واه څومره مستانه وم په وږمو ويده کيدم
دشپې به د سيتار په ترانو ويده کيدم
احساس ته ملامت ومه ضميرته ملامت
په غېږ کې د غفلت به زه ترڅو ويده کيدم
شپېلۍ به وه رمه به وه لمنه کې د غره
د سويې سکه وروروم په واښو ويده کيدم
د خيال په اس به سور ومه د قاف په لورې تلم
ملوک وم په مړوند د ښاپيرو ويده کيدم
عامره چې شروع به شو بانګونه د سحر
بې غمه به په شان د پښتنو ويده کيدم

دعامر دا غزل هنرمند روزالدين زمزمه کړى .