دزرپاڼې ويب لاګ وياړي چې بيا هم ګڼ شمېر دوستانومونږسره دزړه خواله کړي .ستاسو د ټولو دوستانوسلامونه په وعليک بدرګه کوو،ستاسو دمينې او لورينو څخه پوره دنيا مننه .ستاسو ستاينه ستاسوحسن نظرګڼواو په مشورو به مو خامخاعمل کوو .باوروکړئ ستاسو ليکونه زمونږځواک زياتوي او په دې مو مجبوروي چې ددې ويب لاګ دلارې پر تاسو ډېر څه ولوروو .هيله من يو چې زمونږ جولۍ به تل ستاسوله خواپه راغلو ګلانو ډکه وي ،تاسو دې هم يئ او مونږ دې هم .........

په ټوله مينه

نجيب عامر

راليږونکی :zoya hela bargami
د راليږونکي پته :
نيټه : 26-11-2007

ډيرې ګرانې ،خوږې اوقدرمنې پښتنې خور وږمه سبا او عزتمن ورور ښاغلی نجيب عامر ته دزړه له تله
سلامونه اونيکې هيلې وړاندې کوم هيله ده چې د زرپاڼې دښکلو خنداګانو سره مو دژوند هره لحظه ښکلې
او د خوښيو نه ډکه وي ٠
ګرانې خور وږمه جانې ؛ ستاسوددې ښکلې پاڼې په ليدو مې سترګې خوږې اوزړه دخوښيو نه ډک شو
هسې خو اوس د الله (ج)ډيره مهرباني ده چې زمونږ يو زيات شمير پښتانه ورونه دخوږې پښتو ژبې
د ژوندي پاتې کيدو په چوپړ بوخت او په دې لاره کې نه ستړي کيدونکې هلې ځلې کوي چې مونږ او
تاسو يې وينو خو دا چې زمونږ داسې خويندې لکه تاسو ياد وربل پاڼې چلونکې اغلې نظيفه غزل مټې
رانغښتي اود خپلو ورونو نه وروسته نه پاتي کيږئ دا ددې زيری دی چې پښتو به نه يوازې داچې
ژوندئ پاتې شي بلکې دنړۍ دپراخو ژبو سره به سياله هم شي انشاالله او همدا زمونږ دعاده ٠
د ښکلې زر پاڼې په اړوند ډير څه ليکل غواړم خو ويريږم چې ليک رانه ډير اوږد نشي نو ځکه مخامخ
خپل يو وړانديز ته چې دپاڼې په اړه يې لرم راځمه او هغه دا چې زه نپوهيږم کيدای شي په نورو
پښتو پاڼو کې دا کار شوې هم وي خو بيا هم که تاسواو ښاغلې عامر صيب په ګډه دافغانستان د هر
ولايت د ځانګړي دودونو ، د موسم ،د ورپه کې تاريخي ځايونو او زيارتونو او داسې نور په زړه
پورې معلومات ته په وار سره په زرپاڼه کې ځای ورکړئ دا به له يوپلوه دلوستونکو دپاره په زړه پورې او
د بله پلوه به ګټور هم وي که په دې کې دپښتنخوا سيمې راشي نو لا به ښه وي ٠
وړمه جانې خور ؛ ستاسو بنګړيواله مې باور وکړئ چې دپيل نه تر اخره په يوځل ولوستو ډير په زړه
پورې او ښکلی ناول دی .تاسودزړه له کومې مبارکي وايم خدای(ج)دې وکړي چې په راتلونکې کې ستاسو
همداسې نور ښکلي ناولونه لاسته راشي ٠
نور نو پدې هيله چې دواړه ښکلې ،خوږې او پښتنې زرپاڼې په خير او خوشحالئ راپيغلې شي خپل
ليک ختموم
ستاسو د لا ډيرو برياليتوبونو په هيله
خور مو ز هيله ب

راليږونکی :محمد رحیم ( صمیم )
د راليږونکي پته :
samim_eng@yahoo.com
نيټه : 24-11-2007

د دی پاڼی ټولو چلوونکو ته لمړی له هر څه زه خپل سلامونه وړاندی کوم هیله ده چی ویی منی .
ښاغلو ! رښتیا هم چی ستاسو پاڼه ډیره په زړه پوری ده او تل یی لولم په تیره بیا د شعرونو برخه می ډیره زیاته

خوښیری او بالخصوص پښتو هایکو گانی خو می تل دغی پاڼې ته هڅوی . خو نن له ډیری مودی ورسته هایکو گانو

 تغیر کړی او نوی شوی دی هیله ده دغه بدلون لږ تر لږه په اونی کی یو ځل راولی .
په درناوی

راليږونکی :ahmad jan
د راليږونکي پته :najiamir@gmail.com
نيټه : 16-11-2007

زه ا حمد جان د زړه له کو مي خپل سلا مونه نجيب عا مر ته وړاند ي کوم او دا ده کوم حمکا ران چي دې حغه ته

حم وړاندې کوم بعد له سلام دا زما خط ولې نه نشر کیږ ي که دا زما خط مو نشر کو نو زه به خپل خطونه جا رې سا تم
دا خط زه پېښور څخه درليږم  او زما سره ملګرې دې لکه حر ېو ظېا محمد امېن الله دې دوی په خو ښې دا نغمې

 سندره نشر که        وسلام : مننه

راليږونکی :ajmal wardak
د راليږونکي پته :ajmal_shool@yahoo.com
نيټه : 11-11-2007

salamoona aw neke heele gran wror aw de pashto adab aw honar zalanda storay najeeb jan amer
pa reshtya sara staso khedmatoona de qadar war dee ma staso weblog wakatalo der pa zra pore aw gatawaro mawzogano ta mo pa ke zay warkrey stase la de khedmat na yawa donya manana kawam nor mo ham de loy khoday na de kamyabey aw baryaleetob heela kawam
staso wror
ajmal wardak .istanbul turkey

راليږونکی :ايمل احمدزى
د راليږونکي پته :
imelahmedzai2003@yahoo.com
نيټه : 07-11-2007

ډير د قدر خاوند محترم عامر صاحب زما سلامونه او نيكى هيلى قبولى كړه هيله لرم چى روغ جوړ او په خبلو ټولو چارو كښي بريالى اوسي ... ستاسي له خوا زرپانه مى سرتر پايه ولوسته ډيره په زړه پوري وه زه خو وايم سي د زرو نه بلكه د سرو زرو پانه بايد وبلل شي خو دا ځكه سي تاسى د خپلي ګلالي لور په نوم نومولي ده بيا په همدي اكتفاء وكړو ، ستاسي کوښښونه په ريښتيا دستايني وړ دي چي په دومره لږو امکاناتو داسي لوي اوګټور فعاليتونه پرمخ روان کړي دي زه اوزما په دلته په کويت کښي ميشته دوستان ستاسي لپاره زياتو برياليتوبنو هيله مند يو.... په درناوي ايمل احمدزي او په کويت کي دميشتو افغانانودفرهنګي ټولني غړي


راليږونکی :عبدالبصیر (وطنیار)
د راليږونکي پته :
bwatanyar@yahoo.com
نيټه : 04-11-2007

سلام د زرپانی مسولو چلونکو ته !
گرانه محترمو هر یو نجیب عامر او گرانی خور وژمه سبا ته په نیک ساعت کی وراندی کوم.
گرانی محترمی خوری !
ستاسو یو شعر چی په ننگیال کی مو نشر کری دیر خوش شو که چیرته دا شعر کوم هنر مند او یا کوم بل چا دکلمه کری وی او ماته یی په امیل کی راواستوی منندوی به مو یم .
د شعر عنوان پاس په سینه دی زنگوم لالیه.

په مننه
ستاسو ورور عبدالبصیر ( وطنیار

راليږونکی :عبدالبصیر(وطنیار)
د راليږونکي پته :
bwatanyar@yahoo.com
نيټه : 22-10-2007

د هر سه د مخه د زرپانه مسولینو ته د زره له تله سلامونه وراندی کوم گرانه وروره سنگه کولی شم چی تا سو سره همکار شم مهربانی وکری ماته ده کدون لپاره رهنمای وکری

با احترام

عبدالبصیر ( وطنیار

راليږونکی :zakirullah zakiri durrani alakozy
د راليږونکي پته :durrani1355@yahoo.co.in
نيټه : 07-10-2007

د زرپاڼی مجلي ليکونکيو،لوستونکېو،خوښونکېو ته دسلامونوډالۍ وړاندې کوم دقدروړنجيب عامر صيب ليکني ډيرې خوښوم ملې احساسات ېې دقدر وړدې الله تعالی دروژی دپاکې مياشتي په برکت له هرې ناخوالې سره دواړو دوستانو وساتي دملت د ېووالي دافغانستان داقتصاد دپياوړتيالپاره،دافغانانودويښيدو،وطندوستي،ددباندينيواغيزو دله نځه وړلو ،دافغان کلتور دژوندي ساتلو،دملې وحدت سمبول افغانيو دراېجولو ډيره هڅه وکړي په مټو مو برکت شه ستامينه وال ذاکرالله ذاکرې دالازهر پوهنتون دشرعېاتو څانګه کې دحنفي فقهي استاد ،دهند ،پاک دلبيک ،حق،qtvچينل مفتي

راليږونکی :ډاکټر اصيل صميم
د راليږونکي پته :
asil_samim@yahoo.co.uk
نيټه : 06-10-2007

په ټول افغان کی دی زر پاڼی ويبلاګ چلونکو پښتانه سلامونه می وه منی
د وږمی خور ليکنۍ په رښتیا چي ډيري په زړه پوری دی وه می لوستی ډيری می خوښۍ شوی او دا خو لا څه کوی چی په خپل زړه کی مې يوه وياړ اوهيله را وټوکيده چي پښتني ميرمني دادب په ډګر کی هم د چا نه کمی نه دی خو افسوس چی چا ندي پريښی او نه چا وخت ورګړی او که لږ کم توم وخت یی موندلی هغه هم ترينه د وخت ظالمانواخستی.

د لا برياليتوب غوښتونکۍ مو يم
په ټوله پښتنه مينه
د افغانستان او ټولی پښتونخوا د سولی او سوکالي اوملی يووا لی په هيله

ډاکټر اصيل صميم
لندن

ګرانه نجيب عامر صيب د زر پاڼی په
Id می څوځلی کوښښ وکړ ليکن هيڅ نه ليګدل کيده وجه یی څه ده؟ بيا می پدی id در وه ليګه

راليږونکی :نجيب مايار
د راليږونکي پته :
najib.mayar@yahoo.com
نيټه : 04-09-2007

ـښاغلي عامر صسب زمونږ سلامونه اونيکې هيلې ومني خداي دوکړي چې روغ رمټ وي او له پښتواو پښتنو سره خوښ واوسي ښاغليه له ډېري مود ې وروسته مې ستاسو بريښليک پته ومونده نو اړشو چې درته يو ليک وليکم خداي دوکړي چې ويې مني مننه٢

zia ul haq nasrat 

First of all i say hello to the Popular and famous poet, author,and a good Journalist brother Najib amir and than i want him good time with good health from allah.

mr najeeb amir i hope that u will recieve my email in a good and happy time.

amir every day iam visiting your blog ZARPANA and it is a good site and i like your and respectable and pushton sister Waghma saba Amir  poems.

Sincerely.

from Zia ul haq Nasrat shinwari.

if you recieve my email please reply me i will waiting to your email.

 

mohammad sadiq zaheer 

Dear Mr Najib Amir Sahib: 

Accepet my lovly and warm sulation and want healthy time for all your life.

 

Today i saw your web log it was very beutiful and want passness from Allah.

 

Best Regrds

Mohammad Sadiq "Zaheer"

Jalal Abad City Afghanistan

Mob: 0093-700-621 804

E-mail: sadiq.zaheer@gmail.com

E-mail: sadiq_stu@yahoo.com 

راليږونکی :مجیب الرحمن محمدخیل
د راليږونکي پته :
noor1355@gmail.com
نيټه : 02-08-2007

د زرپاڼی ګران او قدرمند چلوونکو : د ډیر وخت نه ستاسو بلاګونه ګورم ډیر په زړه پورې مطلبونه پکې مو راغونډ کړي وی خو دا نژدی دوه میاشتې کیږی چی ستاسو زر پاڼه خدای مکړه مړاوې شوی او هیڅ نوی مطلب نلری هیله کوم چې ډیر زر کوم نوی مطلب یا هم کومه مرکه نشر کړۍ .

په پاکه پښتنه مینه

راليږونکی :امیرجان وحید احمذزی
د راليږونکي پته :
amirjanahmadzai@yahoo.com
نيټه : 22-07-2007

ښاغلی نجیب عامر او اغلې وږمې خور سلامونه !
خوښي او روغتیا مو غواړم
له سلامونو وروسته ! دا ډېر وخت کېږي چې زرپاڼه پرانیزم خو نوي څه پکې نه وینم ، همغه تېرې لیکنې دي او بس. دې حالت له ماسره ستاسو د روغتیا او ښه والي اندېښنه پیدا کړې ، هیله ده چې روغ او سلامت به یئ.
همدومره
احمدزی

 

راليږونکی :لعل اقا شيرين
د راليږونکي پته

:lalaqa_shirin@yahoo.com
نيټه : 09-07-2007

سلامونه !
د ویبلاگ به لیدو دي خوشحاله شوم
هیله کوم چی روغ وي
دبریالیتوب به هیله دي
که دې وخت پيداكړموږته هم يوچكرراووهه
دلته مي د ويبلاګ ادرس پرې ايښى دى

:www.wisal.blogfa.com