ډېر ادنا دي چې اعلى ګڼي پر ما ځان
ډېر اعلى دي چې بالا ګڼي پر ما ځان
لکه خاورې لکه رېګ ددوى په لاس يم
زغلوي مې دوى هوا ګڼي پر ما ځان
دا خو ما پرلت وهلى دى پر زمکه
داپيمخي چې سماء ګڼي پر ما ځان
ګوندې بې ددوى له ونډې منزل نشته
که شل نه يم خو عسا گڼي پر ما ځان
څو نا ځوانو بلا ډېر يم زورولى
خدايزده دوى چې څه بلا ګڼي پر ما ځان

 ٢٠٠٨ اکتوبر ١٠
پېښور