :
- ولې زړه يې درنه وېوړو څه ........ ؟؟
هلک خپل تندې ته يو ټس ورکړ،سر يې په لاسونو کې ونيوواو په داسې حال کې چې لاندې يې کتل خپلې ملګرې ته يې ډېر په کمزوري غږ وويل :
- د خداى دپاره چوپ شه ! هغه زما خور ده .........

٢٠٠٨ دسامبر ٢
پېښور