ا ر ما ن

وږمه سبا عامر

ګلاب چې په هراخترکې به دجانان دوى کره ته ، نو دهغوى په هجره کې به يې سترګې دجانان په عکس باندې ولګېدې چې هغه په کابل ښارکې جوړکړى و. کله چې به دګلاب سترګې دجانان  په چوکاټي عکس ولګېدې نو  دعکس دچوکاټ په اندازه به يې ارمان په زړه کې پيداشو. هرځل به يې دجانان نه پوښتنه کوله :

- انډيواله !  داعکس دې په څوجوړکړى ؟

- ولا په سلو اوغانيو.

- په سلو هو ..... هو  داخوډېرې روپۍ دي ،خوځه په دې عکس خوورکې نه دي . وو

له دې خبرې سره به دواړه په خنداشول .

دجانان دپلاردتروردلورکوريې په ښارکې دکوټې سنګي په سيمه کې و ،خودګلاب بيا په کابل ښارکې دشپې تېرولو ځاى نه و ، نوپه دې خاطر کابل ته تګ ورته د(کوى کاف) مزل ښکارېده . له بلې خواپه ټکي کابلي  ژبې نه پوهېده .

گلاب مورنه درلوده ،دنري رنځ له امله څوکاله وړاندې مړه شوې وه، پلار يې نواب دهغه له توړۍ سره واده کړى و. ګلاب خپلې توړۍ ته هم ګران و اوهغې به ورته ترموريې کمه مينه نه ورکوله .

ګلاب دخپل ارمان په اړه له خپلې توړۍ شکرۍ سره هم غږيدلى و، هغې ورسره وعده کړې وه چې يوه چرګه يې کېنولې ده اوددريو نورو به يوڅه هګۍ په بقال باندې خرڅې کړي نو څه پيسې به ورته ورکړي ،يوخوبه هغې ته دبخمل کميس راوړي اوبل به ګلاب خپل چوکاټي عکس جوړکړي .

او بيا هغه وخت هم  راورسيده . درمندونه راټول شول ،غلې له ژرندو ، وروسته ترکندوانوپورې ورسيدلې . شکرۍ هم چې څودانې چرګوړې اوپريمانه هګۍ يې خرڅې کړې وې ايله يې څلورسوه اوغانۍ راپوره کړې وې . وروسته دې ته مجبوره شوه چې دنواب نه په پټه باندې خپله دغاړې کټماله او

دلاسونوباووګان دخاني په لور په دوسوه اوغانيو چې هغه په واده ولاړه وه خرڅ کړي.

ګلاب دکابل لپاره شېبې شمارلې .جانان سره تېر مازيګر په پوله باندې ښه ډېر غږېدلۍ و، خوجانان ورته ويلي وو چې دى به هم ورسره له پلار ه پټ کابل ته لاړ شي . که پلاريې پوه شو بيابه ده ته اجازه نه ورکوي . ځکه دهغه پلارنه غوښتل چې په کابل کې وخت ناوخت دې دهغه دترور لور ددې ډول مېلمنونه په عذاب کې شي .

ګلاب اوجانان په ډېرې خوشالۍ سره دکابل په لوري روان شول . غرمه مهال به وچې په کوټې سنګي کې دوردګوله موټرونه کوزشول .

ګلاب دکابل ښارپه ښلاګانوکې ورک شو .دبازار ګڼه ګونه ،رنګ په رنګ دوکانونه ،سرې اوسپينې نازکې نازکې جونکۍ چې پوړني يې نه وو په سرکړي اوستريې مات کړى و . دجانان کيسې ټولې ريښتيا وې ،کابل هغه ته دجنت پشان ښکاره شو .دکبابو بوى په بازارکې لاروي ځان ته راښکل ،جانان هم ګلاب دميرويس سينما ترڅنګ يوه هوټل ته بوتلو .. ګلاب له خوشحالۍ نه په جاموکې نه ځائيده . دوه خوراکه کباب يې سره وخوړل . پيسې يې په ګلاب پرې شوې . وروسته دسينما غرفې ته جانان ورغى ددوبجو دفلم دليدو ټکټونه يې واخيستل . دسينما په ديوالونودهندي فلمي جونکيو لګيدلي تصويرونو دګلاب نه دچوکاټي عکس ارمان هيرکړى و .

مازيګر قضا وچې د سينما له سالون نه راووتل نوجانان ته يې وويل .

- ياره داکابل خوپه والله چې سم جنت دى . خلک ليوني دي چې په کليوکې اوسيږي . له داسې جنت نه کله دسړي زړه کيږي چې لاړ شي .ظالمه ! تاخوراته دومره کيسې نه وې کړې ټولې دې رانه پټې کړې وې .

هغوى دواړه په تياره ماښام دجانان دپلار دترور دلور کره لاړل . هغوى چې دکلي له ميلمنودلاسه نورنوپوزې ته ارسيدلي وو، دجانان اوګلاب دپاتې کيدو زغم ورسره نورنه و، له چايووروسته جانان ته يې دپلار دترورلورپلمه وکړه او وې ويل  چې هغوى نن شپه ډېر لرې  ځاى دخپلې خسرګنۍ کره دڅوشپولپاره روان دي ،اودى دې له خپل انډيوال سره کوم هوټل کې شپه وکړي . په دې ترتيب يې له کوره رخصت کړل .

جانان ډېر پښېمانه و، په هوټلونو کې يې کله شپه نه کړې ، له ډېرې سرګردانۍ نه وروسته يې شپه په يوه خيرن هوټل کې راغله . دهوټل اودشپې دډوډى پېسې بياهم په ګلاب راغلې . سهاريې په جيب کې دوه سوه اوغانۍ پاتې وې . هغوى دعکاسۍ په ډېرو دوکانونووګرځيدل ،څوورته ترغرمې پورې چوکاټي عکس جوړکړي خوټولوورته وويل چې په دومره لنډ وخت کې  داسې نشي کېدلى . کله چې ديوې عکاسخانې نه راکوزل شول نويوهلک پرې غږ وکړ:

-  عکس غواړئ راشئ زه به يې درته واخلم .

دهغه مخې ته دفوري عکس اخيستلوکمره ولاړه وه، په داسې حال کې چې يوه سړي هم خپل عکس واخيست نو دګلاب له ستوني لاړې تېرې شوې . په سترګوکې يې خوشالي وبرېښېده . ګلاب غوښتل چې دجانان دعکس پشان دګلو غنچه په لاس عکس واخلي خودسرک دغاړې فوري عکاس سره دګلابو پلاستيکي غونچه نه وه . وروسته له مشورې نه دافيصله وشوه چې ګلاب په پنځوس اوغانيو دګلابو پلاستيکي غونچه و اخلي ، همداسې هم وشول    .

جانان دګلابو پلاستيکي ګلدانۍ دګلاب په لاس کې ورکړه او فورى عکاس هم خپله خيرنه ږومنځه چې مشتريانوبه يې پرې خپل سرونه دعکس اخيستو لپاره ږومنځول راواخيسته ،دګلاب له سرنه يې په شيشو جوړه خولۍ لرې کړه،وېښتان يې  ورته ښه په شوق سره  ږومنځ کړل .

عکاس خپل لاس دکمرې له څنګ نه په هغې تورې راځوړندې اوږدې کڅوړې کې دننه کړ يوه سترګه يې دکمرې ترشا په شېشې نژدې کړه په ګلاب يې غږ وکړه !

- يوه دقيقه ودريږه ښورې به نه .

دغږ سره سم ګلاب په ځاى ودريده ،هغه سوچ وکړ چې دودريدو امر يې پرې وکړ . خوجانان بېرته زر کښېناوه . له لنډو شېبو وروسته عکاس عکسونه په اخباري کاغذکې تاوراتاو کړ، ورته يې وويل چې اوس لانده دي، کله چې کورته ورسيدئ بيا به يې وروسته خلاص کړئ اووبه يې ګورئ .

دګلاب سره نورې پېسې خلاصې شوې وې ،دکلي دبېرته تګ دلارې کرايه هم جانان ورکړه، ګلاب په زړه کې خپه و چې خپلې مورته يې دبخمل کميس هم وانه خيستى شو . ترکوره پورې يې له جيب نه خپل عکسونه راونه ويستل . تياره ماښام وچې دکلاپه دروازه ننووت ، شکرۍ چې له تناره نه نوې خلاصه شوې وه اوداوبو ګړي يې په تناره کې کوزول ،په ګلاب يې سترګې ولګېدې . خوشحاله يې مخې ته ورمنډه کړه، پلاريې لادماښام له جمعې نه نه و راستون شوى . ګلاب شکرۍ ته ټوله کيسه وکړه ، خوڅنګه چې هغه ډېره مهربانه ښځه وه په خندايې ورته وويل :

- ځه !  داارمان به مې بل وخت راپوره کړې، ښه چوکاټي عکس دې راوښيه، ګلاب له جيب نه وړوکى اخباري پېچلى کا غذ راوويست توړۍ ته يې وروړاندې کړاو وې ويل :

- ادې دامې قسم کړى وچې اول به يې ته ګورې اوبيا به يې زه ګورمه .....

شکرې په وارخطايۍ کاغذ خلاص کړ،د لاټين شيشې ته يې نژدې کړ،خو په عکس کې يوازې دوه لاسونه اوګلدانۍ ښکاريدې .......

٢٠٠٧ دسامبر١

پېښور- حيات اباد